د خوشال خټک ځان او جهان

خوشال بابا وايي:

په ځان او په جهان کې ما دوه څيزه دي     کـښلي
په ځان کې دواړه سترګې په جهان کې واړه ښکلي 

دا په زړه پورى عجيبه شعر دى،ايستيتيکه فلسفه ورکې پرته ده.سترګې او ښګلا يو له بل سره تړلي اړيګې لري. که سترګې نه وي ښکلا نه څوک ليدلى شي،نه يې حسولى،نه يې لمسولى او نه يې څوک درکولى او پيژندلى شي.هغه سترګې چې ښکلا پيژني هغه دښکلا پيژندنې له ځانګړو حسونو څخه برخمنې وي  

دلوي څښتن دې ارتې نړۍ ته څومره ځير شو،نو دڅښتن تعالى  دکمال و جمال د ځواک څيړنه ،ډيره ګرانه ده.وايي چې کله خداي پاک حضرت آدم (ع) د جوړولو هوډ وکړ،نو پرښتې يې دازموينې لپاره ځمکې ته واستولې،څو له بې روه مخلوقاتو څخه د روح لرونکي انسان په جوړولو کې کار واخلي.پرښتو د لومړي ځل لپاره له اور څخه د ادم د جوړولو غوښتنه وکړه خو اور په ډير غرور  ددوي دا هيله ونه منله،په همدې ډول له اوبو څخه او بيا له باد څخه خو هر يوه انکار وکړ.                                    

د وروستي ځل لپاره پرښتې هغه بې روحه مخلوق ته لاړل چې په تقدير کې يې خداي (ج) د اشرف المخلوق دجوړولو هوډ کړى و. کله چې د پرښتو لخوا له خاورې نه د آدم د جوړولو په برخه کې غوښتنه وشوه،خاورې په ډيرې عاجزۍ سره د لوى څښتن دې امر ته غاړه کيښوده.بلاخره پرښتو د ځمکې له اړخ اړخ نه خاوره جنت ته پورته کړه او د خداى پاک پر وړاندې يې کيښوده.پرښتو پرته له سر او مخ نه د آدم د بدن په جوړولو پيل وکړ.پرښتو د آدم په مخ او سر کار نه درلودو او دا هغه مقدسه برخه وه چې پرته له خدايه نور له هيچ چاسره ددې برخې د جوړولو اجازه نه وه.لوى خداى په خپلو بلاکيفو لاسو د انسان سره او مخ بشپړ او وروسته يې ورکې سا وه وغړوله.چې د آدم (ع) څيره ترې منځ ته راغله.                           

که چيرې څوک په بشپړ ارام ذهن د انسان مخبيلکې (چوکاټ) ته وګوري نو هرومرو د هيښتيا نړۍ ته منډه اخلي،او د ستر څښتن قدرتونو ته د سجدې سر ټيټوي.که چيرې په هغه مهال يو انځورګر واى  ايا هغه به داسې انځور کښلى واى چې هيڅ وجود ېې شته نه واى؟ اوس به هم داسې انځور ګر پيدا شي چې د داسې يو تخليق  انځور وکړي چې  هيچا نه وي ليدلى.په خيال کې څوک يو تا څرګند څيز انځورولى   شي؟ 

نه هيڅکله شونې نه ده.مو‌‌‌‌نږ که د ادم د زوى يانې انسان په هره ‌‌برخه څيړنه،شننه او سپړنه وکړو نو له نيمګړتياوو څخه به تشه نه وي.د يوشتمې پيړۍ تينالوجي هم د انسان د جوړښت په اړه څيړنه کې پاتې راغلې ده.د انسان په ټول وجود باندې که څومره و غږيږو بسنه نه کوي او زمونږ له وسه وتلې خبره ده.يوازې که مونږ  دسترګې په ټوليز جوړښت او ميکانيزم باندې څيړنه وکړو،په سلګونه سپينې پاڼې به پرې تورې شي خو بيا به هم ددې وړې او کوچنۍ سترکې آر څرنګوالى او څومره والى په لاس رانه شي       

 خو په لنډو ټوکو کې به دانسان د سترګو مانيزې او جوليزې بڼې ته  کتنه وکړو.

د انسان له غاړه نه پورته خوا خداي پاک په خپلو بلاکيفو لاسونو جوړه او ښکلې کړې ده.د انسان د بدن دغه برخه د لوي څښتن د کمال و جمال يوه ستره ځانګړې نښه او بيلګه ده.چې مخ او سر يې جوړونکي غړي دي.چې د انسان د ټول بدن استازيتوب کوي.په دغه حصه کې د انسان پنځه ګوني حسونه هم ځاى شوي دي.د انسان د ټول بدن ښکلا او بدرنګي هم له همدې ځايه څرګنديږي،د انسان د بدن کنټرولر غړي ماغزه هم په همدې ځاى کې دي.دښکلي انسان ښکلى غږ هم له دې ځايه وځي. 

