لوګر، لوی غر، لوکرنا: دپیړیوپیړیولرغونی او کولتوري ټاټوبی

 

لیکوال:عبدالرحمان حبیب زوی

Email:a.habibzui@yahoo.com

·        Date:02,09,09

د افغانستان هره برخه، هره سیمه او مېنه ترخپل شا ځانګړی لرغونتوب لري. په ځانګړي توګه دپخواني سیستان دحوزې سیمې،ګندهارا(پېښوراو ننګرهار)او سویل ختیځې سیمې(لویه پکتیا). په دغو سیمو کې په پېړیو پېړیو بیلا بیل مدنیتونه، واکمنۍ، کولتوري او مذهبي پیرونه اوښتي را اوښتي دي.

یو له دغو سیمو څخه لوګر دی، چې دپېړیو پیړیو مدنیتونو انځور او آثار یې په خپل زړه کې لا تر اوسه ژوندي ساتلي دي.لوګر دکوشانیانو،بودایانو، اسلامي واکمنانواو دغزنوي دورو ټاټوبی اوسیدلی دی.ددې لپاره چې دغه سیمه رښتیا هم دپورتنیو مدنیتونو ټاټوبی اوسیدلی دی ؟ددې ادعاوو دزبات لپاره په لاندنیو موضوګانو خپله څېړنه پیلوم:

v    دلوګر د کلېمې تاریخي شالید(Background)

v    جغرافیوي ځانګړنې

v    لرغونې سیمې اومېنې

v    دلرغونوسیمو اوسنی وضعیت

v    وړاندیزونه

v    سرچینې

دلوګر دکلیمې تاریخي شالید(Background):

دلوګر دکلیمې په اړه دوه ډوله څېړنې تر سره شوي.لومړۍ ایتمولوجیکه او دویمه فولک ایتمولوجیکه څېړنه.ایتمولوجي په ژبپوهنه کې دیوې کلیمې یا ویي د ریښې پلټنې ته وايي.او فولک ایتکولوجي بیا په ژبپوهنه کې د یوې کلیمې ولسي یا عامیانه ریښې پلټنې میتود ته وايي.(۱)

په لومړۍ څېړنه کې د لوګر ویی له دوو مورفیمونو (لو) او (ګر) څخه رغیدلی دی، چې (لو) دلوی او ستر په مانا او(ګر) د غر یا غره په مانا دی.په روسي کې غره ته (ګړه) ویله کیږي او په ټولو سلاوي ژبو کې د(ګر،ګره،ګري) ریښه شته ده.دغه کلیمه په سانسګریټ کې د(ګیري)            giriپه اوستا کې  gairi   اورمړي کې د giri  په    جوله او بڼه استعمالیده، چې دپښتو په ژبه کې د(غر)په شکل لاژوندۍ پاتې ده.(۲)په اردو ژبه کې اوس هم د (ګهر)ویی شته،چې کور ته ویل کیږي. زما په آند دا(ګهر) د همدغه (ګراوغر) زړه بڼه ده.ځکه پخوانیو آریایانو له بیلابیلو سیلاوونو او نوروطبیعي آفاتو څخه د ژغورنې په موخه ‌ډیر په غرونو کې میشته کیدل. دا غرونه ددوی لپاره له بیدیا او اوارې څخه  ښه په امن استوګنځي وو.نو ځکه په اردو ژبه کې کور ته (ګهر) ویل کیږي، چې هماغه دپخواني (غر) چې د استوګنځي په مفهوم کاریده.اوس هم کاریږي.

د(ګر)د کلیمې په اړه لوی استاد علامه عبدالحی حبیبی وایي چې:په سانسګریټ کې (غر)ته (ګیري) ویل کیږي او په لرغوني فارس کې دغې کلیمې ته د توماسچک په وینا (ګر)ویل کیده. اروپایي څېړونکو چې دبابلي کتیبو په اړه کومې څېړنې کړي،نو په هغو کې د(ګر)کلیمه دغره لپاره کارول شوې ده.(۳)

داچې لوګر ته ولې لوی غر ویل شوی،علت یې دادی چې په دې سیمه کې لوړ او دنګ دنګ غرونه ډیر زیات دي، چې لړلۍ یې دپکتیا،پکتیکا او دېره جاتو غرونو ته رسیږي.پاتې شوه داخبره،چې لوی غر څنګه په لوګر اوښتی، داژبني اومهالني ابدال يا اوښتنې دي،چې دوخت په تیریدو سره ژبني تړنګونه تحول مومي او کلیمې خپلې بڼې بدلوي.په آریایي ژپو کې داډول بیلګې زیاتې دي.لکه په پښتو کې هر هغه کلیمه چې له دوو خپلواکو مورفیمونوڅخه تړښت موندلی وي، نو د لومړي مورفیم خپلواکه وروستۍ څپه غورځیږي،چې دې عملیې ته په تشریحي ژبپوهنه کې غورځیدن ياDecreasingوايي.دساري په توګه مونږ وایو(مرسته) دا یو مورفیم دی، کله چې ورڅخه نوم جوړوه،لکه (مرستندوی)نو وروستۍ(ه) واوله څپه ترې لویږي. همداډول په پوهنه کې چې په (پوهنځي )کې د (پوهنه)وروستۍ (ه)غورځیږي. په دې ډول دې ته ورته نورې بیلګې. په ځینو کتابونو کې لوګر ته لهوګر هم کارول شوی دی خو دا کارونه ایتمولوجیک شالید نه لري.

دلوګر دریم نوم لوکرنا دی. دیونان وتلي او نامتو جغرافیه لیکونکي بطلیموس دکابل څیرمه سیمې د ارګردا(ارغنده) لوکرنا(لوګر)او بګردا(وردګ)په نومونو یاد کړي دي.(۴)له دغو سیمو څخه یوه یې لوکرنا یا اوسنی لوګر دی، چې د پلازمېنې کابل سویل ختیځ ته څېرمه پروت دی.دویمه څیړنه د لوګر دکلیمې په اړه فولک ایتمولوجیکه څېړنه ده.ځېنې خلک وايي چې لوګر د(لوګر)یانې هغه کسان چې لو کوي په مانا دی.داپرځای خبره ده،چې ددغه سیمې خلک خپل معیشت د کرهڼې له لارې سمبالوي او په دغه سیمه کې غنم هم زیات کرل کیږي، خو دا تسمیه له دې خبرې سره هیڅ اړخ نه لګوي.تر کومه ځایه چې زما تجربه ده، نو په لوګر کې دغنمو دلو کولو په وخت کې د لو لپاره له ختیځو ولایتونو څخه کسان راځي او لو کوي، چې په بدل کې یې غنم تر لاسه کوي. ان داچې ددوی دښه لو له کبله ځینې مشرقیوالې کورنۍ په لوګر کې میشته شوي او نورې بزګري چارې پرمخ بیايي. په خپله لوګریان لو او تریشر نه کوي، نو دپورتنیو دلایلو پر بنسټ دغه ایتمولوجي چې د خلکو په ذهنونو کې ېې  ځای نیولی ناسمه او ستره تیروتنه ده.

