طالبان

                    څو ډوله !؟

 

عبدالرحمن حبیب زوی

په دې وروستیو کې په ملي، سیمه ییزه او نړیواله کچه دا بحثونه راپورته شوي، چې له طالبانو او ځینو مخالفو وسله والو ډلو سره، چې د افغانستان له حکومت سره په جګړو بوخت دي مذاکره اوخبرې اترې وشي او دا هم ویل کېږي چې طالبان بېلا بېلې ډلې او بېلا بېلې فکري او ایډیالوژیکې تګلارې اوموخې لري او له کال ۱۳۸۷څخه را په دې خوا دا خبرې ډېرې تودې شوي، چې له طالبانو سره باید خبرې اترې وشي ، په دې لړ کې مطبوعاتو داسې خبرونه هم خپاره کړل چې ګواکې کې افغان حکومت په پرله پسې توګه په سعودي عربستان  او دوبۍ کې له طالبانو او حزب اسلامي سره د سعودي عربستان د دولتي چارواکو په ګډون  د تړلو دروازو ترشا  لیده کاته کړي دي، په دغو ناستو کې طالب وسله وال مخالف چارواکي، افغان قومي مخور، د افغانستان د حکومت ځینې چارواکي، هغه طالب لوړ پوړې چارواکي چې اوس په کور ناست دي او پخوا یې په طالب حکومت کې  لوړې دولتي څوکۍ درلودې ګډون درلوده. خو د طالبانو لخوا تل دا وړاندیز شوی چې څو پورې د افغانستان اساسي قانون بدل نه شي او بهرني ځواکونه له دې هېواد څخه ونه وځي نو دوی به هېڅ کله له دولت سره خبرو اترو ته چمتو نه شي.

خو بیا ځینې داسې څرګندونې هم شته چې په طالبانو کې منځلاري طالبان هم شته، چې د بېلا بېلو عواملو پر بنسټ یې د دولت پر ضد وسله پورته کړې ده اوس خبرواترو ته چمتو دي. اوس به دې ته راشو چې څو ډوله طالبان شته دي؟ څه موده وړاندې په افغانستان کې د بریتانیې سفیر مارک سیدویل وویل چې: له طالبانوسره خبرې اترې د افغان حکومت غوښتنه ده او دوی یې ملاتړ کوي نوموړي زیاته کړه، چې طالبان د یو لاس او یوه فکر خلک نه دي او داسې ډلې په کې شته چې خبرې ورسره کیدای شي. تردې وړاندې د بریتانیې د بهرنیو چارو وزیر ډیویډمیلبند هم ویلي و چې په طالبانو کې داسې خلک شته چې کیدای شي په افغان سیاست کې دې را ګډ کړای شي. په کابل کې د بریتانیې سفیر وویل : چې جګړه د افغانستان ستونزې نه شي هو ارولی او باید تر څنګه یې له سوله ییزو لارو چارو څخه هم استفاده وشي. مارک سیدویل ویلي دي چې : طالبان یو ډول نه دي او د افغانستان په بېلا بېلو برخو کې روانه جګړه هم څو ډوله او ناهمغږې ده. د هغه په وینا ډېر خلک له مجبوریته له طالبانو سره یو ځای شوي دي او له هغوی سره خبرې اترې کیدای شي او په دوی کې ځینې نورې ډلې هم شته چې ډېرې سختدریځې او له القاعدې سره نږدې اړیکې لري او دوی پخلاینې ته نه دې چمتو.(۱)

ډېری کارپوهان په دې اند دي چې د افغانستان داوسني کړکېچ د حل لاره له طالبانو سره دمذاکرې لاره ده نه پوځي لاره خو هېڅ څوک په ځانګړي ډول دا نه وايي، چې کوم طالبان یا د طالبانو کومه ډله؟ ستونزه داده، چې په طالبانو کې داسې ځانګړې ډلې شته چې نه یوازې دا چې خبرو اترو ته نه کینې بلکې تردې ډېر څه  غواړي له دې ډلو څخه د  ځینو اسلامي هېوادونو د څارګرو ادارو لخوا ملاتړ کېږي او د ځانګړو موخو لپاره د جګړې لپاره هڅول کېږي، ددغو ډلو ستراتیژیکې موخې په لاندې توګه دي.

ظاهراً په نړۍ کې د خلافت تر سرلیک لاندې د حاکمیت جوړول او لکه د ۱۳۸٨کاله پخوا په صدر اسلام کې د خلفای راشدین د پېر نظام رامنځ ته کول او د نړې د یو میلیاردو مسلمانانو یوالی، په نني اسلامي هېوادونو کې اوسني سیاسي رژیمونه له منځه وړل او د هغو پر ځای اسلامی امارتونه جوړول دي. ددې هدف لپاره لومړی افغانستان تر خپل نښې لاندې نیسي څو دلته سیاسي واک تر لاسه کړي او بیا نورو اسلامي هېوادونو ته ورننوځي. ددې ډلې بنسټیز هدف د منځنۍ آسیا او منځني ختیځ د ګازو او نفتو ډکې زیرمې ترلاسه کول دي.

د بریتانیې د بهرنیو چارو وزیر ډیویډمیلبند طالبان بیا په درې ډلو ویشي لومړی پخواني جنګېدونکي وسله وال طالبان، دویم د جلال الدین حقاني ډله او درېیمه ډله د انجینر ګلبدین حکمتیار ډله.(٢) په همدې توګه د ډنمارک پخواني صدراعظم او د ناټو مشر اندریس فوغ رسموسین څرګنده کړې، چې په طالبانو کې د سخت دریځو سربېره داسې منځلارې طالبان هم شته چې کیدای شي خبرې ورسره وشي. (۳)

خو طالبان بیا د منځلارو طالبانو د موجودیت خبره نه مني او پوښتنه داده چې دا منځلارې طالبان به وکولی شي هغه نور سختدریځه طالبان د خبرو اترو میز ته کینوي. دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر څو څو ځلې پر مخالفو وسلوالو طالبانو غږو کړ چې وسله کېږدي او عادي ژوند اختیار کړي او یا دې له حکومت سره خبرو اترو ته چمتووالی وښيي همدا ډول افغان ولسمشر طالبانو ته په ټاکنو کې د برخه اخیستنې غوښتنه هم کړې وه، او ددې کار لپاره د سولې او پخلاینې یو مستقل کمیسیون هم رامنځ ته شوی دی چې له مخالفو وسله والو ډلو سره دمذاکراتو لپاره کار کوي او تردې مهاله پردې بریالي شوی دی چې ۸۰۰۰ مخالف وسله وال طالبان ټوپک پریښودو ته و هڅوي او عادي ژوند ته یې راوګرځوي.(۴)

 

اوس به دې ته راشو چې تردې وړاندې چې مونږ د طالبانو بېلا بېلې ډلې په ایتنیکي او سیاسي لحاظ وڅېړو لومړی به دا وڅيړو چې افغاني  طالبان ولې له دولت سره نه غواړي چې يو ځای شي؟ د دوی په ژبه ظاهراً ددې لاملونه دا دي:

v     د بهرنیانو شتون

v     اساسي قانون

v     په دولت کې د هغو کسانو پراخ نفوذ اوشتون چې پخوا یې له طالبانو سره نیغ په نیغه جګړه کوله.

v     په بن کنفرانس (۲۰۰۴) کال کې طالبانو ته ونډه نه ورکول.

v     د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې لخوا ټول جنګي مجرمینو ته عفوه اعلانول او دطالبانو او حکمتیار ډله بیا په تورلیست کې راوستل اوځینې نور . . .

