دکوچنیانو دفوکلوریکو سندرو

جوړښت

              ځانګړتیا

                           او

                                     اغیز

                                                                                                         

                                                                                                     لیکوال:عبدالرحمان حبیب زوی

 

جوړښت:

دکوچنیانو دفوکلوریکو سندرو جوله او بڼه نه عام ولسي سندرو ته ورته دي او نه هم بدیعي شعرونو سره اړخ لګوي. بلکې ځانته ځانګړی فورم لري، چې په لیکنه کې شمیر یې تل ګډوډ وي، خو په ویلو کې د کوچنیانو لخوا همدغه ګډوډه سندره په منظمه اهنګیزه او سندریزه  توګه ویله کیږي، چې د وینګ پر مهال ورته د څپو وزن او انډول هم راپیدا کوي. د کوچنیانو د فوکلوریکو سندرو د څپو شمیر ډیر زیات نه وي. بلکې یوازې محدودې څپې لري، ځکه کوچنیان دومره سا نه لري، چې اوږدې څپې بدرګه کړي.

دبیلګې په توګه:

اکو بکو، دمبالکو

هوسۍ لاړه په ترپکو

یو ملک و یو سلطان

غیشي ولی په میدان

دا میدان مو داسې ښکاري

لکه ستوري د اسمان(۱)

دلته د څپو د شمیر ګډوډي او نا سمتوب ښه څرګندیږي. لومړی بیت اته اته څپې لري، خو دویم بیت بیا اوه اوه څپې او دریم بیت بیا بیخي ګډه وډه ده، لومړۍ مسره ېې اته څپې او دویمه یې اوه څپې.

په همدې ډول د کوچنیانو په سندرو کې داسې په لسګونه او که مبالغه نه وي په سلګونه سندرې شته ،چې د جوړښت له پلوه هر بیت ېې مساوي څپې او ان ورکې قافیه او ردیف په بشپړ ډول مراعات شوي دي.خو ستونزه ورکې دا ده،چې د هرې سندرې هر بیت ځانته بیله قافیه او ردیف لري، خو دماشومانو لپاره په همدې متنوع شاعرۍ کې ډیر خوند پروت دي.

بارانه مه وریږه

پاس په کمره وریږه

دلاندې شولې دي

جنکۍ ټولې دي

یوه پکې خندانه ده

سل روپۍ ارزانه ده(۲)

دلومړي بیت دواړه مسرې اوه څپیز دي او د(مه او کمره) وروستي خپلواک(ه) یې دقافیې په توګه کارولي دي او ردیف یې (وریږه) دی.په دویم بیت کې هره مسره شپږ څپې لري، خو د قافیې کلیمې یې ښه ورته والی لري(شولې،ټولې) او د (دي) ردیف یې تعقیب کړی دی.په دریم بیت کې لومړۍ مسره اته سیلابه او دویمه مسره اوه سیلابه دي.ولې د قافیې کلیمې ډیرې ښې ورکې ځلیدلي دي.(خندانه،ارزانه).

ما وړاندې نغوته وکړه،چې دکوچنیانو ټولې سندرې دیوه ځانګړي چوکاټ لاندې نه شي راتلی، ځکه ددغو سندرو هره سندره ځانته بیله بڼه او جوله لري، نو ځکه دغو سندرو ته قالب جوړول ګران چار دی. او دا هیڅ شونې نه  ده چې څوک و وايي دا بڼه د کوچنیانو دفوکلوریکو سندرو بڼه ده.که څه هم په پښتو ولسي ادب کې هره سندره فورم،جوړښت او سکښت لري، خود کوچنیانو فوکلوریکې سندرې له دغه فورم بندۍ څخه ور تیرې دي او په همدغه نا ټاکل شوي فورم کې ډیر ښه آهنګ ځای پر ځای شوی دی.

