د پاکستان اټمي انرژۍ له رامنځ ته کېدو څخه تر ننه پورې
عبدالرحمن حبيب زوی
دا لیکنه د سیمه ییز مطالعات په دریمه ګڼه ۱۳۸۸ کې خپره شوې ده.ټول حقوق یې له نوموړې مجلې سره خوندي دي.
سریزه
په دې وروستیو وختونو کې داسې آوازې او ګونګوسې وې، چې پاکستان په شمالي کوریا، ایران او لیبیا باندې یورانیم او د اټمي وسلو دجوړولو تیکنالوژي پلورلې ده او په دې کې تورن کس د پاکستان د ایټمي بمب جوړونکی ډاکټر عبدالقدیر خان دی چې څه موده د ځینو نړیوالو فشارونو له امله په پاکستان کې نظر بند و، خواوس خوشې شوی دی. مونږ دې موضوع اودې ته ورته نورو موضوګانو د زباتولو په موخه دا لیکنه کوو، او دغو پوښتنو ته به په کې ځواب ووایو،د پاکستان ایټمي انرژۍ کمیسیون څنګه او کله رامنځته شو؟ ډاکتر عبدالقدیر خان چا له هالند څخه راوغوښت چې د پاکستان لپاره ایټم بمب جوړ کړي. د پاکستان د ایټم بمب کار کله پیل او کله پای ته ورسید. ډاکټر عبدالقدیر خان څوک دی؟ د پاکستان له خوا د یوارنیمو د پلورلو خبره څه ډول موضوع ده؟ د پاکستان ازمویل شوي مزایل، د پاکستان د مزایلو جدول، چې ایټمي خولۍ لیږدولی شي او داسې نورې اړوند موضوګانې.
په نړیواله کچه د ایټمي انرژۍ رامنځ ته کیدل :
دویمه نړیواله جګړه د امریکا له خوا د اټمي وسلو په کارولو سره، چې په ۱۹۴۵ز کې د اګیسټ په ۶ او ۸مه نېټه د جاپان پر هیروشیما او ناګاساکي ښارونو باندې وکارول شوه دغې جګړې ته یې د پای ټکی کېښود. هغه مهال کارپوهانو او څېړونکو ۲۰ مه پېړۍ د اتوم پېړۍ په نامه ونوموله، ځکه د اتوم له رامنځ ته کېدو سره د نړۍ څېرې په سیاسي او نظامي برخه کې پراخ بدلون وموند.
داتوم رامنځ ته کېدل او د هغه استعمال په یرغلیزو عملیاتو کې ددې لامل شو، چې د دویمې نړیوالې جګړې سوبمنان د اټمي وسلو مبارزو او مسابقو ته راودانګي او تر امرکیې وروسته پخواني شوروي اټمي وسلو ته لاس رسۍ ومونده او وروسته بیا انګلستان، فرانسې او چین په پرله پسې توګه د اټمي وسلو په جوړولو بریالي شول(۱) دغه هېوادونه د اټمي ځواک د درلودلو له کبله د نړۍ له ځواکمنو هېوادونو څخه وشمېرل شول اود ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې یې دايمي غړیتوب ترلاسه کړ. لکه څنګه چې د ایټمي انرژۍ خپراوی د ټولې نړۍ او سوله غوښتونکو هېوادونو او بشریت لپاره ستر ګواښ بلل کېږي،نو په همدې موخه دملګرو ملتونو له خوا د دوو ایټمي ځواکونو امریکا او روس د احتمالي جګړې د مخنیوي په موخه د ایټمي انرژۍ د نه خپراوي نړیوال تړون (NPT) Treaty on the non Proliferation of Nuclear weapons لاسلیک کړ، څو په دې توګه دنړۍ سوله له ګواښه بچ وساتي، خو د نړیوالې ټولنې او د ملګرو ملتونو د NPT دتړون په تاکید سره سره هم ځینو هېوادونو د ایټمي وسلو جوړولو ته دوام ورکړ او ځینې هېوادونه لا په دغه تړون کې غړیتوب هم نه لري. په دې لړ کې د د درییمې نړۍ او مخ پر ودې هېوادونو د ایټمي وسلو جوړولو ته ملا وتړله او ځینې نور هېوادونه په دې هڅه کې دي، څو ژر تر ژره دغه ډول وسلو ته لاس رسۍ ومومي.
