سپينه واوره
خدايه څومره ښکلي ښکا ري،په غرو واوره تکه سپينه
ځمکې سپين بخمــــــل اغوستئ،تښنوي دزړونو مينه
ونوسپين کالـــــي اغوستــــي،په زړه پورې منظره ده
هره ونه لکـــــــــــه ناوي ښکاري،ښکلــــــي مرغلينه
خدايه ته خومهربان ېې،داســــــــی واوره په مونږ وکړه
چه مــو تور زړونه راسپين کړي،چــــه نور نه تويوو وينه
زه قيام درته زارئ کړم،خدايه سپــــــين کړه تور نيتونه
مونږه ټول سره په خولا کړه،له امـــــــــــــو تر اباسينه
الحاج الهام الدين قيام
والدورف،جرمني
17.10.2010
- نورمحمد سعيد
تاسي ، چې هرڅه کار کوئ ، که په کومه کارخانه کې کاريګرياست او که په کوم دفتري کار بوخت ياست ، دښوونځي ښوونکي ياست او که داخبار ايديتور او که په دکاندارۍ لګيا يي ، کله نا کله به ستړيا محسوسوئ . که رښتيا سره ووايو داشکايت ډېر عام دى . هغه خلک هم له ستړيا سرټکوي ، چې له سره کار نه کوي . داسې خلک ، که دسهار په ځاى ترماسپښين پوري ويده وي او له خوراک څښاک او مچانو شړلو پرته هيڅ کار هم ونه کړي ، بيا هم داشکايت کوي ، چې ډېر ستړي دي ....
20.12.2010
- نورمحمد سعيد
خبره
ديوه بهرني شاهكار يوه برخه
ژباړه : نورمحمد سعيد
ما وويل،
“ ګرانې !
همدا اوس وخت دى
چې له مور سره دې وغږيږم. “
هغې په ژړا وويل
“ نه، مور خو مې داسې وايي، چې نارينه دهوكه باز دي“
هغه دا هم وايي
“...