جغل  (Aggregate)

---------------------------------------

لیکنه:د محترم انجنیر سیف الله

revised and edited by :Khalilullah Mayar

---------------------------------------

         جغل دسمنټ كانكريټو اواسفالټ كانكريټود اساسي موادو څخه دي خصوصاً په سرك كې چې د سرك دټولوموادو تقريباً  90%  جغل تشكيلوي. دجغل خواص دهغه تيږې پورې مربوط دي چې دهغې څخه تهيه كيږي . دسيند جغل چې تراستفادې لاندې نيول كيږي ښوي وي اومعمولاً د رسوبي تيږو له جملې څخه وي . جغل دمقاومت له نظره په دوه كتګوريو تقسيم شوي دي :

سخت جغل  hard aggregate  اونرم جغل  Soft aggregate  . هغه جغل چې د بزالت ، ګرانيت او سليت دتيږو څخه په لاس راځي سخت جغل دي او په وسطي اودفرش په طبقاتوكې ورڅخه استفاده كيږي ، هغه جغل چې دمورم ، كنكر، شيل اودپخو خښتودټوټوڅخه لاسته راځي نرم جغل دي چې په سركونوكې دهغه څخه كمه استفاده كيږي اويا دسرك په لاندنيوطبقوكې ورڅخه استفاده كيږي.

         جغل نظر ددانوسايز Grain Size، شكل Shape ، ساختماني اجزاؤ Texture  او درجه بندي  Gradation ته مشخص كيږي . دجغل درجه بندي دغلبيل په واسطه صورت نيسي .

جغل بايد پاك ، سخت ، قوي، بادوامه اودسوليدوپه مقابل كې مقاومت ولري.

 

دجغل خواص    Properties of Aggregates

۱-مقاومت (Strength ):دهغه عراده جاتووزن چې په سرك تيريږي راتيريږي فشارتوليدوي

اودغه فشارپه ترتيب سره دسرك په ټولوطبقاتو تاثيركوي ، بناءً جغل اوټول هغه مواد چې په سرك كې ورڅخه استفاده كيږي بايددتوليدشوي فشارپه مقابل كې مقاومت وكړي.

۲-سختي  (Hardness) : هغه جغل چې په سرك كې ورڅخه استفاده كيږي بايددسوليدلوپه

مقابل كې مقاومت ولري ځكه كله چې عراده جات دسرك په سر تيريږي يوپربل سوليږي ، هغه جغل چې دګرانيت اوسليت تيږو څخه تهيه كيږي دسوليدوپه مقابل كې دكافي مقاومت لرونكې دي.

۳-سفتي  (Toughness)  :نرم اوضغيفه جغل دعراده جاتو دوزن په مقابل كې ټكان خوري

اودزنځيرلرونكو ټيرونوپه مقابل كې كم مقاومت لري بناءً جغل بايددپورته عواملوپه مقابل كې مقاومت وكړي چې دجغل داخصوصيت دجغل دسفتي په نوم ياديږي اويا په بل عبارت دعراده جاتو

دتصادفي قووپه مقابل كې دجغل مقاومت دجغل دسفتي په نوم ياديږي.

۴-كيمياوي اوفزيكي مقاومت (Soundness): هغه جغل چې په سركونوكې استعماليږي

بايددحرارت ددرجې دتغير ، واورې اوباران  اونوروپه مقابل كې مقاومت ولري اويا په بل عبارت دكيمياوي اوفزيكي تغيراتو ، دحرارت ددرجې تغير، واورې اوباران په مقابل كې دجغل مقاومت دهغه دكيمياوي اوفزيكي مقاومت په نوم ياديږي.

۵-دجغل ددانوشكل: جغل چې دسرك په دوام اوستحكاميت كې عمده رول لري معمولاًپه

لاندې شكلونو پيداكيږي:

-  ګردجغل

-   مكعب شكله جغل

پورته دوه نوعې جغل دكانكريټي سركونوپه جوړولوكې استعماليږي اودقناعت بخش مقاومت لرونكي دي

-   زاويه لرونكي جغل  چې داجغل معمولاً په قير سركونوكې استعماليږي.

