د ځوانانو د مستۍ نه شې لوګره
شنې درې ښکلوم د زړګي سره
عبدالرحمان حبیب زوی
زما لوګر درې کاله وروسته
زما کړیدلی ځوریدلی لوګر لا له پخوانۍ پردۍ جګړې څخه روغ شوی نه و،لا يې په سمڅو کې ګردوهلي کالي چا څنډلي نه و،لايې وچه ډوډۍ په اوبه لمدې شوې نه وه،لایې کونډه په سپین سر د خپل زلمي سیوري ته ناسته نه وه،چې د یوې بلې خونړۍ پردۍ جګړې خوله پرې راخلاصه شوله.
هو! خو درې کاله وړاندې نه پوهیږم د کومې بورې مور په دعا څښتن پرې ولوریده او څه د امن او سوکاله ژوند کرم یې پرې ولورو او دا څو کاله د سولې تږي لوګریان،دسندرو میلو او اټنونو شوقیان په یبلو پښو،تراړو شونډو د خوښۍ مصنوعي تمثیل کاوه،ایله يې ځوانې ولولې له غاړې د باروتو ګردنۍ ښکته کړې وې،ایله یې د ټوپک په ځای قلم ته لاس غځولی و،ایله یې د دوري،مننو او د بهايي جان سندریز شعرونه د بیلتون او او سلام لوګري په جادوګر منتر او هیښونکي موسیقۍ تازه کولې،لا یې دا سندره
د ځوانانو د مستۍ نه شې لوګره
شنې درې دې ښکلوم د زړګي سره
بشپړه کړې نه وه چې د ځوانانو دمستۍ شو او پرې همدغه ځوانان د پردیو په لمسون لوبې کوي.لا یې د سرو مڼو او سنځلو د ګلانو وړیا ښه بوی حس کړی نه و،چې له کوم آسمانه پرې دغم ویرې ،ډار تیګې راپریوتې چې ددوی خیالي نړۍ یې له خاورو سره خاورې کړه.
هو!
اوس زما لوګر د کرکو،ډار او ویرې سیمه ده خلک ورکې له خپل سیوري ډاریږي چې یا به پرې طالب او هم امریکایی ډز وکړي.زما د لوګر سندریز او بنډاریز پیتاوي ته اوس څوک کیناستلی نه شي، انسان له انسانه نه ډاریږي،اوس په لوګر کې په وادونو کې ګډا کډه کړې.اوس په لوګر کې سندریز مست ماښامونه،د حمید د خال خط خبرې،د پۍ مخو هلکانو نڅاوې او هغه سندره
بچه جان لوګري رفتارت کوک زري
ناله و مقبول هستي دل ز برم میبري
څوک په ژبه نه شي راوستی. د واده او ختم توپیر له منځه تللی دی.خلک وادونو ته پیرې کوي د( یو چا) له ډاره چې ګواکې د ده د ګډ ژوند لومړۍ شپه په ابدي خوب بدله نه کړي.دا د لوکر د واده شپه ده هغه لوګر چې درې کاله وړاندې له نورو ولایتوتو څخه خلک د میلې لپاره راتلل او اوس یې هره شیبه له ګواښ سره مخ ده.
دا هر څه چا کړي،زما بې مشره لوګر،زما یتیم لوګر،زما شهید لوګر،زما وږی لوګر،زما سړو وهلی لوګر چې تر اوسه پورې خروار ته د موټر لار نه لري،زما نا پوه لوګر چې د فلسطین لپاره مظاهرې کوي او په خپله د ژوند او مرګ سره پنجې نرموي.دا هر څه د پردیو د سیاسي سیالیو له امله شوي او کیږي په دې لوبه کې لوګرۍ ګرمول ستره خطا ده.
۱۳۸۸/میزان،۲۵
په لوګر کې د یوه واده شپه