پلار مې تللی دی درې ته

رابه شي غرمې ته

ماته به آلو راوړي

الو به ورکړم غوا ته

غوا به ماته پۍ را کړي

پۍ به ورکړم سین ته

سین به ماته ورور راکړي

وه!وروره پیداشه

پاس په غونډۍ ډزې دي

ګډې وډې ورځې دي.(۳)

دکوچنیانو د فوکلوریکو سندرو د جوړښت او تاریخي لرغونتوب په هکله فولکورپوه استاد حببیب الله رفیع وايي چې :« دپښتو لومړنۍ سندرې د ماشومانو او میندو سندرې دي او ورپسې لنډۍ دي.ویدي سرودونه یوه برخه داسې وه، چې هغه دوه ویشت سیلابه وو، خو شمیر ېې نه او دیارلس نه وو، خو مجموعه یې دوه ویشت سیلابه دي،بل یې غاړې دي، چې دهغو زیات وزنونه په اوستا کې شته دي.اوستايي سندرو زیاتره په اوه او اتو سیلابونو کې ویل شوي دي. د ماشومانو سندرې او دې ته ورته سندرې شته چې وروسته وزنونه یې په هغو ژبو کې لیدل کیږي.(۴)

 

Competational                   په دغو فولکوریکو سندرو کې یو ډول سندریزې مشاعرې هم شته چې مسابقوي

بڼه لري. جوړښت یې لرغونی دی، دزیاتو بیتونو سکښت یې څلور جمع اوه سیلابه دي،چې دا سکښت د اوستا د (اشود) ددویم ګلڅ له سکښت سره کټ مټ برابر دی او په دې توګه ددې سندرو سلسله لرغونو اریايي سرودونه ته رسیږي .(۵) خو ځینې سندریزې مشاعرې شته چې دبیتونو د څپو شمیر ېې اوه جمع اوه، شپږ جمع شپږ، اته جمع اته او کله کله اته جمع لس هم وي.لکه

ددې ځای او ددې سیچو

چرګه راغله بې بچو

ددې ځای  او ددې ډنډه

تیر پروت دی سل برغنډه

ما بیا وموند دسرو زرو چنډه

هوسۍ چې په ګامو شي

وروستۍ پښه یې لنډه

ددې ځای او د کابله

په ډاګ ناسته ده بلبله

ددې ځای او ددې ایسې

مرغۍ ده که ېې نیسې

ددې ځای او ددې ډوګله

پنډه ده دخرو ګله

ته وایه  غنم

خبرې دې منم

ته وایه جوار

خبرې دې په وار(۶)

پورتنۍ مشاعره کې هر بیت ځانته قافیه اختیار کړې ده او هیڅ بیت له نورو بیتونو سره تړاو نه لري، خو ترمنځ ېې خوږ اهنګ او څپو ډیر لږ توپیر دبیتونو تر منځ مشترک ټکي دي.

ځانګړتیا:

دکوچنیانو په سندرو کې پیچلي، مبهم او نا اشنا کلیمات نه کارول کیږي، دپردیو ژبو اغیز هم ورکې شته خو ډیرې پکې نه کارول کیږي. داسندرې دخپل چاپیریال دماشومانو د ذوق او اشنا شیانو، طبعیي پیښو لکه باد باران او دې ته ورته نورو شیانو په هکله وي.

 

اوري بارانه ووري

دچرګې لکۍ ښوري

موږک په غونډۍ ناست دی

دمستو غزلې بولي

یا

بارانه او وریږه

په شین کبل وریږه

دشین کبل لاندې

واړه واړه خانان دي

غوښې کچالان دي

 استاد دوست محمد شینواری وايي چې:«د کوچنیانو د فوکلور په لړ کې د دوی خاص دلوبو مراسم او دود خاص ځای لري،حتی د ټولې نړۍ د کوچنیانو لوبې څه نا څه ډرامتیک او اهنګ لرونکې الفاظ لري، چې کوچنیان ېې په لوبو کې استعمالوي.ډیر ځله لیدل کیږي چې کومه مانا نه افاده کوي اما وجود ېې ضرور وي. دلوبو په پیل کې دملګرو ویشنه د نورو په مقابل کې یوه پارټۍ جوړول(لنده وچه) اچول او داسې نور یوه خاصه سلسله فکلوري جملې لري، چې دلوبو دنورو اصولو په څیر د ماشومانو په نزد منل شوي مقرراتو په څیر دهغوي مراعت لازمي  دي».(۷)

