احمدشاهي توپه(زمزمه)
له خبریال ویبپاڼې څخه په مننې!
لیکواله : صفيه حليم د اتلسمې پېړۍ په نيماي کی د لوېديځ پنجاب ديو صوفي شاعروارث شاه په يولنډبېت کی واي. " کهادا پيتا لاهې دا... تې باقي احمد شاهي دا" يعنې خوړل څښل د الله دي او پاته د احمد شاه. ددی بېت نه هر څوک خپل مانا اخلي. دا چې هغه وخت ټول پنجاب د افغانانو په لاس کی و. دا چې پرله پسې څو کاله د لاهور سره نږدې د وارث شاه دکلي جنډياله شېر خان د زمکو حاصل ددراني پوځ او ددوئ د اسونو وخوړل. يا دا چې احمد شاهي پوځ د خلکو نه هر څه په زوره اخستل. د لاهور عام خلک واي چې هغه وخت افغانود پاني پت د جنگ لپاره توپې په لاهور کی جوړولې نو دوي به خلکو د کورونو نه لوښي يوړل، په تيره بيا د برهمن کورونو نه.. نوځکه وارث شاه دا بېت وويلو. د لاهور په تاريخي ښار کی د ميوزيم او د پوهنتون ترمنځ د لوې لارې په سر يوه توپه ليدل کيږي چې اولس يې د بهنگيانو توپ او پوه کسان يې د زمزمه په نوم پېژني. دا توپه له اوسپنې جوړه ده او ددی تور رنگ او دروند والې دداسې خلکو د ناپو هۍ ماتم کوي چې واي ددی د جوړولو لپاره د لاهور خلکو له خپلو کورونو د ميسو لوښي ورکړل.او يا دا چې له هندوانو يې په زوره لوښي واخستل.
د احمد شاهي پوځ له خوا د توپونو جوړول څه نوې کار نه و او نه دوي په پنجاب کی په لومړي ځل توپې جوړولې. په ۱۷۵۱ کی افغان ځواکونو کله چې د ايران په نېشاپور دوېم ځلي حملې لپاره ځان تياروو نو احمد شاه د يوی لوې توپې د جوړولو امر وکړو . په يوه مياشت کی کله چې توپه جوړه شوه. نو په دی به يې شپږ منه گوله غورزولې شوه. هم ددی حملې لپاره احمد شاه خپل هر سپاره عسکر ته دولس پونډه ( قريبا شپږ کيلو) تياری گولې د اوړلو امر وکړو تر څو د نورو اسلحوکمې پورا کړې شي. په دی لوې توپې دوئ دومره گولې وورولې چې په اخره کې وچودېده، خو نيشاپور افغانانو لاس ته ورغلو. د توپو د جوړولو او ساتنه د احمد شاهي پوځ لپاره دومره مهم و چې په کندهار کی اوس هم د توپخانې سيمه شته دی. د احمد شاه تر ټولو نامتو د توپخانې مشر عبد الرحمان بارکزې وچې کور يې هم هلته و. هم دی پياوړي ځواک د پاني پت په جنگ کی ورته ډېره گته کړی وه.
توپ خانه ددراني پوځ قوي برخه وه چې پکی په دريو کې دوه برخی درانده توپونه و. . په دی کې څو ډوله توپې شاملې وې. سپکې توپی به زمبورک نوميدې چې پوځيانو به په اوږو وړلې او شاهين او شاهنگ به يې هم ورته ويل. هغه سپکې توپې چې په اوښانو به يې وړلې " شتر نال" نومېدل. دا به کله يوه او کله دوه دوه به يې په اوښانو تړلې وې. د جنگ پر وخت ، بی له دی چې اوښ يې کښېنولی واې، کومې خوا ته چې به يې هدف و اوښ به يې هاغسې ودراو اوگوله به يې ترې وويشتله. د احمد شاه د پاچاهئ په لومړي کال کی هغه سره داسی وو سوه توپې موجودې وی. او په راتلونکو پينځويشتو کالو کی يې دا شميره لا زياته شوه.. ددی نه علاوه اسونه او يابو( خچر ) اووروسته د هند نه تر لاسه شوي پيلانونه د درنو وسلو د وړلو کار اخستل کېدو. په ۱۷۵۷م کی د احمد شاه ابدالي په امردده د وزيرشاه ولي خان تر څارنی لاندې دافغاني او پنجابي استکارانوله خوا په لاهورکی د لوېو توپو په جوړلولاس پوری شو چې مشر کاريگر يې شاه نذير نومېدو. دوئ دوه لوې توپې چې هر يويې څلور اعشاريه اته دېرش ميټره اوږد او څليرشت اعشاريه درې سينټی ميټر قطر لاره جوړی کړی چې هغه وخت د هند په لويه وچه کې تر ټولو لوې توپې گڼل کيدې. دواړو ته نومونه ورکړی شوي و چې د جنگ د مېدان د نقشې لپاره يو ضروري کار و او دا نومونه ورباندې وليکل ( کنده ) شول. د زمزمه په خوله يعني مخامخ ورته په فاسي ليکلي دي. " د شاهنشاه دردوران په امر، شاه ولي خان وزير دا توپه جوړه کړه چې زمزمه يا د کلکو دفاعي ځايونو نيونکې ونومول شوه". د توپې په څټ څو جملې د يوې کيسۍ په بڼه داسی ليکلي دي، " د اسمان په شان دکلکو دفاعي ځايونو ويجاړونکی، ما ددی توپی نه پوښتنه وکړه چې ته ولې په دی کال کې جوړه شوې، نو دی راته په غړمبا ځواب راکړو. ته که خپل ژوند ما ته تسليموې نو زه به درته دا رازڅرگند کړم. ما ورته غاړه کېښوده نودی راته په مرموزو الفاظو دا ځواب وويلو، داتوپه ده که اورغورځونکی لويه بلا ده."
