دسړك جوړونې ماشين آلات

Highway Machinery

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

لیکنه د محترم انجنیر سیف الله

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

مقدمه:

سړك دماشين آلاتواوبشري قوې په واسطه جوړيږي چې دماشين آلاتوپه واسطه ډيراقتصادي دي. په نننۍ زمانه كې دسړك جوړونې په ټولوپروژوكې دتخنيكي ماشين آلاتوڅخه استفاده كيږي . هغه ماشين آلات چې په سرك جوړونه كې ورڅخه استفاده كيږي په لاندې څلوروكتګوريوويشل شوي:

۱-     دسړك دځمكنيوكارونوماشين آلات                             Earthwork Machinery  

۲-     د تهيه كولوماشين                                              Road Metal Machinery

۳-     د سړك دقيراچونې ماشين آلات                     Bituminous Road Machinery

۴-     د سړك دكانكريټ اچونې ماشين آلات    Cement Concrete Road Machinery

دځمكنيوكارونوماشين آلات:

          دغه ګروپ ماشين آلات دسرك دكيندلو، ډكون اونوروساختماني كارونولپاره په كاروړل كيږي. تراكتور Tractor ، بلدوزر Bulldozer، سكريپر Scraper، ګريدر Grader، شاول Shovel رولر Roller، لاري Truck اونورددغه ګروپ ماشين آلاتودډلې څخه شميرل كيږي .

۱-بلدوزر Bulldozer:

بلدوزرديوقوي ساختماني ماشين څخه عبارت دي چې دساحې دپاكونې ، دموقت سركونوپه منځ ته راوړلو اودسرك جوړونې په چاروكې دخاورودانتقال په منظورورڅخه استفاده كيږي .ددې لپاره چې وغواړو خاوره ديوځاي څخه بل ځاي ته انتقال كړوبايددبلدزربيل په افقي ډول دماشين دپاسه نصب شي . په هغه صورت كې چې وغواړوچې خاوره دهمواركاري په وخت كې دسرك دواړو غاړوته انتقال شي دبلدزربيل ته په  30° زايه قراروركول كيږي.

         بلدوزرونه مختلف انواع لري چې يوه نوع ېې 22T وزن لري ، د 220-250 HP قدرت لرونكي اوپه في ساعت كې  25 Li ليتره تيل په مصرف رسوي.

         بلدوزرديوقوي ساختماني ماشين څخه عبارت دي چې دساحې دپاكونې ، دموقت سركونوپه منځ ته راوړلو اودسرك جوړونې په چاروكې دخاورودانتقال په منظورورڅخه استفاده كيږي .ددې لپاره چې وغواړو خاوره ديوځاي څخه بل ځاي ته انتقال كړوبايددبلدزربيل په افقي ډول دماشين دپاسه نصب شي . په هغه صورت كې چې وغواړوچې خاوره دهمواركاري په وخت كې دسرك دواړو غاړوته انتقال شي دبلدزربيل ته په  30° زايه قراروركول كيږي.

         بلدوزرونه مختلف انواع لري چې يوه نوع ېې 22T وزن لري ، د 220-250 HP قدرت لرونكي اوپه في ساعت كې  25 Li ليتره تيل په مصرف رسوي.

۲-تراكتور Tractor

 

تراکتور يو ډيرقوي ساختماني ماشين دي چې دساختماني موادو دانتقال لپاره ورڅخه استفاده كيږي تراكتوردوه نوعې لري يو ېې Grawter Tractor يا چين لرونكي اوبل ېې wheeled Tractor يا عرابه لرونكي تراكتوردي. عرابه لرونكي تراكتوردچين لرونكي تراكتورپه نسبت دكم قدرت لرونكي دي ولې برعكس سرعت ېې دچين لرونكي تراكتورپه نسبت زيات دي له همدې امله دي چې ددې ډول تراكتورڅخه په همواروممالكوكې دسرك جوړونې په چاروكې استفاده كيږي. چين لرونكي تراكتوردكم سرعت لرونكي دي ولې قدرت ېې زيات دي بناءً په ناهمواره ممالكوكې ور څخه استفاده كيږي.

۳-ګريډر Grader:

ګريډر هم په ساختماني چاروكې يودډيرومهمو ساختماني ماشين آلاتوڅخه شميرل كيږي. دګريډر څخه دهمواركاري اونوروساختماني چارولپاره استفاده كيږي. ګريډر دجسامت له لحاظه نسبت نوروساختماني ماشينونوته لوي دي اوپه كم وخت كې زيات كاراجراكوي .دغه ماشين دهايدروليكې سيستم په واسطه كنترول كيږي اوددې ماشين بيل هم په هموارشكل (عمودي) اوهم په جانبي زاويه سره كاركوي.
۴-
لوډر Loader:

لوډرپه ساختماني چاروكې يودډيرولويوماشينونودجملې څخه دي .لوډرددرندواجساموپه انتقال كې لكه تيږه ، خاوره ، خټه اونورموادوپه انتقال كې كارول كيږي.

         دكاردسرعت په خاطر هغه موادچې دعراده جاتوخصوصاً دډمپ ترك په واسطه ديوځاي څخه بل ځاي ته انتقاليږي دلوډرپه واسطه باريږي. لوډردهايدروليكي سيستم اوكيبل په واسطه كنترول كيږي.

۵- ډمپ ترك Dump truck:

ډمپ ترك هم دنوروساختماني ماشينونوپه شان دزيات ارزښت لرونكي دي . ددغې واسطې څخه دخاورې ، ريګ اونوروساختماني موادودانتقال لپاره استفاده كيږي . ډمپ ترك دلوډرپه واسطه ډكيږي اومواددهايدروليكي سيستم په واسطه تخليه كوي چې دتخليه كولوپه وخت كې موادنه ضايع كيږي.

۶- سكريپر Scraper:

         سكريپر يوماشين دي چې معمولاً دتراكتورپه واسطه كشول كيږي دغه ماشين دځمكې دترازو ، انتقال اوهموارولولپاره په كاروړل كيږي.

         يوسكريپردځمكې دتراشلولپاره ديوقطع كوونكي پل اودتراشل شوومواددبارولولپاره ديو- ې سلواغې لرونكي دي . دځمكې كيندل شوې خاوره دسكريپر سلواغې ته باريږي اودپركاري په منظور بل ځاي ته انتقاليږي . دسلواغې ظرفيت د 3 څخه تر 15 مترمكعب پورې رسيږي . دسكريپر قطع كوونكې څڼډه ځمكه قطع تراش كوي اوبيادهمدغه قطع كوونكې څڼډې په واسطه راټوليږي او سلواغې ته داخليږي چې وروسته دغه خاورې دهمواركاري اوياپركاري لپاره دسلواغې دخولې څخه خالي كيږي.

         په معمولي خاوروكې خپله سكريپر دځمكې دتراشلوتوانايي لري اما په سختوځمكوكې لومړي بايد ځمكه قلبه شي اوبيا دسكريپرپه واسطه خاوره واخيستل شي . دسكريپرپه واسطه دخاورې انتقال د 100-500m په فاصله اقتصادي دي اوله دې څخه زيات غيراقتصادي دي چې بايد دلاري اويانورووسايلوڅخه استفاده وشي.

۷- رولر(لنګر) Roller:

-----------------------

نهمه برخه ادامه لري