پاکستان او هند د کشمیر د مسلې په سر له ډیرو کالونو راهیسې سره شخړې لري او آن دا چې په ۱۹۴۸او ۱۹۶۵ز کې سره جنګیدلي هم دي او په ۱۹۹۸ کې یې ايټمي وسلو پر جوړولو بریالي شوي هم دي.(۲) چې په ښکاره توګه د سیمې او نړۍ لپاره د ګواښ خبره ده او ځینې نور هېوادونه لکه شمالي کوریا، لیبیا او ایران هڅه کوي څو ایټمي وسلې تولید کړي او اوس یې هم په جوړولو بوخت دي.
په ځانګړي توګه شمالي کوریا اوایران په دغو هېوادونو باندې د نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو له خوا نه تردې دمه بېلا بېل بندیزونه هم لګیدلي دي، خو په هر حال ایران او شمالي کوریا خپلو ایټمي وسلو او مزایلو تولیداتو ته ورځ تر ورځې پراختیا ورکوي او په همدې لړ کې هند او پاکستان هم تر دغوهېوادونو وروسته پاتې څه چې ډېر ترې د پرمختګ په حال کې دی او داسې ویل کېږي چې د پاکستان له خوا پر ایران ، شمالي کوریا او لیبیا باندې د ایټمي وسلو د جوړولو مواد او یورانیم پلورل شوي دي، چې په دې کې مهم رول د پاکستان د اټوم بمب جوړونکي چې د پاکستان داټوم بمب د پلار په نامه پېژندل کېږي داکټر عبدالقدیر خان دی.
دا چې زمونږ ددې لیکنې آره موخه پاکستان اوددغه هېواد په ایټمي انرژۍ باندې څرخي نو اړ یو چې د پاکستان د ایټمي انرژۍ په لنډ تاریخ د ډاکتر عبدالقدیر خان پېژندګلوي او دده له خوا د ایټمي موادو پلورل،او د پاکستان ازمویل شویو مزایلو ته کتنه وکړو.
د پاکستان دایټمي انرژۍ رامنځ ته کېدل :
په کال ۱۹۵۶ز کې په پاکستان کې د ایټمي څېړنو کونسل په نامه یو مرکز رامنځ ته شو، چې پرایټمي انرژیو باندې یې څېړنې کولې، خو په ۱۹۶۴کې دغه قونسل په (Pakistan Atomic Energy Commission(PAEC) یا د پاکستان د ایټمي انرژۍ کمیسیون باندې واوښته. دغه کمیسیون په لومړیو کې ددغه هېواد د ساینس او ټیکنالوجۍ له تحقیقاتي برخې سره ګډ کار کاوه، خو په ۱۹۷۲ز کې د ساینس او ټیکنالوجۍ له تحقیقاتي مرکز څخه جلا شو او د ولسمشر د سکرتریت په دفتر پورې وتړل شو، دا مهال PAEC په پاکستان کې یو خپلواک کمیسیون دی، چې د دولت په چوکاټ کې کار کوي، چې په هستوي قوې یا Nuclear Power باندې کار کوي او دوه څانګې لري.
1_ Karachi Nuclear Power Plant (KHNUPP)
2_ Chashma Nuclear Power Plant ( CHASNUPP)(۳)
پاکستان په نړیوال ایټمي آژانس International Atomic Energy Agency ( IAEA) کی غړیتوب او د IAEA د ایټمي انرژۍ د نه خپراوي تړون یا NPT) ) Treaty on the non Proliferation of Nuclear weapons کې غړیتوب نه لري .
