دسـرك عرضي ميل يـا كمبر
Road Camber
------------------------------------------------------------
لیکنه د محترم انجنیر سیف الله
------------------------------------------------------------
كمبردسړك دعرضاني ميل څخه عبارت دي ، دسرك سطح پخپل مركزي قسمت كې په محدب شكل ديوه لوړوالي لرونكې وي چې لوړترينه نقطه ېې د Crown په نوم ياديږي .
Crown دسړك ددوه جانبي ميلونودتقاطع څخه دسرك په مركز كې منځ ته راځي چې دغه ميل دكرون دواړو طرفونوته د 1: n په نسبت سره وي يعنې په هر n واحد كې افقي عرضاني فاصله كې عمودي فاصله ديوواحد په اندازه وي Crown نسبت دسرك اوږوته دارتفاع لرونكى وي . په ګولايي كې دسرك د مركزي برخې په ځاي دسرك خارجي برخه دارتفاع لرونكي وي چې پدې صورت كې كمبر او سوپرايليويشن سره مساوي كيږي.
دكمبر د ساختمان اصلي هدف په سرك كې د سرك دسطحې څخه دباران داوبوايستل دي تر څو دسرك په طبقاتو كې نفوذ ونكړي ځكه چې داوبو نفوذ په طبقاتو كې دسرك دبرداشت دقابليت دكموالي باعث ګرځي او همدارنګه داوبودريدل په سرك باندې دعراده جاتو دسرعت دكموالي او دهغوي دښوئيدنې باعث ګرځي.
دسرك عرضاني ميل دسيمې دباران په شدت اودسرك دسطحې په نوعيت پورې اړه لري دهغه سركونو لپاره چې سطح ېې دكانكريټ يا اسفالټو څخه جوړه شوې وي كمبر كم اود جغلداره سركونو لپاره كمبرزيات په نظركې نيول كيږي اوهمدارنګه دغه كمبرپه هغه ساحوكې چې داورښت اندازه ېې زياته وي زيات په نظر كې نيول كيږي.
دسرك دسطحې كمبر په لاندې ډول په نظر كې نيول كيږي :
-
مستقيم خط 2. دپارابول په شكل 3. دپارابول اومستقيم خط(مختلط) كمبر
دعرضاني ميل نوعيت |
مقطع |
مورد استعمال |
مستقيم عرضاني ميل |
مستقیم خط |
دهغه سيمو لپاره چې زيات اورښت لري |
پارابوليك عرضاني ميل |
پارابول |
دهغه سيمو لپاره چې كم اورښت لري |
مختلط عرضاني ميل |
د مستقیم خط او پارابول ترکیب |
دهغه سيمو لپاره چې متوسط اورښت لري |
۱.دپورته صنف بندي په اساس مونږدخپل سرك لپاره پارابوليك عرضاني ميل په نظر كې نيسو ځكه چې دباران شدت ېې كم دي . څرنګه چې زمونږدسرك مؤثر عرض 7m دي نو دهغه د كرون ارتفاع دراتلونكي جدول څخه د 2.5% ميل په نظركې نيولو سره په لاندې ډول پيداكوو
B/2= 7/2= 3.5m
Crown= 3.5 x 2.5/100=0.0875m=8.75cm
دسرك دمختلفومقطعولپاره د كمبر سفارش شوي قيمتونه
د سرك دسطحې نوع |
په ساحه كې دباران مقدار |
|
زياتر heavy |
كمتر light |
|
سيمنت كانكريټي اوضخيم قيرريزي سرك |
1 in 50 or 2.0% |
1 in 60 or 1.7% |
په كم ضخامت قيرريزي شوي سرك |
1 in 40 or 2.5% |
1 in 50 or 2.0% |
جغل لرونكي سرك(جغل فرش) |
1 in 33 or 3.0% |
1 in 40 or 2.5% |
خاورين سرك |
1 in 25 or 4.0% |
1 in 33 or 3.0% |
په ساحه كې د سرك دعرضاني ميل امتحانول
Checking or Road Comber in the Field
دنظروړكمبر دامتحانولو لپاره لرګينې تختې دتعين شوي كمبر په اندازه تهيه كيږي او بيا ددې تختو پواسطه دسرك داعمارپه وخت كې عرضاني ميل امتحان كيږي ، دپارابوليك كمبر دامتحان كولو لپاره لرګينې تختې په لاندې ډول جوړيږي:
y = x2/a a=nw/2===èy=2x2/nw
X = د سرك دمركزڅخه افقي فاصله ترهغې نقطې چې دكمبرارتفاع ېې مطلوب وي 1: n = عرضاني ميل
w = دسرك دقير شوې ساحې عرض y= دسرك دڅنډې څخه په مختلفوفاصلو سره دتختو ارتفاع
دسرك عرض (Width of Road way)
دسرك عرض يا Width of Road wayدترافيكو په حجم او دلينونو په تعداد پورې اړه لري.
