دریمه برخه

دسـرك دهنـدسـي اجـزاؤډيزاين

Highway Geometric Design

-----------------------------------------------------------

ترتیبوونکی انجنیر سیف الله

----------------------------------------------------------------------------

عموميات :

دسرك هندسي اجزا دسرك دليدووړاجزاؤ يا Visible Parts  څخه لكه دسرك مسير، دديدفاصله ، عرضي ميل ، افقي ګولايي ، عمودي ګولايي..........عبارت دي.

          دسرك دهندسي اجزاؤدډيزاين څخه هدف دسرك مؤثريت زياتيدل دي او همدارنګه بايد هندسي اجزا دسرك اعمار څخه مخكې ډيزاين او دسرك داعمار په وخت كې تطبيق شي.

دسرك په هندسي اجزاؤكې لاندې اجزا شامل دي:

  1. عرضي مقطع ، كمبر او سوپرايليويشن

  2. دديد فاصله

  3. افقي او عمودي ګولايي

  4. دسركونو چوكونه

دهندسي اجزاؤډيزاين دلاندې فكتورونو تابع دي:

  1. دډيزاين سرعت                                                   Design Speed

  2. دعراده جاتو فزيكي طرح                                      Design Vehicle

  3. دسرك نوعيت اوموقعيت                     Classification of Road Way

  4. دساحې توپوګرافي                                                   Topography

  5. په في ساعت كې دترافيكو حجم                    Design Hourly Volume

  6. محيطي شرايط                                       Environmental Factors

1. دډيزاين سرعت (Design Speed) :

دډيزاين سرعت يو له مهمو فكتورونو څخه دي چې دسرك دهندسي اجزاؤ په ډيزاين كې عمده رول لري، دسرك داكثره هندسي اجزاؤډيزاين په سرعت پورې اړه لري د مثال په ډول دسرك دسطحې طرح، دسرك عرض ، دديدساحه، افقي اوعمودي ګولايي سوپرايليويشن او نور.

 2. دسرك نوعيت اوموقعيت:    دسرك سرعت دسرك په نوعيت (ملي، ايالتي، ولسوالي او كليوال) دسرك دلينونو په تعداد او دساحې دتوپوګرافي په نوعيت پورې اړه لري.  په لاندې جدول كې دعراده جاتو اعظمي سرعت نظردسرك نوعيت اودساحې نوعيت ته ښودل شوي دي:

دسرك نوعيت

په همواره ساحه كې

په غرنى ساحه كې

ملي سركونه

80km/h

50km/h

ايالتي سركونه

80km/h

50km/h

دولسوالي سركونه

60km/h

40km/h

كليوال سركونه

40km/h

25km/h

 

3.فزيكي ډيزاين:

          په دغه فكتور كې دعراده جاتو وزن چې له سرك څخه استفاده كوي په نظر كې نيول كيږي ، چې دسرك عرض ،سوپرايليويشن او دسرك فرش دعراده جاتو په وزن پورې اړه لري.

نظردفوايد عامې ستندردته ټول سركونه بايد لږترلږه د 12T وزن لپاره ډيزاين شي.

4. دساحې توپوګرافي:

دسرك دطرح كولوپه وخت كې دسرك طولاني ميل، افقي اوعمودي ګولايى، دسرك عرض دسرك آبرواو دسرك دديدساحه ټول دساحې په توپوګرافي پورې اړه لري او نظر دساحې توپو ګرافي ته طرح او ډيزاين كيږي.

څرنګه چې مخكې هم يادونه شويده چې زما سرك دولسوالي سرك دي كوم چې دتوپوګرافي له لحاظه ېې ساحه يوه همواره ساحه ده بناءً دتير جدول مطابق ېې اعظمي سرعت 60km/h  په نظر كې نيول كيږي.

5.په في ساعت كې دترافيكو حجم:

دسركونو په ډيزاين كې دعراده جاتو تعداد اونوعيت چې په في ساعت كې له سرك څخه تيريږي زيات تاثير لري ځكه چې دسرك عرض ، نوعيت او دخطونو تعداد دترافيكو دحجم په اساس طرح او ډيزاين كيږي.

6. محيطي شرايط:

          لاندې فكتورونه دسرك په ساختمان كې نظر محيطي شرايطوته دخاص اهميت لرونكي دي

  • اورښت: په هغه سيمو كې چې داورښت شدت او مقدارزيات وې دسرك عرضاني ميل يا كمبر زيات او په هغه سيمو كې چې داورښت شدت اومقدار كم وي دعرضاني ميل يا كمبر اندازه كمه په نظر كې نيول كيږي.

  • دتودخې درجه: دتودوخې درجه دقير دنوعې اومارك په تعين كې عمده رول لري چې نظر دتودوخې درجې ته دموجودو جدولونو څخه دقير نوعيت تعينيږي.

  • دځمكې لاندې اوبو ژوروالي: په هغه سيمو كې چې دځمكې لاندې اوبو سطح دځمكې سطحې ته نژدې واقع وي پدې صورت كې دسرك په ډيزاين دځمكې لاندې اوبو ژوروالي هم په نظر كې نيول كيږي.

 =====================

دریمه برخه ادامه لرِِي......