په اروپا کې رانه لمونځ څه غواړي (خا‌‎طره)

برېښناليک Print
سرچینه: اصلاح انلاین
لیکنه: رحمن الله رسا

د ځوانۍ خوبونه

د شاګردۍ په ځانګړي توګه د محصلی په دوره کې هر زده کړیال دا هیله لري ترڅو د زده کړې په جریان کې له سره تر پایه ښې نمبرې تر لاسه کړي او تل د خپل صنف اول نمره پاتې شي او د نورو لوړو زده کړو د تر لاسه کولو په موخه د بهرني هیواد ته د تګ خوبونه ویني.
څرنګه چې ما هم د شاګردۍ او محصلۍ دواړه دورې تیرۍ کړې او د دې دواړو پړاونو څخه الحمد الله د لوی او مهربان خدای جل جلاله په فضل بریالی راوتی یم، تل به مې همدا شان خوبونه لیدل ترڅو د لوړو زده کړو د تر سره کولو په موخه د یو بهرني هیواد بورس ترلاسه کړم. هو! د بورس تر لاسه کول هسې مفت نه وي زیات کوشش او تکلیفونه غواړي باید هر وخpray21ت زیاته مطالعه وکړم، تل باید هڅه وکړم ترڅو دې ډول خوبونو ته تعبیر ومومم.
د لیسې په دوره کې به مې تل د ځان سره دا انګیرله چې باید خپلې لوړې زده کړې د انجنیرې او یا د اقتصاد په برخه کې ترسره کړم، همغه وو چې په ۱۳۸۳ کال کې د کانکور د ازموینې د پایلو په نتیجه کې د لومړی انتخاب د نه ترلاسه کیدو او د دوهم انتخاب په یو څه ناخوښتیا سره د خوست پوهنتون د ادارې او تجارت پوهنځۍ ته بریالی شوم. د لومړي سمستر د شروع کیدو سره سم په دې لټه کې شوم ترڅو خپلو خوبونو ته تعبیر ومومم. د لومړی سمستر د ازموینې په پایلو کې د یزدان د لورینې له مخې د یو چا په خبره اول نمره شوم.

د انجنیر ځلاند په دوکان کې

معمولاً زده کړیالان د لومړي سمتسر د ازموینې وروسته لس پنځلس ورځې رخصتي کوي، زه هم په رخصتی کور ته تللی وم، مازیګر مهال به هره ورځ ټول انډیوالان د بنډار له پاره انجنیر صیب عبدالقیوم ځلاند په دوکان راغونډیدو، د جمعې ورځ وه، نن ورځ د معمول خلاف زه ناوخت راغلم، په دې وخت کې د یعقوبیو په ولسوالې د ګرځنده تلفون اسانتیاوې نه وې، دوکان ته په ننوتو ډير په بیړه راته انجنیر صیب ځلاند د جرمني بورس مبارکي راکړه خو زه هک پک شوم او حیران پاتې شوم، نه پوهیدم چې څه خبره ده، اخر مې له انجنیر صیب څخه پوښتنه وکړه:
-    انجنیر صیب څه خبره ده، زه تر اوسه نه یم خبر.
ده راته وویل زه نن پوهنتون ته تللی وم او خبر شوم چې د لومړی کال ټولو اول نمره ګانو ته د جرمني هیواد څخه څلویښت ورځنې بورسونه راغلي.
د جمعې په ورځ په ډیره بیړه پوهنتون ته لاړم او د بورس په هکله مې ټول مالومات ترلاسه کړل او د ډيرو ستونزو او لفظي شخړو(زما پرځای یې یو بل محصل د روابطو په اساس معرفي کړی و) څخه وروسته مې وزارت ته د معرفۍ مکتوب ترلاسه کړ، د نورو پوهنځیو معرفي شوي محصلین کابل ته تللي وو، یوازې زه او د انجینری پوهنځی اول نمره انجنیر بسم الله مندوزی پاتې وو د مکتوب د ترلاسه کولو سره سم د کابل اډې څخه چې تقریباً ۱۱ بجې وی سپاره شوو. د شپې ۹ بجې کابل ته ورسیدو، شپه مو د کابل پوهنتون په لیلیه کې د یو انډیوال سره تیره کړه په سبا ورځ مو وزارت ته خپل مکتوبونه راوړل، وزارت په ځواب کې راته وویل نن ورځ دوه بجې امتحان دی. د کابل پوهنتون کفیتریا ته باید دوه بجې ځانونه راورسوی.
په ټاکلي وخت همغه ټاکلي ځای ته راغلو، د ازموینې له پاره اماده ګی شروع شوې. په دې ازموینه کې د افغانستان د لسو پوهنتونونو څخه ۱۲۰ اول نمره محصلینو ګډون درلود.