لوګر په خاک پاک(پاکې خاورې ) هم مشهور دی. ددې نوم پس منظر داسې دی، چې حضرت عثمان (رض) (۲۵-۳۵ه) افغانستان ته راننوته، نو پر هغه مهال دده جنګي قومندان عبدالرحمان بن سمره دغزني له لارې لوګر ته راغی.هغه وخت په لوګر کې بودايي دین دود واو لوګریان د نوموړي دین لارویان وو. عبدالرحمان بن سمره ددې سیمې ټول وګړي د اسلام پر سپیڅلي دین مشرف کړل او وروسته بیا دحضرت عثمان (رض) لخوا دیوه لیک په ترڅ لوګر ته د پاکې خاورې يا (خاک پاک) ستاینوم ورکړل شو.

جغرافیوي ځانګړنې:

 

لوګر دپلازمېنې کابل سویل ختیځ لور ته پرته سیمه ده، چې دجنوب ختیځ دروازه هم بلل کیږي.دغه سیمه تر کال (۱۳۴۳)پورې دکابل ولایت ادارې پورې اړونده وه، خو وروسته له (۱۳۴۳ه)څخه دیوه جلا ولایت په توګه رامنځ ته شو.(۵) لوګر د اداري جوړښت پربنسټ له شبږو ولسوالیو او ۶۵۷کلیو څخه رغیدلی دی.(۶)ولسوالۍ ېې په لاندې ډول دي.

  • محمد آغه
  • څرخ
  • خروار
  • برکي برک
  • خوښۍ
  • ازره

مساحت ېې ۴۵۶۸۰۰کیلو متر مربع دی او نفوس ېې ۳۳۹۷۰۰کسان دي. د ډیورنډ له کرغېړنې کرښې څخه ‍‍۴/۷۵کیلو متره واټن لري.دلوګر ولایت مرکز پل علم نومیږي. دا ولایت دمرکز په زون پورې اړوند دی.خو په غیر رسمي او قومي لحاظ دلوېې پکتیا له ولایتونو څخه ګڼل کیږي، چې له کابل، ننګرهار، پکتیا ، غزني او وردګو سره لارې او پولې لري.

په لوګر کې د ایتنیکي جوړښت له پلوه پښتانه، تاجک او هزاره میشته دي.په پښتنو کې لاندیني قومونه ورکې استوګن دي:ستانیکزي،الکوزي،سهاک،شامه خیل،ناصر،احمدزي،مسعود،وزیر،متاڼي او ځینې نور. ددې سیمې اوسیدونکي دافغانستان د لرغوني آریایانو له توکم څخه دي.په لوګر کې داسې سیمې او مینې شته چې تر اسلام دمخه دکوشانیانو،بودایانو دتمدن ښکارندويي کوي.په دغه سیمه کې سیمه ییزه لوګرۍ موسیقي ډیره وده کړې، که چیرې دسیمه ییزې موسیقۍ دسبک په اړه څېړنه وشي،نوشونې ده،چې دافغانستان په سیمه ییزه موسیقۍ کې به دځانګړي سبک په برخه کې لومړی دریځ وګتي.

په ټولیزه توګه باید وویل شي،چې لوګر تر اسلام دمخه دلرغونوکوشانیانو(۱۶۵ز)اوبودایانو(۲۶۰ز)دپیړیو پیړیو مدنیتونو سیمه اومینه اوسیدلې ده.تر اسلام راوروسته(۲۵) هجري کال را په دیخوادسترو اسلامي سوبمنانو کوربه سیمه اوسیدلې ده.چې ښه بیلګه ېې داسلامي تاریخ سترمفسر مولانا یعقوب چرخي یادولی شو.همداډول ددې سیمې ولس دتاریخ په اوږدو کې دیرغلګرو پر وړاندې په تیره توره جهاد اومبارزه کړې ده.میړنی مبارز نایب امین الله خان لوګری او دده پلار غلام حیدرخان چرخي هغه څوک و،چې دامیر عبدالرحمان خان په وخت کې ېې کافرستان نورستان کړ اوهغه خلک ېې داسلام په سپیڅلي دین مشرف کړل.همداډول ډاکټرمحمد ولي ناصري اوځیني نور توریالي اومیړني څټې یاولی شو،چې دتاریخ په زړه کې تل ژوندۍ خاطرې دي.

 

لرغونې سیمې اومینې:

په دې څیړنه کې دلوګر دلرغونوسیمو دنومونو شالید،تاریخي ارزښت،لرغونوتوکو راسپړل آر سکالوې دي. ددې سیموډیره برخه څیړنه روایتی،فولک ایتمولوجي اوایتمولوجي یا ولسي خبرو اترو پربنسټ ترسره شوي دي،چې په دغه سیمه کې لرغوني سیمې په لاندې ډول دي.

  • څرخ:

پښتانه ېې څرخ اوپاړسي ژبي ېې چرخ بولي. داسیمه دلوګر په سویل کې دیوې پرتې ولسوالۍ نوم دی.له څرخ څخه کابل،غزني،ارګون اوګردیز ته لارې غزیدلي دي.داهغه زړه لار ده،چې دغزنویانوپه دوره کې به سلطان محمود سبکتګین دده پلار او تر ده وروسته سلطان تر اباسین پورې خواته چې تله،نوپردغه لار باندې به تله.پخوادغه لار د لویو قافلو او لښکر کښیو لار وه.(۸)څرخ دغزني له شمال څخه شاوخوا ۵۰کیلومتره واټن لري. دڅرخ دکلیمې لرغونتیا دافغانستان دعلومو اکادمۍ داریانا دایرتامعارف په لومړي ټوګ کې داسې ویل شوي چې نني چرخ ته په اوستا کې چخره caxra     ویله .

دڅرخ دکلیمې ذکر دابن بطوطه په سفر نامه کې شوې ده، چې هغه ته رحله ابن بطوطه وايي. ابن بطوطه په خپله افغانستان ته سفر کړی دی.تر دې سفره شل کاله وروسته ېې داسفر نامه کښلې ده،چې دهغې دتالیف کال ۷۶۵هجري کال دی.نوپر دې بنسټ دڅرخ دکلیمې ذکرپرکال ۷۶۵ هجري  سپوږمیزکې راغلی دی.

