سریزه:

عبدالرحمان حبیب زوی

مدرسې په یولسمه پیړۍ کې د مذهبي او دیني زده کړو د ښوونیزو مرکزونو په توګه رامنځ ته شوې. دیني مدرسې د هند په نیمه وچه کې په شپاړلسمه پېړۍ کې هغه مهال را څرګندې شوې، کله چې  په دغه سیمه کې د مسلمانانو واکمني له منځه لاړه. په همدې ترڅ کې مسلمانو زده کوونکو د دیني تعلیم د ساتنې او ژغورنې په موخه مدرسې رامنځ ته کړې. اما نن ورځ پاکستان په سویلي آسیا کې د مدرسو د شمېر له مخې تر ټولو هېوادونو زیات شمېر مدرسو درلودونکی هېواد دی. ددغه هېواد د جوړېدو په لومړیو کلونو کې د دیني مدرسو شمېر سلګونو مدرسو ته رسېده، خو کله چې د پاکستان پوځي واکمن جنرال ضیاءالحق په دغه هېواد کې واک ترلاسه کړ، نو لومړی یې د مدرسو ډېرولو ته پایڅې بډوهلې، او په دې توګه یې وکولی شول، چې د امریکې او سعودی عربستان په مالي مرسته په افغانستان کې شوروي اتحاد ته د همدغو مدرسو له لارې ماته ورکړي.

د دیني مدرسو آر موخې په ټوله نړۍ کې د مسلمانانو د حقوقو لاس ته راوړل (Pan Islamism) په اسلامي نړۍ کې د مسلمانانو ترمنځ هر ډول جغرافیوي او قومي سرحد له منځه وړل او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د دیني زده کړو، ښوونې او روزنې شونتیاوې برابرول دي. خو ددې ترڅنګ ددغو مدرسو په اړه داسې ویل کېږي، چې دغه مدرسې د جهادي ډلو روزنځایونه، ځالې او پنډغالي دي.

دغه اندیښنې او شکونه هغه مهال د رسنیو سرټکي شول، کله چې لندن څو پرله پسې چاودنو ولړزاوه، وروسته بیا څرګنده شوه، کومو کسانو چې دغه چاودنې ترسره کړې وې، په پاکستاني مدرسو کې یې زده کړې کړې وې او ددغو مدرسو له علماوو او ملایانو سره یې نږدې اړیکې درلودې. د افغانستان امنیتي ارګانونو د تیرو څو کلونو په لړ کې، چې څومره پاکستاني ترهګر او برید کونکي نیولي دي، ټولو پردې اعتراف کړی چې دوی د پاکستان په دیني مدرسو کې روزل شوي او افغانستان ته د ځانمرګي بریدونو لپاره لېږل شوي دي. پر دغو دیني مدرسو باندې د نورو نیوکو ترڅنګ دا نیوکه هم کېږي، چې دغه مدرسې د پاکستان له پوځ او څارګرې ادارې (ISI) سره نږدې او د ملګرتیا اړیکې لري. دغه اداره ددغو مدرسو له زده کونکو څخه په افغانستان کې د امنیت په ګډوډولو کې کار اخلي. دیني مدرسې له څو لسیزو راهیسې د پاکستان د (ISI) په مټ په ګاونډیو هېوادونو کې په لانجو جوړونو باندې ګرمې دي. په پاکستان کې دننه له دغو مدرسو سره د پاکستان مذهبي ګوندونه، په ځانګړي توګه د شپږو مذهبي ګوندونو  ټولګه متحده مجلس عمل (MMA) پراخ ملاتړ شته دي. په پاکستان کې دیني مدرسې دا مهال په بشپړه توګه سختدریځه او ترهګریزه بڼه غوره کړی او په پرله پسې توګه شمېر او فعالیت یې د ډېرېدو په حال کې دی، چې په یویشتمه پیړۍ کې دیني مدرسې د سیمې او نړۍ لپاره په یوه ستر ګواښ او ناورین بدلې شوي دي.

ددغو مدرسو د چارو د څارنې او په ولکه کې د راوستلو په موخه د پاکستان حکومت د جنرال پرویز مشرف تر مشرۍ لاندې او د امریکې د پرله پسې فشارونو په پایله کې د دیني مدرسو د ثبت (Registration) او ځینو بندیزونو په لګولو لاس پورې کړ، خو وروسته بیا په حکومت کې د ځینو با نفوذه کړیو او مذهبي ډلو له سخت مخالفت او غبرګون سره مخ شو. په دې توګه مشرف د دیني مدرسو په قابو کې له راوستلو څخه لاس په سر شو او دغه ځواک هماغسې پخپل سر خپلواک پاتې شو.

دا چې دا مدرسې کله، په څه ډول او ولې رامنځ ته شوې؟ ددغو مدرسو تر شا د چا ملاتړ شته ده او څه کړنې پرمخ بيايي؟ ددغو ديني مدرسو او طالبانو ټولټال شمېر څومره دی؟ تردې دمه د پاکستان حکومت څومره مدرسې راجيسټر کړي؟ ولې تنکي ځوانان او ځوانان مدرسو ته مخه کوي؟، دا ديني مدرسې د پاکستان په سياست کې له کوم دريځ څخه برخمنې او څه سياسي رول لوبوي؟، ددغو مدرسو تعلمي نصاب څه ډول دی؟، که چيرې د ديني مدرسو د پرمختګ مخنيوي ونه شي، نو د سيمې او نړۍ لپاره به کوم ډول ګواښونه او ننګونې له ځانه سره ولري؟ او دا چې ولې يې مخه ډب کېږي نه او په قبضه کې نه راځي؟، دې ټولو انديښنو، پوښتنو او ګروېږنو ته به لاندې نغوته وکړو.

 

د مدرسو تاريخي شاليد :

په اسلامي نړۍ کې د دیني مدرسو د رامنځ ته کېدو تاریخ یولسمې پېړۍ ته رسېږي، چې په دغو مدرسو کې د مذهبي زده کړو بنسټونه، په نړۍ کې د اسلام د نفوذ او خپرولو هڅې اداري او قضايي زده کړې تدریسېدې. (۱) دیني مدرسې د جوړښت له پلوه په اسلامي هېوادونو کې یو ډول دود و، چې په کولتوري او عنعنوي توګه د مذهبي زده کړو د لاس ته راوړلو په موخه راپنځېدې. په دې مانا، چې د حکومتي او نورو ښوونېزو ادارو له چوکاټه بهر رامنځ ته کېدلې او فعالیت به یې کاوه. ددغو دیني مدرسو تمویلونکي ځینې ځانګړي کسان او ډلې به وې.

په لومړیو کې دیني مدرسې تر یوه بریده بشپړه سیکولره بڼه درلوده او په سیاسي چارو کې یې د پام وړ لاسوهنه نه کوله، یوازې به یې خلکو ته اسلامي او مذهبي ښوونیز چوپړونه وړاندې کول، خو د وخت په تېرېدو سره دیني مدرسو خپله بڼه بدله کړه او په اسلامي نړۍ کې د څرنګوالي او څومره والي له پلوه بشپړونو بڼو را څرګندې شوې، څو چې د اسلامي نړۍ په سیاست کې یې ځانګړی دریځ غوره کړ.