 اوس مونږد پورتنيو نړيوالو پېښلیدونو (راپورونو) او د نړيوالو څرګندونو او همداراز کورنيو ويناوو له مخې دې نتیجې ته رسېږو، چې طالبان او په طالبانو کې ځینې ډلې ټپلې شته، چې  د دوی ترنامه لاندې  خپلې چارې پرمخ بیايي مونږ به لومړی د ټولو یادونه وکړو او بیا به ددې ډلومهمې څانګې  په بشپړه توګه  وڅيړو دا ټولې ډلې اته ډلې دي په دوی کې ځينې نورې  وړې ډلې هم شته چې دا ډلې به د دې نورو ډلو په منځ کې وڅيړو، دا ډلې په لاندې ډول دي:

 

۱- د ISI لخوا رامنځ ته شوي استخباراتي ګروپونه

۲- د القاعدې لخوا روزل شوې ډلې

٣- د مدرسو سنتي او معمولي زده کوونکي

٤- اقتصادي مافيايي ډلې ( لکه د نشه ای توکو مافیا، د وسلو کاروباریان او نور).

٥- د بهرنيو ځواکونو د کړنو له امله سیمه ییزناراضي خلک

٦- د کشمیر لپاره جوړې شوې وسله والې مذهبي ډلې

٧- د پخوانیو جهادي تنظیمونو پاتې شونې

٨- برمته ګر ، غله او لاروهونکي او جنایتکار ګروپونه

 

١ـ د آی، ایس، آی لخوا رامنځ ته شوې استخبارتي - پوځي ډلې :

دا ډلې په ټولیزه توګه د طالبانو هغه ډلې دي، چې د یوې ځانګړې سیاسي موخې لپاره په شعوري توګه جګړه پرمخ بیايي،دوی په ظاهره کې ایډیالوژیکي پالیسي خپله تګلاره ګڼي، خو په اصل کې لګيا دي څو افغانستان د پاکستان د پنځمې صوبې په توګه خپل کړي او بیا له دې لارې څخه د منځنۍ آسیا پراخې او ډکې نفتی او ګازي زیرمو ته په ډاډمنه توګه لاس رسۍ ومومي د دوی لپاره حداقل هدف دادی چې په افغانستان کې یو کمزوري محتاج او د پاکستان تر اغیز لاندې حکومت وجود ولري. ما په امریکا کې ميشت د یوه پاکستاني تکړه مشهور ژورنالیست مهدی خاور له خولې څخه واوریدل، چې ویل یې د پاکستان څارګره ادارهISI غواړي، چې افغانستان یې د پنځمې صوبې په توګه ترلاسه لاندې وي.  نوموړى د پاکستان له پنجاب صوبې څخه دی، مهدی خاور د خپلو خبرو په لړ کې څرګنده کړه چې « زه په ډېره جدی توګه دا وایم چې د پاکستان پوځ غواړي، چې افغانستان يې  یوه پنځمه صوبه وي، چې د طالبانو حکومت یې ددې پروژې پیل و».

دا ډله هغه طالبان نه دي، چې د امریکا دناوړو او ناسمو بمباریو له امله د حکومت پر ضد جنګېږي، دا هغه غله هم نه دي چې د پیسو لپاره سیمه ناارامه کړي، دا هغه ډله نه ده، چې په ایډیالوژیکي لحاظ له حکومت سره مخالف وي او بیا د حکومت پر وړاندې يې وسله پورته کړې وي، خو یوه د پام وړ خبره دا ده چې ددې ډلې لوړپوړي چارواکي له پورتنیو نورو ډلو څخه په ډېره ماهرانه توګه ښه کار اخلي او دوی د ځانګړې جګړه ییزې قوې په توګه کاروي، په ځانګړي توګه د مدرسو احساساتي او پاک زړي ځوانان، له حکومت څخه ناراضي او د امریکا د عملیاتو، ملکي تلفاتو څخه ځوریدلي او داسې نور. ددې ډلې ریښې او جرړې د نړۍ او سیمې په تاریخ کې ډېرې اوږدې غزیدلي دي او د نړۍ په ډېرو دردونکو پېښو کې یې پراخه ونډه اخیستې ده، د بیلګې په توګه د افغان- روس په جګړه کې د روسانو ماته، د آذربایجان خپلواک کیدلو کې ،د هند په کشمیر کې په اړو دوړ رامنځ ته کولو کې، په منځنۍ آسیا کې د ځینو ترهګرو ډلو په روزلو کې، په افغانستان کې د کورنیو جګړو په رامنځته کولو کې، ترهغه وروسته د طالبانو د حکومت په راپنځولو کې او بیا دا مهال د افغان حکومت د وسله والو مخالفانو په سمبالښت، روزنه او  دوی ته د امکاناتو په برابرولو کې ستر رول او دنده لوبوي.

ددې ادعاګانو لپاره اړ یو چې د طالبانو او ISI اړیکې تر یوه بریده وڅېړو :

 

 

v      د طالبانو او آی، ایس، آی اړیکې :

