زما نوم عبدالرحمان حبیب زوی او د پلار نوم مې عبدالحبیب دی.په کال ۱۳۶۵لمریز کې د لوګر ولایت د محمد آغې ولسوالۍ په احمدزی کلا کې مې زوکړه شوې ده.په خټه پښتون ستانیکزی یم.لومړنۍ او منځنۍ زده کړې مې د پیښور په حضرت قیس لیسه کې تر سره کړي او د دولسم بری لیک مې له محمد آغې لسیې څخه تز لاسه کړی دی.په کال ۱۳۸۶لمریز کې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي له پښتو څانګې څخه په علمي کدر کې فارغ شوی یم او دا مهال د همدې پوهنځي په پښتو څانګه کې د ماسټرۍ په اخیستو بوخت یم.
دندې:
۱-د افغانستان په ملي راډیو تلویزون کې د نړیوالو خبرونو پروډیوسر او عمومي ایډیټر
۲-په سویل ختیځو ولایتونو کې د فرانس ۲۴تلویزوني شبکې څیړنیز خبریال
۳-په صبح بخیر او ماښام پخیر افغانستان راډیو کې د (قانون واکمني) د پروګرام کوربه
۴-له ۱۳۸۶څخه تر دا مهاله د افغانستان د علومو اکاډمۍ په سیمه ییرو مطالعاتو مرکز کې نوماند څیړنیار او د هندو پاکستان د انسټیټیوټ مسول.
۵-د آزادو ژورنالستانو د ټولنې غړی
۶-د قلم د لیکوالو د ټولنې غړی
آثار:
۱-نری نری باران دی.د کوچنیانو د فلکوریکو سندرو ټولګه.چاپ
۲-د لویې پکتیا خپلواکې ادبي ټولنې او خپرونې.ناچاپ
۳-دعبدالخالق اخلاص ژوند او فن.ناچاپ
۴-پاکستان پیژندنه.ناچاپ
۵-په پاکستان کې د واک جوړښت او سرچینې.ناچاپ
۶-په پاکستان کې دیني مدرسې او ددغه هیواد په سیاست کې د هغو اغیز.چاپ
۷- یوڅو تیروتنو په ځواب کې :ژباړه.چاپ
۸-ژونده څه د ژوبلو آرمانونو غیږ دې ډکه کړه.(د لنډو کیسو او هنري ادبي لیکنو ټولګه) ناچاپ
همدا راز زما په لسګونه علمي څیړنیزې ادبي،تاریخي او سیمه ییزې لیکنې په کورینو او بهرنیو ژبو د علومو اکاډمۍ په علمي مجلو کې خپاره شوي او په لسګونه نورې ادبي سیاسي ټولنیزې مقالې او لنډې کیسې د هیواد په خپلواکو ویبپاڼو او مجلو کې په چاپ رسیدلي دي.