دپاکستان د ایټمي وسلو دجوړولو کار او هڅې په دغه هیواد کې په ۱۹۷۰یمو کالونو کې د ذولفقار علي بوټو د واکمنۍ پر مهال تر سره شوي دي.او د بوټو د واکمنۍ یو له سترو ستراتیژیکو موخو څخه یوه غوره موخه وه،چې غوښتل یې په سیمه کې یو ځواکمن او پر نورو هیوادونو باندې غښتلی پاکستان رامنځ ته کړي.کله چې د پاکستان استخباراتي ادارو بوټو ته د هند د ایټم بمب د جوړیدو خبر ورکړ نو ذولفقار علي بوټو د هند په غبرګون کې په ۱۹۷۲ز کې د پاکستاني ساینسپوه عبدالسلام ترمشری لاندې،چا چې وروسته په فزیک کې د ایټمي پرمختګ په اړه د نوبل جایزه تر لاسه کړې وه،دساینپوهانو یوه ډله جوړه کړه او دوی ته یې د اټم بمب جوړولو دنده وروسپارله خو ځینې کسان بیا وايي چې بوټو له هالند څخه عبدالقدیر خان ته بلنه ورکړه،څود پاکستان لپاره اټم بمب جوړ کړي. عبدالقدیر خان هغه مهال د هالنډ په ایټمي بټۍ کې په زده کړو بوخت و. ډاکتر عبدالقدیر خان دا مهال په پاکستان کې ددغه هیواد د ایټم بمب پلار په نامه نومول شوی دی.(۴)
ډاکټر عبدالقدیر خان د نړۍ په کچه یو له هغو مطرحو کسانو څخه دی چې ورباندې د ایټمي یورانیمو دخرڅلاو تورونه لګیدلي دي.په دې توګه پاکستان په ۱۹۸۹زکې ایټمي بمب جوړ او د ایټمي ځواک لرونکي هیواد په توګه وپیژندل شو،خو په ۱۹۹۶زکې امریکې په پاکستان ځینې بندیزونه ولګول له هغو څخه یو یې د پوځي سامان الاتو مرستې وې چې د امریکې لخوا وځنډول شوې،په دې ترڅ کې پاکستان د خپل اړتیا وړ پوځي مواد او د ایټمي وسلو د جوړولو مواد یې له چین څخه راونیول.(۵)
دایټمي وسلو دجوړولو په اړه د بوټو غوره وینا داوه، چې ویل به یې “پاکستان به پاڼې او واښه وخوري، خو ایټم بمب به جوړوي” هماغه و، چې داټم بمب د جوړونې چارې په پاکستان کې پیل شوې.
دا چې قدیر خان څوک دی پر ده باندې څه ډول تورونه دي او اوس په کوم دریځ کې ولاړ دی ،دغو ټولو پوښتنو او ګرویږنو ته به په پرله پسې توګه نغوته وشي، خو لومړی به د دې څیرې(ډاکټر قدیرخان) ژوندلیک راوسپړو.
د ډاکتر عبدالقدیر خان ژوند لیک:
عبدالقدیر خان په ۱۹۳۶ز کې د هندوستان په بوپال کې نړۍ ته سترګې پرانیستي دي، پنځه وروڼه او دوې خویندې لري. پلار یې عبدالغفور خان نومېږي چې ښوونکی و او په ۱۹۳۵ز کې له خپلې دندې څخه تقاعد شو، مور یې زلیخا بیګم نومیده.
عبدالقدیر خان په بوپال کې له (الحامدي) منځني ښوونځي څخه فارغ شو او په ۱۹۵۲ز کې پاکستان ته لاړ او د کراچۍ په شیر شاه سیمه کې استوګن شو. دده پلار عبدالغفورخان له خپلو زامنو سره په هند کې پاتې شو او پاکستان ته لاړ نه شو او په ۱۹۵۷ز کې په بوپال کې ومړ.
عبدالقدیر خان په ۱۹۶۰ز کې د کراچۍ پوهنتون له ساینس پوهنځۍ څخه فارغ شو او د وزن او قیاس په دنده وګمارل شو، کومه چې به پاکستان کې د دویمې درجې دنده شمېرل کېږي. اومیاشتې تنخوا یې ۲۰۰ کلدارې کیدله. دځینو کسانو په اند که چېرې عبدالقدیر خان په همدغه دنده پاتې کېده نواوس به ورڅخه داسې جنجالي او مشهوره څېره نه وه جوړه شوې. خو ډېر ژر یې له دې دندې څخه استعفا وکړه او بهر ته لاړ. عبدالقدیرخان په اروپايي پوهنتون کې د PHD ترکچې خپلې زده کړې بشپړې کړې د برلین په تخنیکي پوهنتون کې یې د دوو کلونو لپاره دمعدنونو په څانګه کې آزمویښتي دروه بشپړه کړه او په ۱۹۵۷ز کې په هالند کې د ډلفټ ټیکنالوجي پوهنتون څخه ماسټري MA ترلاسه کړه او په ۱۹۷۲ز کې یې د بلژیک د لوفین له پوهنتون څخه دوکتورا PHD ترلاسه کړه.
