ښاغلی انجنیر محمد فرید"عاطف" د الحاج معلم ولایت خان زوی د نن څخه کابو ۳۴ کاله وړاندي د ننګرهار ولایت،چپرهار ولسوالۍ د غورآباد په کلي کې دي نړۍ ته سترګي غړولې دي.
پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد تر یرغل وروسته پر کال ۱۳۶۶ هجري لمریز کې ښاغلی عاطف د ډیرو نورو وطنوالو په څیر ګاونډي هیواد پاکستان ته مهاجر شو.
لومړنۍ ،منځنۍ او ثانوي زده کړې یې په ترتیب سره د الهجرت والجهاد په دیني مدرسه،سیدجمال الدین افغان او التقوی لیسو کي پر کال ۱۳۷۳ هجري لمریز کې د بشپړتیا تر پولي رسولي دي.
د همدي کال د کانکور د ازموینې په پایله کي د ننګرهار پوهنتون د انجنیري پوهنځي ته بریالی او د پوهنتون د پنځه کلني دوري له بشپړتیا وروسته یې په کال ۱۳۷۹ هجري لمریز کې د سیول انجنیري په برخه کې د لسانس په کچه د بري پاڼه خپله کړه.
دندې او کړنې:
ښاغلی عاطف تر دي مهاله د یوه افغان انجنیر په صفت د هیواد په مختلفو برخو کي له لاندي یو شمیر دولتي او نا دولتي ادارو سره د ګران افغانستان د بیا رغونې په چارو کي خپله فعاله ونډه ترسره کړي ده:
-
اریا(AREA)
-
انټرساس(Inter SoS)
-
کوه نور فاونډیشن(BRAC Afghanistan)
-
برک-افغانستان
-
د ملګرو ملتونو پرمختیایي اداره
-
ARC Gariz
ښاغلي عاطف اوس مهال د مخدره توکو پرضد د مبارزي وزارت د بدیل معیشت پروګرام په چوکاټ کي د ننګرهار ولایت کي پر دنده بوخت دی.
ترینینګونه او ورکشافونه:
-
د META اداري لخوا د مین پاکي اړوند ورکشاف–جلال اباد
-
د META اداري لخوا د ادارې او لیډرشیپ ورکشاف-جلال اباد
-
د کلیو د پراختیا وزارت لخوا دتهیه او تدارکاتو (procurement ) ورکشاف-جلال اباد
-
د ملي پیوستون پروژي په همکارۍ د انجنیرانو د تخنیکي پوهي د لوړتیا ورکشاف
-
د BRAC-Afghanistan اداري په مرسته د لمر د انرژي Solar Energy ورکشاف
-
د BRAC-Afghanistan اداري په مرسته د اوبو د انرژي Hydro Power ورکشاف
-
د اوبو رسولو water supply دري اونیز ورکشاف
ښاغلی عاطف د مسلکي زده کړو سربیره د کمپیوټر له بیلابیلو پروګرامونو سره اشنائي لري چي په مسلکي برخه کې Auto CAD,3D Home, SAP اوپه غیرمسلکي برخه کې د Ms.Office پروګرامونه د یادولو وړ دي.
ښاغلی عاطف د خپلي مورنۍ ژبي پښتو سربیره په دري او انګلیسي ژبو رواني خبري او ژباړي کوي.
لاسته راوړني:
-
ښاغلي عاطف د نن څخه کابو دري کاله وړاندي د هندي لیکوال سوشیل کمار “Sushal Kumar”د نامتو کتاب Treasure of RCC Designs ژباړي ته لیڅې راو نغښتي چي د څښتن تعالی په مرسته او خپل کلک هوډ سره یې نومړی کتاب له انګلیسي څخه پښتو ژبي ته په ۵۴۱ پاڼو کي وژباړه چي دا يې د خپل مسلک ،ژبي او ګران هیواد سره د پوره، کلکې او تلپاتې مینې نښه ده.
له څښتن تعالی څخه انجنیر محمد فرید ته د لا زیاتو بریاوو او پیرزوینو هیله کوم.
په فکر قلم او ځوانۍ یې برکت!
خلیل الله "مایار"
مقر