په سویلي اسیا کې دیني مدرسې د لومړي ځل لپاره د هند په نیمه وچه کې په شپاړلسمه پیړۍ کې هغه مهال منځ ته راغلې، کله چې د مسلمانانو واکمني په دغه سیمه کې کاواکه شوه، په دې توګه د مغولو د واکمنۍ له پرځېدو وروسته مسلمانو زده کونکو د دیني زده کړو د ساتنې، ژغورنې او د اسلام او مسلمانانو د حقوقو د ترلاسه کولو په موخه دیني مدرسې رامنځ ته کړې.(۲) په دې توګه یې دهند په نیمه وچه کې د دیوبند په نامه یوه مدرسه جوړه او رامنځ ته کړه.

دیوبندیزم یا د دیوبند د مدرسو افکارو پیل په برتانوي هند کې دیوه پرمختللي غورځنګ په توګه، د مسلمانانو او اسلامي ټولنې د پایښت او د هغو ښکیلالګرو حکومتونو پر وړاندې، چې مشري یې غیرې مسلمانانو کوله د مسلمانانو دیوالي په موخه رامنځ ته شوه. د دیوبند مدرسې بنسټ ایښودونکي او ددغې نظریې لارویان محمد کاظم ناناتوي ( ۱۸۳۳-۱۸۷۷) او رشید احمد فانقوهي (۱۹۰۵-۱۸۲۹)ول، چې د مرکزي هند په دیوبند سیمه کې یې دا مدرسه رامنځ ته کړه.(۳).

دیوبندیان په اسلام کې د بشري ډلبندیو او جغرافیوي سرحدونو مخالف ول. همدا ډول تر یوه برېده د ښځو په رول او نقش لرلو قایل ول. دیوبندیانو اهل تشیع نه منل او ردول یې. دیوبندیانو غوښتل چې د مسلمانانو نوي نسل په داسې اسلامي روحیې وروزي، چې اسلامي شریعت ته د هماغه وخت له شرایطو سره همغږي ورکړي، دوی د یوه نوي او مخ پر ودې اسلام په لټه کې ول. دغې مدرسې په برتانوي هند کې د هغه مهال حکومت پر ضد د غبرګون لارښوونکي او سرلاري ول. دیوبند غوښتل، چې نوي نسل ته د اور زده کړي، څو اسلامي ارزښتونه د عقلاني زده کړو، روحي تجربو، قانون، شریعت او طریقت پر بنسټ وڅېړي.(۴) په ۲۰۰۴زکې د پاکستان جماعت علماي اسلام ګوند په شانداره مراسمو د دیوبند مدرسې دوه سومه کلیزه ولمانځله.(۵) د پاکستان له جوړېدو وروسته په (۱۹۴۷)ز کې دیوبندي مدرسو په پاکستان کې د جماعت علمای اسلام تر نامه لاندې یو مذهبي غورځنګ رامنځ ته کړ، څو خپلو ګروهو ته خپراوی او پراختیا ورکړي، په همدې توګه په کال (۱۹۶۲ز) کې د جماعت علمای اسلام مشر مولانا غلام غوث په پېښور کې دغه مذهبي غورځنګ په سیاسي ګوند بدل کړ(۶).

دیني مدرسو د وخت په تېرېدو سره د خپلو بڼو بدلولو په لړ کې، پخپلو ګروهو کې د منځنۍ ختیځ د اخوان المسلمین د حسن البنا سید قطب او محمد قطب د افکارو تر تاثیر لاندې سختدریځه او ترهګریزه لید او اندونو ته ځای ورکړ. په دې توګه دینی مدرسې په ۲۱،۲۰،۱۹ مه پېړۍ کې په یوې بشپړې ګواښوونکو ښکارندو واوښتې. په دغو مدرسو کې د سختدریځۍ او ترهګریزۍ لارویان د څرنګوالي او څومره والي له مخې د ودې په حال کې دي، چې کیدای شي د نړۍ او سیمې سوله او ټيکاو له ګواښ سره مخ کړي. ښه بیلګه یې د امریکې د نیویارک د ۲۰۰۱زکال د سپټمبر ۱۱مې پېښې وې، همدا ډول د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې دا ډول پېښې رامنځ ته شوې.

په کال (۱۹۴۷ز) کې په پاکستان کې د دیني مدرسو شمېر له ۳۵۰څخه نه اوښته، خو وروسته بیا په دغه هېواد کې په پرله پسې ډول د دیني مدرسو شمېر په لوړېدو شو. جنرال ضیاءالحق (۱۹۷۷تر۱۹۸۸)لومړنۍ کس و، چې د دیني مدرسو ډېرولو ته یې پام شو او له همدې لارې نه یې د امریکې او سعودي عربستان په مالي مرسته په افغانستان کې د نړۍ سترزبرځواک (شوروي اتحاد) د ماتې  عوامل برابر کړل. په پاکستان کې د دیني مدرسو شمېر د شلمې پېړۍ په اتیایمه لسیزه کې ډېر شو او تاوتریخوالی، بنسټپالنې هم ورکې وده وکړه. دا وخت له شوروي اتحاد سره د جګړې مهال و، سعودي عربستان او پاکستان اړوو، چې له دغو مدرسو سره د پام وړ مرستې ترسره کړي، ځکه چې هغه مهال په ایران کې شعیه سیاسي حکومت منځ ته راغلی و. په افغانستان کې هم د طالبانو سیاسي غورځنګ له پاکستانۍ مدرسو څخه سرچینه اخیستې وه (۷).

په پاکستان کې د دیني مدرسو سم شمېر لاس ته راوړل ستونزمن کار دی، ځکه په دغه هېواد کې دیني مدرسې د بهرنیو لاسوهنو او کورني مذهبي قیادت او څرک ګرو کړیو له نړیوال دید نه جلا په خپل سري توګه راپنځیدلي او پخپل سر فعالیت کوي، په زرګونه مدرسې د حکومت له راجسیټر کېدو پرته رامنځ ته شوي، چې ددغو مدرسو  په رامنځ ته کېدو کې مذهبي ډلې او ځینې حکومتي لوړپوړي چارواکي لاس لري. د مدرسو د شمېر په اړه د بېلا بېلو پاکستاني او افغاني لیکوالو لخوا ډول، ډول احصایې وړاندې شوي دي، خو مونږ د څلورو ستر منابعو څخه ګټنه وکړه،  چې په پاکستان کې د دیني مدرسو شمېر د ۳۵۰۰۰او ۴۰۰۰۰ترمنځ دی، چې شاوخوا څلورمیلونه ۴۰۰۰۰۰۰طالبان ورکې په زده کړو بوخت دي، چې مونږ به په پخپل بېل بحث کې ټولو ارقامو ته اشاره وکړو.