قدیر خان د شلمې پېړۍ په شپیتمو کلونو کې په هالنډ کې د یوې هالنډۍ پیغلۍ سره د پاکستان په سفارت کې واده وکړ. په اروپايي هېوادونو کې د نوموړي استوګنې له امله په دې برلاسۍ شو، چې انګلیسي سربېره الماني، هالینډي، بلژیکي او فرانسوي ژبې یادي کړي.
عبدالقدیر خان د ماسټری د دورې له پوره کېدو څخه وروسته په کراچۍ کې د اوسپني کارخانې ته د دندې په موخه غوښتنلیک وړاندې کړ، خو د عملي تجربې د کمښت له کبله ونه منل شو، همدا لامل و، چې په بلژیک کې یې خپله دوکتورا بشپړه کړه له دې وروسته قدیر خان څو ځلې هڅه وکړه، چې په پاکستان کې دنده ترلاسه کړي خو غوښتنو یې کوم ځای ونه نیو. په همدې ترڅ کې هالنډي انجینري FDO شرکت ورته وړاندیز وکړ، چې له دوی سره د معدنونو د ستر کار پوه په توګه دنده ترسره کړي.
قدیر خان دغه وړاندیز ومانه. د FDO انجینري شرکت هغه مهال د یورنکو له ټولنې چې تر ټولو ستره اروپايي ټولنه ده او د امریکا، المان، هالینډ له ملاتړ څخه برخمنه ده تړاو درلود. ددغې ټولنې دنده دا وه چې Centrifuge system له لارې یورانیم پاخه کړي. د پخونې دغه پروګرام د معدن د پیچلي حالت له کبله ستونزو سره مخ شو، قدیر خان وتوانیده چې د خپلې تجربي پر مټ دغه ستونزه له منځه یوسي اوهمدغه د Centrifuge system برکت و، چې قدیر خان وتوانید څو د پاکستان ایټمي پروګرام رامنځ ته کړي او د بریالیتوب لوړو پوړیو ته یې وخیژوي.
کله چې هندوستان په ۱۹۷۴ز کې اتومي آزموینې وکړې، عبدالقدیر خان د وخت لومړي وزیر ذوالفقار علي بوټوته ولیکل « که پاکستان غواړي، چې د مستقل هېواد په توګه پاتې شي، باید ځان ته اټومي پروګرام جوړ کړي» لس ورځې لا نه وې تېرې چې عبدالقدیر خان ته د خپل لیک ځواب ورسیده او دا غوښتنه ورڅخه شوې وه چې د بوټو د لیدو لپاره پاکستان ته راشي.
قدیر خان په ۱۹۷۵ز کې پاکستان ته راغی. له دې وروسته بوټو په هالنډ کې د پاکستان د سفارت په تائید دده کاغذونه ومنل له دې وروسته قدیر خان په پاکستان کې تم شو او د لومړي وزیر ذوالفقار علي بوټو په سپارښتنه ددغه هېواد د ایټمي پروګرام د مشر په توګه دنده پیل کړه.
قدیر خان په پاکستان له یو څه وخت استوګنې څخه وروسته پوه شو، چې د پاکستان اتمي انرژۍ کمیسیون په چوکاټ کې هېڅ نه شي ترلاسه کېدای، ځکه دغه کمیسیون د ستړي کوونکي بیروکراسۍ ښکار شوی و، له بوټو څخه یې وغوښتل، چې ده ته د اتومي پروګرام د ځانګړي ګروپ په چوکاټ کې پوره واک ورکړي.
د بوټو له خوا دا غوښتنه ومنل شوه او ده ته یې راولپندۍ ته څېرمه په کهوټه سیمه کې د ایټمي څېړنو لابراتوار جوړ کړ او په ۱۹۷۶ز کې یې خپل کار پېل کړ هغه مهال یې میاشتنې معاش ۳۰۰۰۰کلدارې و، چې ۹۳۰ډالره کېده. جنرال ضیاءالحق په ۱۹۸۱ز کې د پاکستان د ملي امنیت ته د چوپړ په موخه د کهوټه د اټومي څېړنو د لابراتوار نوم د ډاکتر عبدالقدیر خان د اټومي څېړنو په لابراتوار واړوه. په دې توګه پاکستان په ۱۹۷۸ز کې د لومړي ځل لپاره یوارنیم پاخه کړل.