د کوچنیانو سندرې په ټولیزه توګه په لوبو کې ویل کیږي، داسې ډیرې لږې سندرې دي،چې پرته له لوبو وویل شي او لوبه ورسره نه وي نو یو ډول حرکات خو هرومرو ورسره وي. خو لکه څنګه چې د کوچنیانو سندرې په هره سیمه او هر ځای کې خپلې بڼې بدلوي، نو د لوبو بڼې یې هم په بیلا بیلو سیمو کې بدلیږي.دې لاندنۍ سندرې ته به راشو(اکو بکو) چې د کوچنیانو په منځ کې ډیره مشهوره ده.او دهرې سیمې کوچنی ورباندې پوهیږي ، دغه سندره دوه، درې بڼې لري.دا سندره د کوچنیانو په لوبو کې ویله کیږي او د لوبو بڼې ېې هم په هره سیمه کې فرق لري.

 

اکو بکو دم دړکو

انا راوړې سرې کپۍ

موږک یې وویشت په لکۍ

خواره شې ابۍ

بابو جان دې لیونی کړ

په داتشه څو ټکۍ

اکو بکو سرسیندکو

غوا مې لاړه په ترپکو

اباسین بیالې بیالې

په کې ناسته ده درخانۍ

ددې سندرې بله بڼه ما په تیرو پاڼو کې راوستې ده. داسندرې په جنوب ختیځ ولایت لوګر کې د یوې ځانګړې لوبې په بڼه ویله کیږي. کله چې دپسرلي شپې او ورځې وي،بارانونه اوري ځمکه لنده او خټه ډیره پریمانه وي،نو کوچنیان درې څلور ملګري سره راټولیږي په یوه وچه لمرینه ځمکه کې سره کیني ګرده حلقه جوړوي، بیا خټې راوړي او له دغو لمدو غټو څخه دیګ ته ورته یو ډول لوښي جوړوي، منځ کې یې لاړې ورتو کوي، ښه یې خویوي وروسته دا دیګ ته ورته لوښي ټول ماشومان په لاسونو کې له ځمکې څخه پورته کوي او بیا همدا سندره وايي  خو په دې چې لومړۍ مسره (اکوبکو دم دړکو) یو ماشوم او (انا راوړې سرې کپۍ) بل ماشوم بیا بله وروستۍ مسره وایي په دې ډول هرڅومره چې ماشومان ډیر وي نو سندره ژر پای ته رسیږي.کله چې سندره پای ته ورسیږيو نو کوچنیان په یوه وار سره دا خټین دیګونه په ځمکه ولي،که د هرچا دیګ سوری شو نو بل ماشوم به د چونګي په ډول ورته خټه ورکوي. هر هغه ماشوم چې ډیرې خټې وګټي نو هغه دلوبې بریالی پیژندل کیږي. دالوبه کیدای شي په بل ځای کې په بله بڼه ترسره شي.

د کوچنیانو تر منځ دنورو سندریزو لوبو له ډلې یوه بله لوبه هم دلته راوړل غواړم چې کوم ځانګړی نوم نه لري، خو ماشومان پرې خپل وخت تیروي. دا لوبه د دعا بڼه لري.په دې سندره کې انجونې او هلکان سره یو ځای شي یوه ګرده کړۍ جوړه کړي او یو بل ته لاسونه ورکوي چارچاپیره سره تاویږي.داسندره د اوړي په ډیر تود موسم کې د باران د اوریدو په موخه ویل کیږي.دبیت لومړۍ مسره هلکان وايي او دویمه مسره(الله آمین) جینکۍ وايي،چې په لاندې ډول ده.

