ماشوم او ټولنیز چاپيریال
لیکوال:عبدالرحمان حبیب زوی
سریزه:
ټولنه یو ډله وګړو ټولګې ته وايي،چې په یوه ټاکلي ځای کې میشته وي.او د هرې پوړۍ انسانان ورکې ژوند وکوي، زوړ، ځوان، نر او ښځه ، لویان او ماشومان، دا ټول دیوې بشپړې ټولنې وګړي دي. دیوې ټولنې بنسټیز وګړي د هغه ټولنې ماشومان جوړوي،ځکه چې د نن ورځې ماشومان دسبا ورځې مشران دي
پرمختللي هیوادونه کوچنیانو ته ډیر ارزښت ورکوي او ډیره هڅه کوي، څو ټولنې ته بشپړ ټولنیز ماشوم ستر او وروزي. کومې ټولنې چې تل د بدمرغیو کندې لویدلي هغه ټولنې د یو شمیر مشرانو له لاسه داسې بدمرغه شوي دي.دا ځکه چې دې مشرانو په کوچنیتوب کې ښه او سالمه روزنه او پالنه نه ده اخیستې، نو ځکه خو د مشرتوب سمه تمه ترې ناشونی کار بریښي.که چیرې د ماشوم په روزنه او پالنه کې هره ټولنه اړین تدابیر ونیسي،پایله به ېې دا وي،چې ټولنې ته به ډیر لوړ او ټولنیز انسان وړاندې شي.او کیدای شي چې له هغه سره ټولنه نیکمرغه شي.
ارواپوهنې او ټولنپوهنې د علمي او تاریخي تجربو پر بنسټ څرګنده کړې،چې د یوه انسان د شخصیت جوړونې
ډبره د هغه په ماشومتوب کې د کورنۍ او شاوخوا چاپیریال کې ایښودل کیږي.Personalization
انګیرنې،پوښتنې او ګرویږنې او پیښې د کوچنیتوب او نوي ځوانۍ په پړاو کې چې منځ ته راځي، د یو انسان ذهنیت،شخصیت او دهغه راکړه ورکړه له ټولنې او کورنۍ سره د نوموړي ماشوم په شخصیت بشپړ اغیز لري، له دې امله د یوې سالمې او سمې ټولنې د رامنځ ته کیدو لپاره د ماشوم سمه روزنه او پالنه یو له ډیرو بنسټیزو کړنو څخه شمیرل کیږي. په افغانستان کې له یوې پیړۍ راپه دیخوا کولتوري فقر،ټولنیزې ناخوالې،اقتصادي وروسته والی او ستونزې ددې ټولنې د بدمرغۍ او بدبختۍ مثلث جوړوي.درې لسیزو جګړو زمونږ ټولنیز اخلاقي جوړښت ته ېې ډیر زیان رسولی دی.تر ټولو زیات ېې کوچنیان دبدبختۍ،کرکې، غوسې او نا امیدۍ کندې ته ورګوزار کړي دي. پر دی بنسټ ددې ویجاړ شوي جوړښت بیا رغاونه ډیرې هڅې او منډې ترړې ته اړتیا لري.
دماشوم په شخصیت جوړونه کې د چاپیریال اغیزې:
په ټولیزه توګه په کلي او بانډو کې ماشومان تر درې کلنۍ پورې په کور کې ساتل کیږي،خو په ښارونو کې دا معیار توپیر لري. داځکه چې په ښارونو کې د خطر ډیره شونتیا وي،لکه د ترافیک او ټرانسپورټیشن ستونزې او داسې نور.خو عمومآ دښار خلک زیار باسي څو خپل ماشومان له شپږ کلنۍ څخه وروسته دباندې پریږي او په کلي او بانډو کې چې کورنۍ له پولې او پټي سره سرو کار لري او همداراز بشپړه آزاده فضا وي، نو ماشومان له وړوکتوبه خپل پلاراو یا د کورنۍ نورو غړو سره د پولې او پټي خواته تګ او راتګ لري، نو پردې بنسټ د کلي او بانډو خلک له درې کلنۍ څخه وروسته خپل ماشوم دباندې پریږدي. مګر یو دپام وړ خبره داده چې زمونږ په ډیرو کورنیو کې د ماشوم د ازادۍ تر څنګ د هغه لپاره د پاملرنې (انظباط) تدابیر نه نیسي او په خپل سري توګه ېې پریږدي،چې دا چار هم د ماشوم په شخصیت جوړونې باندې ناوړه اغیز ښندي.