زمزمه په ۱۷۶۱ کی د پاني پت د جنگ لپاره جوړه شوې وه او وروسته دا په لاهور کی د افغانانو مغل والي خواجه عبېد سره يې پريښوده. په ۱۷۶۲ کی سيک هري سنگه بهنگي د لاهور نه دوه ميله ختيځ کی د خواجه سېد په کلي حمله وکړه چې په جنگ کی عبېد ووژل شو. سيکانو دده ډېره وسله او توپې ونيولې چې په دی کی زمزمه هم وه. د بهنگي واله سيکانو نوم توپی ته ور کډه شو او زمزمه د بهنگي توپ په نوم شهرت وموندلو. په راتلونکو کلونو کی دا توپه د سيکانو د بيلا بيلو ډلو ترمنځ په جنگونو کی د يوی او بلې ډلي لاس ته ورتله. په اخره کې دا چرټ سنگه سوکهرچاريه لاس ته کيوته او هغه دا خپلی سيمې گوجرانواله ته يوړه. د پنجاب خلک اوس هم چې دوه کسان په يو شې جنگ کوي نو واي " څه د بهنگيانو توپه خو نه ده چې ورباندې جنگ کوئ." په گوجرانواله کی د سيکانو او ځاي مسلمانانو په يو جنگ کې دا د احمد نگر د کلي دوو پښتنو وروڼو احمد خان او پير محمد لاس ته ورغله او دوئ ورباندې دعوې پېل کړې، تر دی چي يو وخت دواړه وروڼه پخپلو کې سره ونښتل. گوجر سنگه بهنگي د پير محمد پلوي او مرسته کوله او په نتيجه کې د احمد خان دوه ځامن او د پير محمد يو ځوې ووژل شول. پير محمد په ظاهره د خپل ورور نه جنگ گټلې و نود مننې لپاره يې گوجر سنگه ته هم هغه توپه په انعام کی ورکړه. دوه کاله وروسته چرټ سنگه د گوجر سنگه سره په جنگ کې دا توپه بيا تر لاسه کړه او پښتانه چې خبر شول نو د توپې د اخستو لپاره يې چرټ سنگه سره بيا په جنگ شول، هغه ته يې ماته ورکړه او زمزمه يې ترې واخسته. بل کال ته د سيکانو يو بل سردار جهنډا سنگه بهنگي بريالې شو او دا توپه يې امرتسر ته يوړه . په ۱۸۰۲ م کی رنجيت سنگه بهنگيانو ته په ماته ورکولوزمزمه تر لاسه کړه او راتلونکې شپېته کاله له ده سره وه. هغه د افغانانود پينځو ښارونو د نيولو لپاره ددی نه ډېر کار واخستوچې ډسکه، کسور، سجن پور، وزير اباد او ملتان و. په ۱۸۰۹ م په ملتان کې سدوزي افغانانو د سيکانو مقابله کوله او د دوئ مشر نواب مظفر خان کلا بند شو. د کلا نه بهر هم هغه توپه چې يو وخت يې مرهټه وهلي واوس په افغانانواور ورولو خو لکه چې دا نمک حرامي يې خوښه نه شوه او هم هلته د زمزمې خوله بنده شوه او له کاره ولويده. په ۱۸۱۰ م کی دا يې بيرته لاهور ته يوړه اوبيا تر ۱۸۶۰ م پورې د ډيلي دروازی سره ولاړه وه.
له هغې وروسته د انگرېزانو په دور کی زمزمه د لاهور د زاړه ميوزيم تر شا وزير خان باغ ته يې يوړه. په ۱۸۷۰ کی بريطانيې د سلطنت په اوج کی د ډيوک اف اېډنبرا د شاهي سفر په موقع د هغه په وياړ دا د لاهور زاړه ميوزيم په لويه دروازه کی ودرول شوه. په ۱۹۰۰م کی يو انگريز ناول ليکونکي روډيارډ کپلنگ پخپل ناول " کيم " کی ددی توپی زکر کړی دی او د ناول مرکزي کرېکټر چې د کيم په نوم يو ماشوم دی د زمزمه توپ سره په لوبو ښاي. هم دا وه چې انگرېزانو دی ته د کيم د توپی نوم ورکړو. کله چې د لاهور د ميوزيم نوې ودانۍ د لاهور په لوېديځ کی جوړه شوه نو دا توپه يې هلته يوړه خو په ۱۹۷۷ کی د پاکستان چار واکو ددې لپاره اوسنې ځاې غوره وگڼلو. اوس دری دېرش کاله کيږي چې په دی توپی کله کارغان او کله کفتری راټوليږي اوخپله مرداري ورباندی پرېږدي. حکومت يې د ښو درنومېلمنو په راتگ او يا په قامي ورځو ددی د پاکولو امر وکړي، خلک ورسره عکسونه واخلي اوبيا ترې پخپله لاره ځي.
ماخذونه ۱. احمد شاه دراني. گنډا سنگه. ۱۹۵۹....بيا چاپ ۱۹۸۱ طارق پبلي کېشنز لاهور.۳۶۰ مخ . ۲. دملتان تاريخ. د تېرو وختونو نه تر ۱۸۴۹ ميلادي کال. ډاکټر عاشق محمد خان دراني. وېنگارډ خپرونکی لاهور.۱۹۹۱ م. ۱۲۸مخ
|