دافغانستان پیاوړی لیکوال مولانا یعقوب چرخي په اثارو کې هم دڅرخ ذکر راغلی دی،ځکه نوموړی ځان ته مولینا یعقوب بن عثمان غزنوی سرزي چرخي وایي.له دې څخه داسې مالومیږي، چې څرخ یو مهال د اداري ویش له مخې په غزني پورې اړوندو.(۹)سرازه دمولانا یعقوب چرخي خپل اصلي کلی دی، چې اوس یې تختک بولي .درشاد صیب په وینا: ځیني کتابونو کې سرازه شېرازه یا شیراز لوستل شوی دی،خو دا تیروتنه ده.سراز په څرخ کې پخوا دیوه کلي نوم و،چې دامهال دتختک په نامه یادیږي.دمولانا یعقوب چرخي قبر دتاجکستان د دوشنبې ښار په ختیځ کلخوز سیمه کې دی.ویل کیږي چې تر ده وروسته دده اولاده هم په دغه سیمه استوګن شول.همداراز دمولانا یعقوب چرخي نظرځای  په څرخ ولسوالۍ کې شته ده،چې دمولاناصاحب زیارت په نامه مشهور دی او خلک ورته دم او دعا لپاره ځي راځي.دمولانا صیب دزوکړې اوشخصیت په اړه دهیوادستر عالم علامه عبدالشکور رشاد داسې څرکندونې کړي:دمولانا دمرګ په باب څه اختلاف موجود دی، زه چې ورغلی یم او دده قبر مې په دوشنبې کې لیدلی دی.نو هلته اته سوه پنځوس دده د مرګ تاریخ لیکلی دی او دځینو فرهنګونو او یا فرضآ دځینو فهرستونو په ذیل کې چې دده ذکر راغلی دی، هلته دوه نظره دي: یودادی،چې اته سوه اته دیرش دی او بل اته سوه پنځوس دی. دتاشکند دقلمي کتابونو په فهرست کې دده د وفات کال اته سوه پنځوس ظبط دی، مګر دریو په کتلاک کې بیا اته سوه دیرس ظبط دی.داسړی دافغانستان ډیر لوی او ډیر ښه کتابونه ېې لیکلي دي، چې په هغو کې ډیر مشهور ېې تفسیر مولانا یعقوب چرخي دی.(۱۰)

په څرخ کې د هیواد په کچه سترې او وتلې څټې تیرې شوي دي.لکه دامیر عبدالرحمان خان په وخت کې سپهسالار غلام حیدر خان چرخي ددغې سیمې څخه و.غلام حیدرخان چرخي هغه څوک و،چې کافرستان ېې نورستان کړ او هغه خلک ېې مسلمانان کړل . دکابل څرخي پل هم  دده په نامه یادیږي او دده په ویاړ جوړشوی دی.دغلام حیدر خان زوی نایب سالار غلام نبي خان چرخي هم ډیر توریالی او میړنی سړی و.چې دعلیحضرت نادرشاه په وخت کې ووژل شو.(۱۱)همدا ډول د څرخ په اوسني بازار کې یو مشهور زیارت شته ، چې دشاه محی الدین چرخي د زیارت په نامه یادیږي. په دغه زیارت کې دحضرت عثمان(رض) مهراب او منبر اوس هم شته،چې په لرګیو کې نقاشي شوي دي.همداراز په دغه زیارت کې دلرګیو ځیني نقاشي شوي تختې شته دي، چې ورباندې په کوفي ژبه دحضرت عثمان(رض) دوخت د ځینو جهادي شخصیتونو پیژندنه کښل شوې ده.پردې سربیره ځینو تختو کې دقول هوالله احد، الحمدالله او ایت الکرسي صورتونه په کوفی ژبه ژباړل شوي دي.(۱۲)     همدا ډول څرخ دهیواد دپیاوړي پښتو ژبي او دري ژبي شاعر ارواښاد بهایی جان استوګن ځای هم اسیدلی دی.

دپایلې په توګه ویلی شو،چې څرخ دلوګر یو له لرغونو او تاریخي سیمو څخه ده او په ټولیزه توګه زمونږ په تاریخ کې دپوهې او کولتوري ارزښتونو په ډګر کې لوړمقام لري،چې ورکې ښې پیاوړې نظامي، علمي او میړنۍ کورنۍ وخت پروخت راپنځیدلي دي.

  • سجاوند:

دغه سیمه دکابل ګردیز او غزني په منځ او د لوګر په برکي برک ولسوالۍ کې پرته ده.سجاوند دپیړیو پیړیو لپاره لرغونی کولتوري او دتمدن مرکز و.په تاریخي متونو کې هم دغه سیمه کې دیوه ډیر ارزښمن کولتوري مرکز په توګه یاد شوی دی.سجاوند دلوګر هغه لرغونې سیمه ده،چې له غزني سره اداري پوله لري. دسجاوند دسیمې یادونه لرغوني یوناني مشهور جغرافیپوه بطلیموس کړې، چې دلوګر دپیژندلو په اړه ېې په خپلو لیکنو کې ثبت او ظبط کړي دي.(۱۳) تربطلیموس راوروسته چینايي زیارت کونکي هونتسنګ(په لرغونې افغانستان کې ېې دګرځیدو تاریخ شپږمه میلادي پیړۍ) ښودل شوې ده. په اثارو کې دسجاوند سیمه راپیژندل شوې ده.(۱۴)

دنوموړي په قول په(تسوکوتا)کې (دغزني او اوسني لوګر شاوخواسیمې) دشونا په نامه یو ستر معبد(لمونځ ځای) جوړشوی،چې په زرګونه کسان ېې عبادت کوي. دمورخینو په نظر دشونا معبد له اره برهمني او لمر نمانځنې ځای و.(۱۵)په دې ډول سجاوند دلوګر اړنده سیمه ده،چې تاریخي جرړې ېې زرګونه کالونه وړاندې زمانو ته رسیږي .په دغه لرغونې سیمه کې دتخت جمشید په نامه یوه بله تاریخي سیمه شته،چې وروسته به پرې بشپړه رڼا واچوله شي.

  • خروار:

خروار دلوګر یو له تاریخي سیمو څخه ده او په اداری حساب اوسمهال یوه ولسوالۍ ګنل کیږي،چې له غزني سره ګډه پوله لري.پر کال ۴۲۲هجري سپوږمیز کې امیر مسعود دښکار په تکل خروار او خارمرغ سیمې ته تللی و. داستاد علامه حبیبي په وینا:دادوه سیمې (خروار اوخارمرغ) غزني ته نږدې یانې اوسني لوګرپه خروار ولسوالۍ کې چې هغه مهال دغزني په مربوطاتو پورې اړوندې وې ښکارځایونه وو.نوموړی دلیل دا راوړي،چې امیر معسود دروژې په ۱۳مه نیټه له غزني څخه لاړ او په ۲۳مه ورځ بیرته راستون شو.په دې مانا چې امیر مسعود لس ورځې په همدغه سیمه(خروار) کې په ښکارکولو تیرې کړې وې.(۱۶)دا خروار اوس هم دیوې ولسوالۍ په جوله دلوګر په لودیځ کې پروت دی،چې ورکې آِکاخیل، احمدزي،ککوزي او ځینې نور قومونه میشته دي.خروار یو د اوبو بند هم لري، چې دخروار د اوبو بند په نامه یادیږي.پاتې شوه د خارمرغ کلیمه چې پورته مو يادونه وکړه.دخار وروستۍ کلیمه(مرغ)دسمسور او زرغون په مانا دی او په افغانستان کې دمرغ او مرغې په نامه سیمې شته دي.په اوستا کې هم ددې کلیمې آر مریغهMaregha شته ده،چې دچمن په ماناراغلې ده.(۱۷)

خو دحبیبي صیب د(خارمرغ) کلیمه چې ده ېې ذکر کړی دی. اوس ېې کومه نښه نه تر سترګو کیږي او دلوګر په اړوندو سیمو کې تر دې نامه لاندې کومه سیمه نه شته،خو کیدای شي،چې دغه سیمه دغزني په مربوطاتو کې دکومې سیمې نوم وي او یا هم داسیمه اوس په بله بڼه یا نامه اوښتی وي.خروار بیا کټ مټ دپخوا په څیر ژوندی دی.حبیبي صیب په خپلو څیړنو کې ویلي دي،چې دا دوه سیمې یو دبل څنګ ته پرتې دي،چې داسې نه ده .لومړنۍ سیمه(خروار) سمه ده او په لوګر کې پرته ده خوددویمې سیمې په اړند کومه سیمه په لوګر کې منسوبه نه ده.

