دساینس دوه اړخه دي، یو نظریات او دوهم ټیکنالوجې، ونظریاتو ته عملي جامه ور اغوستلو ټکنالوجې واېې، ټیکنالوجې تر تعلېمې صنفونو محدودول او یا په دې د څو ساینس دانانو روزل کفایت نکوي، بلکه ساینس ته دیوه ټولنیز تحریک په شکل کښې تحرک ورکول پکار دی، باید دټولنې ټول افراد په ساینسې ارتقایې مراحلو کښې ونډه وال و اوسې، لکه میکس ویل چې د رادیویې اهتزازاتو نظریه وړاندې کړه او هارټ دغه اهتزازات دیوې آلې په واسطه په مصنوعې توګه پیدا کړه، ساینسې نظریات او ټیکنالوجیکل معلومات په خلګو کښې تر هغه عام کیدلای نشې تر څو چې ټیکنالوجې ته صنعتې او تجارتې پیمانه او انګیزه ور نکړل شې، له ټیکنالوجې نه د ټولنیز مادې قوت په زیاتوالې کښې کار اخستل کیږې تر څو ساینسې افکار او ټیکنالوجېکل نظریات وړاندې نور ګامونه واخلې.