دا دهغه اکسل نوم دې چې دجمهوریت ټایرونه ورباندی څرخې، دساینس ټینکنالوجې او دسرمایې له پرمختګونو سره د عامه اذهانو او عامه اړیکو استعدادونو دومره پرمختګ وکړ چې د چارو واګې یې له لوړه لوري عام اولس ته په ډیره تیزی سره انتقال کړی. په پرمختللې نړی کښې د نوي ټیکنالوجې او دعامه اذهانو دبیداري له کبله دهري ملې ستونزی او موضوع په ارتباط عامه نظرخواهې او داولس دریځ د څو ساعتونو په ترڅ کښې مالومیدلای شی. جنرل پبلک ول (دعامه اولس د ښیګړی نظریه) دجمهوري ټولنو او دجمهوری طرز فکر خوبایې ده، په جمهوري ټولنو کښې ګټل او بایلل دواړه اخلاقې طرزونه چې پر دغه عامه ګټییز نقطه نظرسره راڅرخې د یوه سیاسې اصل او سیاسې عبادت په توګه په نظر کښې نیول کیږی.دیوه هیواد خپلواکې او خودکفالتې د هغه هیواد د وګړو په تخلیقې عمل او صلاحیت پوری اړه لری، ددغه تخلیقې عمل لارښودنه د اساسې قوانینو په مندرجاتو کښې اولس ته وړاندې کیږی، او د اولس فکري تخلیقې صلاحیت ورباندې وده کوی، که دیوه هیواد اساسې قوانین د خپل اولس دپاره په ځان د بسیا کیدلو تخلیقې صلاحیت نشې ورکولای نو هغه قانون دوحشت او تهذیب ترمنځ د فراق کرښه هم نشې ایستلای، دغه کرښه عمومې تحفظات او امنیت دې، تهذیب او تمدن د تحفظاتو مجموعه ده چې عبارت له سیاسې ، مالې او کلتوری تحفظونو څخه دی، سیاسې امنیت او تحفظ له غوره اساسې قانون له قانون مندې او اخلاقیاتو څخه لاسته راځې، مالې او اقتصادی تخفظ له صنعتې ودې څخه سرچینه اخلې، همدارنګه کلتوری وده او خوندی توب د ساینس او ټیکنالوجې له مالوماتو څخه دیوي ټولنې له ښیرازه کیدلو څخه ترلاسه کیږی.