دسړك جوړونې ماشين آلات

Highway Machinery

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

لیکنه د محترم انجنیر سیف الله

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

وروستۍ برخه :

۷-رولر(لنګر) Roller

         دايوماشين دي چې دخاورودتپك كولو اودسړك په جوړولوكې ورڅخه استفاده كيږي . دسړ كونوهغه برخې چې پركاري شوې وي لنګردهغه دپاسه حركت كوي خاوره اوجغل سره نژدې اوتپك كوي .

رولرپه لاندې دريو نوعو دي :

  1. دپسه دپښې په شان رولر                    Sheep’s Foot Roller

  2. درابري ټيرلرونكي رولر                     Rubber Tyre Roller

  3. دهموارې فلزي عرابې لرونكي           Smooth Wheel Roller

د پسه دپښې په شان رولر:

دغه رولرونه دسريښناكه  Cohesive Soil   خاورې او يا د هغه طبقاتو د تپك كاري لپاره چې زيات ضخامت ولري په كاروړل كيږي . دغه رولرونه ددرانده وزن لرونكي دي اوطول  ېې د 1-1.5m په اندازه دي اوقطرېې دطول سره مساوي دي.

          داډول رولرونه دغيرسريښناكه خاورې دتپك كولولپاره نامناسب دي . ددې رولرونو د Dram په سطح د 18-23cm په فاصله په معينو قطارونوكې برآمده ګې نقش شوي دي.

درابري ټيرلرونكي رولر:

دغه نوع رولرونه د يويا دوه اكسلونواو يوتعداد ټيرونو )رابري ټيرونو( لرونكي دي . ټيرونه يو هموارپليټ چې دهغه دپاسه وزن (دريګ څخه ډكې شوې بوجۍ) ايښودل شوي دي چې په تپك كاري كې مؤثردي انتقالوي . دغه رولرونه تقريباً د 50 ton وزن لرونكي دي چې د ريګي خاورواود قيرسر كونودآخري تپك كاري لپاره ورڅخه استفاده كيږي.

د هموارو عرابو لرونكي رولر:

      دغه ډول رولر دښويو عرابو لرونكي دي چې دهغوي دهر Drum قطر 90cm اوطول ېې 1.2-1.5m پورې رسيږي. دغه رولرډيرسخت  hard دي دوه ټنه وزن لري او لرونكي ددوه يا دري اكسلونودي ، سايزاو وزن ېې متفاوت دي د يوڅخه تر څوارلس ټنه ېې وزن رسيږي . داډول رولرونه دخاورې ،جغل ، ريګ اوماتيدونكي جغل دتپك كولولپاره مؤثردي .

لړزيدونكي رولر  Vibratory Roller:

دغه ډول رولر دحركت په وخت كې ټكان او لړزه توليدوي . دغه ډول رولر دژورې تپك كاري او همدارنګه د دانه دارې خاورې دتپك كاري لپاره ګټوردي مګر دخټينې خاورې لپاره مضردي.ددې ډول رولروزن د 1.25 ton  څخه تر 4 ton پورې رسيږي.

دسړك دقيراچونې وسايل Bituminous Road Machinery

قيرريزي شوي سړكونه دقيراوجغل دمخلوط څخه جوړيږي . په هغه ځايونو كې چې د كارګرانو تعداد زيات وي دقيراچونې كاردلاس په واسطه صورت نيسي . ولې په پرمختللو ممالكوكې دقيراچونې عمليه دماشين په واسطه صورت نيسي .

          دلاس په واسطه دقيراچونې په عمليه كې قيرته حرارت وركول ، دقيراوجغل مخلوط كول اودهغې انتقال اوهموارول دبشري قوې په واسطه اودماشين په مرسته سرته رسول كيږي . بعضې وخت مخلوط كول ديوې سلواغې په واسطه صورت نيسي ، دغه سلواغه په يوه افقي ميله نصب شوېده چې ميله د پايو په واسطه پورته نيول شويده دهغه په دواړوطرفونوكې سلواغې ته ددوران وركولولپاره لاستي قرارلري چې نوموړې سلواغې ته دافقي محورپه شااوخوادوران وركوي.جغل اوحرارت وركړل شوي قيرپه هغې كې اچول كيږي اوښه مخلوط كيږي اودمردكارپه واسطه ساحې ته ليږدول كيږي.

دسرك دقيراچونې وسايل:

  1. قيرته حرارت وركوونكي                             Bitumen Boiler
  2. دقيرشيندونكي                                     Bitumen Sprayer
  3. مخلوطوونكي اوهمواروونكي    Bitumen Mixer and Spreader
  4. هټ میکس پلانټ                                       Hot Mix Plant

                                                                          a- Batch plant

                                                                b - Continuous Flow 

5  -      Gritter or Gritting Machine

6-                        Bitumen Paver 

Bitumen Sprayer حرارت وركړل شوي قير ترفشارلاندې په يونواخت ډول په سړك باندې پاشي.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د نهمې برخې پای