جنرال پرویز مشرف په ۲۰۰۵ز کې د جولای په ۱۵مه نېټه د امریکا د پرله پسې فشار په پایله کې د مدرسو د چارو د سمبالښت په اړه ځینې ګامونه پورته کړل او له مدرسو څخه یې غوښتنه وکړه، چې خپلې چارې دې د قانون په مخبیلګه «چوکاټ» کې سمبالې کړي(۸). خو د مشرف ددغه اقدام په اړه، چې مشرف به څومره وکولی شي دا مدرسې پخپله ولکه کې راولي، ځینې کارپوهانو ددغې پروسې پر وړاندې یو لړ ستونزې په ګوته کړې، دوی ویل چې : ددغو مدرسو ټول زده کونکي د متحده مجلس عمل غړي دي، چې دغه ائتلافي جبهه پخپل وار سره له دغو مدرسو څخه ننګه او ملاتړ کوي، همدا ډول د مشرف د همدغه ګام په اړه ځینې اندیښنې شته وې، چې مشرف پخپل دغه اقدام کې تر کومه برېده ریښتونی او تر ډېرو فشارونو لاندې هم و، بله دا چې له دغو دیني مدرسو څخه هغه جهادي دلې ملاتړ کوي، چې په کشمیر او افغانستان کې جنګېږي، او ځینې هغه دولتي چارواکي چې له همدغو مدرسو څخه فارغ شوي دي. د پاکستان پولیسو او استخباراتي ادارو د همدغه پورتني کمپاین په لړ کې د مدرسو د ثبت لپاره په څلورو صوبو کې عملیات پیل کړل، چې وروسته د مذهبي ډلو له سختو مخالفتونو سره مخامخ شول او دا پروسه تر ننه همداسې په ټپه ودریده، خو بیا هم  حکومت لخوا شاوخوا (۱۰۰۰۰)دیني مدرسې ثبت او راجسیټر شوې او په زرګونو نورې مدرسې هماغسې پاتې شوې(۹). دا چې دا پروسه څومره ریښتونې وه؟ آیا دا پروسه د امریکا لخوا د پیسو د جلبولو پلمه نه وه؟ ولې دا پروسه ناکامه شوه؟ په دې به وروسته وغږېږو.

په پاکستان کې دیني مدرسې په څلورو ډلګیو ویشل شوي دي : دیوبندیان، اهل حدیث «وهابیان»، بریلویان، اهل تشیع، ددغو ډلو د هر یوه په راس کې یوه رهبري کونکي مدرسه ده، چې نورې مدرسې په ځان کې رانغاړي، بیا ددې څلورو واړو ډلو په سر یو فیدراسیون دی، چې اتحاد مدارس دیني یې نوموي. په دغه فیدراسیون کې یوه بله ډله هم ور زیاته شوې ده، چې هغه ورکې د جماعت اسلامی ځانګړې ډله ده. دغه فیدراسیون ټول ۳۵۰۰۰مدرسې په ځان کې رانغاړي. اتحاد تنظیمات مدارس دیني لاندنۍ پنځه څانګې لري.

۱ـ وفاق المدارس العربيه : د دیوبندي مدرسو رهبري کونکي ډله ده، چې ددغو پنځو نورو څانګو په پرتله ډېرې مدرسې ورکې برخه لري او لاندینۍ مدرسې ورکې دي.

  • دارلعلوم کراچي
  • جامعه خیرالمدارس ملتان
  • جامعه اشرفیه لاهور
  • جامعه علمای شریعه
  • جامعه بنوریه کراچي
  • جامعه امدایه فیصل آباد
  • جامعه رشیدیه ساحیوال

۲ـ تنظيم المدارس پاکستان : د بریلوي مدرسو رهبري کونکي څانګه ده، چې د مدرسو د شمېر له کبله په دغه فیدراسیون کې دویم مقام لري. مشر یې مفتي منیب الرحمن دی لاندینۍ مدرسې ورکې دي.

  • جامعه محمدیه غوثیه بیهار (۱۱۰۰۰مدرسې)
  • دعوت اسلامی(۲۵۰۰مدرسې)
  • تحریک منهاج القران(۲۵۰۰مدرسې)
  • جامعه فریدیه ساحیوال(۷۰مدرسې)
  • جامعه اسلامیه کراچي کلیفټن

همدا ډول د تظیم المدارس تر مشرۍ لاندې څه د پاسه ۴۰۰۰نورې مدرسې فعالیت کوي.

۳ـ وفاق المدارس الشعيه : د اهل تشیع د مدرسو رهبري کونکي ډله ده.

۴ـ رابطه المدارس الاسلاميه : د جماعت العلمای اسلام د مدرسو رهبري کونکي څانګه ده، چې بنسټ یې سید مودودي ایښی دی.

۵ـ وفاق المدارس الشافيه : د اهل حدیث (وهابیانو)  د مدرسو رهبري کونکي څانګه ده.(۱۰)

کله چې په ۲۰۰۸زکال کې د فبروری په ۲۲مه نېټه امریکايي او پاکستاني چارواکي دې پرېکړې ته ورسېدل، چې امریکايي ځواکونه به د پاکستان په قبایلي سیمو کې د طالب اورپکو پر شکمنو ځایونو د بې پیلوټه الوتکو له لارې بریدونه کوي (۱۱) د همدغو پرله پسې بریدونو په لړ کې، د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونو په هغو مدرسو بریدونه پیل کړل، چې ویل کېږي ورکې ترهګر شتون لري. په دې توګه د ۲۰۰۸زکال د اکتوبر په ۲۲مه نېټه امریکايي ځواکونو په شمالي وزیرستان کې میرانشاه ښار ته نږدې د جلال الدین حقاني په یوې مدرسې د بې پيلوټه جاسوسي الوتکو له لارې توغندي وتوغول، چې په پایله کې څه د پاسه ۱۲طالب جنګیالي ووژل شول. همدا ډول په پاکستان د امریکايي ځواکونو د علمیاتو په لړ کې په تېرو څو میاشتو کې ۱۰۰۰بهرني او کورني طالب وسله وال جنګیالي وژل شوي، چې په دوی کې ابوسعید هم شامل دی، چې د القاعدې ډلې یو مهم غړی و، ویل کېږي چې وژل شوي ډېر کسان د دیني مدرسو کورني او بهرني زده کونکي ول(۱۲)  د امریکا د ۲۰۰۹کال ولسمشریزو ټاکنو ته د دیموکرات ګوند کاندید بارک اوباما او د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندید جان مکن د امریکې لپاره د خپلو نویو ستراتیژیو په لړ کې چې د دواړو ترمنځ ډېر اختلاف شته و، خو دواړو کاندیدانو په پاکستان کې د دیني مدرسو په اړه په یوه خوله ول، چې باید دیني مدرسې په دغه هېواد کې د نورو تعلیمي مرکزونو په څېر په قانوني ښوونیز نظام کې شامل کړای شي.

