ځوان کول                                               

سياست                    

اړتيا او وړتيا

عبدالرحمان حبيب زوى

 

سياسي ګوندونه د لومړي ځل لپاره د اولسمې پيړۍ په لومړۍ نيمه د ١٦٣٠ او ١٦٧٠په منځ کې د دوو ګوندونو (ټوډې) او (ويګ)په مخبيلګه کې په بريټانيې کې رامنځ ته شول.خولومړنى هيواد امريکه و،چې په پرمحتللي بڼه ګوندونو ورکې برياليتوب تر لاسه کړ،او د امريکې د ١٨٠٠م کال په ټاکنو کې دغه کوندونه راڅرکند شول.وروسته بيا دا لړلۍ اروپا، اسيا په اسيا کې افغانستان،هند، ايران،ترکيه،او د افغانستان ټولو ګاونډو هيوادونو ته وغځيده.(١)                                      

په هغه هيواد کې چې سوله او ټيکاوو تل له ګواښ سره مخ وي،فساد له حد ه تيرى کړى وي او د عدالت تله د زورواکو تر سيورې لاندې وچورلي او داسې چاپيريال رامنځ ته شوى وي،چې نه څوک ښو ته ښه وايي او نه هم بدو ته بد وايي.پورنتۍ نښې په افغانستان کې په پشپړه توګه د ليدو اولمسيدو وړ دي.                                                                       

په داسې ټولنيز اتموسفېر کې ځوان د ټولنې ناخوالو ته په کتو سره خپل لورى او د ليد لوري ځاى ورکوي.تر يو ډول اروايي فشارلاندې راځي، دهمدې فشار د مخنيوي او هيوادنۍ مينې د سړولو لپاره ځوان کول سياسي ګوندونو،مدني ټولنو او يا هم ځينې بنسټپالو ډلو ته مخه کوي.په درې واړه حالتونو کې ځوان له خپلو زلمکيو ولولو سره دسياسي لوبو ښکار      کيږي                                                                                                             .                                                                                                                                                 

دبيلګې په توګه ډير ځوانان په سياسي مظاهرو کې قرباني شوي دي.له ١٣٨٢ کال څخه تر ١٣٨٨ پورې څلورمحصل ځوانان په حق رسيدلي دي.دوه يې له پولي تختيک څخه او دوه نور يې له کابل پوهنتون څخه وو. شاوخوا لسګونه ځوانان په سياسي لوبو او مظاهرو کې وهل ټکول شوي دي.همدارنکه په لسګونه ځوانان د بنسټپالو او ترهګرو ډلو لخوا روزل کيږي او په شعوري توګه له منځه وړل کيږي او دوي ترې خپلې موخې ترې لاسه کوي.                                                                                                                                                               

دامهال په افغانستان کې شاوخوا ١٢٠سياسي ګوندونه فعاله دي چې کيداى شي ځينې يې له ١٠٠ څخه زيات غړي ونه لري.په هغه هيواد کې چې ديرش ميلونه نفوس لري هغه هم دريمه برخه يې نالوستي په دې شمير ګوندونه پرته له بدمرغۍ نور هيڅ شى له ځانه سره نه راوړي. همدا اوس  په هيواد کې ٢٠٠مدني ټولنې کار کوي.(٢) دهيواد سرحدي سيمو ته په لسګونه داسې ډلې شته چې ځوانانو ته ترهګريزې زده کړې ورکوي.                                                                        

په هر حال پوښنته داده چې ځوان ته په سياسي ډګر کې کوم مهال ښه مهال دى؟د متعلمۍ دوره،د محصلۍ دوره،که د دندې دپرمخ بيولو پر مهال؟

دلته زمونږ موخه لوستي ځوانان دي،ځکه په هيواد کې يوازني د تمې سترګې همدوي ته پاتې دي.زما په آند ځوانانو ته بويه چې لومړى دې خپلې ټولې زده کړې بشپړې کړي او بيا دې تر يوه بريده اقتصادي پانګه يانې د ژوند د معيشت لارو چارو ته هم لاس رسى ومومي او په ترڅ کې يې تر يوې اندازې کاري تجربه هم ومومي نو بيا دې سياسي ډګر ته يا سياسي ګوندونو ته ورودانګي.تر پورته وختونو څخه وړاندې په سياسي ډګر کې د ځوانانو برخه اخيستنه د دوي پر زده کړو ناوړه اغيز ښندي او ددوي د زده کړې د پرمختګ مخنيوى کوي.په يوه سياسي ګوند کې له لسو نالوستو او کم تجربې ځوانانو څخه يو لوستى او تجربه لرونکى ځوان ډير ګټور وي.د همدغسې ځوانانو د ښو پوهيدونو له امله کيداى شي په هيواد کې مانيزه او جوليزه بيارغاونه رامنځ ته شي، او له اوسنيو نا خوالو څخه د خلاصون لار ومومو.                                                                     

 

 

سرچينې:

  1. حبيبي، فرزانه،په افغاني ټولنې باندې د آذادو رسنيو اغيز،١٥٣مخ،د افغانستان د علومو اکاډمي