ډاکتر قدیر خان د خپلې دندې له پیلولو وړاندې له نړیوالو بازارنو څخه د اړتیا وړ توکي را ونیول او د درې کلونو په ترڅ کې یې د خپلې تجربې او د لویدیځ د مختلفو تولیدي شرکتونو سره د اړیکو له برکته Centrifuge system سیسټم فعال کړ.
په دومره کم وخت کې د اتوم جوړونې په اړه قدیر په خپله یوه مرکه کې وايي، چې په دومره لنډ وخت کې د اتوم جوړونې لامل ددې پروګرام خوندیتوب او د پاکستان په یوه ګوښه ځای کې د اتومي بټیو او لابراتوار جوړول و، ځکه دغسې ځایونو ته بهرني ګرځندویان دومره پام نه کوي او دغه ځای په نسبي توګه پلازمینې ته نږدې و.(۶) خو قدیر خان په یوه نوي او تازه مرکه کې ددغې وینا برعکس څرګندونې کړي.پاکستاني اتومپوه ډاکټر قدیر خان واشنګټن پوسټ ته یوه مرکه کې چې د ۲۰۰۹ز کال د نوامبر په ۱۶مه نیټه خپور شوی ویلي دي:( په 1982 ز کې دچین له اورمچي ایالت څخه c-130 الوتکه پاکستان ته راورسیده او 50 کیلو ګرامه یورانیوم ېې بار کړي وو . په دې اندازه یورانیوم ددوو اتومي بمونو دجوړونې لپاره بسنه کوي . قدیر خان زیاتوي : دغه اندازه یورانیوم دپولادو په 5 بکسونو کې ، چې زنګ نه کوي دهغه اتومي محرم تړون یوه برخه وه ، چې دچینايي ولسمشر ماوڅت تونګ او لومړي وزیر ذوالفقار علي بوټو ترمنځ لاسلیک شوی و. دغه یورانیوم له خپلو ټولو جزیاتو سره پاکستان ته را لیږدول شوي وو او چین وار له مخې ازمویلي وو ځکه خو پاکستان وتوانیده ،چې دومره ژر داتومي هېوادونو پر لیکه ورګډ شي).(۷)
عبدالقدیر خان پردې برلاسۍ شو، چې په کهوټه کې اتومي بټۍ جوړونه د شپږو کلونو په موده کې بشپړه کړي دغه ډول اتومي بټۍ په پرمختلفو هېوادونو کې نږدې دوه لسیزې وخت نیسي.
د عبدالقدیر خان ډلې داټومي وسلې د جوړونې لپاره د یورانیمو پر پخونو لاس پورې کړ، نړیوال پر دوه ډوله یورانیمو ټینګار کوي : یورانیم ۲۳۵ او یورانیم ۲۳۸ خو یورانیم ۲۳۵ یې مهم دي، ځکه د اتومي خپریدنې وړتیا او په پای کې د انرژۍ د ورکولو وړتیا لري.
عبدالقدیر خان له مختلفو موسسو، علمي ادارو څخه ۱۳د سروزرو مډالونه ترلاسه کړي دی، په نړیوالو علمي ژورنالونو کې یې ۱۵۰ علمي تیزسونه وړاندې کړي دي. د ۱۹۹۸ز کال د مارچ په ۲۳مه نېټه کې یې د ساینس او ټیکنالوژۍ په برخه کې د ترسره کړې چوپړ له کبله د (هلال امتیاز) تمغه ترلاسه کړه.په همدې توګه د کهوټه په اتومي لابراتوارونو کې د عبدالقدیر خان د دندې موده پای ته ورسیده، خو بینظیر بوټو ورته درې کاله نوره هم وغځوله. په ۱۹۹۹ز کې نوازشریف د نورو دو کلونو لپاره ورته د کار موده زیاته کړه. په ۲۰۰۱ز کې جنرال مشرف تقاعدور کړ او خپل سلاکار یې وټاکه او د ۲۰۰۴ په فبرورۍ کې یې له دغې دندې ګوښه کړ.(۸)
د یادونې وړ ده چې پر قدیر خان باندې د هغو تورونو له امله چې ګواکې ده پر ایران، لیبیا، شمالي کوریا باندې د ایټمي وسلو مواد پلورلي دی، څو کاله په پاکستان کې نظر بند و، خو اوس ډاکتر قدیر خان ازاده دی او د محکمې کوم تور پرې نه دی لګیدلی. دا چې قدیر خان څنګه او کله او په کومو هېوادونو باندې یورانیم خرڅ کړي دي دا به په لاندني بحث کې تر څېړنې لاندې ونیسو.