 

 

 

 

د ديني مدرسو او زده کونکو ټولټال شمېر :

لکه څنګه مو چې مخکې یادونه وکړه، د پاکستان د دیني مدرسو د شمېر په اړه بېلا بېل نظریات او احصايي شته دي، خو ددغو شمېر معلولول ګران کار دی، ځکه چې په دغه هېواد کې مدرسې لکه څنګه چې اړینه ده نه دي  راجیسټر شوي، بلکې ددغو مدرسو له څلورو برخو څخه یوه برخه د پاکستان د حکومت لخوا ثبت شوې، هغه هم ګوډو مات، پاتې نورې په لسګونه زره مدرسې پخپل سر او په ناقانونه توګه فعالیت کوي، چې ددغه هېواد حکومت یې له اسیارولو څخه پاتې راغلي دي.

موسی خان جلالزي پخپل کتاب (Dying to kill) کې د پاکستان د دیني مدرسو شمېر ۳۵۰۰۰راښيي، چې ورکې څلورمیلونه (۴۰۰۰۰۰۰)طالب زده کونکي پر زده کړو بوخت دی. نوموړي وايي چې ددغو مدرسو کلنۍ لګښت چې په ښکاره توګه له مدرسو سره مرسته کېږي(۱۳۵۰۰۰۰۰۰۰) دی(۱۳). همدا ډول احمد رشید پخپل کتاب (طالبان) کې لیکي، چې په ۱۹۷۱زکې د پاکستان د دیني مدرسو شمېر ۹۰۰مدرسو ته رسېده، خو د جنرال ضیاءالحق د واکمنۍ په وروستیو کلونو کې د ثبت شویو مدرسو شمېر ۸۰۰۰او د نه راجیسټر شویو مدرسو شمېر (۲۵۰۰۰)وو(۱۴). یو انټرنیټي سرچینه د پاکستان د مدرسو شمېر په کال ۱۹۴۷زکې ۱۸۹مدرسې، په ۲۰۰۲ز کې ۱۰۰۰۰څخه تر ۱۳۰۰۰پورې ښيي او په ۲۰۰۸زکال د مدرسو شمېر ۴۰۰۰۰را په ګوته کوي، دغه سرچینه زیاتوي، چې په دغو مدرسوکې له ۱،۷میلونو څخه ۱،۹میلونو پورې زده کونکي په زده کړو لګیا دي (۱۵). یوه بله معتبره منبع د دیني مدرسو د شمېر په اړه وايي، چې د پاکستان په صوبه سرحد کې د مذهبي مدرسو پراختیا د سپټمبر د یولسمې پېښې مخکې کلونو په پرتله اته ویشت ځله ډېره شوې ده. دغه سروې را ښيي، چې له ۲۰۰۰زڅخه تر ۲۰۰۵ز پورې په صوبه سرحد کې د دیني مدرسو شمېر ۶۸۷۰مدرسو ته رسېده، چې په مجموع کې د ټول پاکستان د مدرسو شمېر له ۳۰۰۰۰څخه اوړي، چې د افغانستان او کشمیر په جګړو کې ترې کار اخیستل کېږي(۱۶).  همدا ډول پاکستان ته ورته دیني مدرسې د سویلي اسیا په یوه بل هېواد بنګلادیش کې شته دي، چې شمېر یې ۶۵۰۰۰مدرسو ته رسېږي. د بهارت رکشت (Baharat Rakshat) د سروې له مخې په دغو مدرسو کې ۷۰۰۰۰۰۰طالبانو ته د کرکې او جګړې ښوونه او روزنه ورکول کېږي، چې په سیمه کې تاوتریخوالي او کړکیچ ته پراختیا ورکړي. دغه سروې دا په ډاګه کوي، چې ددغو مدرسو ۱۵۰۰۰کسان په پاکستان کې د مجاهدینو په روزنیزو کمیپونو کې د لسو کلونو لپاره تر ښوونې او روزنې لاندې دی. دغه مطلب په (Dying to kill) کتاب کې داسې راغلی دی.

Like Pakistan religious school in Bagnala dish play a dangerous role in promoting violence in the country. According to Baharat Rakshat Monitor, there are over 65000 religious school in Bangla dish with at least 7000000 students who are being taught hate and war against minorities. Among these over 15000 (students) remained in training camps of Afghan Mujaheedin in Pakistan and Afghanistan for ten years. (17)

په همدې توګه ځینو نور څېړونکو هم د پاکستاني دیني مدرسو په اړوند بېلا بېل ارقام وړاندې کړي دي، چې مونږ په همدغو پورتینو څو سرچینو بسنه کو. پورتني څلور واړه ارقام یو بل ته نږدې او ورته دي،چې یو یې ۳۳۰۰۰مدرسې بل یې ۳۵۰۰۰او دوه نور یې ۴۰۰۰۰مدرسې راښيي، چې په سلګونه زره زده کونکي ورکې زده کړې ترلاسه کوي. زموږ اخیستنه داده،چې په پاکستان کې د دیني مدرسو شمېر پورتنیو احصایو ته په کتو سره د ۳۵۰۰۰او ۴۰۰۰۰ترمنځ دي، چې شاوخوا ورکې څلورمیليونو پورته ۴۰۰۰۰۰۰طالبان زده کړې کوي.

 

 

د پاکستان د حکومت لخوا د ثبت شويو مدرسو جدول :

 

د سپټمبر له یولسمې پېښې را وروسته نړیوال دې ته اړ شول، چې له افغانستان څخه د ترهګرو جرړې او ځالې وباسي. په همدغې موخې د امریکا تر مشرۍ لاندې د نړیوال ائتلاف لخوا او د ملګرو ملتونو په غوڅو پرېکړو کې چې ترسره شوې، دغو ترهګرو ته د پراخو عملیاتو په لړ کې سخته ماتې ورکړل شوه، او پاکستان ته په ګډوالۍ اړ شول. خو له څو مودو وروسته د خپلو چریکي او ورانکاره فعالیتونو لپاره بېرته منظم شول او د افغانستان حکومت پر وړاندې یې خپلو بریدونو ته دوام ورکړ. دا خو څرګنده خبره ده، چې له دغو طالبانو سره په پاکستان کې دننه د ځینو ځانګړو مذهبي ډلو او څرکګروکړیو ملاتړ او مرستې شته وې او دي. د پاکستان لوړپوړي چارواکي په دې وپوهېدل، چې  ددې مدرسو له سرخوږي څخه پاکستان هم په امان کې نه شي پاتې کېدای او دا هم جوته وه، چې دغو دیني مدرسو، چې ترهګر او بنسټپال ورڅخه سر پورته کوي، په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دریځ ته څومره زیان ور واړوه.

