برج دوبۍ ، په اوس مهال کي د  نړۍ هغه ریکارډ ماتونکې اسمان څوکې ودانۍ ده چي په نړۍ کي تر هري بلي هغي د جګوالي او پوړونو د شمیر له کبله وړاندي او په لومړني مقام کې قرار لري.

دغه ودانۍ چي د جوړولو چارې یې د ۲۰۰۴ زیږدیز کال د سپتامبر په ۲۱ نیټه پیل شوي د ۱۶۰ استوګنې وړ پوړونو او ۸۱۸ متره لوړوالي په درلودلو سره د نړۍ د سترو دنګو ودانیو ریکارډ مات کړۍ دی.

نوموړي ودانۍ چي د شیخ زاید سړک په اوږدو کي د دوبۍ برج په 2km2 سوداګریز مرکزکې ودانیږي د استوګنې ،سوادګرې او تفریحي برخو سربیره د هوټل لپاره د ځانګړې برخې درلودونکي ده.

ادرین سمیت Adrian Smith چي تر ۲۰۰۶ زیږدیز کال پوري د Skidmore Owings & Merrill شیکاګو میشتې مهندسي او انجنیري کمپنۍ سره په دنده بوخت وو د برج- دوبۍ پروژي مهندس دی او همدارنګه نوموړي کمپنۍ ته د همدي پروژي اساسي مسئولیت ور د غاړې دی.د پروژي ساختمانې چارې د Arabtec,Besix او Samsung Engineering &Construction کمپنیو لخوا پرمخ وړل کیږي.

د همدې ودانۍ د پروژې لپاره ټول ټال بودیجه ۴.۱ بیلیون امریکايې ډالره ټاکل شويده.

د Emmar properties د املاکو عربي کمپنۍ يوه چارواکي محمد علي الابر چي د دنګو ودانیو او ښاري استوګنځایونو شوری په اتم نړیوال مجلس کي یې خبري کولې، د نوموړي ودانۍ د یو متر مربع  کاري مساحت ارزښت د ۴۳۰۰۰ امریکایې ډالرو څخه ډیر وبلل.

تمه ده چي نوموړي ودانۍ به د راتلونکي ۲۰۱۰ زیږدیز کال د جنوري په څلورمه نيټه په رسمي ډول سره پرانیستل شي چي په پرانستلو سره به یې دبۍ د دنیا له هر ګوټ څخه د سیلانیانو او توریستانو د لا زیاتي پاملرني وړ وګرځي .

2006-08-29

2009-09-16

_________________________________________

Source:English wikipedia & Engineers forum

ّژباړن :خلیل الله مایار- مقر