اصلاحات که انقلابات،

که څه هم زموږ په هیواد او ټولنه کښې دانقلاب د نوم سره خلګ په دی الرجیک دی چې ګواکې همدغه انقلابې او دانقلاب ضد جګړو هیواد او اولس دبربادی کندې ته ټیل واهه، ولی بیا هم دایو حقیقت دې چې دنړی په اولسونو او ټولنو کښې اصلاحات د صنعتې انقلابونو له لارې راغلې دی نه داصلاحاتو دلارې صنعتې او ماشینې انقلابونه، په انګلستان کښې د ساینسې او ټیکنالوجیکل ایجاداتو له لاری دصنعتونو په راتللو سره غلامې له منځه لاړه، ولې چې د صنعت دچلولو او پرمخ بیولو دپاره دغلامانو نه بلکه دکاریګرو او هنرپیشه خلګو اړتیا وه، که څه هم د فرانس د نیپولن بوناپارټ، دچین د کامریډ ماوزوتونګ اود روسیې کمیونستې انقلابونه خالص اصلاحې انقلابات ښکارې ولې هغوی ته هم له انګلستان نه رواج شوې صنعتې انقلاب زمینه برابره کړه، له صنعتې انقلاب سره تجارتې خوځښتونه ګړندې شول چې د فیوډالانو او سرمایه دارانو طبقات یې وزیږول، بیا نو د مزدور او سرمایه دار تر منځ دبرابري پر بنسټ په نړې کښې انقلاباتې غورځنګونه منځ ته راغلل. د اصلاحاتې انقلاباتو اصلې لامل نه دکمیونیزم او نه هم کاپیټالزم نظریات وو بلکه هغوي ته اساس انډسټرلیزم او کارخانه ایزم پیدا کړی وو، دخلګو د فکر او دژوند طرز یواځې او یواځې ایجاداتې او تخلیقاتې صنعت بدلولای شې نه دبل نه وارد کړل شوې او کنزیومر صنعت، ځکه چې د عربې نړې او پاکستان مسالونه ددې خبری دپاره کفایت کوی.په ننې دور کښې د استحصال او سامراجیت لوی لامل د صنعت او ټیکنالوجې په لیول کښې له فرق نه راپیداکیږی، تفصیل یې درته صبا لیکم، .د استحصال او استعمار لاملونه پخوا د دوو ملتونو تر منځ د مذهبې او کلتوری بیلوالې له کبله انګیرل کیدل، مګر د ټولنیزو او اقتصادی چارو محصلین پوهیږی چې دغه توافق او نابرابری چې د یوه استعماری او وروسته پاتې هیوادونو او ټولنو ترمنځ ده اصلا د ایجاداتو او ټیکنالوجې تفاوت منځ ته راوړې ده، هغه که دوو مسلمانو هیوادو تر منځ وی لکه د افغانستان او ایران، هغه که د دوو کمونیستو هیوادو تر منځ قیصه وی لکه د شوروی اتحاد او چین تر منځ چې وه، او هغه تفاووت که د دوو کاپټالیسټې هیوادو تر منځ وې لکه د یورو زون او امریکې تر منځ.