-   همواراواوږدجغل : ددې جغل مقاومت كم دي اوپه سركونوكې ورڅخه استفاده نه كيږي.

دجغل دخواصو اودمختلفو قواوپه مقابل كې دهغه دمقاومت دمعلومولو لپاره په لابراتواركې ورباندې مختلف ټسټونه اجراكيږي چې تفصيل ېې په راتلونكوپاڼوكې موجوددي.

دسرك دسطحي طبقې مواد

Surface Course Material

قير  Bituminous :

 

View Full Size Image 

خلكوله پخوازمانې قير پيژندل اودهغې څخه ېې دسرك جوړونې په كارونوكې استفاده كوله دغه موادداوبوضدمصالحې په حيث 3800 كاله دميلادڅخه دمخه پيژندل شوي وو اوورڅخه استفاده كيدله . دقيروابتدايي منبع حوضونه اوجهيلونه وو مګر دقيراصلي منبع خام تيل دي . په مختلفو ممالكوكې قيردمنفذلرونكوتيږولكه ريګي اودچونې تيږوڅخه په لاس راوړي چې داډول قير ډيرقيمته تماميږي اولږورڅخه استفاده كيږي.

         زياتې نظرېې موجودې وې قير دپطرولوڅخه جوړيـږي ولې اوس قبوله شويده چې دامواد دمړو شوو بحري حيواناتو څخه تشكيل كيږي. عضوي مواددكيمياوي تغيراتوله اثره په هايدرو كاربن تبديليږي اوپه نتيجه كې خام تيل منځ ته راځي.

         په ځينو هيوادونوكې قير اواسفالټ كه مصنوعي وي اوكه طبيعي يوشي ګڼي اوكوم فرق نه وركوي لكه امريكا اونور. په نوروممالكوكې دهندوستان په شمول قير چې توليدكيږي كه چيرې نورمواد ورسره ګډنه وي دي قير يا Bituminous په نوم ېې يادوي.

         څرنګه چې دسريښيدوقوي خاصيت لري اوهمدارنګه داوبودنه تيريدوخاصيت هم لري له همدې امله دسركونوپه جوړولوكې يوه مهمه ماده شميرل كيږي اودګاز، مايع، جامد اونيمه جامد په شكلونوپيداكيږي.

قيرداسې تعريف كولي شو:

         قير Bitumen دهايدروكاربن موادوڅخه عبارت دي چې په طبيعي شكل په حوضونواو جهيلونوكې اودطبيعي ذخايروپه شكل په منفذلرنكوتيږو اودچونې په تيږوكې پيداكيږي اوهم په مصنوعي شكل دپطرولودتصفيې په نتيجه كې توليدكيږي . دطبيعي قيرولويه منبع په وينزويلاكې قرارلري . دقيروتركيبي اجزاوې په لاندې ډول دي:

-  Asphaltenes  دكوچنيوذراتوڅخه عبارت دي چې د Resins په نوم مادې په واسطه پوښل

شويدي.

-   Resins دغليظې مادې څخه عبارت ده چې قيروته دچسپش اوارتجاعيت خاصيت وركوي.

-   Oil تيل دقيروغلظت كنترول كوي ، هرڅومره چې دقيرودتيلواندازه زياته وي په همغه اندازه قير رقيق وي .

-   Asphalt :هغه قيرچې دمنرال سره مخلوط شوي وي داسفالټ په نوم ياديږي. دطبعي اسفالټوذخايرهم پيداكيږ چې د سنګې اسفالټو په نوم ېې يادوي.