ددې اړیکو تاریخي شالید ته ډېر نه تم کېږو، یوازې په هغو رپوټونو  بسنه کوو، چې په دې وروستیو کې د ملي او نړیوالو مطبوعاتو له لارې خپاره شوي دي. د روان ۲۰۰۹زکال د سپیتمر په ۲۶مه نېټه نیویارک ټایمز ورځپاڼې داسې خبر خپور کړی، چې په هغه کې د امریکا پوځي او استخباراتي چارواکو د خپل نوم د نه څرګندولو په ترڅ کې ویلي، چې د ملا عمر په مشري د طالبانو د رهبرۍ شورا چې د پاکستان په کوټه کې میشته ده، تر ډېره حده د افغانستان په زیاتو شمالي او غربي سیمو کې چې پخوا نسبتاً آرامې سیمې بلل کېدې، د ناکراریو او ناامنیو د زیاتېدو مسؤله ده. دا رپوټ د امریکايي چارواکو له خولې زیاتوي چې د پاکستان د استخباراتو اداره ISI د طالبانو ملاتړ کوي او پردې ډلې پانګونه ددې لپاره کوي چې که یوه ورځ امریکا له افغانستانه ووځي او طالبان بیا واک ته ورسېږي ISI به بیا هم پر طالبانو برلاسۍ وي. د نیویارک ټایمز په وینا د پاکستاني مقاماتو سره د اوباما د ادارې په تماسونو کې همیشه د خبرو اترو د اجنډا په سر کې په کوټه کې د ملاعمر په مشرۍ د طالبانو رهبرۍ شورا ځای لري.(٥) همدا راز د ۱۳۸۸د اسد په میاشت کې سنډې ټایمز د پاکستان د څارګرې ادارې له مشر کرنل امام سره یوه مرکه کړې، چې مونږ به یې دلته لنډیز را واخلو. کرنل امام د خپلو خبرو اترو په لړ کې ګواښ کړی، چې NATO او امریکايي ځواکونه به هېڅکله پردې برلاسي نه شي، چې طالبانو ته ماته ورکړي، هغه ویلي چې طالبان ما روزلي او د دوی ماته ډېره ګرانه خبره ده، له دې کبله دوی باید له طالبانو سره سمد لاسه خبرو اترو ته چمتو شي او د بې ځایه وژنو مخنیوي دې وکړي. ډګروال امام چې اصلي نوم یې امیر سلطان تارړ دی ۱۹۷۹ـ ۱۹۸۰ ز کاله پورې د شوروي اتحاد پر ضد د افغانانو د مقاومت د یوه روزنیز پروګرام مسؤلیت یې پر غاړه درلوده. امام د امریکا د ځانګړو ځواکونو په مرکز کې چې فورټ براګ نومیده افغانانو ته په روزنه ورکولو کې بوخت و، په اویایمه او اتیایمه لسیزه کې نوموړي د ۹۵۰۰۰افغانانو د یوه نظامي روزنیز مرکز مشر و، ده به تل له خپلو شاګرانو سره په عملیاتو کې برخه اخیسته نوموړى کمپ هغه مهال شوروی ضد استخباراتي کړیو له خوا چلول کېده، دغه خبري سرچینه وايي چې کرنل امام د پاکستان د آی، ایس، آی له هغو افسرانو سره په کار بوخت دی، چې همدا اوس له طالبانو سره مرستې کوي، همدا راز دملګرو ملتونو او افغان اطلاعاتي چارواکو ویلي چې کرنل امام څو ځلې په هلمند او ارزګان کې لیدل شوی خو کرنیل امام دا خبره ردوي او وايي « زه هر وخت کولی شم افغانستان ته بیا لاړ شم، امریکایان زما مخه نه شي نیولی، خو ددې ضرورت نشته، زه هلته زیات ملګري لرم، کله کله دوی ماته ټیلفون کوی، دوی چې زما غږ اوري زیات خوشاله کېږي، زه اوس خوښ یم چې امریکایان له طالبانو سره په جګړه کې ښکېل وینم». کرنیل امام هلمند ته د بریتانوی سرتېرو استو نه ډېره غلطه لار ګڼي او وايي چې انګریزان دې له تېر تاریخ څخه درس واخلي، دی زیاتوي چې کله انګریزان هلمند ته ننوتل نو طالبان سره یو شول او ماته یې ټیلفون وکړ، چې « اندیښنه یې مه کوه، مونږبه دا ځل هم دوی ته سبق ورکړو». امام د ملا عمر په هکله وايي چې ملاعمر په ۱۹۷۵ز کال کې دده په پنډغالي کې په روزنه بوخت و او وايي « ملا عمر یو ساده سړی دی، په لومړي سر کې یې د څلویښتو کسانو مشري پر غاړه وه، چې زیاتې وسلې یې هم نه درلودی او بیا زما مدافع (ملګری او پلوي) د تيکساس ایالت سناتور چارلي ویلسن به د سې، آی، اې دعملیاتو پیسې برابرولې او وسلې به یې ده ته ورلېږلې» امام بیا وايي چې له ملا عمر سره باید خبرې اترې وشي او په طالبانو کې منځلاري نشته « تاسې باید پوه شئ چې دویم نمبر طالبان نشته که تاسو په دوبۍ او یا سعودي کې له چا سره سوله وکړﺉ او بیا هغه افغانستان ته راشي ډېر ژر به خپل ژوند له لاسه ورکړي، په افغانستان کې یوازینى سړی چې تصمیم نیولی شي هغه ملا عمر دی هغه یو ډېر معقول سړی دی، هغه خبرو ته غوږ نیسي».(٦)

کرنیل امام شاوخوا ١۸کاله په افغانستان کې تېر کړي دي او په ۱۹۹۶کې په افغانستان کې قونسل هم پاتې شوی دی. هغه پردې ویاړي چې تکړه جهادي قومندانان یې روزلي دي. (٧)

په همدې لړ کې د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اطهر عباس له سی ان ان سره په یوه مرکه کې ویلي و، چې پوځ کولی شي طالبان له امریکا سره د خبرو اترو میز ته کیښنوي ده ویلي و، چې که څه هم پاکستان له طالبانو څخه ملاتړ نه کوي، خو اوس یې هم ورسره خپلې اړیکې ساتلي دی او کولی شي خبرواترو ته یې راوبولي.(٨)

د همدې خبرو اترو په لړ کې د پاکستان ولسمشر آصف علی زرداري په یوه نوي اعتراف کې دا په ډاګه کړه، چې په دغه هېواد کې پر جګړې بوختې ډلې دوی پخپله جوړې کړي او روزلي دي، د پاکستان ولسمشر دغه څرګندونې په اسلام آباد کې ددغه هېواد دحکومت او څارګرو ادارو له جګپوړو چارواکو سره په یوه غونډه کې کړي دي. له انګلستان څخه خپریدونکي ورځپاڼه ډیلي تلګراف په خپله یوه تازه ګڼه کې د زرداري له خولې کاږي، چې د پاکستان اوسنۍ جګړه مارې ډلې د خپلې بهرنۍ تګلارې د یو لړ موخو د پلي کېدو په موخه جوړې کړي او روزلي دي، د زرداري له انده د جګړه مارو ډلو جوړول د لنډمهالو تاکتيکي موخو ترلاسه کول و، نوموړى همدا راز وايي : نن چې د پاکستان حکومت پر وړاندې کومې ډلې ( طالبان) پر جګړه بوختې دي پرون زموږ د حکومت ستراتیژیک وسایل وو، رپوټ زیاتوي، چې د پاکستان ولسمشر زرداري داسې مهال پر دغه واقعیت اعتراف کوي چې د دوی څارګره اداره اوس هم پر خپل پخواني سیاست بوخته ده.(٩)

د آي ايس آي لخوا روزل شوي طالبان په لومړي ګام کې پاکستاني طالبان دي چې په لومړۍ درجه اړيکې له نوموړې ادارې سره لري ،چې د تحريک طالبان په نامه ياديږي او مشري یې بيت الله محسود کوله،دا ډله په شمالي او سويلي وزيرستان کې له ډير نفوذ څخه برخمنه ده او په دويم پړاو کې د افغاني طالبانو غورځنګ دى چې مشري يې ملامحمد عمر مجاهد کوي .دبيت الله محسود د جنګياليو شمير نه دى څرګند خو داسې ويل کيږي چې د صوفي محمد د جنګياليو شمير ١٠٠٠٠کومندويي ځواک ته رسيږي.(١٠) دبيت الله محسود په اړه ويل کېدل چې نوموړى له آي ايس آس سره اړيکې درلودې. دغه تور پر ده باندې دشمالي وزيرستان د طالبانو مشر حافظ ګل بهادر د (سيمه ييزوطالبانو) مشر مولوي نذير احمد وزیر لګولی و.

