دوست ته
زموږخواته کروندې کیږي دارنګ
په ښورنو ځمکو هم کرو لونــګ
دسندرو کاروانونه يې شي پایــله
چې توديږي دځونډي او رباب جنګ
ژوروالی دګړنګ غرور دڅوکو
داسي رنګ لري دهسکو غرو اهنګ
شمله وره په داخپل خویي دي مین یم
مه خان کیږه نه دي غواړمه ملنګ
په میراث مورچل مي کينه تربوریه
له بلبل نه د غزل اخله قـــــــــــلنګ
15.11.2009
- نورمحمد سعيد
ژړانده سترګې
دا ژړاندې ښکلې سترګې
ولې دي له اوښکو ډکې
څه یې غم دې لویه خدایه
چې راګوري هکې پکې
تل خورې چې یې وي زلفې
هیڅ یې نه سموي خدایه
زه حیران یم زه حیران یم
زما زړه دا ستا له غمه
جنګ ځ...
21.11.2009
- نورمحمد سعيد
کله کله مي په سر کي
شي خپاره زهر د کرکي
خوچې کله داسي وشي
زرد فکر مزي پرې کړم
دوجود کيږدۍ کړم ټوله
ستا دخيال چم ته کډ وال شم
ترهغې پکي دېره يم
تر څو بيرته لونګين شم
نور محمد سعيد...