خدایه باران اوکې

الله آمین

خدایه زوی ورکې

الله آمین

خدایه کال اباد کړې

الله آمین

خدایه غنم شنه کې

الله آمین

خدایه ورکې دونه وزې

لکه لښکر لکه نیزې

الله امین

خدایه ورکې دونه غوا

لکه لښکر لکه هوا

الله آمین

دماشومانو سندریزې لوبې زښته زیاتې دي او باید چې د کوچنیانو د فولکوریکو سندرو په څیړنه کې د کوچنیانو په سندریزو لوبو هر اړخیزه څیړنه وشي. د ماشومانو په سندرو کې په زړه پورې برخه کیسۍ (چیستان)دی .کیسۍ د ماشومانو په ذهني وده کې ډیره مرسته کوي. خو په سندرو کې چیستان ډیر لږ لیدل کیږي، او په نثر کې بیا ډیرې دي.نو ځکه یې دلته د یوې بیلګې په راوړلو بسنه کوو.


نه تیږه ده نه لوټه-ګرده مرده سوټه

کیږي په پټي کې –پخیږي په بټۍ کې

«ګوړه»

د کوچنیانو په سندرو کې بله ځانګړنه دا ده چې په دې سندرو کې د انګریزانو(پیرنګیانو) ظلمونه،طبعي پیښې، د ولسي ژوند انځور،فولکوریکې کیسې ،د ټولنې ناخوالې او د ځانګړو ورځو یادونه شوې ده.لاندنۍ سندره وګورﺉ چې کوچنیانو انګریزنو ته ورکې ښیرا کړې ده.

 

یا الله شین ېې کې

دشین غوايي پتون یې کې

اوسپنه توده کړې

پیرنګي په جنازه کړې

بچی یې په تخته کړې

دابله سندره چې ډیره لنډه هم ده،خو ورکې د ځانګړي ورځې «اختر» ښه یادونه شوې ده.

 

صبا اختر دی

بختور دی

د ملا کره چورګوړی

                                                                  خیټور دی                                      

 

یا فوکلوریکې کیسې:

 

زیړې نرۍ وریځې

دا کلا دچا ده

دا دمومن خان ده

په کې ناسته ده ایلۍ

الا شرتګه ډبیلۍ

 

د ولسي ژوند انځور:

مورې نینې پخې کړه

ډیرې خوږې پخې کړه

د لالا ناوې راغله

په سره والګا کې راغله

نجیبې ولې ژاړې

څلور روپۍ مې لاړې

په بام بام پچې

کرمې د اوزې غوڅې

یا

 

زما یوه غوا وه

خټکو بوتله

چې زه زلمی شوم

ورپسې لاړم

دګل پرې شوم

ارې ارې شوم

تروې شوملې شوم

په دیوال توی شوم

خټ خټکی

 

یا دا لاندنۍ دوه سندرې،چې دچرګانو او لویو موټرو په اړه ویل شوي، او  دواړه ېې زمونږ د ژوند اړتیاوې دي.

 

آغه ده لارۍ راغله

مور د لیونۍ راغله

په چاینکه کې دوربین

پلار دې ګلبدین

يا

چرګ زما چرګان زما

ګرځي په ډیران زما

اچوي هګۍ راته

بیا کوي قاغ قاغ راته

چرګ زما چرګان زما

ګرځي په ډیران زما

کش، کش، کش

یا

 

هاغه دي اوښان راغله

پورې په دامان راغله

لنډۍ لنډۍ پښې

لکه طوطیان راغلل

داسې  په سلګونه سندرې شته،چې د ولسي ژوند ښکارندويي کوي.د کوچنیانو په سندرو کې داسې کلیمې هم راغلي،چې متروکې دي او یا هم هیڅ مانا نه لري او یا داچې له یوې سیمې څخه بلې ته تللي نو دخپلې بڼې په بدلولو سره ېې خپله اصیله مانا هم له لاسه ورکړې ده.لکه

