دسړك دساختماني اجزاؤ ډيزاين

Design of Highway Pavement

--------------------------------------------------

لیکنه د محترم انجنیر سیف الله

--------------------------------------------------

سړكونه دساختماني اجزاؤ له نظره په دوه كتګوريو تقسيم شويدي:

  • نرم يا ارتجاعي سړكونه   Flexible Pavement

  • سخت سړكونه                  Rigid Pavement 

دسړك ساختماني اجزاعبارت دي له:

a)     دبستر طبقه                              Soil Sub grade

b)    لاندنۍ فرعي طبقه                  Sub base Course

c)     لاندنۍ طبقه                                Base Course         

d)    دسړك دسطحې پوښښ               Wearing Course

نظر جوي شرايطوته سړكونه كيداي شي چې په كندنكاري ، پركاري اويا نورمال حالت كې قرارولري ولې هميشه دپورته ذكرشؤ طبقو څخه جوړيږي.

         دسړكونو په جوړولوكې كوشش كيږي چې دبسترطبقه دځمكې لاندې اوبو د سطحې څخه پورته جوړه شي ددې لپاره چې دبسترطبقه بايدهميشه وچه وي اودسړك دنشست سبب ونګرځي. دسړك پنډوالي دعراده جاتو په اعظمي لوډ او دبستردطبقې په خاوره پورې اړه لري.

A- دبستر طبقه     Soil Sub grade

دبسترطبقه دطبيعي خاورې او يا پركاري شوې اوتپك شوې خاورې څخه تشكيل شويده څرنګه چې دغه طبقه دپورتنيوطبقولپاره دتهداب حيثيت لري له همدې امله دي چې دپورتنيوطبقوضخامت ددې طبقې دخاورې په خواصو اونوعيت پورې اړه لري .

ددې طبقې خاوره په لابراتواركې امتحان كيږي چې داآزمايشونه په لاندې ډول دي:

  1. د C.B.R آزمايش  California Bearing Ratio

  2. California Resistance Value Test            

  3. Triaxial Compression Test                     

  4. Plate Bearing Test                                 

B- لاندنۍ فرعي او لاندنۍ طبقه    Sub base and Base Course Material

 په هغه صورت كې چې دبستردطبقې خاوره ضعيفه وي مونږكولاي شو چې لاندينۍ فرعي طبقه دجغل لرونكوموادوڅخه جوړه اوبياېې تپك كاري كړو.

په هغه صورت كې چې دبستردطبقې خاوره ډيره نرمه وي ،فرعي لاندينۍ طبقه دجغل لرونكوموادوڅخه جوړيږي اوپه لانيۍ طبقه كې هم جغل لرونكي مواد استعماليږي البته ددې طبقې مواد بايدنظر لاندينۍ فرعي طبقې ته دښه جنسيت اومقاومت لرونكي وي.

C- سطحي طبقه     Surface Course

سطحي طبقه نظردسړكونو نوعې ته فرق كوي په سختوسركونوكې سطحي طبقه دكانكريټو اوپه نرموسركونوكې سطحي طبقه دقيرپواسطه فرش كيږي.سطحي طبقه بايد همواره او غيرقابل نفوذوي اودعراده جاتو دټيردفشارپه مقابل كې مقاومت ولري

دډيزاين فكتورونه:

  1. دپاېې دلوډډيزاين:دسرك دطبقوضخامت دعرادي دټيرپه لوډپورې اړه لري.

  2. دبستردطبقې مقاومت: دبستردطبقې دخاورې دآزمايش څخه وروسته كه چيرې دبستردطبقې خاوره ضعيفه وي دپورتنيوطبقوضخامت زيات اوبرعكس كه چيرې دبستردطبقې خاوره محكمه وي دپورتنيوطبقوضخامت كم په نظركې نيول كيږي.