لکه څنګه چې په نويمه لسيزه کې د طالبانو غورځنګ ښه په کش کې و،نو هغه مهال ايراني مطبوعاتو په ډاګه کړه چې طالبان د يوې سترې او ګډې پروژې پر بنسټ رامنځ ته شوي دي چې د'' طالبانود رامنځ ته کيدو اصلي طراح لندن دی مدیریت یې د  واشنګټن په غاړه دى او مالي ملاتړ يې رياض کوي او اسلام آباد يې تدارکاتي چارې پر مخ بيايي''(١١). دې ته ورته نظر دپاکستان پخوانۍ لومړۍ وزيرې بينظر بوټو د ۲۰۰۰زکال په اکتوبر په ۳۰ مه نېټه د فرانسې دګڼ تیراژه ورځپاڼې لوموند ته په یوه مرکه کې وویل : د طالبانو د پروژې مدیریت د امریکا و. طرح یې انګلیس جوړه کړه، مالي مرسته یې سعودي عربستان په غاړه واخیسته او تطبیق پاکستان کړه.(١٢)

پورتنی ډله داسې کارونه کوي، چې د طالبانو نورې ډلې  هغه ردوي، لکه په جوماتونو کې بمي چاودنې، د ښوونځیو او کتابونو سوځول، په کتابونو سمبال د پوهنې وزارت موټر ته اور اچول چې په هغه کې  بېلا بېل دیني کتابونه هم دي. په پېښور کې د رحمان بابا زیارت په بم الوځول او همدارنګه د ځینو روڼ اندو افغانانو وژنه هم ددې ډلې لخوا ترسره کېږي. ددې ډلې د ایډیالوژیکو چارو سمون په پاکستان کې د شپږو ديني ګوندونو ټولګه متحده مجلس عمل پر غاړه لري  چې له دیني مدرسو څخه د ښې او پیاوړې وسیلې په توګه کار اخلي.

داسې ويل کيږي، چې د افغانستان دسويلي سيمو په نا امنيو کې همدا ډله لاس لري،د بيلګې په توګه په واشنګټن کې د آي ايس آي ١١لابي LOBBYمرکزونه شته دي، څو امريکايان په افغانستان کې وغولوي او سيمه نا امنه کړي .(١٣)

د آی، ایس، آی له خوا د امدادي مرستو لومړی کاروان چې ترکمنستان ته لېږل کېده په کال ۱۹۹۴د اکتوبر په ۲۹ مه نېټه د کوټې له لارې کندهار ته را روان شو، د مالونو دغه کاروان د پاکستان دNational Logistic cell په وسایطو کې بار و او ورسره د پاکستان د څارګرې ادارې ISI ۸۰ تنه افسران او ددغې ادارې پخوانۍ مشر کرنیل امام هم ګډون درلوده، ددغه امدادي مالونو کاروان د دوو طالبانو ملابورجان اوملا ترابي لخوا بدرګه کېده. کله چې دغه کاروان د کندهار هوايي ډګر ته نږدې د تخته پل سیمې ته ورسید، دجهادي قومندانو امیر لالی، منصور اچکزی او استاد حلیم لخوا ودرول شول، دغو قومندانانو هغه مهال د کندهار هوايي ډګر په ولکه کې درلوده دغو قومندانانو له پاکستاني افسرانو څخه غوښتنه کوله، چې دوې ته دې له دغو کالیو څخه څه برخه ورکړي او همدا راز له طالبانو څخه باید پاکستان خپل ملاتړ بند کړي. کله چې نوموړي قومندانان له کرنیل امام سره په خبرو بوخت و، اسلام آباد درې ورځې پرله پسې ددغه کاروان د غلا خبر ورکړ، په همدې لړ کې د پاکستان یوه رسمي مامور اعلان وکړ «  مونږ اندیښنه درلوده چې منصور به وسلې او کالي خپل کړي او بیابه پاکستان هم وغندي نو پردې بنسټ مونږ د هر ډول برید چمتوالی ونیو ان دا چې کومندويي ځواکونه مو ددغه کاروان د ژغورنې لپاره برابر کړي وو. خو دغه ګام ډېر خطرناک ښکارېده، نو ځکه مو له طالبانو څخه مرسته وغوښته چې کاروان را خوشې کړي، په ۱۹۹۴ز کال د نوامبر په ۳مه نېټه طالبانو پر هغو قومندانانو برید وکړ، چا چې دغه له کالیو اونورو موادو څخه ډک کاروان درولی و، قومندانان له دې ویرې چې دا د پاکستان د پوځ برید دی وتښتیدل او بیا د طالبانولخوا لومړی ونیول شول او بیا ووژل شول وروسته د دوی د بدن ټوټې یې د ټانګ په میل ځوړندې کړې.(١٤)

 

۲ـ د القاعدې لخوا روزل شوې ډلې :

د عربانو او بیا وروسته د القاعدې ډلې د رامنځ ته کېدو په اړه احمد رشید داسې کیسه کوي « زه په ۱۹۸۹کې له کابل څخه پېښور ته په تلو کې وم، دا هغه کال و، چې له افغانستان څخه د روسانو وتل بشپړ شوي وو. کله چې د تورخم دروازې ته ورسیدم دروازه تړل شوې وه، او زه د دروازې د بیا پرانیستو په هیله هماغلته په زمکه دمه شومه، په دې ترڅ کې په ناببره توګه د افغان مجاهدینو یو ډک باربری موټر دروازې ته راورسید، خو په موټر کې سپاره کسان افغانان نه وو، دا کسان سپین پوستي عربان، شنو سترګو والاکسان له منځني آسیا څخه چې څېرې یې چینایانو ته پاتې کېدلې، دې کسانو پر سر لویې لونګۍ او اوږده کالي په ځان وو او په غاړه یې د مرمیو ګردنۍ وې او بېلا بېلې سپکې او درنې وسلې ورسره وې. په دې ۳۰ کسانو کې یوه هم په پښتو او دري ژبه خبرې نه کولې یوازې له دوی سره یو ژباړن و، چې په پښتو او دري پوهېده او د دوی یو تن ساتونکی دحکمتیار له حزب اسلامي څخه و. احمد رشید زیاتوي دتم کېدو پرمهال له دوی سره په خبرو بوخت شوم، دا ډله له فلپین  نه د منځنۍ اسیا له ازبکانو، دمصر، سعودي، الجزیری اوکویت له عربانو او د سنګیانګ ایالت له ایغور څخه جوړه شوې ډله وه. دوی پېښور ته د روزنې لپاره او د کالیو د بدلولو په موخه راغلي وو، چې هلته به دوی د پاکستان په سرحدي ایالت پېښور کې پوځي روزنه اخیسته او بیا به په افغانستان کې د مجاهدینو په څنګ کې جنګېدل.

