دسړك شانې (Shoulders):
په هرسرك كې د قير شوې برخې دواړو خواؤ ته په معينو اندازو سره (1.25-2m) عرض په نظر كې نيول كيږي چې دسرك دحفاظت لپاره ورڅخه ګټه اخيستل كيږي او دسرك دشانو يا Shoulders په نامه ياديږي.
په اطرافونو كې دشانو څخه دپياده رو په توګه استفاده كيږي چې څو سانتي متر د مؤثر عرض يا Carriage way څخه پورته واقع وي او په درست ډول متراكم شوي وي علاوه له دې څخه د شانو څخه دسرك دترميم په وخت كې دموادو دانبار كولو لپاره استفاده كيږي ، دسرك دشانو سطح نظر دسرك ارزش او نوعيت ته دمختلفو موادو څخه جوړيږي دمثال په ډول جغل فرش ، خشت كاري كانكريټي خشتي فرش او همدارنګه كانكريټي. د شانو څخه دپورته وظايفو علاوه دنقليه وسايطو دتوقف لپاره هم استفاده كيږي.
۱- په هغه صورت كې چې ساحه محدوده نه وي ددې ساحې عرض 4.5m په نظر كې نيول كيږي مګر د I.R.C مؤسسې لخوا دغه عرض 2.5m پيشنهاد شوي دي ولې په هر حالت كې بايد دغه عرض د 1m څخه كم نه وي.
دسرك حدود (Road Land or Right of Way)
هغه ساحه چې دسرك په امتداد دسرك دمسير لپاره لازم وي د سرك دحدودو په نامه ياديږي . ددې برخې عرض دقيرشوې ساحې په عرض، دكندنكار او پركاري په ميل، دكندنكاري په ارتفاع ، دليدو اصغري ساحه ، افقي اوعمودي ګولايي او ددريناجونو په سيستم پورې اړه لري
په ټولومخ په ودې ممالكو كې دسرك دجوړولو لپاره نسبت دسرك عرض ته پراخه ساحه دهغه دبعدي انكشاف لپاره په نظر كې نيول كيږي . دسرك دجوړولو په وخت كې كه چيرې دغه ساحه دخلكو شخصي ملكيت وي لومړي دهغه د مالكينو څخه اخيستل كيږي او د سرك داعمار څخه وروسته دسرك دايمي حريم ګرځي.
كه چيرې زياته ساحه په نظر كې ونه نيول شي په راتلونكي كې په هغه ساحه كې شخصي او دولتي تعميرونه آباديږي چې دسرك دعريض كولو په صورت كې بايد دغه تعميرات وران كړل شي چې دايو غير اقتصادي كاردي .
دمختلفو سركونو حريم يا حدود په متر سره په لاندې ډول پيشنهاد شوي دي
دسركونو نوعې |
همواره ساحه |
غرنى ساحه |
||||
آزاده ساحه |
صنعتي ساحه |
آزاده ساحه |
صنعتي ساحه |
|||
عادي حالت |
حدود |
عادي حالت |
حدود |
عادي حالت |
عادي حالت |
|
ملي او ايالتي سركونه |
45m |
30-60 |
30 |
30-60 |
24 |
20 |
دولاياتو سركونه |
25m |
25-30 |
20 |
15-25 |
18 |
15 |
دولسواليو سركونه |
15m |
15-25 |
15 |
15-20 |
15 |
12 |
دكليو سركونه |
12m |
12-18 |
10 |
10-5 |
9 |
9 |
دپورته جدول مطابق زما دمربطه سرك حدود د 15-25m په انتروال كې په نظر كې نيسو.
شنه ساحه (Median Stripes)
دلينونو جداكوونكى (Separator) ياشنه ساحه
په شهري سركونوكې يا په نورو سركونو كې چې دترافيكو حجم زيات وي ددې لپاره چې مخالف ترافيك په اسانى سره تګ راتګ وكړي او دترافيكي پيښو څخه مخنيوي وشي ددوه مخالفو لينونو ترمنځ يوه اندازه ساحه په نظركې نيول كيږي چې دشنې ساحې يا Traffic Separator په نامه ياديږي ددې ساحې عرض د 8-14m پورې وي مګر ددې ساحې عرض دسرك دپرژې او دسرك دساحې په محدوديت پورې اړه لري چې اصغري حد ېې 6m تعين شوي دي . په هغه صورت كې ساحه فوق العاده محدوده وي ددې ساحې عرض تر 3m پورې نيول كيږي او دپلونو په ساحه كې ددې ساحې عرض 1.2-1.5m په نظركې نيول كيږي. دسركونوپه منځ كې شنه ساحه لاندې ګټې لري:
-
مخالف الجهت ترافيك سره جدا كوي.
-
دمسيرونو جداكول دعراده جاتو سرعت زياتوي او محفوظ حركت تامينوي.
-
هغه عراده جات چې غواړي خپل مسيرته تغيروركړي په دې حالت كې په اسانى سره خپل مسير ته تغير وركولي شي.
په هغه صورت كې چې ساحه زياته محدوده وي اوددې امكان نه وي چې دسرك عرض
زيات كړو كولي شو مخالف جهتونه دخطونو پواسطه سره بيل كړو چې پدې صورت كې دزياتو تصادماتو امكان موجوددي ، ځينې وخت دمخالفو لاينونو دجدا كولو لپاره د كانكريټي بلاكونو څخه استفاده كيږي.
كـــــــرب (Kerb)
كرب ديوه كوچني ساختمان څخه عبارت دي چې دسرك قيرشوې برخه Pavement دسرك دشانو څخه جدا كوي همدارنګه پياده رو اوپاركينګ د Carriage way څخه جدا كوي .
كرب په دريو كتګوريو ويشل شوي دي:
-
Low or Mountable Kerb : دغه كرب دقيرريزي شوې ساحې دواړو طرفونوته په مايل ډول د 7-9cm په ارتفاع جوړيږي چې عراده جات كولاي شي په اساني سره دسرك دسطحې څخه دغه برخې ته پورته شي ، دغه ډول كرب دسرك په طول كې دويالو سيستم ته ډير مفيددي يعنې دباران اوبه كولي شي چې دسرك په امتداد كرب سره موازي جريان پيدا كړي او يو معين ځاي ته انتقال شي. معمولاً دغه كرب په هغه ساحو كې چې سرك په پركاري كې جوړ شوي وي په نظركې نيول كيږي ددې په خاطرچې دباران اوبه دسرك څنډې تخريب نكړي . معمولاً دغه ډول كرب دكانكرټوڅخه جوړيږي او دباران اوبه په مناسب ځاي كې كانالونو ته انتقالوي .
-
متوسط كرب (Medium Kerb) : ددغه كرب ارتفاع د 15-20cm پورې وي او عراده جاتو ته اجازه نه وركوي چې په هغه باندې پورته شي ولې په عاجلو حالاتو كې كولاي شي چې په مشكله پورته شي او دپياده رو په ساحه كې پارك شي.
لوړ كرب (High Kerb) : ددغه كرب لوړوالي معمولاً د 23-45cm پورې وي او د 1:4 په ميل او يا په عمودي ډول جوړيږي او معمولاًدغه ډول كربونه په پلونو يا غرنيو ساحو كې جوړيږي. په كليوالو سيمو كې دغه ډول كرب دسرك دڅنډو دحفاظت لپاره خصوصاً په هغه ساحوكې چې سرك پركاري شوي وي جوړيږي، يوه مناسب ځاي ته دباران داوبو دانتقال لپاره دكانكريټو څخه د 20-30cm په ارتفاع په مايل ډول جوړيږي.