لاين: لاين عبارت له هغه عرض دسرك څخه دي چې عراده جات تنها په يو جهت محفوظانه دهغه دپاسه حركت كولاي شي.
دعراده جاتو اعظمي عرض 2.44m قبول شوي دي او دعراده جاتو او شولدرونو تر منځ آزاده فاصله 0.68m په نظر كې نيول كيږي چې پدې حالت كې ديو لاينه سرك عرض په لاندې ډول پيدا كولاي شو:
W=0.68+0.68+2.44=3.80m
او ددوه لاينه سرك عرض په لاندې ډول پيدا كولاي شوك
W 0.53+2.44+1.06+2.44+0.53=7.0m
څرنګه چې دپورته محاسبې په اساس ديو دوه لينه سرك عرض 7m په لاس راغي چې مونږ هم دافغانستان په شرايطو كې نوموړي عرض 7m په نظر كې نيولي دى، البته دا د carriage way يا موټرروبرخې عرض دي.
ددوه لينه سرك عرض نظر دهغه نوعيت ته په لاندې ډول پيشنهاد شوي دي:
دسرك انواع
|
Carriage way |
|||
يولينه |
دوه لينه بيدون كرب |
دوه لينه با كرب |
دوه لينه او څو لينه |
|
ملي سركونه |
3.8m |
7.0m |
7.5m |
3.5 |
شاهراه |
3.8m |
7.0m |
7.5m |
3.5 |
دولاياتو سركونه |
3.8m |
7.0m |
7.5m |
3.5 |
دولسواليو سركونه |
3.8m |
7.0m |
7.5m |
3.5 |
دكليو سركونه |
3.8m |
7.0m |
7.5m |
3.5 |
ددوه لينه سركونو عرض دامريكا دسركسازي دادارې لخوا نظر دترافيكو حجم ته داسې پيشنها دشوي دي: ددوه لينه سركونو لپاره اصغري سفارش شوي عرض
دديزان سرعت
|
دترافيكو دحجم او نوعيت صنف بندي |
|||||||||||
د 5-30 عراده په في ساعت كې |
د 30-100 عراده په في ساعت كې |
د 100-200 عراده په في ساعت كې |
د 200 څخه زيات عراده په في ساعت كې |
|||||||||
P |
M |
T |
P |
M |
T |
P |
M |
T |
P |
M |
T |
|
30 |
16 |
18 |
20 |
18 |
18 |
20 |
20 |
20 |
20 |
22 |
22 |
22 |
40 |
16 |
18 |
20 |
18 |
18 |
20 |
20 |
20 |
22 |
22 |
22 |
22 |
50 |
18 |
18 |
20 |
20 |
20 |
20 |
20 |
22 |
22 |
22 |
22 |
22 |
60 |
20 |
20 |
20 |
20 |
22 |
22 |
22 |
22 |
22 |
22 |
22 |
22 |
70 |
20 |
20 |
20 |
20 |
22 |
22 |
22 |
22 |
24 |
24 |
24 |
24 |
دپورته جدول مطابق هم د 200 څخه زيات عرادو په صورت كې دسرك عرض 7m نيسو.