د همدې ورځې په شپه لومړۍ وزیرې بینظر بوټو په اسلام آباد کې ژورنالستانو ته يوه ماښامنۍ مېلمستیا جوړه کړې وه، په دې میلمستا کې د پاکستان د آي، ایس، آي مشر جنرال حمید ګل هم و او له افغانستان څخه د روسانو په وتلو ډېر خوښ و. ما ترې پوښتنه وکړه، چې  له اسلامي هېوادونو څخه د سختدریځو کسانو رابلل چې په ظاهره د پاکستان له متحدینو څخه دي له اور سره لوبه نه ده؟ او دا سختدریځي چې په خپلوهېوادونو کې په اړو دوړ جوړولو تورن دي، د پاکستان بهرنى سیاست به له ګواښ سره مخ نه کړي؟ حمید ګل ځواب راکړ : مونږ په جهاد کې یو، او دا ډله په اوسني وخت کې لومړنۍ اسلامي نړیواله ډله ده، کمونستان ځانته نړیواله ډله لري، غربیان ناټوNATO لري، ولې مسلمانان نه شي کولی یو ځای شي او یو ګډه جبهه رامنځ ته کړي.

دا هغه مهال و، چې روسان له افغانستان څخه وتلي وو، او مجاهدین اونور بهرني جنګیالي د ډاکتر نجیب الله دحکومت پر ضد جنګیدل تردې وروسته بیا مجاهدینو کابل ونیو او څو کاله دا لړۍ روانه وه، کورنۍ جګړې له حده اوښتې وې، همداوو، چې طالبانو ته دسر اوچتولو زمینه برابره شوه او په طالبانو کې د کار او مالي ملاتړ ستره سرچینه همدا عربان وو. په دې اړه  په کال ۱۹۹۳ز کې د امریکا د ملي امنیت سلاکار زیګانوف برژینسکي د یو سوال په ځواب کې وویل : چې آیا طالبان اونوری اسلامي ترهګرې ډلې به د نړۍ سوله او ټیکاو له ګواښ سره مخ نه کړي؟ وویل « څه شی د نړۍ په تاریخ کې مهم و؟، طالبان او که د روسیې دامپراطورۍ ماته؟».(١٥)

د ۲۰۰۱زکال په سپتمبر کې د زرګونو ترهګرو او القاعدې ډلې ځواک هله څرګند شو، چې په نیویارک کې نړیوال سوداګریز مرکزونه او د هغو ۶۰۰۰۰عربي ځواکونو په ډله کې  یوکس چې د افغانستان په جهاد او بیا د طالبانو پرمهال او له طالبانو څخه وروسته د پاکستان په سرحدي سیمو کې میشت شوی و اسامه بن لادن و، چې د پخواني ملک فیصل له نږدې ملګرو څخه و.

د افغانستان د جهاد پر مهال د پاکستان د کورنيو اطلاعاتو ادارې د سعودي عربستان د څارګرې ادارې له مشر شهزاده ترکي الفیصل څخه غوښتي و، چې د هغو عربانو د لارښوونې او پالنې لپاره چې  افغانستان ته لېږل شوي دي او یا لېږل کېږي یو عرب شهزاده په دنده وګوماري کوم عربان چې د جهاد لپاره راغلي وو ټولو یې په عربوهيوادونو کې جنايي دوسیې درلودې، ډېر فقیر او بیوزلي وو، ډېریې محصلین وو، ځینې د ټکسي ډریوران هم  و او ځینې نور یې کلیوال او بانډه وال خلک وو. په سعودي عربستان کې هېڅ عرب شهزاده دې ته چمتو نه شو، چې دغه دنده پر غاړه واخلي او خپل امن ناک ژوند په ناامنه افغانستان کې ناارامه کړي، نو ځکه دې کار ته اسامه بن لادن ملا وتړله که څه هم اسامه بن لادن د شاهي کورنۍ غړی نه و. خو له شاهي کورنۍ سره یې ډېرې تودې او نږدې اړیکې درلودې او برسېره پردې ډېر لوړ سوداګر هم و، په پایله کې دا ستره پروژه شاهزاده ترکي الفیصل، جنرال حمید ګل او اسامه بن لادن پرمخ بوتله. بن لادن د لومړی ځل لپاره د خوست په ژوره کې د افغانانو او عربانو لپاره یو پنډغالی پرانیست بن لادن په دې اړه داسې وویل « له بې مذهبه روسانو سره د مقابلې لپاره سعودیانو زه په افغانستان کې استازی وټاکلم، زه د پاکستان په سرحدي سیمو کې اوسم او هلته ماته داوطلبان ځي راځي په دې لړ کې له سعودي عربستان او د ټولو هېوادونو څخه ماته جنګيالي  راغلي دي، ما خپل روزنیز پنډغالی جوړ او امریکايي او پاکستاني افسرانو په کې تدریس کاوه، امکانات امریکا برابرول او نغدې پیسې سعودیانو، زه وروسته متوجه شوم، چې یوازې په افغانستان کې جګړه کافي نه ده بلکې باید په ټوله نړۍ کې دکمونیزم له جبهو سره وجنګېږو». خو داسې نه وه، اسامه ددې لپاره نه جنګېده چې روسان ختم کړي، بلکې د خپلو او سعودیانو د پیسو په زور یې غوښتل په افغانانو کې خاص عقیدوی طرز فکر ته پراختیا ورکړي، د عبدالله عزام له مړینې څخه وروسته اسامه بن لادن په ۱۹۸۹ز د عزام ډله ( القاعده) په لاس کې ونیوله اوالقاعده دعرب او افغاني جنګیالیو لپاره دخدماتو په یوه ستر مرکز بدل شو، په دې لړ کې بن لادن څو زره عرب جنګیالي په کونړ، نورستان او بدخشان کې ځای په ځای کړل د سختدریځۍ جرړې د افغانانو د کرکې لامل شول خو په دې سربېره یې په دغو سیمو کې ډېر افغانان پر خپل ځانګړي عقیدوی طرز فکر واړول.(١٦)

په کال ۱۹۹۶ز په مې کې بن لادن له خپلې کورنۍ، درې میرمنو، درې زامنو او ۱۲ عرب جنګیالیو سره د یوې بوینګ الوتکې له لارې لومړى اسلام آباد او بیا افغانستان ته راغی او په جلال آباد کې میشت شو او هلته د جلال آباد د شورا تر څارنې لاندې و، تر هغه وخت پورې چې طالبانو د همدغه کال په سپتامبر کې کابل او جلال آباد ونیول په همدې لړ کې اسامه بن لادن له ملا عمر سره د ملګرتیا له امله له جلال آباد څخه کندهار ته کډه وکړه په لومړی ځل یې د امریکا پر ضد ددې لپاره چې سعودي عربستان یې تر ښکېلاک لاندې نیولی د خوست په ژوره کې په یوه رابلل شوې غونډه کې د جهاد بیانیه ورکړه او ویې ویل « د ظلم او تیري دیوالونه نه نړیږي مګر د توغندیو په باران کې».(١٧)

د یادونې وړ ده، کله چې په ۱۹۹۰ز کې ۵۴۰۰۰امریکايي پوځونو د فهد په بلنه د سعودي عربستان خاورې ته ننوتل نو د اسامه بن لادن او ملک فهد اړیکې په بشپړه توګه وشلیدې او اسامه بن لادن د حکومت د منځه وړلو ګواښ هم وکړ.