      دخروار لرغونې سیمه په خپل زړه کې یوه بله کولتوري سیمه ساتلې ده،چې لرغونتیا ېې سلګونه کلونه وړاندې زمانو ته رسیږي او داسیمه کافرکوټ نومیږي.کافر کوټ په خروار کې یوه سیمه ده،چې ورکې یو لرغونی ښار میندل شوی او له دغه زاړه ښار څخه دسروزرو،سپینوزرو او ګچو څخه جوړې شوې مجسمې او لوښي ترلاسه شوي.دلرغونپیژندونکو په وینا قدامت ېې دبودایانو(۲۶۰ز) او کوشانیانو(  ۱۶۵ز)زمانو ته رسیږي،چې څه دپاسه اتلس سوه کلن لرغونتوب لري.په دې توګه په خروار کې کافرکوټ دزرګونو کالونو کولتوري، تاریخي او مذهبي سیمه او مینه اوسیدلې ده.

  • دعینکو مس:

داسیمه دلوګر دمحمد اغې لودیځ ته پرته سیمه ده،چې له پلازمینې کابل سره ۲۰کیلومتره واټن لري.ددغې سیمې له نوم څخه ښکاري چې دمسو(cu) دمعدنونو درلودونکې بډایه سیمه ده.دکورنیو اوبهرنیو سروې ګانو پربنسټ دعینکومس دڅومره والي له مخې دهیواد په کچه دمسو ستر کان دی او دڅرنګوالي له مخې هم په سیمه کې سیال نه لري.برسیره پردې دعینکومس یوه زرخیزه سیمه ده.بلکې یوه تاریخي اوکولتوري مینه تیره شوې ده.چې دتاریخ په اوږدو کې او په تیره بیا د درې لیسیزو جنګ جګړو پرمهال په ناقانونه توګه ځینې کیندنې ورکې شوي.چې په پایله کې ېې له سپینو زرو،ګچو او ډبرو څخه جوړې شوې مجسمې رواتي دي،چې شمیر ېې شاوخوا ۱۵مجسمې دي.دا هغه مجسمې دي،چې دقاچاق وړونکو له منګولو څخه ترلاسه شوي دي. دا نو څرګنده نه ده ،چې په دې سیمه کې څومره نور تاریخي اولرغوني توکي شته دي او څومره په ناقانون توګه راایستل شوي دي.خو یوه خبره دپام وړ ده ،چې دغو ناقانونه کیندنو  او غلاوو ددغې سیمې لرغونتیا په زبات ورسوله.همدا لامل شو،چې دحکومتي چارواکو پام ورواوښته او دم ګړۍ داطلاعاتو او کولتور وزارت دلرغونو اثارو دساتنې او ژغورنې (۰۱۲)امنیتي قطعه هلته میشته ده.دلوګر دعینکومس داوسني وضیعت په اړه به وروسته وغږیږم.

  • مغل خیل:

     دغه سیمه د لوګر دمحمد اغې لودیځ لورته پرته سیمه ده.څنګه چې له نوم څخه ېې ښکاري داسیمه په ۱۳مه میلادي پیړۍ  کې کله چې دچینګیز لښکرو دافغانستان پر لور لښکر کښي کړې وه، نو په هغه مهال ددغو لښکرو ځینې کورنۍ په همدغه سیمه کې دلنډ وخت لپاره میشته شوي وو،چې وروسته بیا بیرته ستانه شول.خو داسیمه بیا همدغو مغلو کډوالو ته منسوبه شوه.داڅرګنده نه ده، چې دغه مغلي کورنۍ به چیرته تللي وي.خو په دې سیمه کې دمغلي کورنیو دتل پاتې کیدو امکان ځکه نشته چې دامهال په دغه سیمه کې اصیل اریایان پښتانه قومونه  اوسیږي ،چې ډیر ېې ستانیکزي دي او شاوخوا ۲۰۰۰۰نفوس جوړوي.

  • زرغون ښار:

زرغون ښار دلوګر یو له لرغونو سیمو څخه ده، چې تر دې مهاله ېې په اړه بشپړعلمي  مالومات په لاس کې نه شته.خو تر کال ۱۹۲۹ز پورې ددغې سیمې نوم سبزاباد و،چې وروسته بیا د وزیر محمدګل خان مومند په حکم په زرغون ښار بدل شو.تر دې مهاله په همدغه نوم یادیږي.داسیمه دمحمد اغې په لودیځ کې پرته سیمه ده،چې پاړسي ژبي ېې زرغون شهربولي.

په زرغون ښار کې دهیوادپه کچه یو ډیر مشهور زیارت دی،چې دخواجه صدر اولیا زیارت په نامه یادیږي.ددغه روحاني شخصیت قبر ته د هیواد له ډیرو برخو څخه خلک د دم او دعا لپاره ځي راځي.دولسي خلکو په وینا:خواجه صدراولیا له نن څخه شپږ پیړۍ وړاندې په همدغه سیمه کې دخدای دیوه دوست په توګه تیر شوی دی.وايي:یوه ورځ خواجه صدراولیا په لمانځه ولاړ و،چې مور ېې ترې اوبه وغوښتې ،خو ترڅوچې  هغه لمونځ خلاصوه،نو مور ېې بیرته ویده شوې وه.کله چې نوموړي سلام وګرځاوه،نو سمدلاسه ېې جام له اوبو ډک کړ او دمور کټ ته ودرید،خو هغه ېې له خوبه ویښه نه کړه.مور ېې هماغسې ویده وه.پس له څو ګینټو انتظار وروسته مور ېې له خوبه پاڅیده ،دده له لاس څخه ېې داوبو یخ جام واخیست،خو له جام سره دخواجه صدراولیا دورغوي غوښه هم پرې شوه.ځکه چې اوبه هم یخې وې او موسم هم سوړ ژمی و.مور ېې ددې پیښې په لیدو ډیره خواشینې شوه، دخپل زوی د مینې ادب او درناوي په چلند ډیره و ویاړیده او ډیره خوښه شوه او دعا ېې ورته وکړه،چې اې خدایه ته زما زوی د والیانوسر کړې .خلک واېې له دې پیښې وروسته ده ته دخواجه صدراولیا نوم و رکړل شو،چې له همدې شیبې وروسته له ده بیلابیل کرامتونه څرګندیدل.ځکه خو ېې زیارت ډیرمشهور دی.زرغون ښار ته دهمدغه زیارت لپاره خلک ډیر ځي راځي.دده زیارت په لرګیو نقاشي شویو ستنو دریدلی او ښکلی شوی دی.له دغو نقاشی شویو لرګیو څخه ښکاري چې دا زیارت ډیر پخوانی دی.همدا ډول خلک وایی چې له نن څخه شاوخوا ۳۰کاله پخوا په دغه زیارت کې یوه توره ډبره وه،چې یو متر سور او نیم متر ېې پلنوالی و.دې ډبرې په ډیروجګړو کې دغلګرو پر وړاندې دنورو غازیانو په ډله کې جهاد کاوه.همداراز دې ډبرې هغه پخواني افتونه له منځه وړل ،چې خلکو ته به دزیان لامل ګرځیده. ددې تیږي دمبارزو څرګندنې نښې دا وې،چې دشپې له خوا به غیب وه. سهار وختي مخکې له اذانه په وینو ککړه په خپل ځای کې ایښې وه.یانې هرو مرو به ېې کومه بلا یا افت له منځه وړی و.خوله بده مرغه په تیرو درې لسیزو جګړو کې دا په زړه پورې عجیبه او غریبه ډبره یو په یو غیب اوتري تم شوه.  