د داکټر عبدالقدیر خان له خوا په شمالي کوریا، ایران او لیبیا باندې د اتمي موادو پلورل :
د ایټمي انرژۍ نړیوال آژانس IAEA ادعا کوي، چې ایران د یورانیمو د بډاینې تنیکنالوژۍ له تور بازار څخه ترلاسه کړې او په دې اړه یې څرګندونې کړي، چې په ښکاره توګه ایران د یورانیمو د بډاینې تیکنالوژۍ له ډاکتر عبدالقدیر خان سره د ۱۹۸۷زکال د تړون له مخې له پاکستان څخه ترلاسه کړې ده، چې دا مهال ایران ترې د خپلو ایټمي وسلو په جوړولو کې کار اخلي. او داسې هم ویل کېږي، چې د پاکستان داتم بمب جوړونکي ډاکتر عبدالقدیر خان پر ایران سربېره په شمالي کوریا او لیبیا باندې هم بډای یورانیم پلورلي دي، چې اوس نړۍ او سیمه هره ګړۍ ورڅخه د ویرې اوګواښ اندیښنه لري (9)همدارنګه په یوه بل راپور کې راغلي، چې د وسلو پخواني څارونکي ډیویډالبرایټ چې اوس د ساینس او نړیوال امنیت د انسیتیتوت مشر دی، ویلي چې په سویس کې د دریو تنو سویسیانو په کمپیوترونو کې د هغو مډرنو اتومي وسلو د ټیکنالوژۍ په اړه مالومات موندل شوی، چې په وروستیو وختو کې د پاکستان له لوري کارول شوي. د ځینو راپورنو له مخې ورته مالومات په دوبۍ، مالیزیا او ټالیند کې هم موندل شوي او داسې کوډونه ورکړل شوي، چې داتومي وسلو دجوړولو لپاره په اسانۍ سره کار ترۍ اخیستل کېږي، په دې اړه دامریکا د ملي امنیت سلاکار سټیفن هیډلي د ۲۰۰۹ز کال د جون په ۱۵مه نېټه دا منلې وه، چې دوی دعبدالقدیرخان د (پوهېږﺉ څنګه) شبکې څخه د اتومي ټیکنالوژۍ په اړه مالومات له خپریدو څخه اندیښمن دي. د مالوماتو له مخې خان د شبکې پخواني پلورونکي لیبیا، شمالي کوریا او ایران دی، دالجزایر، سوریې او سعودي عربستان په اړه هم شکونه شته، همدا راز دغه انټرنیټي سرچینه زیاتوي، چې د شمالي کوریا په اړه داسې ښکاري، چې پاکستان د اتومي مالوماتو په وړاندې له کوریا څخه د ۱۳۰۰ کیلومتر واټن ویشتونکي توغندي (ناندونګ) تیکنالوژۍ اخیستې وي او غوري توغندیو ته یې چې د اتومي خولیو د ویشتلووړتیا لري دناندونګ پر بنسټ وده ورکړې وي، خو اوس خبره له هېوادونو څخه د اشخاصو کمپیوټرونو ته رسیدلې ده.(10)
خو اندیښنه داده، چې د اټومي ټیکنالوژۍ د بډایو یورانیمو دومره اسانه راکړه ورکړه به د نړۍ او سیمې لپاره څه ګواښونه له ځانه سره ولري، که چیرې دا اتومي وسلې هغو ترهګرو ته په لاس ورشي، چې اوس یې شمېر میلیونو ته رسیدلی نو شونې ده، چې د لومړي نړۍ هېوادونه او د نړۍ ګوډګوډ به له ډېرو سختو ګواښونو سره لاس او ګریوان وي.