  3. جوي شرايط: دساحې ګرموالي اوسوړوالي هم دسرك په ډيزاين كې رول لري چې دهغې په اساس دقيرنوعيت تعينيږي ، دمثال په ډول په سړومنطقوكې دهغه قير څخه چې ديخنۍ په  مقابل كې مقاومت ولري استفاده كيږي ولې په ګرمومناطقو كې دهغه قيرڅخه چې دحرارت دلوړې درجې په مقابل كې مقاومت ولري استفاده كيږي ، په سړوسيموكې دبستردطبقې مقاومت په ژمي كې ديخبندان په مقابل كې هم په نظركې نيول كيږي.

   4.   دسرك دطبقاتو دموادونوعې: دهغه فشارتقسيمات چې دسرك په طبقووارديږي دطبقاتوپه  اجزاؤاو دطبقاتودموادوپه مقاومت پورې اړه لري . دطبقاتودموادو دوام دمختلفو اقليمي شرايطواودهغوي دتاثيراتو په مقابل كې په ډيزاين كې په نظركې نيول كيږي.

دقير اوجغل دمخلوط ډيزاين

Design of Aggregate and Bitumen

          دقيردمخلوط ډيزاين دجغل يا Gravel  ، ريګ يا Sand ، ګرد يا Filler  او قير يا Bitumen  دمقداردپيداكولو څخه عبارت دي چې ددوي په يوځاي كولوسره يو با دوام ، پايداراودښه قابليت لرونكى مخلوط منځ ته راځي او د Bitumen Concrete  يا Asphalt Concrete  په نوم ياديږي .

داسفالټو ښه مخلوط بايد لاندې خصوصيات ولري:

  1. مخلوط بايد په كافي اندازه دقير لرونكى وي ترڅووكولاي شي چې جغل په مكمل ډول وپوښي اوقوي چسپش منځ ته راوړي.

  2. پايداري: دعراده جاتو پواسطه دتغيرشكل په مقابل كې قير مخلوط دمقاومت څخه عبارت دي .دمخلوط پايداري دجغل سره دقير دچسپش په قابليت او په مخلوط كې دخلاؤپه حجم پورې اړه لري ، هر څومره چې خلاپه مخلوط كې كمه وي په همغه اندازه مخلوط پايداروي مګر دخلاحجم بايددهغه داصغري حديعني دوه فيصده څخه كمه نه وي ځكه كه چيرې كمه وي په دې صورت كې دحرارت په لوړودرجوكې قيرانبساط كوي اودسرك دسطحې دماتيدوباعث ګرځي . اعظمي خلا د 5%  څخه عبارت ده .

  3. دوام: مخلوط بايد مختلفو جوي حالاتو اوبارونوپه مقابل كې دوام ولري.

  4. دكارقبليت: دسرك په مخ په آسانۍ هموار اوتپك كاري شي.

  5. دارتجاعيت قابليت: مخلوط بايد دانقباض او انبساط خاصيت ولري.

  6. دجغل په منرالونوكې خلا: دقيراوجغل په مخلوط كې دجغل دذراتوترمنځ مجمو-عي خلادجغل په منرالونوكې دخلاپه نوم ياديږي چې ددې خلايوه برخه دقير په واسطه ډكيږي اوباقيمانده ېې دخلاپه شكل دقيرپه مخلوط كې پاتې كيږي.

دمخلوط دډيزاين مراحل:

A-    دجغل انتخاب: جغل بايد كافي مقاومت اوسختي ولري اومعمولاً درخداره جغل څخه استفاده وشي.

B- دجغل درجه بندي: دمخلوط څخه مخكې بايدجغل درجه بندي اوسايزېې تعين شي په هره اندازه چې دجغل ددانو سايزلوي وي په همغه اندازه مخلوط قوي وي  چې دجغل ددانواعظمي سايزدسرك په ضخامت پورې اړه لري ، دپاسني قشر لپاره دجغل اعظمي سايز 0.25-1.87cm ، دمنځني  Base course  لپاره 5-7cm په نظركې نيول كيږي

شکل:دقير اوجغل مخلوط

 

دقيرســــــــركــــــــــونوډيزاين

Design of Flexible Pavement

په  مختلفوطريقوسره كولاي شو چې قيرسركونه طرح كړوچې څونوعې ېې په لاندې ډول دي :