 

 

ایندکه پیندکه

سوڼا غاښې مات کړ

ترړنډه تیر تر ډنډه

پیریانو واده جوړ کړ

مشر ېې ګلدین و

مامدین ېې په خره سور کړ

دلته ایندکه پیندکه کومه خاصه مانا نه لري،تابع مهمل دی.(سوڼا،ترنډه) دا هغه کلیمې دي، چې دلته هیڅ مانا نه ښندي، خو په سندره کې کارول شوي دي او دې ته ورته نور.

لاندنۍ سندره کې د(سبحاني من یراني) عجیبه اصطلاح ده،څرګنده نه ده،چې دا عربي ده، فارسي ده، که پښتو خو په لاندني سندره کې کارول شوې او سندرې ته ېې یو ډول اهنګ برابر کړی دی.

 

آ د الک مورې

راواچوه دوه نورې

آ د الک پلاره

راواچوه کلداره

کلداره بوتکۍ داره

سبحاني من یراني

زوی هلک خاله و

تر سره غرمه بیده و

سبحاني من یراني

سبحاني من یراني

د کوچنیانو په سندرو کې دشنو سترګو، ګنجي پک ،بیکاري ډیره غندنه شوې ده،چې دې ته مونږ د کوچنیانو طنزیه شاعري هم ویلی شو، خو دبیکاري غندنه او یا دښکلا او ښایست  یادونه یا د لټي غندنه په زړه پوري مطالب دي، چې کیدای شي کوچنیان ورته ملتفت شي او یو ډول دعبرت درس وي و دوی ته،چې په اغیز به ېې وروسته وغږیږم.

 

دشنو سترګو غندنه:

شنې سترګې پټاقو

د کلا پرسر چاقو

تاته چا ویل اوزه واخله

رب دې جنازه واخله

یا

ګنجي وویل ابا

ماته جوړه کړه کلا

چرګان به راخبرشي

ما به کړي تالا

د لټي غندنه:

دګنجي په سر ویښته دي

څلور دي که پنځه دي

چاړه پرې اثر نه کړي

دبیاتیو پرې شرنګار دی

پک مې جمه دار دی

دښکلا ستاینه:

لمن لمن مه وهه باران دی

لمن به دې لمده شي

کمیس دې د الوان دی

سینه به دې ښکاره شي

 

یا

اوختمه غره ته

دغره ټمبری پورې و

راکوزه شومه لاهور ته

دلاهور جینکۍ شاړې وې

ټیک ېې په اوربل و

کمڅۍ ېې ناکرارې وې

ټیک په ټیکالو سره

اوږۍ دسملکو سره

خدای به مې پاچا کړې

بیا به ځم د درانو سره

دلټۍ غندنه:

 

خواښې مې رنځوره ده

په ګوډي کې مې دوړه ده

ورک شې میر ولي

چلم کې مې دینار دی

نشم دروتلی

دپله په جنګ ایساره یم

څه بده بیماره یم

زه وختم په غره

مچ راننوت په پزه

الله ته مې زارۍ وکړه

چې مچ رانه کا منه

بیا به نه خیژم په ونه

د کوچنیانو دسندرو بله ځانګړنه دا هم ده،چې په دې سندرو کې کوڅه ډب او ناوړه الفاظ ځای شوي دي،چې دلته ېې له راوړلو څخه ډډه کوو.کنه په دې اړوند ډیرې سندرې شته دي.همدارنګه د کوچنیانو په ډیرو سندرو کې ماشومانه هیلې او غوښتنې په ډیرو ښو او رنګینو الفاظو کې څرګندیږي.

