شعر ګلزار
ژباړن نورمحمد سعېد
دبيلتون شپه
هغه شپه چې تابه غېږ کي ونيوله
په للو،دښکلو شونډو
په سينه به دې وېده کړه
تېراوه دې ورته نکل
ټول، له سره بيا تر پايه
هغه شپه ،چې روږدې کړې دې وه شوخه
نن په کټ کې
ژاړي پړمخې پرته ده
20.12.2009
- نورمحمد سعيد
ورځ راله غاړي شي چې شپه له غاړي واړه ومه
زوړ غـــــــم تازه شي چې تازه له غاړي واړه ومه
زلفي كړي،سترګې ګولې ،شونډي غوټي دجـــــانان
خــــــــــــــــدايه زه كومه واقعه له غاړي واړه ومه
غزل
شومــــــــــــه په ژړا چې نن مې وليده
كلي دبا با چې نن مي ولـــــــــــــــــيده
هــــــــــغه پخوانې مينه هم نه وه اوس
شورپكې ژړا چې نن مـــــــــــــې وليده
وچ زمونږ دكــــــــــــــلي دګودر كاريز
ټــــول جـــــدا جـــــدا چې نن مي وليده
كـــــــور دجـــــــانان هم...
26.12.2009
- نورمحمد سعيد
لیکوال : محمد اسمعیل څپه
د پنځو زامنو مور
د کور په دروازه چې ننوتلم ټولو ماشومانو پاکې جامې اغوستې وې . ماشومان مې رانه چاپیره او زه یې په منځ کې په ټوکو ټاکالو تر کوټې ورسیدو
لا ناست نه وم ، چې د ماشومانو مور راته د چایو پیاله کیښوده . او راته یې وویل:
ـ ته ګوره ! د مور پوښتنه خو به دې کړې وه.
- ولې ؟ په ابۍ مې څه شوي دي ؟
ـ نه هسې ، ډېر وخت کیږي ما ویلې پوښتنه به دې کړې وه...