اختریز دودونه
عبدالرحمان حبیب زوی
اختر د خوشالۍ او خوښۍ جشن ته وایي،چې د نړۍ ټول مسلمانان یې په کال کې دوه ځلې د درې ورځو په لړ کې لمانځي،خو افغانستان کې په غیر رسمي توګه د اختر جشن یو څو ورځې ډیر لمانځي .د اختر د لمانڅنې دودونه په هره سیمه او مینه کې توپیر لري.د افغانستان په مرکزي ولایت لوګر کې خلک د اختر په لومړی ورځ راټول شي او تر لمانځه وروسته په جومات کې هر سړي له خپل کور څخه یو څه راوړي او له نورو کلیوالو سره په کډه د سهار چای څښي.بیا ټول خلک خپلو هیدیرو په لوري ځي او خپلو مړو ته دواوې کوي،کله چې دا مراسم سره ته ورسيږي نو بیا هر قوم تر هر څه د مخه تر ټولو مشر او سپین ږیرې کورته په یوځايي توګه ورځي .
تر دې دودونو وروسته د اختر ډوډۍ ده چې دا هم ځاتنه مراسم لري هغه داسې ده چې تر اختر د مخه د کلي خلک سره راټول شي او دا ختر د ډوډۍ مراسم په کورونو ویشي یانې مشران پریکړه کوي د اختر لومړۍ ورځ دغرمې ډوډۍ به د فلاني کره خورو او د ماسخوتن ډوډۍ به د بل کلیوال کره خورو په دې ډول د اختر د غرمې او ماسخوتن ډوډۍ په په درې څلورو ورځو داسې ویشل کیږي،خو له بده مرغه چې د اختر د ډوډۍ دود یوازې په نارینه وو کې دود دی او ښځینه ترې محرومې دي.
خو د افغانستان په سویل ختیځ یوه بل ولایت پکتیا کې د اختر د ډوډۍ دود داسې ده چې د کلي ټول وګړي په یوه کور کې میلمانه وي .دوی د کلي ټول کورونه سره ویشي په داسې توګه چې پنځه کوره په غرمه کې د یوه کور میلماني وي او پنځه نور کورونه بیا په ماسخوتن کې دبل کلیوال کره میلمانه وي او ترې څلورورځو پورې دا لړلی روانه وي او کال په کال دا نوبت نورو کورنیو ته اتقال کوي خو ددې میلمستیا توپیر له لوګري میلمستیا سره په دې دی چې پّه دغه اختریزې ډوډۍ کې ښځینه خپلوانې هم برخه لري.او په ګډه سره ډوډۍ خوري او یو بل ته د اختر مبارکي ورکوي په دې میلمستیا کې کوربه او میلمه ټول نږدې خپلوان وي.
زمونږ د ګران هیواد افغانستان په ځینو نورو سیمو کې د اختر په لومړۍ ورځ ځانګړې تفریحي میلې وي لکه نښې ویشتل،د موسیقۍ بنډار ډولونه وهل کیږي او ځوانان ورته څڼې اړوي.ډا ډ،ل دودنه په سویلي سیمه کې ډیر تر سره کیږي.د برې پښتوتخوا په ډیره اسماعیل خان سیمه کې د ځانګړو میلو دود اوس هم ژوندی دی دا ټول دودنه زمونږ د لرغونې کولتوري هیواد ویاړنې دي او پرته له شکه چې د افغانستان هره برخه هم دې ته ورته یا تر دې لا ښه اختریز دودنه لري خو که د بهرنیو کولتوري یرغل مخ نیوی وته شي نو ډیر ژر به ددغو ښو او با ارزښته کولتورونو ځای به د ودونو او زوکړې د کالیزو مراسم به یې ځای ونیسي.ځکه افغانان تر خپل ډول نه د پردیو ډولونو ته ښه ګډیږي.
اوس دې ټکي ته راځو چې ځینې دودونه پّه افغانستان کې په ټولیزه توګه یو ډول تر سره کیږي لکه د احتر لمونځ .د اختر په هر هغه څوک چې له یو بل نه خپه یا دښمن وي سره پخلا کیږي او که سره پخلا نه شي نو نور خلک هڅه کوي څو د دوو مرورو تر منځ جوړجاړی راولي .ی و کولتوري روایت داسې دی چې وايی د اختر پّه لمانځه کې حضرت خضر (ع) هم ګډون کوي او کله چې لمونځ پای ته ورسیږي او د روغ بړ او اختر مبارکۍ وخت شي نو په دې وخت کې خضر ځان دیوه چا د دښمن په څیره کې جوړوي او خپل ځان هغه ته ورښکاره کوي او ورنژدې کیږي او غواړي چې ورسره روغ بړ وکړي.خو که هغه کس چې خضر ورته د دښمن په څیره ښکاره شي که له روغ بړ څخه ډډه وکړي نو ډیر زیات تاوان به وکړي هغه ځکه خلک وايي چې په دې ورځ که څوک د خپل دښمن سره روغ بړ وکړي نو د ښی لاس غټه ګوته دې ومروړي د غټې ګونې هډوکی یې نه و نو پوه دې چې دا د ده دښمن نه دی بلکې خضر ع سلام دی او په هغه شیبه چې هره غوښتنه څوک له خضر علیه سلام څخه وکړي خدای یې په نصیب کوي او د نړۍ نیکمرغه انسان کڼل کیږي.
د پښتو ګړنیز ادب په لنډیو کې هم اختر د دوو مرورو د پخلا کیدل ورځ ګڼل شوې ده.
اختر ته ځکه خوشالیږم
چې مرور اشنا به ماپخلا کوینه
اختره ډیر دې احسان مند یم
چې مرور اشنا کې غیږې له راځینه
اختره څومره بختور یې
چې دوه یاران یو بل ته غیږې ورکوینه
اختر یو لویه خوشاله وي
چې زړونه اخلي پرې د عمر پیوندونه
د اختر بل دود دادی چې شتمن کسان ورکې خپل ذکات وباسي په کلي او بانډو کې دود دا دی چې خلک خپل ذاکات او سرسایه د دې پر ځای چې بیوزلو او غریبانو ته ورکړي د جومات ملا امامانو ته یې ورکوي چې اسلام او ملایانو ته د درناوي بیلګه ده.پر دې برسیره خلک د جومات ملا ته د اختر مبارکې په ډول د خپلې وسې په اندازه پيسې ،څوک دستمال او څوک چرګان او یا کالي ورکوي.دا دود د کوچنیانو په فوکلوریک ادب کې هم یاد شوی دی. لکه
اختر دی بختور دی
د ملا کره چورګوړی خیټور دی
یا په دې لنډۍ کې
خوله د ملا د لور مزه کړي
د سرسایې چرګان یې ډیر خوړلي وینه
اختر د ددوو زړونو د یوځای کیدو ورځ ده او له زړونو څخه د کرکې د شړلو او د مینې د جونګړې د جوړولو ورځ ده.
اختر نژدې ده یاره راشه
مبارکې به یو او بل له ورکوونه
اختر د دوو مینانو د لیده کاته ورځ ده او چې په دې ورځ کې د دوو مینانو لیده کاته ونه شي نو هیڅ اختر یې نه بولي.
اختر به وي جانان به نه وي
خدایه ته ورک کړې بې دیدنه اخترونه
اختره تل تر تله اوسې
چې د بیلتون په کور کې تر مرګه وي ویرونه
هیله ده چې سږ کال لوی اختر په هیواد کې د ټولنیز ټیکاو او نیاو شږم وي