د همدغو اندیښنو په لړ کې د پاکستان حکومت د دیني مدرسو د راجیسټریشن په موخه کمپاین پیل کړ، چې په پایله کې یې ځینې مدرسې وتړل شوې او ځینو چې سختدریځه بڼې یې درلودې وتړل شوې او له فعالیت څخه پاتې شوې(۱۸). دا چې دغه کمپاین تر کومه بریده ریښتنی و، په دې اړه به  دغې لیکنې  ( دمدرسوسیاسي رول) په برخه کې وغږېږو. خوله پورتنۍ پروسې سره د متحده مجلس عمل مشرانو سخت مخالفت وښوده او دا یې د اسلام پر ضدیوه دسیسه وګڼله. متحده مجلس عمل د حکومت له دې پرېکړې سره هم مخالف و،چې له مدرسو څخه بهرني طالبان وایستل شي، وروسته له ډېرو خبرواترو حکومت او د دیني مدرسو اتحاد دې پرېکړې ته سره ورسېدل، چې بهرني طالبان دې تر کلنۍ آزموینې پورې په پاکستان کې پاتې شي او وروسته له آزموینې دې خپلو هېوادونو ته ستانه شي(۱۹).  نوموړې پروسه بریالۍ پای ته ونه رسیده او ددغه کمپاین په ناکامه کولو کې مذهبي ډلو هم ډېر رول ولوبولو. په همدې لړ کې په ۲۰۰۵ز د جولای په (۷) مه نېټه په لندن کې ځانمرګي بریدونو د پاکستان د مدرسو په اړه شکونه په حقیقت بدل کړل، دا ځکه چې دغو برید کونکو د پاکستان په دیني مدرسو کې روزنه اخیستې وه، آن یو تن یې پاکستانی و، چې په لاهور کې یې د څلورو میاشتو لپاره په یوې دیني مدرسې کې روزل شوی و(۲۰). له دغو پېښو څخه وروسته نړیوال او لودیځ هېوادونه پردې وپوهېدل، چې په دغه هېواد کې مدرسې د زده کړې ځایونه نه، بلکې د ترهګرو د روزلو پنډغالي او روزنځایونه دي.

په همدې موخه په پېښور کې د امریکې د متحدو ایالاتو جنرال قونسل د پېښور له مرکزي دارلعلوم څخه لیدنه وکړه، څو ددغو مدرسو له چارو ځان خبر کړي. پاکستان هم د لویدیځو هېوادونو د غصې او احساساتو د راکمولو په پار ځینې ګامونه پورته کړل. په دې توګه مشرف په ۲۰۰۵زکې د جولای په ۱۵مه نېټه په اسلام آباد کې د څلور ګونو ایالتونو د امنیتي مسؤلینو ناسته راوبلله، مشرف د خپلو ویناوو په ترڅ کې د غونډې له ګډونوالو څخه وغوښتل، څو دترهګرو، سختدریځو او بنسټپالو پروړاندې جدي ګامونه پورته کړي. امنیتي چارواکو په همدې لړ کې ددغه هېواد د کورنیو چارو وزارت تر مشرۍ لاندې په څلور واړه ایالتونو کې عملیات پیل کړل، چې په پایله کې یو ډېر شمېر د دیني مدرسو فعالان او شکمن طالبان ونیول شول او تر پلټنو لاندې راغلل(۲۱).

په پاکستان کې د دیني مدرسو فعالان په مذهبي ګوندونو کې غړیتوب لري، نو ځکه دوی تر څېړنې لاندې راوستل او په بند کې ساتل څه آسانه خبره نه ده. د پولیسو او استخباراتي شبکو د عملیاتو په ترڅ کې یوازې د پنجاب ایالت یو لړ مدرسې ثبت شوې (۲۲). او په نورو ایالتونو کې دا پروسه هیڅ پلې نه شوه، په دې توګه په پاکستان کې لسګونه زره مدرسې له راجیسټریشن څخه پاتې شوي دي. د ثبت شو یو مدرسو جدول لاندې وګورﺉ(۲۳)

 

 

 

 

شمېره

ځای

ټولټال شمېر

د زده کونکو شمېر

بریلویان

دیوبندیان

اهل حدیث

اهل تشیع

 

۱

بهاولپور

۹۸۱مدرسې

۸۰۰۲۳کسان

۵۴۰مدرسې

۳۶۸مدرسې

۳۹مدرسې

۲۱مدرسې

۲

ډېره غازي خان

۳۹۷مدرسې

۲۹۵۱۱کسان

۱۹۱مدرسې

۱۴۶مدرسې

۲۷مدرسې

۳۳مدرسې

۳

ملتان

۳۶۳مدرسې

۲۳۵۶۰کسان

۷۵مدرسې

۱۴۰مدرسې

۳۰مدرسې

۱۳مدرسې

۴

لاهور

۳۵۶مدرسې

۴۷۶۳۴

کسان

۱۴۹مدرسې

۱۵۷مدرسې

۴۵مدرسې

۵مدرسې

۵

ګوجرانوا

له

۱۵۴مدرسې

۱۷۴۳۷

کسان

۹۵مدرسې

۴۰مدرسې

۱۴مدرسې

۵مدرسې

۶

راولپنډي

۱۸۶مدرسې

۱۹۳۵۸

کسان

۷۰مدرسې

۹۱مدرسې

۷مدرسې

۱۸مدرسې

۷

فیصل آباد

۱۲۴مدرسې

۱۱۳۰۰کسان

۴۳مدرسې

۵۲مدرسې

۲۰مدرسې

۹مدرسې

۸

سرګوده

۱۶۴مدرسې

۱۴۲۵۵

کسان

۷۰مدرسې

۷۵مدرسې

۱۰مدرسې

۹مدرسې

 

نو په دې توګه د پاکستان په پنجاب ایالت کې،چې مدرسې تر یوه بریده ثبت شوي دي، شمېر یې ۲۷۱۵مدرسو ته رسېږي. ۱۳۳۳مدرسې په بریلویانو پورې، ۱۰۶۹مدرسې په دیوبندیانو پورې، ۱۹۲په اهل حدیث وال، او ۱۱۳مدرسې په اهل تشیع پورې اړوندې دي. په بریلوي مدرسو کې د ټولو زده کونکو شمېر ۱۱۷۹۳کسه په دیوبندی کې ۹۹۹۰۷کسه، په اهل حدیث والا مدرسو کې ۲۹۹۴۷کسه او په اهل تشیع وال کې ۵۴۳۰کسان دي. په ټولیزه توګه د پنجاب د ایالت د مدرسو د طالبانو شمېر (۲۵۳۲۱۵)دوه لکه، دره پنځوس زره او دوه سوه پنځلس کسان دي. په کال ۱۹۹۵کې د یوې احصايې پر بنسټ د دیني مدرسو د استادانو شمېر ۲۰۰۰۰تنو ته رسېده او په ۱۹۸۹ز کې په دغو مدرسو کې د قرآن کریم د حافظانو شمېر ۴۰۰۰۰۰څلورسوه زرو ته لوړ شوی و. (۲۴).