د ۱۹۹۸زکال په جولای کې شهزاده ترکي له کندهار څخه کتنه وکړه او څو اونۍ وروسته یې نوي ۴۰۰ pickup موټرې طالبانو ته وسپارلې او څه نغدې پیسې یې هم ورکړې، خو په افریقا کې د امریکا په سفارت کې د بمي چاودنو او د امریکا پر ټینګار سربېره چې سعودي عربستان دې له طالبانو څخه خپل ملاتړ وشلوي خپل ملاتړ ته دوام ورکړ او د اسامه بن لادن د ورکړې په اړه چوپ پاتې شول، سعودیانو دې ته ترجیح ورکوله چې اسامه یوازې په افغانستان کې پاتې شي او یا یې د اسامه نیول د طالبانو لخوا غوښتل، نه د امریکایانو په لاس. په همدې لړ کې د امریکا د پرله پسې فشارونو په پایله کې شهزاده ترکي الفصیل د دویم ځل لپاره له کندهار څخه د اسامه بن لادن د سپارلو په مؤخه لیدنه وکړه، خو ملا عمر د اسامه بن لادن له ورکړې څخه ډډه کړه او ویې ویل چې اسامه زمونږ میلمه دی دا د سعودي په حکومت پورې هېڅ اړه نه لري، په دې لړ کې ملا عمر د خپلو خبرو په ترڅ کې سعودي سلطنتي کورنۍ ته ښکنځلې هم وکړې، ددې ښکنځلو په بدل کې سعودیان ډېر په غوسه شول او په ظاهره کې یې له طالبانو سره خپلې ټولې مرستې وځنډولې خو د طالبانو دحکومت له رسمیت پېژندنې څخه یې ډډه ونه کړه. پاکستان دې ته لیواله و، چې په خوست کې د اسامه روزنیزه پنډغالی تر خپلې ولکې لاندې راولي تر څو کشمیري مجاهدین هلته وروزي. په ۱۹۹۴زکال کې امریکا د اسامه د نه ورکړې په بدل کې په طالبانو باندې دبرید ګواښ وکړ چې په پایله کې طالبانو اسامه بن لادن په قندهار کې پټ کړ.(١٨)

په همدې لړ کې ملا عمر یوه درې ورځنۍ جلسه ونیوله او په پایله کې یې دا پریکړې وشوې

۱ـ د ټولو عرب جنګیالیو چې په افغانستان کې دي مشري به یې اسامه بن لادن پر غاړه لري.

۲ـ قاري طاهر خان یولداش د منځنۍ آسیا شرقي ترکمنستان او چین د جنګیالیو سمبالونه پر غاړه لري.

۳ـ د پاکستان، کشمیر، بنګله دیش او د برما جنګیالیو چارې دمولانا مسعود اظهر په غاړه دي.

۴ـ د ټولو بهرنیو غیر افغان جنګیالیو مجاهدینو مشري چې په افغانستان کې میشته دي جمعه بای نمنګاني پر غاړه لري.(١٩)

بالاخره کله چې په امریکا کې د ۱۱ سپتمبر پېښې رامنځ ته شوې نو امریکا په ۷ اکتوبر ۲۰۰۱ پر افغانستان برید پېل کړ او د یوې میاشتې په موده کې د طالبانو حکومت ړنګ او هغوی خپلو پخوانیو مرکزونو ته یانې د پاکستان سرحدي سیمو ته چې مخکې تر مخکې ددغه هېواد د پوځي حکومت دڅارګرې ادارې لخواد دیني مدرسو په بڼه کې ورته برابر شوی وو، میشت شول او د څه وخت په تېریدو سره یې بیا د افغان حکومت پر وړاندې خپله مبارزه پېل کړه.

-       په ټولیزه توګه د القاعده ډلې روزل شوې نورې ډلې د اسلامي هېوادونو په درې حوزو کې تر څېړنې لاندې نیسو :

الف : سویل ختیځه آسیا :

 په دې حوزه کې، د پاکستان، اندونیزیا، مالیزیا، بنګله دیش او فلپین برخه لري، د دوی د اوسیدو او لارښوونې ځای پاکستان دی، اوهلته ایډیالوژیکه او پوځي روزنه اخلي او له هغه ځای څخه د نړۍ نورو هېوادونو ته له تګلارې سره سم ځي او د دوی چریکې روزنې اندونیزیا، مالیزیا، بنګله دیش او فلپین پر غاړه لري.

ب : د منځنۍ آسیا حوزه :

 دلته چریکې شبکې سره اوډل شوي دي، چې په دې شبکو کې ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان، قرغزستان، قزاقستان، د چین سنګیانګ اود قفقاز د حوزې چچین او داغستان سیمې ګډون لري. که څه هم چیچین له منځنۍ اسيا څخه نه دی، خو له همدې حوزې سره نژدې موقعیت لري.

ج : د منځنی ختیځ هېوادونه :

 په دې کې ټول هغه اسلامي هېوادونه راځي چې په منځنی ختیځ کې موقعیت لري په ځانګړي توګه دخلیج  هېوادونه، مصر، سودان، الجزایر او لیبیا، د یادونې وړ دي چې د اخوان المسلمین غورځنګ له ۱۹۲۸زکال څخه په دغه سیمه کې فعالیت درلوده او وروسته له ۱۹۹۰څخه د افغانستان له جهاد څخه د اغیزمنتیا له کبله په منځني ختیځ کې د یو نوي غورځنګ بنسټ په نوې بڼې سره راڅرګند شو.

د یادونې وړ ده، چې ددې درې واړو حوزو د مذهبي تندروۍ سیاسي، نظامي او ایډیالوژیکه رهبري په پاکستان کې ده. د طالبانو د واکمنی پرمهال ددې درې حوزو د اتصال کړۍ افغانستان و، خو وروسته د طالبانو له ړنګېدو څخه د یادو شوو حوزو د اتصال کړۍ یوازې پاکستان ته انتقال شوه. اوس هم د درې واړو حوزو یعنې مرکزي حوزه ، جنوبي او جنوب شرقی آسیا حوزه په لارښوونه کې د پاکستان دیوبندي غورځنګ محوري رول لري.

د القاعدې ډلې ترکیب په قومي او ملیتي لحاظ له لاندې قومونو څخه جوړ شوی دی.

 

الف ـ عربان :

 د سعودي عربستان ، سودان، مصر، تونس، مراکش، اماراتو، فلسطینیان، یمنیان، کینا، لیبیا، الجزایر، عراق، اردن او کویت څخه دي، چې شمېر یې په اټکلي توګه ۲۵۰۰۰دی.

ب ـ ازبکان :

 په دې ډله کې د ماورلنهر ازبکان، د افغانستان شمالي سیمو یو شمېر ازبکان چې د طالبانو پرمهال شمېر ۱۵۰۰ اټکل شوی و، د دوی مشري په اول کې جمعه بای نمنګاني کوله او اوس یې مشري قاري طاهر یلداش په غاړه لري.

