علم ګل سحر

غزل

 

ستا د ښكلا دخپلولو هيله هم نه لرم

د خپلو سترګو د ساتلو هيله هم نه لرم

 

په ويدو سترګو دې زمازړه لكه خوب وړى دى

اوس مې د ما ت زړه د ژغور لو هيله هم نه لرم

 

چې ته رانه شې،تيارې راشي،نا اميده شمه

دبل څراغ د بلولو هيله هم نه لرم

 

كه بې مقصده هر څوك زړه راوړي نو زړه وركوم

داسې هم نه ده صرف د ښكلو هيله هم نه لرم

 

در تلاى هم نه شم ،د ويلو جرات هم نه لرم

والله چې ستا دهيرولو هيله هم نه لرم