نګاه تلویزون او افغاني انفلوینزا
نګاه تلویزون په افغانانو ملنډې وهي
ع-څرګند
تیره پنجشنبې شپه په ۹ بجو نګاه نوي جوړ شوي تلویزوني چینل یو ایرانی فیلم نندارې ته وړاندې کړی و.ددې فیلم په یوه برخه کې داسې راځي چې یو کس چې اوږده ږیره لري غواړي له خپل ملګري سره روغ بړ وکړي خو دویم کس له روغ بړ څخه ډډه کوي او وايي (پیش نه اي اغا تو انفلونزا افغاني داري) دا فیلم چې نه یې ما نوم لیدلی او نه مې تر پایه پورې و څاره خو طنزی بڼه یې درلوده او په افغانو باندې په کې ملنډې وهل کیدې.چې یوه بیلګه یې داوه. ایرانیان خپل دقاچاق او مخدره توکو وطن یې له یاده ووتوچې اوس د خوګ انفلونزا افغانانو ته منسوبوي.(وایی پکه دا دې لا بله سپکه) ایران تل د افغانستان پر کولتور تیری کړی دی او دا دی دا ځل د خوګ انفلونزا خو وه خو ایرانیانو افغاني انفلونزا هم اختراع کړه. او همدا بي غیرته خرڅ شوي ایراني افغانان یې په خپلو تلویزونو کې خپروي او د اطلاعاتو او کولتور وزیر ورته د نشراتو اجازه هم ورکړې ده.دلته سړي ته دوه پوښتنې را ولاړیږي یوه دا چې ددغه تلویزون له نشراتو څخه زمونږ ګران وزیر صاحب خبر نه دی او یا هم د طلوع تلویزون په څیر ورباندې زور یې نه رسیږي.