  • دجمشید تخت:

دا لرغونې او تاریخي سیمه دبرکي برک ولسوالۍ په سجاوند کې پرته ده.لکه څنګه چې دنوم له قرایینو څخه یې ښکاري،نو لرغونتیا ېې د آریایانو دریم ستر افسانوي پاچا جمشید زمانو ته رسیږي،چې ۲۵۰۰قبل المیلاد ېې تاریخي جرړې غزیږي.له تخت جمشید سیمې څخه دسروزرو اوسپینو زرو دوه مجسمې نارینه اوښځینه ترلاسه شوي دي،چې بیا دطالبانو دواکمنۍ پرمهال له دغې سیمې څخه قاچاق شوي دي. دا نو څرګنده نه ده، چې دا دوه سترې تاریخي مجسمې په کوم بهرني موزیم کې دنندارې لپاره ایښودل شوي وي.همدا ډول له تخت جمشید څخه داسې ډبرینې لیکنې لاس ته راغلي،چې ددې سیمې دپیړیو پیړیو لرغونتوب په زبات رسوي.

  • شاهي کلا:

دا کلا او دا سیمه اوس دیوه واړه کلي حیثیت لري او په سلګونه کورنۍ ورکې میشته دي.دا کلا دلوګر دمحمد آغې لودیځ لور ته پرته ده.دا سیمه هم یوه لرغونې او تاریخي سیمه ده، چې ستانیکزي او پوپل زي په کې میشت دي.دنوموړې سیمې په اړه لیکني مالومات په لاس کې نه شته.خو له تاریخي شالید څخه ېې  ښکاري،چې  کله له محمد اغې سیمې څخه دبیلا بیلو پاچایانو اوپه ځانګړي توګه دغزنوي پاچاهانو لړلۍ(۳۵۱-۵۸۳ه) قافلې او کاروانونه تیردل ،نو ددغو کاروانونو لوړپوړي چارواکي اوشاهان په همدغه سیمه کې دشپې یا دورځې لخوا تم کیدل.ځکه چې دغه سیمه ددوی لپاره دښکار او امن ځای بلل کیده.ددې کلا کوم څرک نه تر سترګو کیږي ،خو داسیمه دشاهي کلا په نامه اوس هم یادیږي او دیوه غټ کلي نوم دی.خو دې کلا ته لږڅیرمه دپړاو په نامه یوه لرغونې کلا اوس هم شته چې په اټکل سره دا به هماغه شاهي کلا وي او ددې کلي اړوندې سیمې هغه مهال دهمدغې کلا په نامه یادیدې یا به ددې کلا په مربوطاتو کې شاملې وې.

 

 

  • سلطان صیب غر:

که څه هم دغه سیمه کوم تاریخي ارزښت نه لري،خو له افسانوي ارزښت څخه ډیره برخمنه ده.نو ځکه په دغه لیکنه کې ېې یادونه اړینه بولم.سلطان بابا دلوی خدای «ج» دوست او ولی الله و.په زړه ډیر نرم او لورین و.هیچاته په سزا ورکولو خوښ نه و. نوموړی دلوګر افسانوي اواسطوریزو کیسو مذهبي زورواکی او ولي الله تیر شوی دی.

سلطان صیب په مټو ډیر غښتلی سړی و.خلک داسې وايي چې:کله سلطان صیب پر دې پوه شو،چې په اخرت کې دمسلمانانو لپاره جنت او دکافرانو لپاره دوزخ جوړ شوی، نوسلطان صیب د دوزخ په جوړیدو سخت خواشینی شو.په همدې فکرونو کې و،چې دمحمد اغې سرخاو کلي ته څیرمه غره ته وخوت او په همدغه غره کې ېې د دوزخونو د ورانولو تکل وکړ،چې دوزخونه له منځه یوسي.سلطان صیب وروسته له دې پریکړې په همدغه غره کې تر ننه پورې غیب اوتري تم شو.دغه غر چې دسلطان صیب غره په نامه یادیږي په سرخاو کلي کې پروت دی،له دغه غره څخه لږ وړاندې دلته بند لاره ده. داغر تل په واورو پټ او ګنګل وي او داوسیدو څه امکانات په کې نه لیدل کیږي.

ولسي وګړو ګروه دا ده،چې خدای «ج» دخپل ددغه دوست له دې پریګړې څخه ناخوښه شو او نوموړی ېې په همدغه غره کې په کچه ګوته په زنځیرونو وتاړه.خلک وايي ،چې کله سلطان صیب چې په غره کې په زنځیرونو تړلی دی،له زنځیرونو خلاص شي، نو ټول دوزخونه به له منځه یوسي او ړنګ به ېې کړي.په دې اړه په لوګریانو کې ځانګړې سندره هم ویله شوې ده.

 

سلطان ګړندی پیر ده

تړلی په زنځیر ده

که خلاص سو دی به وران کړي دوزخونه

جوړ به کړي جنتونه

وايي،چې یوه ورځ یوه کوچۍ شپنه د خپل سیرلي په لټه پسې ددغه غره یوه سوري ته ننوته، هلته ېې سلطان صیب ولید،چې په زنځیرونو تړلی و او اوږده ږیره ېې وه. سلطان صیب دې پیغلې ته د ډالۍ په توګه یوه سره مڼه ورکړه،چې دده حال به چاته نه وايي. شپنې هم ورسره ژمنه وکړه،چې دسلطان صیب حال به چاته نه وايي.خو کله چې کوچۍ کلي ته ستنه شوه او خلکو ېې په لاس کې په سوړ ژمي کې سره او تازه مڼه ولیده پرې شکمن شول او ورڅخه ېې دحال پوښتنه وکړه. کوچۍ مجبوره شوه چې خپل دسترګو لیدلی حال یوپه یو دوی ته نقل کړي. کوچۍ شپنې دسلطان صیب ټوله کیسه کلیوالو ته بیان کړه او وروسته له دې بیانه کوچۍ شپنه ګونګۍ او لیونۍ شوه.

له دې اسطورې څخه مونږ دوه اخیستنې تر لاسه کولی شو. یوه دا چې دا کیسه مذهبي او ګروهی اړخ لري او کټ مټ ېې اسطوره بللی شو.مسلمانان په دې عقیده دي چې، دقیامت له علامو څخه یوه داده چې مهدي «ع» به راځي او له کفارو سره به جنګ جګړې کوي. همدا ډول مسلمانان پر دې ګروهمند دي،چې په اخره زمانه کې عیسی «ع»له اسمانه راکوزیږي، دڅلویښتو کالو لپاره به یوه عادله واکمني کوي، ظلمونه به ختم کړي ، ظالمانو ته به سزا ورکړي او مظلومان به په خپل حق ورسوي.

