بې خطره تخنيك Safe Technique
_____________________________
ليكوال : محترم انجنير سيف الله
_________________________________________
بې خطره تخنيك دهغه علم څخه عبارت دي چې دبې خطره اوبرضرره كيدو مسايل لكه دتوليدپه جريان كې دزخمي كيدو ، حرفوي مرضونو، مسموم كيدو، حريق اوانفجاردمخنيوي لپاره مسايل ترمطالعې لاندې نيسي . دپورته ذكرشوومقاصدو دلاسته راوړلولپاره امني تدابيرتربحث لاندې نيسوچې دتوليدي كارونودمصئونه شرايطو دمنځ ته راوړلوپه خاطر جستجوكوي چې نوموړي تدابيرپه لاندې دريوګروپونوويشل شويدي:
۱-تخنيكي تدابير:
دكارګرانودمحافظې په خاطر دتوليدپه وخت كې دزخمي كيدو اوناڅاپه واقعاتو اوهمدا رنګه دكارګرانودزحمت كمولو ، دزخمي كيدودعواملودمنځه وړلواودمصرفي موادوناڅاپي تاثير دانسان دوجودپه اعضاوو باندې ترمطالعې لاندې نيسي
۲-بهداشتي تدابير:
په ساختماني ساحه كې دكاردصحي شرايطوتامين دكارپه محل كې داطاقونودرست جوړولو اوداسې نورو په واسطه.
۳-حقوقي ارګانيزشني تدابير:
ددولتي قانون مراعاتول چې دامني تخنيك دكاردمصئونيت په منظوروضع شويدي .
په نوموړي تدابيروكې دمملكت دكارګرانودكار اوكارګري قانون شامل دي . دامني تخنيك او ضد حريق تخنيك اساس هدف په ساخماني ساحه كې دټكرونو او ناڅاپه واقعاتومخنيوي دي.
دامني تخنيك په باره كې تعليمات
دجراحاتودمخنيوي په خاطر عمده ترين تدابير دامني تخنيك د تبليغ څخه عبارت دي چې د كارګرانوغوږوته بايد ورسول شي اودوي ته بايد وښودل شي چې دماشين آلاتوڅخه دكارپه وخت كې درسته استفاده كول ، دكارپه وخت كې احتياط كول اوددفاعي آلاتوڅخه استفاده كول دي چې نوموړي كاردكارګرانوپوهه دامني تخنيك په مسايلوكې لوړوي اودناڅاپه واقعاتو څخه مخنيوي كوي.
دامني تخنيك تعليمات په لاندې ډولونو ويشل شويدي:
۱-ورودي تعليمات:
مخكې ددې چې كارګر په كاركې شامل شي بايددهغه كار مشخصات چې دهغې لپاره صحي تصديق لازم وي په نظركې ونيول شي ترڅودحرفوي مرضونوڅخه مخنيوي شوي وي پس دموافقې اودكاردقرارداد څخه اودصحي تصديق څخه په نظركې نيول كيږي.
ورودي تعليمات دامني تخنيك دانجنيرپه واسطه دناڅاپه واقعاتودنمونوپه ښودلوسره صورت نيسي اومعمولاً د 2-3 په بركې نيسي. په دې موده كې بايددلاندې مسايلو سره آشنا شي
- دنظرلاندې ساختمان عمومي مشخصات
- دساختماني شركت په داخل كې معين قوانين
- په ساختمان كې دوسايطودحركت قوانين
- دنوشتو اوعلايموسره آشنايي ، دمحفوظ لباس او دفاعي وسايطو استعمال
- دناڅاپي واقعې دپيښيدوپه وخت كې اوليه مرستې
۲-دكارپه ځاي كې تعليمات:
دورودي تعليماتوڅخه وروسته كارګر ساختماني ساحې ته ليږدول كيږي اومخكې دكارد شروع څخه دامني تخنيك دانجنيرپه واسطه دكارګرلپاره لاندې تعليمات توضيح كيږي:
- دكارپه ځاي كې لومړني تعليمات: دكارپه ځاي كې دكاراوتجهيزاتوسره آشنايي چې د كارمصئون شرايط برابروي.
- دكارپه ځاي كې تكراري تعليمات: نوموړي تعليمات دكارپه ځاي كې دامني تخنيك مسايل په عميق ډول زده كول دي بيدون له دې چې دكارګرانودكارموده اودهغوي دمهارت درجه په پام كې ونيول شي.