احمد سعیدي په پاکستان کې د دیني مدرسو د بهرنیو زده کونکو په اړوند داسې سروې راښيي، چې په پاکستاني دیني مدرسو کې بهرني طالبان د منځنۍ اسیا، سویلي اسیا،عربي او ځینو نورو  هېوادونو څخه دي. یوازې د لاهور په دیني مدرسو کې د بهرنیو زده کونکو شمېر ۱۷۹تنو ته رسېږي، چې ډېره برخه یې د شیخ زاید په اسلامیک سنټر کې په زده کړو بوخت دي. د سرحد ایالت په مدرسو کې شاوخوا ۹۰۰افغان زده کونکي په زده کړو بوخت دي. د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په وینا، د راولپنډۍ په عربیه مدرسه کې ۵۵بهرني طالبان شته دي، چې ۱۱تنه یې له اندونیزیا، ۱۲تنه یې له ټایلنډ، ۶تنه یې له مالیزیا، ۴تنه یې فیلیپین، ۱۲تنه یې له قزاقستان څخه او پاتې نور طالبان له قرغزستان، فلسطین او ازبکستان څخه دي. په جامعه مریم صدیقیه البنات کې ۱۵تنه بهرني طالبان په زده کړو لګیا دي، چې د هغو له ډلې څخه ۶تنه له قزاقستان څخه او پاتې نور یې له روسیې او فرانسې څخه راغلي دي. د پاکستان له څلورو صوبو څخه تر ټولو صوبو زیات شمېر بهرني طالبان سرحد او سند ایالت په مدرسو کې موجود دي، په جامعه بنوریه کراچي، خیرالمدارس ملتان او وفاق المدارس اسلفیه کې ډېر شمېر بهرني طالبان په زده کړو بوخت دي. اتحاد تنظیمات مدارس دینیايي د پاکستان په دیني مدرسو کې د بهرنیو طالبانو شمېر ۷۰۰راښيي. خو لکه څنګه چې د مدرسو د ټولو طالبانو شمېر مالومول ګران کار دی، همدا ډول په دغو مدرسو کې د بهرنیو زده کونکو دقیقه شمېره را سپړل سخته خبره ده، ځکه په دې اړوند مونږ معتبره سروې او رپوټ په واک کې نه لرو، خو په دغو مدرسو کې له پورتني شمېرو څخه ډېر بهرني زده کونکی شته دي، چې مونږ کولی شو زرګونه بهرني طالبان یاد کړو، چې اکثره یې له سویلي اسیا او منځنۍ اسیا راغلي او راځي.

 

بوديجه او د مدرسو لخوا د ځوانانو د جذبېدو لاسوندونه :

 

موسی خان جلالزي په پاکستان کې د دیني مدرسو کلنی لګښت (۱۳۵۰۰۰۰۰۰۰) یو میلیارده درې سوه پنځوس میلونه کلدارې ښودلی دی(۲۵). خو د مدرسو د زده کونکو لپاره، چې شمېر یې څلورمیلونو ته رسېږي دا رقم هېڅ نه دی، که چېرې په یوه اټکل سره له څلورو میلونو طالبانو څخه یو میلون لیلیو ته کړو، چې د دیني مدرسو په لیلیو کې میشته دي او پاتې درې میلونه یې نهاري وګڼو، نو یوازې په لیلو وال طالبان باندې، چې د بریښنا، سهارچای، ډوډۍ او داسې نور ورځني لګښتونه په یو ډالر حساب کړو یانې په ورځ کې د یو طالب  پر سر یو ډالر مصرف وټاکو، نو په دې توګه په پاکستان کې د هغو مدرسو زده کونکي چې په لیلو کې اوسي یو میلون امریکايي ډالره لګښت لري، چې میاشتنی لګښت یې دیرش میلونه او کلنۍ لګښت یې (۳۶۰)درې سوه شپیته میلونه ډالره کېږي. دا به هم ومنو، چې د مدرسو نهاري زده کونکي وړیا زده کړه ترلاسه کوي او هېڅ لګښت پرې نه راځي، خو یوه خبره اړینه ده او هغه دا چې دومره زیاتو زده کونکو ته ښوونکی پرته له کوم بدیل څخه درس نه ورکوي، ځکه ښوونکی معیشیت او ژوند لري او ژوند پرته له پیسو نه کېږي، هرومرو له کوم لوري څخه د خپل تدریس په بدل کې څه ترلاسه کوي او پرته له دې هېڅ شونې نه ده، چې په مدرسو کې هر کار وړیا وي.

دومره ډېر شمېر زده کونکو او مدرسو ته څوک او له کوم لوري فنډ ورکول کېږي؟  وړاندې مو یادونه وکړه، چې مدرسې په څلورو کټګوریو وېشل شوي دي دیوبندیان، اهل تشیع، اهل حدیث او بریلویان. له اهل حدیث سره سعودي عربستان له اهل تشیع سره سوریه او ایران مرسته کوي او همدا ډول له دیوبندیانو سره لیبیا مرسته کوي، بریلویان خپل لګښت د چندې او ځینو نورو لارو څخه لاس ته راوړي(۲۶). ویل کېږي چې په دغه هېواد کې له دیني مدرسو سره ملي سوداګر، خیریه موسسې، پانګه وال او د پاکستان زکات فنډ مرستې کوي. زکات فنډ چې یو دولتي اداره ده، ددغې ادارې درېیمه برخه پیسې پاکستاني مدرسو ته لېږل کېږي. د پاکستان زکات فنډ په کال کې دیارلس میلیارده پاکستاني روپۍ عاید لري(۲۷). د پورتنیو هېوادونو د نیغ په نېغه مرستو په اړه کوم اسناد نه شته، خو دغه هېوادونه خپل زکات، سرسایې او داسې نورې پیسې دیني مدرسو ته استوي. په افغانستان باندې دشوروی اتحاد د یرغل پرمهال په رڼا ورځ د امریکې او سعودي عربستان د پیسو د خورجینونو خولې د همدغو مدرسو لپاره خلاصې وې.

ددې ډول لویې بودیجې تمویل دا په ډاګه کوي، چې له دغو مدرسو سره هرومرو د حکومت او لوړو پانګه والو مرستې دي. ځکه په دې اندازه لګښت د یوې ډلې او یوه کس له وسه وتلې خبره ده، دا چې د پاکستان په حکومت او دولت کې کوم کسان او ډلې ددغو مدرسو ډونران دي؟ دا به په پاتې بحثونو کې وشنو.

پوښتنه دا را پیدا کېږي چې ولې په دومره لوړه کچه زده کونکي (تنکي ځوانان او ځوانان) مدرسو ته درومي او دیني زده کړو ته مخه کوي. دا پوښتنه پنځه لاملونه لري.

۱ـ د پاکستان حکومت ددې پر ځای، چې د پوهنې په برخه کې پانګونه وکړي، پوځ او هوايي ځواکونه په (F16) الوتکو تجهیزوي. پاکستان د خپل ناخالص ملي تولید څخه یوازې په سلو کې (۱،۸)بودیجه د معارف لپاره ځانګړې کړې(۲۸). دا چې دا هېواد ولې تر ټولو ادارو پر پوځ ډېر لګښت کوي ځانته لاسوندونه لری، یو له هغو څخه دادی، چې د پاکستان پوځ ددغه هېواد د خالص او ناخالص تولید ډېره برخه تر ولکې لاندې کړې ده او ګټه اخیستنه ترې هم د پوځ په واک کې ده، په دې توګه د ملي زده کړې د کچې ماتونه او ددغه هېواد لخوا ملي زده کړو ته نه پاملرنه ددې لامل شوې، چې خلک په ډېرو هیلو سره خپل زامن مدرسو ته لېږي،  د دوی په اند کېدای شي همدغه مدرسې د دوی د زامنو برخلیک ته بدلون ورکړي.