 

کاشکې زه کوتره وای

غاړه مې کمره وای

ناسته په دبره وای

پیښې مې دسرو زرو وای

ژوند مې بیخطره وای

یا

کاشکې زه ایلۍ وای

غاړه مې نرۍ وای

ناسته په اګۍ وای

شیرکۍ لالا

یا

کاشکې زه لیلا وای

ناسته په منا وای

سر مې غوړولی وای

کوترې مې را اودلي وای

شیرکی لالا

 

همداراز د ماشومانو سندرې او ترانې ډیرې نورې اروايي او رواني ځانګړنې لري،چې د ماشوم په روح او روان ډیر اغیز ښندي.په ټولیزه توګه ویلی شو،چې د ماشومانو سندرې د هغوی په خپله ژبه ویل شوي وي، ډیرې ساده او روانې دي،خوږ اهنګ لري او ډیر ځله د ماشومانو له خوا په ګډه ویل کیږي.په داسې سندرو کې د هغه څه په هکله څرګندونې کیږي، چې ماشومان ېې په خپل چاپیریال کې ویني.او ورسره مینه لري،لکه ونې ،اوبه، باران،ستوري،ګلونه،حیوانات، یا هغه ټوکې ټکالې چې ددوی تر منځ مروجې وي.د کوچنیانو ډیرې سندرې د لوبو بڼې لري.

 

اغیز:

دا خو جوته خبره ده، چې دنن ورځې ماشوم دصبا ورځې مشر دی. دا چې دده مشرتوب به څومره ښه او با شخصیته وي، دا دده په کورنۍ، ټولنې او چاپیریال پورې اړه لري.که چیرې هر ماشوم ته پاملرنه وشي، پرته له شکه دا ماشوم په راتلونکي کې برخلیک ټاکونکی شخصیت جوړیدای شي. دا ماشوم د هغه نیلګي حیثت لري ، چې صبا ته به هرومرو ثمر ورکوي. په نورو ټولنو کې د کوچنیانو لپاره  په   هره برخه کې هر ډول کارونه ترسره کیږي.دوی ته بیلا بیلې پنځونې کیږي، تفریحي شونتیاوې ،کتابونه، شعرونه، ټوکې ټکالې او داسې نور مواد ورته چمتو کیږی، څو کوچنی ښه وروزل شي. خو له بده مرغه زمونږ په ټولنه کې دا دود ډیر کمزوری دی او د لیکوالو ډیره پاملرنه دې موضو ته نه ده متوجه. که څه هم له نیکه مرغه اوس هڅې روانې دي. زمونږ ګران لیکوال کوچنیانو په رزوزنه  او پالنه کې کولی شي د خپلو موادو په چمتو کولو کې دماشومانو له همدغو سندرو څخه ګټه واخلي، ځکه داسندرې کوچنیانو په خپلو نرمو او پستو ژبو پنځولي دي او همدا ماشومانه سندرې ددوی ځانګړې ژبه ده.

د کوچنیانو د فولکوریکو سندرو د اغیز په هکله دوست شینواری وايي:بدیعي او خواږه الفاظ، شاعرانه او سندریزې جملې او اهنګ لرونکي خواږه عبارتونه زمونږ د ماشومانو په روحي او جسمي وده کې ډیر ښه اغیز کوي. دا اهنګ لرونکې عبارتونه په ساده او روانه ژبه ، تفریحي وړې وړې کیسې د خوب راوړلو سندریز غږونه ماشومان خوښ ساتي، اراموي ېې او تر هغه وخته ېې د ډیرو ښو خاطرو ذخیره وي، چې دلومړي ځل لپاره له کتابه استفاده کوي.دی وايي : دماشومانو طفلانه روحیه دغو خوږو الفاظو اوسندریزو جملو  ته دومره  ضرورت لري، لکه بدن چې په خپله وده کې صحي غذا ته اړ دی.(۸)