نبض مې ۲۳۰ ته ختلی وو

د ازموینې د خلاصیدو سره سم د DAAD راغلیو مسوولینو د پایلو په هکله راته سبا ورځ ۹ بجې وښودې، سبا ورځ پر ټاکلي وخت د پایلو د اعلانولو په موخه ټاکلي ځای ته راغلو، زما په ژوند کې دا لومړنی ورځ وه چې نبض مې ۲۳۰ ته ورسید خو خدای خبر د نورو به څه حال وو، په پایله کې د ۱۲۰ محصلینو له جملې څخه ۴۱ محصلین بریالی شول او د خوست پوهنتون څخه ۵ محصلین بریالی اعلان شول او په دې جمله کې انجنیر بسم الله مندوزی او زه په خپله هم شامل وو.
د پاسپورټونو او ویزو د تر لاسه کولو په موخه په کابل کې تر یوې هفتې پاتې شوو بلاخره ۲۰۰۵ /۱/۲۲ د لوی اختر په دویمه ورځ مو جرمني ته د پرواز خبر تر غوږو شو همدا ورځ وه چې زما د لیدلي خوبونو د تعبیر په هکله یې له ځان سره یو عالم خبرې درلودې. خدای خبر چې خدای ته به مو څومره د شکر سجدې کړي وي؟

بالاخره جرمني ته ورسیدو

د اته نیمو ساعتونو د سفر وروسته د لوی مهربان خدای په فضل او کرم په خیر سره د جرمني په فرانکفورت هوایی میدان کې ښکته شو د ښکته کیدو سره سم جرمن میشتو افغان مصحلینو مو ښه راغلاست ووایو، د ښه راغلاست سره سم مو د بوخوم پوهنتون پر لور حرکت پیل کړ تر دریو ساعتو وروسته د بوخوم پوهنتون لیلیې ته د مهربان خدای ج په مهربانی راورسیدو.
اصلاً موږ د څلویښتو ورځو په موخه د IT د لنډ کورس د ترسره کولو له پاره راغلي وو، د شپې د تیریدو او د سبا د سترګګ د وهلو سره سم بوخوم پوهنتون ته لاړو، د راهنمايۍ په موخه راسره جرمن میشتي افغان محصلین مله ول. ۴۱ کسیز ګروپ یې په دریو ګروپونو وویشلو. زه په A ګروپ کې وم.
موږ ته د کعبې او د لمونځ د وختونو پته نه لګیده د ماسrahman-rasaپيښین د لمونځه د ادا کولو له پاره د اوداسه ځاي، وخت او د کعبې د طرف په هکله مو د جرمن میشتو افغان محصلینو او نورو کسانو چې دلته یې نوم ذکر کول اړین نه بولم یو کس ته ورغلو موږ پوهیدو چې هغه ته به ټول مالومات وې البته هغه محصل نه وو، کله مو چې دا ډول پوښتنې شروع کړې نو ده راته په ځواب کې وویل ما ته په خدای قسم که د کعبې مالومات وي چې په کوم طرف ده خو داسی وکړه چې هغه جرمني استاد چې تاسو ته درس کوي هغه ته ورشه د هغه څخه پوښتنه وکړه.
د دې خبر په اوریدو بیخي زیات خفه او غمجن شوم انجنیر صیب بسم الله مندوزی چې یو ډیر دینداره سړی دی خدای جل جلاله دې د اوږد عمر ورکړي، راته وویل دا وګوره چې یو افغان او مسلمان (خدای خبر مسلمان به وو که نه) ته د کعبې د طرف مالومات نه وي نو یو کافر ته به څه د کعبې د طرف مالومات وي. دا خو ډيره د خفه ګان خبره ده.
خو خیر ما بسم الله ته وویل راځه زموږ په ګروپ کې له یو محصل څخه پوښتنه وکړو چې کعبه په کوم طرف پرته ده، مندوزی صیب راته وویل هغوی هم زموږ په شان دی دوی ته به څه مالومات وي بیا می ورته وویل راځه جرمن میشتي افغان محصلینو څخه پوښتنه وکړو هغوی ته خو به مالومات وي. ده راته وویل راځه هغه ولاړو کسانو ته ورشو، کله چې ولاړو محصلینو ته ورغلو د افغانستان څخه تازه راغلي محصلین او جرمن میشتي افغان محصلین سره ولاړ وو د افغانستان په باب یې خبرې کولې، ما د بښنې د لفظ په یادولو سره د یوې پوښتنې د کولو اجازه واخیسته. یو جرمن میشتی افغان محصل د خواهش کوم په ویلوسره جوخت په پوښتنه وکړه سره خبرې پیل کړي.