۲ـ په پاکستان کې لومړنۍ زده کړې وړ یادي، منځنۍ او لوړې زده کړې د پیسو په بدل کې دي. خو مدرسې داسې نه دي، مدرسې د تدریس له پیله تر پایه پورې په بشپړه وړیا توګه ځوانانو او تنکيو هلکانو ته ښوونه، روزنه کالي، ډوډۍ، استوګنځای او ان په میاشت کې جیب خرڅ هم ورکوي.

۳ـ پاکستان د دین او مذهب پر بنیاد رامنځ ته شوی، نو ځکه د عام ولس دیني زده کړو ته ډېر پام اړول کېږي.

۴ـ په پاکستان کې له دیني مدرسو څخه ځینې فارغ شوي کسان د پاکستان په سیاست کې ډېر رول لوبولی او تر اوسه پورې دغه مولایان د ښه ژوند او واک څښتنان دي، آن ځینې یې په سیمه ییزه او نړیواله کچه پانګه وال دي چې دا هم د پاکستان په دیني مدرسو کې د عام ولس د ګډون یو اغیز کیدای شي.

۵ـ په دغه هېواد کې عام ولس په دودیزه توګه مذهبي کسانو ته (کومو چې دیني زده کړې کړې وي) ډېر درناوی لري او د دیني زده کړو لارویان د خلکو په منځ کې له ښه نفوذ څخه برخمن دي.

له دې څخه جوتېږي چې په دومره ډېره کچه زده کونکي او دومره ډېرې مدرسې، چې ساری یې په هېڅ هېواد کې نشته، او دومره لوړه کچه لګښت له کومه کېږي؟ ددې پوښتنو ځواب دادی، چې له دغو مدرسو سره مرستې د پاکستان د حکومت لخوا ددغه هېواد پوځ او څارګرې ادارې(ISI) له لارې ترسره کېږي، چې ددغو مرستو تنظیمول او د تبلیغاتو پرمخ بیول د متحده مجلس عمل پر غاړه ده. دغه څارګره اداره او پوځ مدرسې د خپلو استخبارتي عملیاتو لپاره د یوې وسیلې په توګه کاروي. متحده مجلس عمل پخپل وار سره د ځوانانو او تنکیو هلکانو له ناپوهۍ بیوزلۍ او سپیڅلو احساساتو څخه ګټه اخلي او دوی د هغو هېوادونو پر وړاندې د جهاد لپاره روزي، چې پاکستان ورڅخه په راتلونکي کې ویره لري. داسې هیڅ نه دي شوي، چې د دیني مدرسو کوم لوړ پوړی چارواکی یا د دغو مذهبي ګوندونو کوم مشر مستقیماً په جهاد کې ونډه اخیستي وي یا یې چیرته عملیات ترسره کړي وي، بلکې دوی پخپله آرام ناست دي او له بېلا بېلو لارو پیسې تر لاسه کوي، خپلې پانګې په بهرنیو هېوادونو کې خوندي کوي او نورو ته جهاد او آخرت د ورځې د شهیدانو د مقامونو تبلیغ کوي،چې دا د یویشتمې پیړۍ تر ټولو ستر شیطاني علم دی، چې ځان ساتي او نورو ته د ځان وژنې لارې چارې ورښيي.

 

تدريسي نصاب :

تر ۱۹مې پیړۍ پورې مدرسې د زده کړو تر ټولو مرکزونو ښه روزنیز او ښوونیز مرکزونه وو. په دغو مدرسو کې پر مذهبي زده کړو سربېره ځینې نور مضامین هم لوستل کېدل، چې ویلي شو د نن او پرونیو مدرسو ترمنځ د څرنګوالي له پلوه د ځمکې او اسمان په کچې توپېر موجود دی. د اسلام په تاریخ کې دیني مدرسې د پوهنې لومړنۍ سرچینې وې او آن د اروپا له مدرسو او پوهنتونونو سره یې سیالۍ کولې، چې پخپل وار سره له دغو مدرسو څخه د اسلامي نړۍ ستر عالمان فارغ شوي دي. تر ۱۹مې پیړۍ پورې په دیني مدرسو کې ښوونیز نصاب له بېلا بېلو علومو او فنونو څخه جوړ شوی و : په عربي ژبه کې د قرآن کریم لوستل، د قرآن تفسیر، د ځینو نامتو شاعرانو د شعرونو لوستل، په سانسکریت ژبه د فلسفې لوستل، د اخلاقو علوم، ستورپېژندنه، د څېړنې اصول، روغتیايي زده کړې«طبابت»، منطق، تاریخ او طبیعي علوم (۲۹). خو وروسته د هند نیمه وچه په دوه ټوټو ووېشل شوه، نو کومې مدرسې چې به پاکستان پورې وتړلې شوې، خپله بڼه او نصابي سیسټم یې لږ څه بدل کړ، خو په هند کې بیا دیني مدرسو خپله هماغه پخوانۍ د دیوبندي مدرسو بڼه او سیکولر نصاب ژوندی وساتلو او لا یې ورکې نوي او عصري مضامین ور زیات کړل.

(Bastions of Belluers) د هندي مدرسو په اړه یو معتبر رپوټ دی. دغه څېړنیز رپوټ د هندي مدرسو په اړه وايي چې : هندي دیني مدرسې اوس نړیوال قوانین د اسلام له نظره په پام کې نیسي او د بنسټپالنې عمل ناروا ګڼي، هندي مدرسې دغه ناروا عمل او ترهګریزه کړنې د اسلام په مخبیلګې کې تر شننې لاندې نیسي. ددې څېړنې لیکوال یوجندرسیکاندم دی، نوموړی د هند په کرالا ایالت کې یوې مدرسې ته اشاره کوي، چې د (مجاهد تحریک) او ځینو سوداګرو لخوا پرمخ بیول کېږي. دی وايي ددغې مدرسې آره موخه په اسلامي نړۍ کې د زده کړو له لارې مسلمانانو ته د عصري علومو ته نږدیوالی او د عصري علومو او دیني زده کونکو ترمنځ واټن له منځه وړل دي.  سیکاندم وايي، چې په دغه مدرسه کې د نارینه و برسېره ښځینه زده کونکي ډېر زیات دي. سیکاندم ددغې مدرسې د مدیرې وینا را اخلي چې وايي « موږ د خپلې مدرسې په مرسته هیله مند یو، نړۍ ته ورښکاره کړو، چې اسلام ښځو ته بشپړ حقوق ورکړي او د ښځو له حقوقو څخه ملاتړ کوي».(۳۰)

د وخت په تېرېدو سره په پاکستان کې ديني مدرسو خپله نصابي بڼه بدله کړه او ځینې هغه علوم یې ترې وویستل، چې په هندي مدرسو کې لوستل کېدل. یوه خبره د پام وړ ده، هغه داده چې په پاکستاني مدرسو کې د قرآن کریم په حفظولو ډېر ټینګار کېږي، ددې پر ځای چې د قرآن تفسیر او تعبیر ومانا زده کونکو ته ورزده کړي، بلکې حفظول ور زده کوي، همدا لامل دی چې په دغه هېواد کې د یوه کال په موده کې په زرګونه قاریان (حافظان) روزل کېږي او فارغېږي. چې په دې توګه دغه طالبان د قرآن کریم له منځپانګې څخه بې خبره پاتې کېږي.

