د ســــــړك د جـــــــوړولو طريقه
Road Construction Method
------------------------------------------------
لیکنه د محترم انجنیر سیف الله
------------------------------------------------
1-دبستر دطبقې جوړول ( Preparation of Sub Grade):
دبستردطبقې جوړول دسرك دساختمان لومړنى كاردي چې بايد اجراشي ، دبستر دطبقې په جوړولوكې لاندې كارونه شامل دي :
-
دساحې پاككاري ( Clearing )
-
دساحې ليول كاري (Grading) چې كندنكاري اوپركاري پكې شامل دي.
-
دبسترتپك كاري (Compaction)
دبستر طبقه كيداي شي چې په كندنكاري ، پركاري اويانورمال حالت كې قرارولري چې په دري واړوحالاتوكې كه چيرې دهغه دسطحې خاوره ضعيفه اويادګيالرونكې وي بايد هغه ترينه لرې شي اوپه ځاي ېې نورموادواچول شي.
ليول كاري يا grading بايد دپروفيل له مخې د Design Level مطابق اجرا شي
نوموړې طبقه دجغل اوخاورې څخه جوړيږي چې دجغل اندازه ېې 55% اودخاورې اندازه ېې 45% ده . ددې طبقې ضخامت د 20-30cm پورې كيداي شي چې دانظر ډيزاين ته كيږي ولې په عمومي ډول ددي طبقې ضخامت 25cm نيول كيږي.
داطبقه بايد د 30% رطوبت لرونكې وي دكموالي په صورت كې بايدنورې اوبه ورباندې علاوه شي ترڅوټاكلي رطوبت پوره كړي اووروسته بايددرولر پواسطه كمپكشن شي .
دغه طبقه بايد د Center Line څخه د Shoulder خواته د 3-5% ميلان لرونكې وي ترڅودباران داوبوددريدو څخه مخنيوي شوي وي البته Shoulder هم د Sub Grade په طبقه كې شامل دي . په Carriage way كې بايد Compaction Test د 95% په شااوخواكې وي اوپه دې طبقه باندې هغه رولرچې 12T وزن لري 10 ځلې پرې وګرځول شي ترڅودهغه دكمپكشن فيصدي پوره كړي .
2 - Sub Base Preparation
د Sub Grade او Sub base په موادوكې كوم دپام وړتغيرنشته صرف دجغل اندازه ېې بايدد Sub grade دجغل داندازې څخه كمه وي اوپه دې كې هم بايد غټې ډبرې پاتې نشي ځكه چې دوخت په تيريدو سره دوارده لوډپه سبب دخپل ځاي څخه تغير كوي اودسرك دتخريب باعث ګرځي .
دSub base په طبقه كې هم بايددجغل اندازه د 4-5cmڅخه زياته نه وي اوهمدا- رنګه دجغل اوخاورې فيصدي ګانې په ترتيب سره 45% او 55% وي اورطوبت ېې هم 30% وي . ددې طبقې دكمپكشن فيصدي پهCarriage way كې 98% اوپه پياده رو كې بايد 95% وي په دې باندې هم 12T وزن لرونكي رولر10 ځلې ګرځي راګرځي،دكمپكشن په وخت كې بايدد 15-20cm څخه زياته اندازه جغل كمپكشن نشي ځكه چې پدې صورت كې كمپكشن خپله فيصدي نشي پوره كولاي.
3 - Base Course Preparation
Base course د موادهم تقريباً د Sub base او Sub grade په شان دي صرف فرق په دې كې دي چې په دې طبقه كې جغل سايز نسبت نورو طبقاتوته وړوكى وي اودخاورې فيصدي بايد 35% او دجغل فيصدي 65% وي . داطبقه لرونكې د 25% رطوبت او د كمپكشن ټسټ نتيجه ېې په Carriage way كې 98% اوپه Shoulder كې 95% وي
ددې طبقې ضخامت هم بايد په دوه ځلې كمپكشن شي البته د 12T وزن لرونكي رولر پواسطه په 10 ځله تلو راتلوسره.
Asphalt Preparation -4
دادسړك څلورمه طبقه ده چې په دريوطريقوسره كيداي شي:
1. Asphalt
2. DBST (Double Bituminous Surface Treatment
3. SBST (Single Bituminous Surface Treatment
Asphalt: داسفالټ څخه دمخه د Frame په نامه يوه طبقه اچول كيږي چې په دې كې 40% دخاوروتيل او 60% قير يا bituminous استعماليږي. دغه طبقه په 100c° كې په يو مترمربع ساحه د 1.5-2lit اچول كيږي. ددې طبقې داچولوڅخه وروسته بيا تر 16 ساعتونو پورې موټرونوته اجازه نه وركول كيږي چې ورباندې حركت وكړي اوله دې وروسته ورته اجازه وركول كيږي ترڅودموټرونو دحركت پواسطه هغه شګې چې دسرك دسطحې څخه راوتلې وي والوزي .
ددې طبقې څخه وروسته اسفالټ شروع كيږي چې پنډوالى ېې معمولاً د 7cm څخه كم نه وي ، ددې طبقې داچولو په وخت كې حرارت بايد د 150-160c° په شااوخوا كې وي . په دې طبقه كې ريګ يا Sand ، قير يا Bituminous ، منرالي پودر يا Stone dust او جغل استعماليږي چې دجغل اندازه دډيزاين له مخې په ملي متر او كيلو ګرام يا ټن سره وركول كيږي ، پورته مواد دماشين په ذريعه سره ګډيږي اوحرارت وركول كيږي وروسته دا اسفالټ د Pravil Machine پواسطه ساحې ته انتقاليږي اودخپل ضخامت په اندازه په سرك اچول كيږي وروسته ورباندې رولر ګرځي اوپه صحيح ډول ېې كمپكشن كوي .
دسرك په ډيزاين كې دعراده جاتو مختلف لوډونه په پام كې نيول كيږي دافغانستان دفوايدعامې وزارت ديواكسل اعظمي لوډ 12T قبول كړي دي چې پدې اساس ديوې پاېې ياټيروزن 6T اعظمي په نظركې نيول كيږي.همدارنګه دفشارتماس دارنګه لاس ته راځي چې دپاېې وزن دټيردتماس په مساحت ويشل كيږي
P=N/A=6000kg/25*40=6kg/cm²<7kg/cm²
نوټ:په پورته فورمول كې N داكسل وزن دي چې چې مونږ 6T په نظركې نيولي دي
A دټيرمساحت دي چې په هغه كې دټيرطول اوعرض شامل دي چې طول ېې 40cm او عرض ېې 25cm دي، البته دغه قيمتونه دجدول څخه اخيستل كيږي.
------------------------------------------
د شپږمې برخې پای