دمصنوعي قيرتوليد:

         دمصنوعي قيردتوليدلپاره مختلفې طريقې وجودلري .هغه طريقه چې ډيره معموله ده دبخار اوخلاپه واسطه دتصفېې طريقه ده په دې طريقه كې خام تيل دڅاه څخه دتصفېې دستګاه ته پمپ كيږي په دې دستګاه كې دحرارت په لوړه درجه اوخلاپه موجوديت كې تصفيه كيږي هغه موادچې په لومړۍ تصفيه كې لاسته راځي دخاوروتيل اوډيزل دي اوباقيمانده ېې قيردي ، هر څومره چې د حرارت درجه زياته وي غليظ قير په لاس راځي

 دقيرخواص:

         دقيرومناسب خواص دمخلوط په نوعيت  Mix type  اودساختمان په نوعيت پورې اړه لري . په عمومي ډول هغه قيرچې په سركونوكې استعماليږي بايددلاندې مشخصاتولرونكي وي:

-   مناسب غلظت: قيربايددجغل سره دمخلوط كولوپه وخت كې اوهمدارنګه دتپك كاري په

وخت كې دمناسب غلظت لرنكي وي چې ددې هدف لپاره قيراوجغل ته مخكې دمخلوط كولوڅخه حرارت وركول كيږي.

-   دجوي شرايطوپه مقابل كې مقاومت: دقيرمخلوط بايدداسې ډيزاين شي دكال په ګرمترين

موسم كې چې دحرارت درجه ډيره لوړه وي نرم اوناپايداره نشي اوهم په سوړترين فصل دكال كې سخت نشي چې دسرك په سطح كې ددرزنودتوليدسبب ګرځي.

-   دجغل سره دچسپش قابليت: قيربايددجغل دسطحې سره دچسپش قابليت ولري ترڅو داوبو

دنفوذپه وخت كې دجغل څخه جدانشي.

قيرلرونكي موادچې په سرك جوړونه كې استعماليږي په عمومي ډول په دوه ډوله دي:

  1. قير                         Bitumen

  2. قير                         Tar     

Bitumen قيركولي شو دپطروليم قير اوطبعي قيرپه ګروپونووويشو.

 طبعي قير په مختلفوشكلونويعنې خالص اونيمه خالص پيداكيږي . خالص قير ديوزيات مقدار منرالي موادوسره چې د Asphalt  په نوم ياديږي پيداكيږي.

Tar قير يوه غليظه ماده ده چې دطبعي عضوي موادوڅخه لكه لرګي او ذغال چې دهواپه غياب كې تقطيرشي په لاس راځي .ټارپه پنځو درجوتقسيم شويدي:  RT5, RT4, RT3, RT2, RT1په هره اندازه چې دټاردرجه زياتيږي په همغه اندازه ېې غلظت هم زياتيږي او RT5 غليظ ترين ټاردي.

دټاردرجه

داستعمال ځاي

RT-1

دكم غلظت لرونكي دي اود Surface Painting  لپاره استعماليږي

RT-2

په معمولي اقليم كې د Surface Dressing  لپاره استعماليږي

RT-3

دآخري پوشش دتجديدلپاره استعماليږي

RT-4

دمكاډم سركونوپه Base Course  كې استعماليږي

RT-5

په ګروت Grouting  كې استعماليږي

دقير اوټارمقايسه

قير  Bitumen

ټارTar

دخاموتيلودتصفېې څخه لاسته راځي

دعضوي طبعي موادوڅخه استحصاليږي

داوبوپه موجوديت كې قوي چسپش توليدوي

داوبوپه موجوديت كې قوي چسپش نه توليدوي

دحرارت ددرجې په لوړيدوزيات نه متاثركيږي

بناءً په ګرمومناطقوكې استعماليږي

دحرارت په لوړيدوزيات متاثره كيږي ځكه په  ګرمو مناطقوكې نه استعماليږي

قيرمعمولاً په سركسازي كې استعماليږي

معمولاًدبامونوپه پوشش كې استعماليږي

نظر ټارته ژر سختيږي

نظرقيرته وروسته سختيږي

نسبت ټارته ارزانه دي

نظرقيرته قيمته دي

قيراملشن    Bitumen Emulsion

         كله چې ،اوبه اوصابون دمخصوصو ژرندوپه واسطه په پوډر تبديل شي وروسته دمخلوط د ماشينونوپه واسطه چې دزيات سرعت لرونكي دي سره مخلوط شي په نتيجه كې چې كوم مخلوط په لاس راځي دقيراملشن په نوم ياديږي اودهغه په تركيب كې 40-60%  قير او 0.5-1% صابون او باقيمانده ېې اوبه وي . ددې قيريوه فايده داده چې داورښت په وخت كې هم كولي شوچې ددې قير څخه استفاده وكړوپه داسې حال كې چې دعادي قيروڅخه داورښت په وخت كې استفاده نشو كولي.