کله چې په پاکستان کې واک پوځي جنرال ضیاءالحق ترلاسه کړ (۵جولای ۱۹۷۷) او ذوالفقار علی بوټو په ۴اپریل ۱۹۷۹کې د قتل په یوه مقدمه کې اعدام کړای شو د بوټو د غرغره کېدو په نتیجه کې نړیوال غبرګون ډېر شوي وو او داخلي بحران یې وپنځولو په دغو حالاتو کې جنرال ضیاء الحق د اسلامیزيشن(Islamization) د پروګرام لورته مخه کړه تر څو د مذهبي کړیو په ملاتړ خپل پوځي رژیم ته د مشروعیت بنسټ رامنځ ته کړي دا مهال په افغانستان کې د ثور انقلاب (۲۸اپریل ۱۹۷۸) ترسره شوی وو او په ۲۶دسمبر ۱۹۷۹ز کال کې د شوروي اتحاد پوځونه په افغانستان راننوتل، په دې بنیاد ضیاءالحق له کواکه او په نړیواله کچه له تجرید شوی رژیم سره دغو حالاتو مرسته وکړه او هر څه بدل شول او په دې ترتیب جنرال ضیاءالحق د اسلامیزشن د پروګرام د عملي کېدو لپاره یوه طلايي چانس ترلاسه او د غربي نړۍ په مرسته یې  خپل ځانګړی پام د دیني مدرسو پلو ته واړوه او له هماغه راهیسې د پوځ او مذهبي مدرسو ترمنځ اړیکې رامنځ ته شوې. په دغه وخت کې د مدرسو په نصاب کې هم پراخ بدلونونه رامنځ ته شول. منطق، فلسفه او ځینې نور مضامین له نصاب څخه وویستل شول. د پاتې مضامینو په منځپانګو کې ژور بدلون رامنځ شو د بیلګې په توګه په تفسیر مضمون کې یوازې د قرآن شریف هغه آیتونه او روایتونه تر تفسیر لاندې راتلل چې ورکې دجهاد خبرې او فتواوې راغلې وې، یا هغه آیتونه تر څېړنې لاندې نیول کېدل، چې ورکې د کفارو اومسلمانانو ترمنځ دښمنۍ او جګړې شوې وې یا د یهودیانو او نصرانیانو لخوا پر مسلمانانو باندې د ظلم کیسې او داسې نور.  همدا ډول په احادیثو کې هغه حدیثونه په نصاب کې راتلل چې په هغو کې د جهاد او دجهاد د هڅونې لپاره مسایل شرح شوي وو. په تاریخي مضامینو کې ډېر ټینګار د صلیبي جګړو په تاریخ کېده او په شعوري توګه یې ځوانان داسې روزل، چې د صلیبي جګړو د اتلانو په څېر ځان سیال کړي او له هغو عربو مجاهدینو سره ځان یو شان کړي چې په تاریخ کې یې نومونه ژوندي پاتې دي(۳۱). دغه طالبان له پورتینو مسایلو نور په هېڅ دیني مسایلو نه پوهېدل. دوی په قرآن کریم کې د جهاد له کیسو پرته نور د قرآن کریم په ګټو او ښیګڼو نه پوهېدل، بس د اسلام له ټولو شعایرو څخه یې جهاد ته هغه هم د تورې او ټوپک جهاد ته ډېره ترجیح ورکوله. د مدرسو طالبان د هغه سلګونو حدیثونو څخه به بې خبره وو، چې د انسان د ژوند، ښیګڼې او نورو ته د خیر رسونې مسایل ورکې مطرح شوي وو. دهاغه وخت په دیني مدرسو کې عالمانو خپلو طالبانو ته د صحابه کرامو د وخت جګړې د افغانستان او کشمیر له روانو حالاتو سره پرتله کولې (دا مهال شوروي اتحاد په افغانستان یرغل کړی وو) او زده کوونکو ته به یې ویل : چې په افغانستان کې روسان راغلي او کشمیر د هندوانو په لاس کې پروت دی. ورو ورو د دیني مدرسو نصابي سیسټم له (Teaching) «تدریس» څخه په (Preaching) «تبلیغ» بدل شو، یانې په مدرسو کې مولایانو ددې پرځای چې تدریس وکړي له تبلیغ څخه کار اخیسته، همدا لامل و، چې په پایله کې ددغو دیني مدرسو په واسطه او د امریکې او سعودي عربستان په مالي مرسته په افغانستان کې شوروي اتحاد ماتې وخوړه او په کشمیر کې ورانکاري او تاوتریخوالی لا پسې زیات شو.

د ۲۰۰۱ز د سپټمبر له (۱۱) مې پېښې را وروسته په پاکستان کې د دیني مدرسو تعلمي نصاب په بشپړه توګه سختدریځه، ترهګریزه او بنسټپاله بڼه غوره کړه، چې په دغو مدرسو کې یوازې د جهاد تبلیغ کېده، نه تدریس همدا ډول ددغو مدرسو د نصاب عمده برخه تروریستي کړنې وې،  چې د مدرسو شاګردان یې ورته هڅول. په نوي نصاب کې له کتابونو څخه ډېر کار نه اخیستل کېده، یوازې به زده کونکو ته د پاکستاني مذهبي علماوو ویناوې او رول کیدې، یا به یې هغه فلمونه چې ورکې په فلسطین یا نورو هېوادونو کې القاعده  ترهګرې ډلې عملیات ترسره کړي دي په نندارې وړاندې کېدل. دا مهال په دیني مدرسو کې هغه مسایل مطرح کېږي، چې په دغه هېواد کې دننه ځینو خاصو مذهبي کړیو پرې اجماع کړې ده، لکه انتحار ایستشحار یا ځانوژنه او داسې نور. دا هغه مسایل دي، چې ددې پلي کول، منل یا نه منل د اسلامي نړۍ په منځ کې د نظرونو ډېر اختلاف دی.

ددغو دیني مدرسو په ښوونیز نصاب کې د استادانو لخوا شاګردانو ته د ځانوژنې او ځانمرګي برید اجرونه بیانېږي او همدا ډول ددغو کړنو د پلي کېدو عوامل هم ور په ګوته کېږي، چې کوم ډول مسلمان باید انتحار ترسره کړي. آن دغو زلمکیو طالبانو ته دا