په همدې شان اهل تشیع وال معتقد دي،چې امام حسین او امام حسن داخرې زمانې د رارسیدو او د یوه اسلامي واکمنۍ لپاره په یوه غره کې چمتوالی نیسي. خو داڅرګنده نه ده،چې دا غر به کوم غر وي. اهل تشیع وال په دې ګروهمن دي،چې کله ځمکه لږ څه ولړزیږي،نو دوی ورته ګذر وايي او دا مانا ترې اخلي،چې ګواکې د ګذر پر مهال د ځمکې په تل کې د امام حسین او امام حسن داسپونو کاروانونه او قافلې روانې وي.نو ځکه ځمکه لړزیږي.

دسلطان صیب کیسه کټ مټ دغو کیسو ته ورته ده. دنوموړي په کیسه کې دویمه اخیستنه دا ده،چې دده موخه د دوزخونو له ورانولو څخه زما په آند داده،چې ده ظلمونه او ناخوالې په نړۍ کې له منځه وړل.کله چې د ځمکې له مخ نه عدالت او نیاو ورک شي، زورزیاتی وده وکړي، نو همدا رنګینه نړۍ خلکو ته سوراور او دوزخ ګرځي او دوزخ ته ورته څیز ترې جوړیږي.نو ځکه دده د دوزخونو له منځه وړل همدا د ناخوالو له منځه وړل دي.  او جنتونه جوړول دا مانا لري،چې ګوندې دی به یو داسې ښکلې او عادله نړۍ رامنځ ته کړي،چې دجنت په څیر وي.هلته به هیڅ ډول تاوتریخوالی ،زور زیاتی او ظلمونه نه وي.حق به حقدار ته رسیږي.دجنت په څیر ښکلې خوشاله او رنګینه نړۍ به رامنځ ته کړي.

 

  • سقاوې دښته:

داستره او ارته دښته دکابل او لوګر په منځ کې پرته ده،چې په سلګونه جریبه ځمکه ېې راچاپیره ګړې ده.ددې سیمې دنوم ایښودو شالید داسې دی،چې تر دې نوم وړاندې ددې سیمې نوم سې ګاوه و. «سې ګاوه»په سقاوه واوښته. دسې ګاوه نظر هم سم او پرځای  ده ځکه چې د افغانستان په سویل لودیځ کې اوس هم د ششګاو په نامه یو ځای  شته ده.او دا نوم ایښوده ځکه شوې چې پخوا په ځمکې دغوایانو په حساب ګز کیدې چې وروسته وورسته په میټریک سیسټم واوښتې، نو ددې سیمې تاریخي پس منظر په دې ډول تیر شوی دی. خو څینې کسان بیا دغه پورتني نظریات ردوی او وايی ،چې ششګاو هیڅ کله د ځمکې له ګزیدو سیسټم سره اړخ نه لګوي او وايي چې ششګاوو له دوو کلیمو شج او ګاون څخه رغیدلې ده،چې شج د کنګل او ګاون دکلي او سیمې په مانا ده.یانې سړه سیمه‎‎‎‎‎‎‎‎ او ششګاو هم ډیره سړه سیمه ده.په اردو ژبه کې اوس هم کلي او بانډو ته ګاوو وايي. اوس به بیرته راشو دسقاوې دنوم ایښودو یو بل پس منظر ته،خلک وايی چې سقاوه یوه عربي کلیمه ده،چې مانا یې د اوبو وتلو ځای دی یانې د اوبو چینه او هم بنسټ سقاوې دښتې ته لږ لرې څیرمه د چینو غونډۍ په نامه د موسحي په مربوطاتو کې یوه ډیره مشهوره چینه شته ده،چې په پخوا کې ېې دسقاوې ځمکې خړوبولې.

 

    ‎‎‎‎‎‎
‎‎‎‎‎‎

  • محمد اغه:

داسیمه دلوګر لومړنۍ ولسوالۍ ده،چې له پلازمینې کابل سره ۴۰کیلو متره واټن لري .ددې سیمې تسمیه په دې ډول ده،چې له غزني څخه دوه ورونه دمحمد اغا او جمال اغا په نامه لوګر ته راغلل.محمد اغا ېې په لوګر کې میشته شو او جمال اغا ېې په شمالي کې،چې اوس هم دشمالي په کاپیسا کې دجمال اغه په نامه دیوه ځای نوم دی.محمد اغه دهمدغه لومړني ورورنوم دی چې اوس دلوګر یوه لویه ولسوالی په ده پورې مربوطه ده.

دلوګر دغه تاریخي سیمه او ولسوالۍ له کولتوري پلوه ډیره بډایه سیمه ده.لکه دسلطان صیب غر،زرغون ښار، شاهي کلا،مغل خیل،ګمران او داسې نور دفرهنګي ارزښتونو له پلوه ډیرې زیرمې لري.همداډول په دغه سیمه کې طبیعي معدنونه ډیر زیات دي.دبیلګې په توکه دعینکو مس،دسلیمان دغرونو لړلۍ چې په لوګر کې دغه غره ته تور غر وايي،ډیرې ارزښناکې ډبرې لري،چې ۶۰فیصده ورکې اوسپنه اوکرومیت ګډ دي.ددې ډبرو راایستنه اوس په ناقانونه توګه دوام لري.دغه سیمه دروسانو دیرغل پرمهال سخته ځپل شوې او خلک ېې تر دې مهاله له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي.خو بیا هم له مدني او کولتوری ژوند څخه برخمن دي.

  • برکي برک:

برکي اوبدلو ته وايي او په هزاره جاتو کې یو ډول اوبدل شوي شال ته هم وايي،چې په لاسونو اوبدل شوی وي       . برکي برک دلوګر یوه ولسوالۍ ده،چې دسجاوند تاریخي سیمه هم په کې پرته ده.ددې سیمې دنوم ایښودلو تاریخ داسې دی،چې په دغه سیمه کې دولس اورمړي کورنۍ میشته شوې او دغو کورنیوددې سیمې له اصلي اوسیدونکو سره خپلوي پیل کړه او په خپلو کې ېې سره وادونه وکړل.په دې مانا چې دغه دولس اورمړي کورنۍ دلته واوبدلې شوې.ځکه نو دغې سیمې ته دبرکي برک نوم نسبت ورکړل شو.اورمړیان په لوګر اوپیښور کې استوګن دي.په پیښور کې اورمړوسټاپ په نامه اوس هم یوځای شته ده    .(۲۱) برکی دبرګیستان له بڼې څخه رغیدلې ده چې داورمړ دقوم دویم نوم دی په افغانستان کې اته سیمې دبرکي په نامه هم شته دي چې ټولې یې داورمړي قوم زیږندځایونه دي  دبیلګې په توګه په سرپل کې برکي په فاریاب کې برکي په پنجشیر کې برک برګیستان په غزني کې  په لوګر کې برکی راجان او برکی برک د کابل په دهبوري او شهرآرا کې برکی په نامه ځایونه په کاڼي ګروم کې برګیستان یوه سیمه ده. دغه قوم داریایي ژبو له ډلې څخه ځانته بیله ژبه درلوده،چې اورمړي ژبه بلل کیده.خو دامهال داژبه ژوندۍ نه ده،مړه شوې ده.او ځای ېې پښتو ژبې نیولی.