ډېرې کارپوهان او سیاسي شننونکي په دې اند دي، چې په دې سیمه ییزې او نړیوالې لوبې کې د پاکستان لاس هرومرو دی او پاکستان نړیوالو ته د قناعت ورکولو په موخه څه موده ډاکتر عبدالقدیر خان نظر بند کړی و، خو اوس یې بېرته خوشې کړی دی او د محکمې له خوا پرې هېڅ تور نه دی لګیدلی.
د پاکستان ازمویل شوي راکټ اومزایل :
پاکستان په ۱۹۸۸زکې د راکټونو دجوړولو بنسټ کېښوده او د لومړي ځل لپاره یې د هاتف په نامه په ۱۹۸۸ز کال کې راکټ جوړ کړ، چې دهغه تجربه ناکامه شوله او وروسته یې په ۱۹۸۹ز یو بل راکټ وازمویه، چې (لومړی عنزه) نومیده او دا آزموینه ډېره بریالی وه، په دې توګه د پاکستان د راکټونو د جوړولو چارې پیل شوې، چې په هغو کې له ځمکې څخه ځمکې ته او له ځمکې څخه فضا ته راکټونه شامل وو.
په ۱۹۹۷ز کال کې پاکستان د لومړي ځل لپاره ټانګ ماتونکي راکټ آزموینه په بریالیتوب سره ترسره کړه همدا راز د پاکستان فضايي راکټونه د ډاکتر عبدالقدیر خان تر خاصې څارنې لاندې و.
په ۱۹۹۸ز کال سویلي آسیا کې د راکټونو د آزمویلو کال و، چې یولس تجربې هند ترسره کړي او پاکستان هم ډېرې آزموینې ترسره کړې.؟ په ۱۹۹۸ز کې داپریل په ۶مه نېټه پاکستان د غوري راکټ بریالی آزموینه ترسره کړه، چې په ۱۵۰۰کیلومتره واټن کیې یې هدف له منځه وړولو او د ۷۰۰کیلوګرام په کچې یې دچادیدونکو موادو وړتیا لرله.
په ۲۰۰۰زکال کې هند د ترشول، ترشول دویم، اکاش، پرتوي ۸ تجربې وکړې، چې ټولې یې بریالی وې، خو پاکستان په دغه کال کې یوازې یوه تجربه ترسره کړه له دې وروسته پاکستان د دوو کلونو لپاره شاهین۱، هاتف ۲، هاتف ۳، هاتف ۴ تجربې وکړې او شاهین ۱ له ۸۰۰ کیلومتروپه واټڼ کې یې هدف وویشت.
په کال ۲۰۰۴ز کې پاکستان د شاهین ۲ په نامه نوی ماډل راکټ بریالی آزموینه ترسره کړه، چې ۲۰۰۰ کیلومتره واټن یې باید وهلی وای، خو داسې ونه شول او ۱۸۰۰ کیلومتره واټن یې وواهه.
د همدغه کال په مې کې یې غوري راکټ وآزمویه چې یو ټن وزن یې درلوده او په ۹۰۰ کیلومتر کې یې واټن ویشته.
د غوري د وروستي تجربې سره د پاکستان د غوري راکټ د تجربو شمېر ۶ ته ورسید او همدا ډول شاهین راکټ اوو ځلې او هاتف یو ځلې تجربه شو.
په مقابل کې یې هند د پرتوی ۲۵آزموینې او ۹ د اګني آزموینې ترسره کړې همدا ډول پاکستان په ۲۰۰۷زکال د غوري ۳ په نامه یو راکټ چې ۳۵۰۰ کیلومتره واټن وهي د آزموینې لپاره چمتو کړې، چې تر اوسه یې د آزموینې په اړه مالومات نشته.