1.     دC.B.R  طريقه                                          CBR Method       

2.     دګروپ انډيكس طريقه                Group Index Method                

3.     دتراي اكسيل طريقه                                Triaxial Test Method 

4.     دبورمستر طريقه                       Burmister method                  

5.     دمكلوډ طريقه                                    Mcleod Method             

دقيرسړكونو ډيزاين د California Bearing Ratio   په طريقه:

          په 1928 م  كال دكليفورنيا دسرك جوړونې ادارې دسرك دساختماني اجزاؤدډيزاين لپاره د CBR   طريقه طرح كړله. په دې طريقه كې لومړي دبستر دطبقې دخاورې د CBR  فيصدي معلوموو اوبياوروسته كولاي شوچې دترافيكودنوعيت په پام كې نيولو سره دهغه جدول څخه چې د كليفور نيا دسرك جوړولو دادارې لخوا طرح شوي دي دسرك ضخامت پيداكړو.

          په ذكرشوې طريقه كې انتقال شوي وزن دسپك ترافيك لپاره  3175 kg ، دمتوسط ترافيك لپاره  4082 kg  اوددرندوترافيكو لپاره  5443 kg   په نظركې نيول شوي دي . دهندي سرك جوړولو ادارې IRC  بيا يوبل ګراف دضخامت دپيداكولولپاره طرح كړي دي چې په دې ګراف كې د CBR  فيصدي اودسرك ضخامت دورځني ترافيكودتعدادپه اساس چې دسرك څخه تيريږي په نظركې نيول شوي دي .

          دلاندې فورمولونوپواسطه هم كولاي شو دسرك ضخامت پيداكړو:

T=√P[1.75/CBR-1/ξΠ]1/2

T=[1.75P/CBR-A/Π]1/2

T = دسرك ضخامت په سانتي متر                P = په هره پايه وزن په كيلوګرام

CBR ، California Bearing Ratio كليفورنيا بيرينګ ريشو

ξ=دټير فشار په كيلوګرام في سانتي مترمربع  kg/cm²                 A= دتماس مساحت

پورته معادلې په هغه صورت كې چې  CBR  د 12%   څخه كم وي استعمالولي شو.

          زمونږداړوندپروژې لپاره د CBR قيمتونه په لاندې ډول په نظركې نيسو :

د Sub grade   لپاره  7% ، د Sub base  لپاره  40% اود Base Course لپاره 80%  

دترافيكي سروې له مخې دعراده جاتو تعداد چې په  24 ساعتونوكې دسرك څخه تيريږي 450 عرادې دي اوهمدارنګه ديوې عرادې ديوټيرپه واسطه 6000 kg   وزن وارديږي .

دسرك دطبقاتودضخامت دپيداكولولپاره د IRC د (9-9) ګراف څخه استفاده كوو څرنګه چې دعرادو تعداد 450 دي بناءً دنوموړي ګراف د E دخط مطابق دهرې طبقې لپاره دهغې د CBR په نظركې نيولو سره دهغې ضخامت پيداكوو:

دپورته ګراف په اساس د Sub grade  دطبقې ضخامت دهغه د 7% CBR په نظركې نيولوسره 35cm دي ، د Sub base  دطبقې ضخامت دهغه د 40%CBR   په نظركې نيولوسره  15cm  دي اود Base Course  دطبقې ضخامت د هغه د 80% CBR   په نظركې نيولوسره  5cm   دي چې ددې پرځاي مونږ د 5cm  په اندازه داسفالټو طبقه په نظركې نيولې ده.

دفورمول په واسطه دطبقاتودضخامت پيداكول:

P=6000 kg

CBR=7%

Vehicle amount=450

ξ=6000/40*25=6 kg/cm²          40=Length of tyre           25= width of tyre

t= √P (1.75/CBR-1/ξΠ)1/2    

t= √6000 (1.75/7-1/6*3.14)= 34.37 cm≈ 35 cm

--------------------------

د پنځمي برخې پای