برکي برک هغه لرغوني سیمه ده،چې هلته دهیواد ستر عالم اوپیاوړې ادبي څټه ابومسلم خراساني خښ دی.( ۲۵-۳۵ه) دنوموړي زیارت په همدې سیمه کې ده.(۲۲)دابومسلم خراسانی زیارت دبرکي برک دپل جوګي په سیمه کې دی،چې ورکې دابو مسلم خراساني ژوند او پیژندنه په ډبره کې کښل شوی دی. په اټکل ګمان سره داسې ویل کیږي،چې ابو مسلم خراساني له لوګر څخه و.خو په دې اړه علمي څیړنې نه دي تر سره شوي.

  • برکي راجان:

داسیمه هم یوه لرغونې سیمه ده.تاریخ ېې لرغونو بودایانو(۲۶۵ز) ته رسیږي.او هغه ځکه چې دبرکي واکمن پر هغه مهال هندي راجا و.وروسته بیا برکي په برکي راجا یا راجان ونومول شو.په دې توګه په لوګر کې دهندي واکمنانودواکمنۍ لړلۍ۲۶۵زکالونو ته رسیږي.هغه مهال ددې سیمې اسیدونکي لا داسلام پر سپیڅلي دین نه وو مشرف شوي. دغو وګړو دبودايي مذهب پیروي کوله.

 

 

 

  • ګمران:

داسیمه دلوګر دمحمداغې لودیځ لور سپیدسنګ سیمې  ته څېرمه پرته ده.دګمران دنوم دایښودو په اړه دوه فولک ایتمولوجیک نظریات شته دي.یو لړ خلک وایي چې: دغه نوم په اصل کې د(ګم)او (راهان) زړه بڼه ده.چې دلارې ورکونکي په مانا دی.وروسته دوخت په تیریدو سره د(ګمراهان) «ه» ترې لویدلې ده او ګمران منځ ته راغلی دی.ګمران يا ګمراهان دمغلو دلښکرو هغه ډله وه،چې په (۱۳) مه میلادي پیړۍ کې دافغانستان په جنوبي سیمو یرغل راوړی و.په دې ترڅ کې څو مغلي لښکرو په همدغه سیمه (ګمران) کې خپله لاره غلطه کړه او بیا همدغلته استوګن شول، چې په پایله کې داسیمه د(ګمران یا ګمراهان) په نامه دوی ته منسوبه شوه.

        دویم نظر دا دی،چې خلک وایي (ګمران) له دوو کلیمو«ګم» او «ایران» څخه رغیدلی دی.تاریخي شالید ېې داسې دی،چې کله دایران صفوي شاه(۱۶-۱۸ز پیړۍ) په کال ۱۵۰۲زکې دافغانستان ځینې سیمې ونیولې. په دې سیموکې لوګر هم شامل و، ایراني صفوي لښکرو په همدغه (ګمران) سیمه کې خپله لار غلطه کړه،چې وروسته داسیمه دوی ته منسوبه شوه.یانې «ګمران» یا (ګمران) هغه ایرانیانو چې خپله لاره ورکه کړې ده.په دغه تاریخي سیمه کې تاجک او پښتانه عبدالرحیم زي میشته دي او د پلازمینې کابل له چهار اسیاب ولسوالۍ سره ۱۲کیلو متره واټن لري.

 

 

 

 

دلرغونو سیمو اوسنی وضیعت:

 

دلوګر ټولې لرغونې سیمې دیوې لسیزې په ترڅ کې ډیرې ځپل شوي، غصب شوي او په ډیرو برخو کې ېې په خپل سري توګه کیندنې ترسره شوي دي،چې دلته ېې څو بیلګو ته کتنه کوو.

د لوګر سجاوند له تخت جمشید سیمې څخه دوه دسروزرو مجسموچې یوه ېې نارینه اوبله ېې ښځینه وه، کیندل شوي  او بیا دطالبانو د واکمنۍ پر مهال(  ۱۹۹۵ – ۲۰۰۱ ) دګریز له لارې پاګستان ته قاچاق شوي دي.تر دې مهاله ددغو سترو دوو لرغونو توکو برخلیک نه دی څرګند.(۲۴)

همدا ډول د لوګر له عینکو مس څخه ۱۵مجسمې،چې له سرو،سپینو زرو او ګچو څخه جوړې شوې وې.په ناقانونه توګه کیندل شوي، خو له نیکه مرغه،چې دا مجسمې په ګردیز کې دامنیتي ارګانونو لخوا دقاچاق وړونکو له منګولو څخه ونیول شوې او بیا دلوګر اطلاعاتو او کولتور ریاست ته وسپارل شوې ،خو له بده مرغه ددې لپاره چې په دغه ولایت کې دلررغونو اثارو دساتنې لپاره کوم ځای شته نه و،نو دا۱۵کولتوري شتمنۍ ملي موزیم ته ورانتقال شوې.(۲۵)

د خروار په کافر کوت سیمه کې دطالبانو له وخته راهیسې کیندنې شوي او کیږي.ویل کیږي،چې په دغه سیمه کې دیوه زاړه ښارګوټي نښې نښانې لیدل شوي،چې پرکال ۱۳۸۳کې دافغانستان دهغه وخت دکورنیو چارو وزیر تاج محمد وردګ او داطلاعاتو او کولتور وزیر سیدمخدوم رهین هم له دغه لرغوني ښارګوټي څخه لیدنه وکړه.په پایله کې ددغه ښارګوټي د ډیرو سرویګانو ژمنې ېې ورکړې.خو په عمل کې ددې سیمې لپاره هیڅ کار تر سره نه شو.ددغه ښار نښې شاوخوا۲۰متره ساحه راچاپیروي.اوس ددې سیمې په شاوخوا کې ولسي خلکو کورونه ودان کړي دي.همداراز ډیره برخه ېې د خلکو له خوا غصب شوې هم ده.دلوګر داطلاعاتو او کولتور دریس په وینا:په کافر کوټ کې دګردیز یو تن اوسیدونکی حاجي عبدالوهاب وخت پروخت کیندنې کوي.(۲۶)