د کوچنیانو سندرې د کوچنیانو ذهن روزي، ټولنیز مطالب ور زده کوي، دوی له خپل عیني ټولنیز ژوند او چاپیریال سره اشنا کوي.د کوچنیانو په سندرو کې ډیره په زړه پورې او مالوماتي برخه کیسۍ او د وړو مشاعرې دي، چې ډیره مالوماتي جنبه لري او د کوچني سویه ښکاره کوي. د هر ماشوم چې ښې کیسۍ او ښه ځوابونه زده وي ښه تبارز کوي، دلوړتیا او غرور احساس کوي.په دې توګه دا ډول سندرې دماشوم د روحي روزنې  په برخه کې باید یوه غوره لاروګڼو.(۹)

د ارواپوهانو له نظره انسانان دوه ډوله بلوغ لري،جسمي او دهني. دوی وايي:ډیر داسې پیښيږي چې یو ماشوم تر جسمي بلوغه وړاندې د ذهني بلوغ مرحلې ته ورسیږي.(۱۰)خو ستونزه داده،چې په وروسته پاتې ټولنو کې د ماشومانو تر منځ دا ډول درک لګول ګرانه خبره ده.په دې توګه که چیرې ولیدل شي، چې یو کوچنی یوه سندره پنځوي نو مونږ کولی شو،چې په هغه کې د ‌ذهني بلوغ نښې نښانې تجربه کړو او دغه سندرې تر یوه بریده د کوچنیانو د ذهني بلوغ په وده کې ستره مرسته کوي.

سندرې داښیګڼه لري،چې ژر حافظې ته سپارل کیږي او ماشومان تر څو ځله تکرار وروسته یوه سندره له یاده زده کړي او هغه ځکه چې په ترانو او شعرونو کې کلیمات ټاکل شوي ځایونه لري او د ترانې د وزن له مخې باید هره کلیمه په خپل خپل ځای کې وکارول شي او کله چې ماشومان ترانې له یاده زده کړي دهغو له حافطې سره مرسته کوي، چې وده وکړي او په راتلونکي کې ډیر څه زده او حفظ کړي.(۱۱)

ترانې او سندرې د ماشومانو ذهن له وزن، آهنګ او موسیقۍ سره هم اشنا کوي او د لومړي ځل لپاره یو ماشوم دا زده کوي، چې څنګه له موزونو جملو او بیتونو څخه خوند واخلي او څرنګه چې موزونه وینا او سندرې د انسان روح ته ارامتیا وربخښي، کولی شي ماشوم هم ارامه وساتي. زیاتره میندې کله چې غواړي خپل کوچنی ماشوم ویده کړي، هغه له الو الو الو تر څنګ خوږې سندرې هم وايي، چې د ماشومانو ذهن ته ځانګړی خوند او ارامتیا ورکوي.ترانې او سندرې ماشومان  د چاپیریال له نویو څیزونو سره اشنا کوي او کولی شي هغوي د ناوړه کلیماتو،ښکنځلو او بدورد ویلو له زده کولو څخه وژغوري. دژبپوهنې له نطره د کلیماتو سم ادا کول،دترکیبونو ویش او پیژندل او دجملو تړل تر هر څه مخکې د ماشومانو د ترانو او سندرو له لارې ښه زده کیږی. ځینې هوښیار او ذهین ماشومان که د ترانو  او سندروجوړښت ته ځیر شي، کولی شي په خپله یو شمیر داسې سندرې او ترانې جوړې کړي، چې داهم د ماشومانو د ادبیاتو په بډاینه کې مرسته کولی شي.ترانې زده کول او په لوبو کې د هغو ویل ماشوم سالمو لوبو ، بوختیاوو او ورزش ته هڅوي.(۱۲)