خو دلته به له هر څه تير شو  يوازې به د انسان په هغه غړي و غږيږو چې که شته وي نو نړۍ به هم د انسان لپاره شته وي او که نه وي نو نړۍ به هم نه وي.دا ارزښناکه غړي سترګې دي،چې جوليز جوړښت يې په لاندې ډول دى.

د بادام په بڼه د اوبو، وينو او غوښو يوه غوټه ده چې په منځ کې ېې مردکى (قرينه) وجود لري چې سپين رنګ لري او تر شا ېې رنګينه برخه عنبيه ده چې تور،سپين او ابي رنګونه لري.په منځني برخه کې ېې تور سوري ښکاري چې عدسيه يا د سترګو د کسي په نامه ياديږي.د سترګو د کسي په وروستي برخه کې چې ريتنا نوميږي  د عصابوڅوکې دآخذې په څير موجودې دي.دا عصبي څوکې دوه ډوله دي يوه يې رنګه او بله يې تور او سپين څيزونه ويني.ريتينا ته د روښنايي وړانګې د کسي له لارې ننوځي.وړانکې چې ريتينا ته ورسيږي هغه د باصرې عصابو ته خبر ورکوي او د باصرې عصاب مرکزي ماغزوته خبر رسوي.په دې ډول مونږ څيزونه اورنګونه  د مرکزي دماغ په وسيله وينو او پيژنو.

د حيرانتيا خبره دا ده چې سترګه څومره ښکلې بڼه لري.له اوبو او غوښو څخه جوړه او شفافه غوټه په خپل چاپيريال کې اوړي را اوړي،خوږه ښکلا پکې پرته ده،په کومه ژبه او کومو تورو او لف‌ظونو د څښتن د کمال او جمال دغه  بيلګه وستايي هره ژبه پري پسه پسه کيږي،ځکه خو شاعر وايي:

ستا حسن او جمال په کې ځاى نه کړو په هيڅ هنر
حسن او جمال څومره واړه واړه لفظونه    دي

د انسان په سترګو کې ډيره ارته نړۍ پرته ده،سترګې ټوله نړۍ څاري او تر ډيرو لرې لرې واټنونو مزلونه کوي او کله کله د خلکو د زړه ښکار هم کوي.سترګې بيلا بيل رنګونه لري،شنې سرې تورې او له څو رنګونو څخه مرکب هم شته.سترګې په ټوليزه توګه د بادام د ميوې بڼه لري،نيمه توره  يا شنه او نيمه سپينه.همدا سترګې دي چې د خلکو په زړونو پاچايي کوي،ځکه خو دپښتو ادب د قافلې سالار د تورې او قلم څښتن خوشال بابا سترګوته درناوى لري.

په ځان او په جهان کې ما دوه څيزه دي کښلي
په ځان کې واړه سترګې په جهان کې واړه ښکلي

سترګې په ښکار او نښه ويشتلو کې ډيرې پياوړې او غښتلې قوت لري ، همدا سترګې دي چې مونږ يو بل پرې مينه ورکوو..حمزه بابا مينه په سترګو ټيټولو کې کوي.

ما کوز ورته ليمه کړ زما سر نه ټيټده
شايد چې په الفت کې هم افغان پاتې کيدم

همدا سترګې دي چې د ښکلي خداى ښکلى طبيعت او پنځونې پرې وينو.انسانان دوه ډوله (مانيزې )سترګې لري يو د سر او بل د زړه سترګې دي.دسر سترګې تل د زړه په سترګو نظر خښوي او پرې له غيشي نه دروند ګوزار هم کوي لکه سايل چې وايي:

دنظر غيشى د زړه په چم په پام وروه
چيرته زخمي په کې دا ستا نازک خيالونه نه شي
يا
سترګو ته دې ووايه چې سترکوته کې نه ګوري
زړه که مې زخمي شو په بدل کې درنه زړه عواړي

مونږ  خندا د خولې شونډو او غاښونو په ښورولو کوو،خو په اصل کې خنداد ژړا په څير له سترګو څخه زيږي.خوښي او خفګان هم له سترګو څخه ښکاري .هر څوک چې خپه وي او که خوشاله وي  سترګې ېې بيله بڼه غوره کوي او له ورايه په کې دخوښۍ او خپګان توپير  څرګنديږي.
همدا د آدم د زوى سترګې دي چې ګلان شيندي او کله ازغي کله نفرت او کله مينه،کله کله د خلکو زړونه آباد کاندي او ورکې د مينې يوه ښکلې جونګړه جوړه کړي او کله خو آباد زړونه ويجاړ کړي. همدا سترګې دي چې مينه پرې اخلو او مينه پرې ورکوو.