ج ـ چیچینایان :

 ددې ډلې شمېر ۱۵۰ کسه اټکل شوی دی.

دـ ایغور :

 دا ډله د چین د سینکیانګ ایالت اوسیدونکي دي، چې له آره ترکي نژاد لري د شمېر له مخې یوه وړه ډله ده په اصل کې ددې ډلې هویت ډېر پټ ساتل شوی، څو د پاکستان او چین اړیکو ته ګواښ پېښ نه کړي.

هـ ـ تاجکان :

 دا ډله د تاجکستان او افغانستان د شمالي سیمو اوسیدونکي دي، چې شمېر یې ۲۰۰ کسه اټکل شوی دی.

د ـ همدا راز له بنګله دیش، اندونیزیا، مالیزیا او فلپین څخه هم قومونه شته چې د عربانو په څنګ کې جنګېږي.

س ـ پاکستاني ډلې :

 په دې ډله کې پنجابیان د پاکستان له پنجاب ایالت څخه، کشمیریان له کشمیر ایالت څخه له سند ایالت څخه د کراچۍ اوسیدونکي، پښتانه د سرحد او بلوچستان له ایالت څخه دي. په ټولیزه توګه دوی پوځي تنظیمونه دي چې نوم یې باید په حقیقت کې ( د مذهبي بنسټپالنې اردو) وي او په اصل کې دترهګرو جنګي ماشین شمېرل کېږي.

ص ـ د افغاني طالبانو ډله :

 دا ډله افغانان چې په ټولیزه توګه د ملاعمر په شاوخوا راټول شوي دي د افغاني طالبانو په نامه یادېږي، چې زموږ ددې لیکنې اصلي مؤخه ده، په دې جوړښت کې په عمومي توګه  د سويل لویديځ څلور ولايتونه اصلي محور جوړوي او د طالبانو غورځنګ هم له همدو سيمو څخه پورته شوى دى، دا سيمې د ملا عمر او ملا حسن تر خاصې څارنې لاندې دي او ددوي اصلي ټاټوبى هم دى. له دغو لاندنيو څلورو ولايتونو څخه وروسته نور ذکر شوي سيمې په دويمه ليکه کې راځي.

۱ـ کندهار

۲ـ هلمند

٣- زابل

٤- ارزګان

۵ـ غزني : دا ساحه د قاري بابا چې اوس مړ دی او قاري احمد الله چې ( پخوا د طالبانو د ملي امنیت مشر) و، تر ولکې لاندې وه.

۶ـ پکتیکا : د حرکت اسلامي مولوی محمد بني محمدي تر اغیز لاندې سیمه ده.

۷ـ خوست : دا سیمه د جلال الدین حقاني او د مولوي محمد یونس خالص او د حزب اسلامي د نفوذ سیمه ده.

۸ـ پکتیا: د مولوي منصور د اسلامي انقلاب حرکت د نفوذ سیمه ده د دوی ځانګړي سیمه د پکتیا زرمت دی.

۹ـ لوګر : دا ولایت د حزب اسلامي ( حکمتیار) او مولوي محمد نبي ( حرکت) تر نفوذ لاندې سیمه ده.

۱۰ـ ننګرهار : دا سیمه د حزب اسلامي او مولوي خالص تر نفوذ لاندې ده.

۱۱ـ کنړ : د حکمتیار حزب اسلامي او سلفي ډلو د نفوذ سیمه ده، چې د طالبانو نفوذ ورکې کمرنګه دی.

۱۲ـ لغمان : د طالبانو د نفوذ سیمه ده.

۱۳ـ نورستان : ددې سیمې غربي برخه د رستم حنفي تر نفوذ لاندې ده، چې د طالبانو د حکومت پرمهال یې د وزارت څوکۍ درلوده، په منځني نورستان کې مولوي افضل د طالبانو استازیتوب کوي او همدغه سړي په نورستان کې د لشکر طیبه مرکز هلته فعال کړی و او شرقي نورستان د مولوی صادق تر نفوذ لاندې سیمه ده.(٢٠)

د پایلې په توګه ویلي شو، چې دا مهال القاعدې ډلې د سرحد دواړو غاړو ته مشري په لومړی درجه اسامه بن لادن او په دویمه درجه ایمن الظواهري کوي او درېیمه درجه سیمه ییز طالبان یې پرمخ بیايي، لکه حقاني، د بیت الله محسود د ځای ناستی، مولوي حکیم الله، مولوي فضل الله، صوفي محمد او ځینې نور کوي.

په ایډیالوژیک لحاظ القاعده ډلې غړي په دوو ټکو را څرخي، لومړی اهل سنت، دویم سلفیان او د ملا محمد عمر ډله ( طالبان) د اهل سنت حنفي مذهب لارویان دي.

 

٣ـ د مدرسو سنتي او معمول زده کوونکي :

په اسلامي نړۍ کې دیني مدرسې په یولسمې میلادي پیړۍ کې رامنځ ته شوې، چې په دغومدرسو کې د مذهبي زده کړو بنسټونه، په نړۍ کې د اسلام د نفوذ دخپرولو هڅې، ادارې او قضايي زده کړې تدرسیدې. دیني مدرسې دجوړښت له پلوه په اسلامي هېوادونو کې یو ډول دود و، چې په کولتوري اوعنعنوي توګه د مذهبي زده کړو د لاس ته لاروړلو په موخه راوپنځیدې. په دې مانا چې د حکومتي او نورو ښوونیزو ادارو له چوکاټه بهر رامنځ ته کېدلې او فعالیت به یې کاوه. ددغو دیني مدرسو تمویلونکي ځینې ځانګړي کسان او ډلې به وې. دغو مدرسو د مسلمانو ولسونو ترمنځ محبوبیت او احترام درلوده.

په لومړیو کې ځینې دیني مدرسې تر یوه بریده له سیاسي چارو څخه لرې وې او یوازې به یې خلکو ته اسلامي او مذهبي ښوونیز خدمتونه وړاندې کول، خو د وخت په تېرېدو سره دیني مدرسو خپله بڼه بدله کړه او په اسلامي نړۍ کې دڅرنګوالي اوڅومره والي له پلوه په بېلا بېلوبڼو راڅرګندې شوې او په ځینو هېوادونو کې یې په سیاست کې ځانګړی دریځ غوره کړ.