- دكارپه ځاي كې همه روزه تعليمات: نوموړې زده كړې دكارګرانولپاره په اختصاصي حالتونوكې په نظركې نيول كيږي چې ددايمي حوادثوامكانات موجودنه وي.
۳-اختصاصي تعليمات:
نوموړي تعليمات دهغه كارګرانو لپاره چې په اختصاصي شرايطوكې كاركوي لكه دماشينو نو استعمال اوداسې نورپه پام كې نيول كيږي.
په ساختماني ساحه كې دامني تخنيك تامينول
-
دموجوده وسايلو انتخاب اويا دنويووسايلو پيداكول دكاردبې خطره اجرا په خاطر.
-
دساختماني ماشين آلاتو ځاي په ځاي كول اوپه مصئونه ډول دهغه څخه استفاده كول
-
دوسايلو اووسايطو څخه درسته استفاده كول
-
دلويواوثقيلوعناصرودخلاصولو، بارولو ، تخليه كولو او باربندۍ طريقه
-
دخطرناكه ساحې اودكاردبيلابيلوځايونوروښانه كول
-
دصحي اطاقونواوضدحريق اطاقونو تامينول
-
دفرعي لارواوسركونوجوړول اودهغوي دعرض اودګولايي دشعاع مناسب تعين
-
دمدافعوي مسايلوحل اودهغوي دوسايلوڅخه درسته استفاده كول
-
دعمومي ساحوي مسايلودګرافونواوداوراخيستونكوموادودښه ساتلوطريقه
په ساختماني ساحه كې دامني تخنيك مقدماتي طريقه
دساختماني كارونودشروع څخه مخكې دناڅاپه واقعاتو دمخنيوي په خاطر اوهمدا رنګه د كاردمصئونيت په منظور يوسلسله مقدماتي كارونه اجراكيږي اوپه لاندې ډول دي
دساحې هموارول ، دموقت تعميرونو اوګدامونوجوړول ، داوبواوبريښنا موقتې شبكې ، په ساحه كې داخطاريه علايمو جوړول اوداسې نور.
په ساختماني ساحه كې علايم
په ساختماني ساحه كې دناڅاپه واقعاتودمخنيوي په خاطر مختلفې اشارې اوعلايم موجود وي نوموړي علايم په 1989 ميلادي كال دنورم اوستندرد دنړيوالې موسسې دتائيدوړوګرځيدل.
اشارې اوعلايم په ساختماني ساحه كې په لاندې ډول تقسيم شويدي:
A. رهنمايي كوونكي علايم: دمحل مشخصات اودكارطرز روښانه كوي اوپه شنه رنګ ښودل كيږي لكه دواخانه ، داوروژنې شيردهن اوداسې نور
B. دستوري علايم: هغه علايم دي چې دكارونواجرادهغې مطابق صورت نيسي اوپه آبي رنګ ښودل كيږي لكه دعينكو سره كاروشي ، دموادو ځاي په ځاي كول په مناسب ډول . علايم بايد په داسې ډول جوړ شي چې دجوي اوضاع په مقابل كې مقاومت ولري.
دماشين آلاتوڅخه داستفادې په صورت كې دبې خطره تخنيك غوښتنې
-
دماشين آلاتوانتخاب په درست ډول
-
دماشين څخه داستفادې په وخت كې دهغه ددرستوالي تعينول
-
دماشين دپرزه جاتو محكميت كنترول اودهغې داستواري تامين كول
-
دساختماني ساحې داحاطې موجوديت اودخطرناكه ناحيوتعينول
-
دماشين دبې خطره سرعت تعينول
-
داشارو، علايمو اوهارنونوكنترول
-
دماشين آلاتواتوماتيزه كول
-
په شپه كې دماشين آلاتوڅخه داستفادې په صورت كې كاردساحې روښانه كول
-
ددفاعي وسايلوڅخه استفاده اودكارګرانولپاره مشخص تعليمات
دبرقي جراحاتوڅخه وقايوي تدابير
-
دبرقي ماشين آلاتو درست عايق كاري
-
دبرقي ماشين آلاتو آرتول Grounding
-
دبرق دسيستم عيارول په اتومات ډول
-
دبرق دضعيفه جريانونوڅخه استفاده كول
-
دبرق موقتې شبكې بايد دپوشدارلين لرونكې وي اواصغري ارتفاع ېې د 2.5m څخه كمه نه وي اوپه ترانسپورتي لاروكې د 5m څخه كمه نه وي.
_____________________________________
د اتمې برخې پاى