دخوښۍ ځای دی،چې دامهال د لوګر په عینکو مس کې دلرغونو اثارو دساتنې او ژغورنې ۰۱۲ ځانګړې قطعه ځای پرځای شوې ده.داڅرګنده نه ده،چې دوی به وکولی شي،دا سیمه ټوله تر ولکې لاندې راولي.ځکه هلته اوس دیوه چینایي شرکت لخوا دمسو کان د استخراج دلومړني پړاو کار دوام لري، او امنیت ېې یو ډله ملي پولیسو او شخصي امنیتي شرکت پرغاړه ده.اندیښنه داده،چې دملي پولیسو، شخصي امنیتي شرکت او د اطلاعاتو فرهنک وزارت دلرغونو اثارو دساتنې او ژغورنې (  ۰۱۲  ) قطعې تر منځ همغږي نه شته.نو له دغې خلا څخه قاچاق وړونکي ښه ګټه پورته کوي. ان کیدای شي،چې خپله امنیتي کسان دپیسو په بدل کې له قاچاق وړونکو سره مرسته وکړي.ځکه دغه لرغوني توکي په ډیره لوړه بیه پلورل کیږي.په دغه سیمه کې تر دې مهاله په ښکاره توګه کیندنې نه کیږي،خو کیدای شي،چې شپې لخوا کیندنې تر سره شي. اوس مهال دلوګر دعینکو مس ته د ډیرو شرکتونو پام وراوښتی دی.آن ځینو نړیوالو شرکتونو ورباندې شخړې  اوسیالۍ درلودې.یوه بله اندیښنه  دا ده چې ، پر دغه مسو کان باندې دامریکې او چین تر منځ اقتصادي رقابت دی.ځکه له کله نه چې په دغه سیمه کې چینايي شرکت کار پیل کړی دلوګر ولایت امنیت ډیر خراب شوی دی.ځینې کسان وايي،چې په دې نا امنیو کې دهغو هیوادونو لاس دی کومو،چې ددغه مسو کان داستخراج سیالۍ کې ماته وخوړه،او نه غواړي چې د امن په فضا کې دا مس استخراج شي.دمسو دکان استخراج کونکي ډیر بهرنیان دي.که دغه بهرنیان ددغې لرغونې سیمې دلرغونو اثارو په شتون پوه شي او ددغه اثارو دغه پټ راز بربنډ شي، نو په دغه سیمه کې دبهرنیانو نفوذ به ددې سیمې د لرغونو اثارو لپاره په ستر ګواښ بدل شي.

دلوګر دلرغونو سیمو او لرغونو اثارو دساتنې او ژغورنې پروړاندې ستره ستونزه او خنډ دا دی،چې ددغه ولایت په ځینو سیمو کې ټوپکوال او زورواکان واکمن دي.په اټکل سره ځینې کیندنې او قاچاق ددغو زورواکانو په مرسته یا د دوی په  ډاډګیرنه ترسره کیږي داپه داسې حال کې ده ،چې څه موده وړاندې امریکايي لرغونپیژندونکې نانسي هیچ دوپري     DupreeNancy Hatch   چې له شپږو لسیزو راپه دیخوا دافغانستان په برخه کې کار کوي،پر افغان حکومت نیوکه کوي،چې فرهنګي او تاریخي میراثونو ساتنې ته ېې د خپل کار په لومړیتوبونو کې ځای نه دی ورکړی.دغه میرمن وايي چې: په افغانستان کې لرغونو توکو ته ډیر زیان اوښتی او افغانان دخپل فرهنګ په اړه ډیر مالومات نه لري.(۲۷ )

 

  • وړاندیزونه:

 

  1. دلوګر ولایت دپولیسو شمیر د لوګر اوسني حالت ته په کتو سره ډیر لږ دی.ان داچې دوی دامنیت په راوستو کې پاتې راغلي دي. ځکه دوی د لرغونو اثارو دساتنې او ژغورنې په برخه کې څه نه شي کولی.نو پر دې بنسټ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مکلف دی،چې دلوګر ټولو لرغونو سیمو ته چې هلته دلرغونو اثارو نښې لیدل شوي (۰۱۲)امنیتي قطعه ولیږي.او یا دې ددغه ولایت له چارواکو سره په مشورې ددغو سیمو دساتنې مسولیت پر غاړه واخلي.
  2. دلوګر دلرغونو سیمو،لرغونو اثارو او پیاوړي علمي او مبارزو څټو لپاره دې داطلاعاتو او کولتور ریاست او یونسوکو په ګډون ګډ سیمه ییز درې ورځینی کانفرانس جوړ شي.
  3. ددغه ولایت لپاره دې یو موزیم جوړ شي،څو ددغې سیمې ټول لرغوني توکي چې کیندل شوي او یا وروسته کیندل کیږي په کې خوندي کړای شي.

 

 

 

سرچینې

 

  1. بدر،صدیق الله،دسیمو تاریخي جغرافیه،له علامه عبدالشکور رشاد سره دمرکو ټولګه،میوند کولتوري ټولنه،کندهار،۱۳۸۴لیندۍ،۱۴۹مخ.
  2. همدغه اثر،۱۹۰مخ.
  3. حبیبي،عبدالحی،جغرافیای تاریخی افغانستان،چاپ سوم،۱۳۸۳،۲۷دلو،بنګاه انتشارات میوند،کتابخانه سبا،کابل افغانستان.۱۳۱مخ.
  4. پورتنی اثر،۲۴۹مخ.
  5. عارض،پوهاند غلام جیلاني،جغرافیای ولایات افغانستان،اداره کتابخانهای سیار اریک،۱۳۷۹ه،ګل حاجي پلازا،ارباب روډ،پشاور،۲۲مخ.
  6. نقشه سیاسي  ومعلوماتی افغانستان،تهیه ودیزاین:ریاست میتادیتا،اداره عمومي جیودیزي وکارتوګرافي.
  7. پورتنی اثر.
  8. دسیمو تاریخي جغرافیه،علامه عبدالشکور رشاد. ۹۵مخ.
  9. همدا اثر،۹۵مخ.

10. همدا اثر،۹۵مخ.

11. همدا اثر،۹۶مخ.

12. دلوګر داطلاعاتو او کولتور له ريس محمد ظاهر صدیقي سره ګړنۍ مرکه.

13. لوی غر:سیاسي،کولتوري او ټولنیزه ناپیلې مهالنۍ، مقاله (دلوګر سجاودند که دپیړیو پیړیو کولتوري ټاټوبی.)لومړی کال،لومړۍ ګڼه،۱۳۸۴ل،لړم ،میاشت، ۶مخ.

14. پورتنی اثر،۶مخ.

15. پورتنی اثر،۶مخ.

16. حبیبي،عبدالحی ،جغرافیای تاریخي افغانستان،۲۲-۲۳مخ.

17. پورتنی اثر،۲۲-۲۳ مخ.

18. دلوګر ولایت داطلاعاتو او کولتور له ریس ظاهر صدیقي سره شفاهي مرکه.

19. پورتنی موخذ.

 

20. دقانون واکمني،ماښام پخیر افغانستان راډیو، دلوګر دلرغونو توکو دقاچاق په اړه ګردی میز،مجري،عبدالرحمان حبیب زوی.۱۳۸۷،جوزا.

21. دلوګر ولایت داطلاعاتو او کولتور له رییس سره مرکه.

22. پورتنی موخذ.

23. پورتنی موخذ.

24. . دقانون واکمني،ګردی میز،(په لوګر کې دلرغونو توکو کیندنه او قاچاق) ماښام پخیر افغانستان راډیو،۱۳۸۷وجوزا،مجري،عبدالرحمان حبیب زوی.

25. پورتنی اثر.

26. پورتنی اثر.

27. http:/www.bbc.co.uk./Pashto/news/story/2009/02/090202-nancy-dupree-af-govt.shtml.

 

 

يادونه: دا لیکنه په کوشانیان مجله کې خپره شوې ده.