د ماشوم د بهرني چاپیریال اغیزې د ماشوم له کورنۍ سره نیغ په نیغه اړیکې لري. دبیلګې په توګه که چیرې یو ماشوم په کور کې تر ډیرې پاملرنې او لورینې لاندې ونیول شي، هغه سره خوږې خوږې خبرې وشي. ونازول شي وپالل شي په ډیرو لږو بریاوو ډیر تشویق شي. دلته ده چې ماشوم دوه ډوله رشد کوي.الف: ذهني –ب:جسمي، چې کیدای شي په ځینې وختونو کې ماشوم د ښه ذهني ودې له امله نبوغ ته هم ورسیږي. په دې ډول ښه رواني حالت کې چې ماشوم لویږي د هغه کړنې به له چاپیریال سره هرومرو له ښې رویې څخه ډکې وي.له خلکو سره به په اړیکو کې ډیر بریالی وي، ټولنیز اخلاق په کې ورځ په ورځ پنځیږي او له بیلا بیلو خلکو سره ژر تر ژره توافق اخلي. خو که هرڅومره ځیرک ماشوم هم وي، کله چې دباندې راووځي ، له خلکو ،چاپیریال او بیلا بیلو وګړو سره معاشرت کې ګډ شي. هرو مرو د ځینو ډلو تر تاثیر لاندې راځي او کیدای شي چې تقلیدي حالت غوره کړي ځکه چې لومړی خو کورني اصطلاحات ېې په کوڅه ډبو اصطلاحاتو اوړي او د کوڅو چټل اصطلاحات ېې په ذهن کې ځای نیسي. دلته نو دهغه ماشوم د کورنۍ دنده او پازه ده چې څه ډول خپل ماشوم کنټرول او وڅاري.
په هره ټولنه کې یوه کورنۍ له بلې کورنۍ سره چې په عادتونو او کړنو کې نږدیوالی ولري، دغه ډول کورنۍ له یو بل سره اړیکې هم ډیرې تودې ساتي او ځانته د خپل په څیر ګاونډی غوره کوي.هرو مرو داسې کورنۍ شته چې په کړنو کې ددوی سره یو ډول نه وي او یا اختلاف نظر ولري،او نه غواړي چې خپل ماشوم د هغو له ماشومانو سره لوبو ته پریږدي. دا ډول کورنۍ دې ته لیواله وي،چې خپل ماشوم د خپل ځان غوندې کورنۍ له ماشومانو سره لوبو ته پریږدي.نو په دې توګه ماشوم د ناوړه چاپیریال له اغیزو څخه ساتل کیږي.
که چیرې یوه کورنۍ په داسې ځای کې میشته وي، چې هلته هیڅ دده په څیر بله کورنۍ نه وي.یا دغه کورنۍ له نورو کورنیو سره بشپړې اړیکې او توافق نه شي ساتلی،په داسې حال کې باید خپل ماشوم لپاره د بوختیا زمینه برابره کړي، دلوبو بندوبست ورته وکړي،ځینې دندې وروسپاري.دساري په توګه په حویلۍ کې ګلانو او بوټو ته اوبه ورکول، دځینو لوښو مینځل او داسې نور.
که چیرې داسې کورنۍ وي چې له یوه ماشوم سره له لورینې کار نه اخلي ،هر وخت ېې رټي غندي او تل ېې بند ساتي دلوبو لپاره ېې نه پریږدي،په کورنۍ کې ېې تل شخړې او جګړې وي.په داسې کړکیچن حالت کې ماشوم له یو ډول رواني ستونزې سره لاس او ګریوان وي.داماشوم چې کله د خپل کور له تنګې او بندې ساحې څخه آزادې ساحې ته راووځي.نو له دې ډول فضا څخه ډیر خوند اخلي.خو په همدې حال کې په زړه کې ېې د کرکې حس هم وي.داځکه چې په کوچنیوالي کې چا ورته مینه نه وي ورکړي،هر چیرې چې ځي ځان ورته حقیر او ګرم ښکاري.
خو بیا هم هر کار ته ېې چې زړه غواړي لاس ور اچوي او همدا لامل دي،چې ماشوم د چاپیریال تر بدو اغیزو لاندې راځي او د بدمرغیو ښکار کیږي.
پایلیزه:
- د کورنۍ او بهرني چاپیریال نیغ په نیغه اړیکې پر ماشوم اغیز ښندي.
- کورنۍ تر دې وړاندې چې خپل ماشوم دباندې وباسي، باید چاپیریال او سیمه وپیژني او خپل ماشوم لپاره د هغو کورنیو د ماشومانو سره په اړیکو کې وي، کومې چې ددوی د کورنۍ د روزنې او کړنې سره یو ډول وي.
- ماشوم په هر حال کې له لورینې څخه لرې نه شي.
- د دوو نیکو کورنیو تر منځ د کوربه او میلمه په ډول اړیکې د ماشوم په سالمه روزنه کې ډیره ونډه لري اود کوچني د چاپیریال له بدو اغیزو څخه په ساتنه کې یو لوړ او غوره ګام دی.
- د ماشوم د آزادۍ تر څنګ باید دهغه پاملرنې ته ډیر ارزښت ورکړل شي.
- په ځینې ځایونو کې چې ماشوم د چاپیریال له بدو اغیزو څخه وژغورل شي،نیمه دیکتاتوري چلند هم اړین چار دی.
دغزل توري لکه ژوبل د کابل ماشومان
وړې سلګۍ ېې تر بابا عبدالرحمانه رسي!
سرچینې:
۱- بلوڅ، بصېر، مشاوره و راهنمايي پیرامون پرورش سالم کودک،نشرات صبح بخیر افغانستان،۱۳۸۴
۲- بلوچ،بصیر، مشاوره و راهنمايي به منظور آشنايي با عوامل تاثیر ګذار بر شخصیت انسان، ۱۳۸۶