اروپا او لمونځ؟

ما ورڅخه د کعبې د طرف، د اوداسه، لمانځه، او وخت په هکله وپوښتل. د پوښتنې د خلاصیدو سره جوخت زموږ سره یو راغلي محصل وویل:
-     اروپا او لمونځ! په اروپا کې لمونځ له موږ څخه څه غواړي؟
د دې خبرې په اوریدو خدای شته سخته ژړا راغله او سخت په غوسه شوم، خو بسم الله مندوزی په ځواب کې وویل:
-     لمونځ خو یوازی په ځای او وطن پوري اړه نلري، لمونځ همغه لمونځ دی،اسلام او دین همغه دی په هر ځای او هر وطن کې چې وي. په داسې محصلینو او افغانانو دې د خدای لعنت وي.

دلته ژوند څنګه دی؟

یاره د دې خبرو په اوریدو مو بیخي د اروپا څخه زړونه تور شول، هسې بل دا چې د اروپا ژوند ډير خفه کړي وو ځکه دلته یوازی انفرادي ژوند دي د اجمتاعي ژوند څرک به په لیرلید کې هم ونه ګورې. ښځو ته یوازی د جنسي غریزې د پوره کولو او د هغوی څخه د پیسو د ترلاسه کولو د وسیلې په سترګه ګوري. حیا خو بیخي د بی حیایۍ اوج ته رسیدلي. هو د دې خبرو د اوریدو او د اروپا د ژوند په لیدو مو ډير څخه زده کړل، د اسلام په حقیقت یې پوه کړو، الحمدالله ثم الحمد الله چې د اسلام په سپیڅلي او مبارک دین مشرف یو.

یو کوریایی د اسلام پر لور

د بوخوم پوهنتون د لیلیې جوړښت داسې دی چې د هر محصل له پاره جلا کوټه لري او د لیلیې تعمیر ۱۱ منزله او هر منزل دوه خواوې لري. د هر منزل دواړه خواوې دیارلس دیارلس د اوسیدو کوټې او یو عمومي د ډوډی د خوړلو ځای او پخلنځی لري. موږ د خوست پوهنتون محصلین چې جمله پنځه نفره وو په دوهم منزل کې اوسیدو زموږ په منزل کې یو د جنوبي کوریا اوسیدونکی چې د جرمني ژبې په ادبیاتو کې يې PHD کوله، هم ژوند کاوو. د وخت د تیریدو په اساس یې را نه اوس نوم هیر دی.
د ډوډی او لمانځه د ادا کولو په اړه مو په لومړیو کې داسې تصمیم ونیو چې ډوډې به یوځای خورو او د لمانځه د ادا کولو له پاره به د بوخوم په ښار کې د ترکیانو او عربو مسجدونو ته ځو او لمنځونه په هلته ادا کوو.
د حلالې او حرمې ډوډی په هکله مو د جرمن میشتو افغانانو او نورو مسلمانانو څخه پوښتنه کوله، زموږ د لیلیې سره په لس متری کې د یوه ترکي دوکان شتون درلود چې د خوراک له پاره به مو د هغه دوکان څخه خوراکي شیان راوړل.
یوه ورځ زه د کوټې څخه راووتم، په پخلنځي کې ډیر بد بوی وو نو سمدستي د بسم الله کوټې ته ورغلم د هغه څخه مې پوښتنه وکړه چې دا څه شي دي. خیر هغه هم نه پوهیدو. بله ورځ مو چې ۴۵ کلن سړی ولید چې په لاس کې ډيره بد شکله غوښه ورسره ده. بسم الله وویل:
-     شاید دا د خوګ غوښه وي، کیدای شي تیره ورځ د دې بد بوی وو. راځه دلته کښینو تلوزیون به چالان کړو، بی بی سی یا سی این این به وګورو چې د افغانستان په هکله څه وایي، نوي پيښې خو به نه وي شوي.
همداسې مو وکړل، تلوزیون مو چلند کړ او په غلي غلي مو هغه کوریایی کس هم څارو، کله یې چې غوښه غوړیو ته ورواچوله داسې بد بوی راپورته شو چې بیا نو ورته ټینګ نه شوو او  لاړو د بسم الله په کوټه کې کښیناستو. تر اوسه مو دومره بد بوی نه وو لیدلی.
موږ به چې ډوډی پخه کړه نو ټولو به مو یوځای وخواړله. یو ورځ چې د ډوډی په خوراک ناست وو همدا کوریایی راغی په پخلنځي کې یې د ډوډی په پخولو شروع وکړه او موږ نور مړیدو ته نږدې شوي وو. ما بسم الله ته وویل راځه چې نن خو کوریایی سره خبرې وکړو. د کوریا هیواد او نورو مسایلو په هکله ترې وپوښتو. کوریایي ته نږدې ورغلو او د حال احوال پوښتنې مو سره وکړې.
ده راته وویل: تاسو محصلین یاستۍ؟ د کوم ځای څخه راغی یی؟ ما ته نوی ښکاریږی.