په دې توګه ویلي شو، چې په سویلي آسیا کې د ۲۰۰۶ او ۲۰۰۷زکلونو ترمنځ پاکستان لس آزموینې ترسره کړي اوهندوستان ۹ آزموینې .(11)
د پاکستان د هغو ستراتیژیکو مزایلو جدول، چې ایټمي خولۍ له ځانه سره لیږدولی شي :
دا د پاکستان د هغو مزایلو لست دی، چې ایټمي خولۍ یا سروکي له ځان سره لېږدولی شي، په دوی کې ټپو سلطان لنډ واټن ویشتونکی مزایل دی ، خو زیات وزن لري اود ویشتلو واټن ۲۵۰۰ کیلومتر دی او وزن یې ۴۰۰۰ کیلوګرامه دی. پردې سربېره چینايي M_ 11 مزایل هم په خدمت کی دي، چې لنډ واټن لري او ۳۰۰ کیلوګرامه وزن لري. په دغو مزایلو کې غوړ، د سوند مواد کارول کېږی، همدا شان د ۵۰۰ کیلوګرام په کچه وزن له ځان سره انتقالوي.
یو بل مزایل شاهین ۴ په نامه تر کار لاندې دی، چې ۳۶۰۰ کیلومتر واټن وهي او ۱۰۰۰ کیلوګرامه وزن به له ځان سره ولېږدوي. په دې مزایلو کې غوړ ( تیل) او د سوند توکي سوځول کېږي همدا ډول پاکستان دې ته چمتوالی نیسي چې د بابر په نامه یو مزایل جوړ کړي، چې د ویشتو واټن به یې ۱۰۰۰ـ ۲۰۰۰کیلومترو پورې وي.( 12)
د زیاتو مالوماتو لپاره لاندنۍ جدول وګورﺉ :
دپاکستان د د ستراتيژيکو مزايلونو Missiles
ليست
ګڼه |
جوړښت Designation |
بل نوم Other Name |
واټن Range |
وزن Payload |
حالت Status |
موجودیت Inventory |
1 |
هاتف I1IA |
هاتف I1IA |
80/100km |
500kg |
ځای پر ځای شوی |
1000+ |
2 |
ابدالي |
هاتف II |
180km |
500kg |
ځای پر ځای شوی |
800 |
3 |
غزنوي |
هاتفIII |
290km |
500kg |
ځای پر ځای شوی |
1100+ |
4 |
شاهینI |
هاتفIV |
750km |
750kg |
ځای پر ځای شوی |
705 – 1150 |
5 |
غوريI |
هاتفV |
1500km |
700-1000kg |
ځای پر ځای شوی |
1100+ |
6 |
غوريII |
هاتف VA |
2000km |
1200kg |
عملیاتي او تر تولید لاندې |
۱۱۰۰+ |
۷ |
شاهینII |
هاتفVII |
2500km |
1000+kg |
ځای پر ځای شوی |
2100+ |
8 |
بابر |
هاتف VII |
700km |
500kg |
ځای پر ځای شوی |
12000 |
9 |
غوري III |
هاتف VIII |
4000km |
2500kg |
عملیاتي او تر تولید لاندې |
|
10 |
M-11 |
|
300km |
500kg |
په خدمت کې |
۱۰۰۰ |
۱۱ |
شاهین III |
|
4,500+km |
1000+kg |
عملیاتي او تر تولید لاندې |
|
12 |
ټیپو سلطان |
|
8000km |
1500kg |
تر پرمختګ لاندې |
|
سرچینې
- احمد سعیدي،پاکستان محور شرارت،۱۳۸۶،مطبعه آزادي،۲۴۶مخ.
- پورتنی اثر،۲۵۰مخ
- http://www.paec.gov.pk/paece-hist.htm
- حبیب زوی،عبدالرحمان،سیمه ییزمطالعات،څلورم کال،لومړی ګڼه،۱۳۸۸مقاله(په پاکستان کې کودتاګانې)۸۹مخ.
- http://www.elections.com.pk/contents.php?i=4#top#top
- http:www.rohi.af.weekperson.php?=
- http://www.rohi.af.arshif.php.16,11,2009
- http:www.rohi.af.weekperson.php?=
- احمد سعیدي،پاکستان محور شرارت،۲۵۲-۲۵۱مخ.
10. http://www.rohi.af.weekperson.php?
11. احمد سیعدي،پاکستان محور شرارت،۲۵۸-۲۵۴مخ
- 12. حبیب زوی،عبدالرحمان،په پاکستان کې د واک جوړښت او سرچینې(پروژه) سیمه ییز مطالعات،۱۳۸۸،۲۱مخ.