ارواپوهنه دانسانانو د خوښۍ راز په سالم مصروفیت کې ګڼي.مصروف انسانان له بیکاره کسانو څخه ډیر ارامه، خوښ او خوشاله وي.په همدې ډول سالم مصروفیت د کوچني په روزنه کې ستر اغیز کوي او د کوچني شخصیت ته ډیره ګټه رسوي.که چیرې یوه ماشوم ته کورنۍ ېې په کور کې یا له کوره بهر دلوبو او بوختیا شونتیا نه وي برابره کړې، نو دیوې بلې لارې نه کار واخلي څو خپل ماشوم د څوشیبو لپاره مصروف وساتي. دبیلګې په توګه   که ماشوم په کور کې یوازې وي او ملګري دوستان ونه لري، په بهر کې هم داسې ماشوم نه وي چې دده له خوی سره توافق ولري، نو کورنۍ ته ېې په کار ده چې خپل ماشوم ته د مثال په توګه دا دنده وسپاري، چې په ورځ کې یو ځل د هویلۍ ګلانو او بوټو ته اوبه ورکړي.یا دې ته ورته ځینې نورې چارې. پښتانه خو له نیکه مرغه د خپلو کوچنیانو لپاره ښه سندریز بنډارونه او لوبې لري. دا ډول لوبې همدا د کوچنیانو فولکوریکې سندرې دي، چې کولی شي د کوچنیانو په روحي ، جسمي ،اخلاقي او اجتماعي شخصیت باندې ژوره اغیزه وښندي.په کار ده، چې د کوچنیانو دغه سندرې او لوبې چې دا مهال ېې دود له ورکیدو سره مخامخ دی.بیرته فعال شي او نوره هم وده وکړي. څو کوچنیان ددغو پاتو سندرو سربیره نوې سندرې او نوې ولسي لوبې راوپنځوي یو خو به دا سالم دود بیرته راژوندی شي، بله دا چې زمونږ د کوچنیانو په ادبیاتو کې به د فکلور برخه ډیره بډایه شي او دویم دا چې   مونږ به برته له ډیرو امکاناتو نه  دخپل ولسي شتمنی (فولکور) له لارې ټولنې ته سالم او تکړه ماشومان ور ډالۍ کړو او همدا ماشومان به د سبا ورځې با شخصیته څیرې او څټې وي.

 

پای

سرچینې

  1. حبیب زوی، عبدالرحمان، نری نری باران دی،دانش خپرندویه ټولنه،تخنیکي څانګه، ۱۳۸۴،قوس، ۴۲مخ
  2. پورتنی اثر،۶مخ.
  3. پورتنی اثر،۱مخ
  4. hhtp// www.bbc.co.uk/pashto/News/story/2009/02/ printable/090225-hf-pashto-L andai.shtml.
  5. خاورې،غوټۍ، دپښتو شفاهي ادبیات شکل او مضمون،دافغانستان دعلومو اکاډمۍ دژبو او ادبیاتو مرکز، دولتي مطبعه،۱۳۶۶، ۴۰مخ.
  6. حبیب زوی، عبدالرحمان، نری نری باران دی، ۲۹مخ.
  7. شینواری ،دوست محمد دوست، دپښتو ولسي ادب لارې،دانش خپرندویه ټولنه، ۱۳۸۵،پیښور، ۱۴۰مخ
  8. پورتنی اثر،۱۴۰مخ.
  9. بهاند، آصف، دکوچنیانو ادبیات، چاپکال ۱۳۶۶، دولتي مطبعه، دافغانستان د چاپ او خپرونو دولتي کومیټه، ۲۷مخ.
  10. بلوچ، بصیر، مشاوره و  رهنمايي پیرامون پرورش سالم کودک، ناشر صبح بخیر افغانستان،۱۳۸۴خورشیدي، چاپ بنګاه انتشارت میوند،۱۰-۹مخ.
  11. لیوال، عبدالغفور، دماشومانو لپاره کیسې او بوختیاوې ، داریک ګرځنده کتابونو اداره، ۱۳۸۱، احمد پرنټینګ پریس، ۲۷مخ.
  12. پورتنی اثر،۲۷مخ.

 

 

 

یادونه: ددې لیکنې ټولې سندرې د کوچنیانو د فولکوریکو سندرې له ټولګې (نری نری باران دی) څخه                                  راوړل شوي دي، ځکه ټولو سندرو ته له ریفرینس ورکولو څخه ډ‌ډه شوې ده.