سوګندونه

                                                                                       محمدالله آرین احمدزی
ډير تیر شول اخترونه او تیریږي
بس جانان ده په ما ګران نه مې هیریږي
کله کله چې رایادې یې وعدې شي
بس ماشوم زړګی زما پسې ژړیږي
خدایه ته یې زړه کې واچوي رحمونه
د جانان زړګی شو کاڼې لا سختیږي
ما خو ډير ډیر ورته وکړل سوګندونه
چې هر وخت کې د خبرې را یادیږي
زما جانان څنګه یاغي څنګه خفه شو
د اختر په ورځ هم مانه مرو ریږي
د آرین جانان هم دومره نازولې
تل خفه وي خدایه هیڅ نه پخلا کیږي