نرم قير    Cutback Bitumen

         كله چې خالص قير سپك وزن اوقابل تبخيرموادو لكه كروسين او ډيزل مخلوط شي هغه قير چې لاسته  راځي دكم غلظت لرونكي وي اودنرم قيرپه نوم ياديږي.دغه قير دحرارت په كمه درجه كې نرميږي اودسرك په سطح په آسانۍ سره پاشل كيږي ، وروسته دوچيدوڅخه دجغل سره قوي چسپش توليدوي اوسپك اوقابل تبخيرموادېې تبخيركيږي.

نرم قيرپه لاندې دري نوعو پيداكيږي:

1.RC- Rapid Curing Cat back Bitumen

         كه چيرې هغه مخصوص تيل چې ژرتبخيركيږي دقيرسره يوځاي شي دقيركومه نوعه چې په لاس راځي په كم وخت كې سختيږي اومعمولاً په هغه مواردوكې چې دسرك څخه داستفادې عاجل ضرورت وي ورڅخه استفاده كيږي.دې ډول قيروته كه تر 360c° حرارت وركړل شي د Penetration  

مقدارېې د 80 څخه تر 120  كيږي.

دغه قيرپه لاندې درجوصنف بندي شويدي: RC5, RC4, RC3, RC2, Rc1, RC0

2.MC- Medium Curing Cutback Bitumen

         كله چې كروسين (دخاورتيل)اوډيزل دقيرسره مخلوط شي هغه قيرچې لاسته راځي دجغل سره قوي چسپش منځ ته راوړي . دغه ډول قيرهم په شپږودرجوتقسيم شويدي ددې قيروتقسيمات دغلظت ددرجې په اساس شويدي هر څومره ېې چې درجه زياته وي همغومره ېې غلظت زيات دي  در

درجې ېې په لاندې ډول دي: MC-5, MC-4, MC-3, MC-2, MC-1, MC-0

3.SC-Slow Curing Cutback Bitumen

         كه چيرې تيل دخالص قيرسره دحرارت په لوړه درجه كې مخلوط شي كوم قيرچې لاسته راځي د SC   قيرپه نوم ياديږي دغه قيرپه لاندې درجو تقسيم شويدي:البته تقسيمات دغلظت په اساس  شويدي: SC-5, SC-4, SC-3, SC-2, SC-1, SC-0

په عمومي ډول ويلاي شوچې دخالصوقيروفيصدي د RC-0, MC-0, SC-0  په درجوكې كمه ده اود RC-5, MC-5, SC-5  په درجوكې زياته ده.

دقيرمختلفې ازموينې   Tests of Bitumen

         قيرپه مختلفونوعواودرجوپه بازاركې پيداكيږي . دهغه په جنسيت باندې دمطمئن كيدو په خاطر اوپه سرك جوړونه كې دهغه داستعمال لپاره كولاي شويولړټسټونه ورباندې اجراكړو:

  1. Penetration Test

  2. Ductility Test

  3. Viscosity Test

  4. Softening Point Test

  5. Specific Gravity Test

  6. Flashed and Fire Point Test

  7. Loss on Heating Test

  8. Solubility Test

  9. Water Content Test

10. Marshall Test

 دموردنظرسرك دساختماني موادو دټسټ نتايج اودموادوانتخاب

دبستردطبقې خاوره   Sub grade soil

Test

Percentage

Materials

CBR

7%

 

دمايع حد   LL

40%

 

دپلاستيك حد  PL

38%

 

كمپكشن

95%

 

 

دسرك اساسي طبقه    Base Course

Tests

Percentage

Materials

Plasticity Index

6-12

 

CBR

80%

 

Liquid Limit

<25%

 

Shrinkage

<3%

 

Compaction

98%

 

 

دسرك سطحي طبقه    Wearing Course

Tests

Percentage

Materials

Penetration

30/40(30-40)

 

Ductility

>100cm

 

Softening Poing

50-60