سنتي مدرسو او زده کوونکو یې هغه مهال پوځي او سختدریځه بڼه غوره کړه، کله چې په ۱۹۷۷زکال کې جنرال ضیاءالحق په پاکستان کې واک ترلاسه کړ، په لومړیو کې په پاکستان د دیني مدرسو شمېر ۳۵۰ و خو اوس یې شمېر د ۳۵۰۰۰ او ۴۰۰۰۰ترمنځ دی، چې ورکې ۴۰۰۰۰۰۰ زده کوونکي پر بېلا بېلو ترهګریزو کړنو بوخت دي، په ټولیزه توګه ویلي شو چې په سویلي آسیا کې پاکستان او بنګله دیش له هغو هېوادونو څخه دي چې ډېر شمېر مدرسې لري په بنګله دیش کې ۶۵۰۰۰دیني مدرسې او ورکې اوه میلیونه زده کوونکي دي.(۲۱)

 د پاکستان مدرسو ډېر زده کوونکي افغانستان او د افغانستان سرحدونو ته څېرمه جنګېږي او د بنګله دیش د مدرسو ډېر شمېر زده کوونکي په کشمیر کې په جګړه بوخت دی، پاکستاني زده کوونکي هم پخوا په کشمیر کې جنګیدل خو کله چې په ۲۰۰۱کې د طالبانو حکومت په افغانستان کې رانسکور شو نو د دوی توجه افغانستان ته واوښتله. په پاکستان کې دیني مدرسو د افغان او روس په جګړو کې پراخه ونډه واخیستله او هماغه مهال دوی پوځي روزنې ترلاسه کړې او په همدې لړ کې یې له ځنیو نړیوالو او سیمه ییزو پوځي او استخباراتي ادارو سره اړیکې هم پیدا شوې.(۲۲)

د طالبانو د غورځنګ مشر ملا محمد عمر مجاهد هم له مدرسو څخه سر را پورته کړ او دده په وینا د فساد پر وړاندې یې جهاد پېل کړ نو ځکه یې پخپل غورځنګ د طالبانو نوم کېښود یانې د مدرسو زده کوونکي.

د مدرسو سنتي زده کوونکي په پاکه سپڅلې روحيه اوس هم لګیا دی په پاکستاني دیني مدرسو کې درس وايي او د طالبانو مشران او ځینې سیاسي استخباراتي ادارې د دوی له خوږو ښاغلو،ښکلو او سپیڅلو احساساتو څخه ناوړه ګټه پورته کوي او دوی ځانګړيو بریدونه ته روزي. د طالبانو د جګړو ستره قوه همدا د مدرسو زده کوونکي دي خو په اصل کې طالبان د یوې سترې پروژې پر بنسټ رامنځ ته شوي چې وړاندې مو يادونه وکړه.دا چې  ولې د مدرسو سنتي طالبان ډېر زیات دي او ولې له دوی څخه د یوې جګړې ییزې قوې په توګه کار اخیستل کېږي ډير عوامل لري خو تردې مخکې باید وویل شي چې د دیني مدرسو مرکز پاکستان دی او له پخوا نه تر اوسه پورې د سویلي اسیا خلک د دیني زده کړو لپاره لومړی هند ته او بیا له ۱۹۴۸څخه وروسته پاکستان ته تلل او دا مهال ددې مدرسو شمېر ۴۰۰۰۰ته رسیدلی چې اوس د دیني مدرسو پر ځای د پاکستاني طالبانو او القاعدې په مرکزونو اوښتي دي. اوس هم یو شمېر طالبان په مدرسو کې یوازې دیني علوم زده کوي او له پوځي – سیاسي لوبو سره علاقه نه لري چې د دوی حساب له هغو پوځي طالبانو څخه بېل دی چې په نړۍ کې مشهور شوي دي، نړیوالي ټولنې او د افغانستان چارواکو ته لازمه ده چې ددغه شمېر دیني زده کوونکو درناوی وکړي او داسې لارې چارې ولټوي چې پوځي چارو ته یې د ورلویدو مخه ونیسي څو یوازې په زده کړه بوخت اوسي، همدا راز د مدرسو یو شمېر زده کوونکي یوازې د اسلامي احساساتو له مخې پر وسلوالو ځواکونو ورګډ شوي چې دحقایقو خبریدو سره بېرته ملکي ژوند ته را ګرځیدی شي خو لازم کار ته اړتیا شته.

 

 

٤ـ د اقتصادي مافیاډلې :

د ځینو سیاسي شننوکو په اند د طالبانو رامنځ ته کیدل په منځنۍ آسیا کې د ځینو نړیوالو نفتي  کمپنیو د اړیکو پر بنسټ شوي دي. ځکه په افغانستان کې کورنۍ جګړې له منځنۍ آسیا څخه سویلي آسیا ته د ګازو  اوتیلو د نل لیکو په غځولو کې خنډ و. نو پردې بنسټ دغو کمپنیو هڅه کوله څو پر ټوپکوالو کسانو نفوذ ولري او یا داسې نوی سیسټم رامنځ ته کړي، چې ددغونل لیکو په غځولو کې ورته شونتیاوې برابرې کړي او یا هم په افغانستان کې د خپلو اهدافو سره سم یو حکومت په کار واچوي. په دغه لړ کې درې نړیوالې کمپنۍ یونیکال له امریکا څخه او بریداس له ارجنټاین او دلتا له سعودي عربستان څخه سیالی ته راودانګل د منځنۍ آسیا نوي خپلواک شوو جمهوریتونو او وچې ته څيرمه پراته هېوادونو هیله درلوده، چې د روسیې له اړیکو څخه ځان وژغوري ددې موخې لپاره په افغانستان کې د کورنیو جګړو پای او د سولې راوستل اړین و، څو له دغه هېواد نه سویلي آسیا ته د ارتباطي او ترانزیټي لارې په توګه کار واخلي،ځکه چې افغانستان د سویلي آسیا او منځنۍ آسیا ترمنځ د اتصال د کړۍ حیثیت لري. په دې لړ کې د منځنۍ آسیا د ولسمشرانو په منځ کې صفر مرادوف د ترکمنستان ولسمشر ډېر د طالبانو غورځنګ ته هیله مند و، چې په افغانستان کې دا زمینه مساعده کړي. لومړنۍ کمپنۍ چې د ترکمنستان نفتي زیرمو ته یې پام واوښت هغه د بريداس ارجنټاین کمپنی وه او نیازوف هم تمه درلوده، چې ددې هېواد سترې نفتي زیرمي د لویدیځو نفتي کمپنیو له خوا ولېږدول شي، په همدې لړ کې د بریداس د کمپنۍ مشر کارلوس بالګروني له ترکمنستان سره یو لړ قراردادونه لاسلیک کړل، چې بیا بریداس پردې لاسبری شو څو د ترکمنستان په ختیځ کې د یاشلر په سیمه کې د ګازو ستره زیرمه کشف کړي او همدا ډول د ترکمنستان په ځینو نورو سیمو کې یې د ګازو اوتیلو د ایستلو لپاره برمه کیندنه پیل کړه. خو د کال ۱۹۹۴ز په پای کې نیازوف دې خبرې ته پام واوښت چې ځینې قرارداونه چې ده له بریداس سره کړي وو د ترکمنستان په تاوان وو او داسې هم ویل کېدل چې بریداس ددغو قراردادونو د منلو لپاره د ترکمنستان لوړپوړو چارواکو ته بډې ورکړي دي، چې ډېره ګټه یې بریداس ته رسیده په همدې دلیل نیازوف دغو تړونونو ته له سره د کتنې لپاره غوښتنه کوله او آن دا چې په ۱۹۹۵ز کې ترکمنستا?