تاسې ټول ولې یو ځای ډوډۍ خوری؟

موږ ورته وویل: هو‎، موږ د یو څو ورځو به موخه دلته راغلي یو، اصلاً د افغانستان یو. افغانستان خو به پیژنې؟
هغه  وویل: بلې. د رسنیو څخه مي نوم ډیر اوریدلی دی. د خبرو په منځ کې يې راټوپ کړل.  رښتیا یوه پوښتنه در څخه کوم دا تاسو ټول ولې یوځای ډوډی خوری او ډوډۍ ولې په لاسونو خوری، دا ګران کار نه دی؟ ډوډی ولی جلا جلا نه خوری، یو ځای ډوډی څنګه خوند در کوي؟
بسم الله په ځواب کې ورته وویل په یوځای ډوډی کې خدای پاک برکت اچوي او بل په ښي لاس د ډوډی خوړل د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم  سنت دي. د خدای پاک د برکت او د حضرت محمد ص د نومونو په اوریدو هک پک شو او ویې پوښتل دوی څوک دي.
د خدای جل جلاله او محمد صلی الله علیه وسلم په هکله به کله ما او کله به بسم الله خبرې کولې. د کوریایي زموږ سره مینه پیدا شوه او زموږ د خونو پوښتنه یې وکړه موږ ورته د خپلو خونو ادرسونه وکړل.
یوه ورځ زه په کوټه کي په لمانځه ولاړ وم چې د کوټې دروازه مې ټک ټک شوه، خو ما هیڅ نه شول کولای ځکه په لمانځه ولاړ وم او دروازه همداسې خلاصه وه. کوریایی کوټې ته راغی ما چې سلام وګرځو د حال احوال پوښتنه مې وکړه کوریایی داسې هک پک راته کتل ته به وایې په لومړی ځل یې د انسان په څیر یو نوی جنس لیدلی. یو نیم ساعت به مو خبرې کړي وی خو ده د لمانځه په هکله هیڅ پوښتنه ونه کړه. پدې توګه مو سړی نور انډیوال شو.
بله ورځ د انجینر بسم الله کوټې ته ورغلی وو، بسم الله ماته راغی او ویل یې راځه نوی انډیوال زما کوټې ته راغلی، ګپ شپ به ولګوو. زه ډیر په بیړه راپورته شوم د بسم الله سره یوځای د ده کوټې ته لاړو ګورو چې نوی کوریایی انډیوال مو نیغ په چوکۍ ناست دی.

تاسې له ډوډۍ نه وروسته ورزش کوی!

ګپ شپ شروع شو، یو دم یې له ما څخه پوښتنه وکړه هغه بله ورځ چې ستا کوټې ته درغلم ته به کله پورته شوې او کله بیا به کیناستې زه درغلم را ته دی هیڅ ونه ویل یو څه وخت وروسته دې لومړی ښی خوا او بیا کیڼې خوا ته مخ وګرځو وو هغه دې څه کول؟
ما ورته وویل لمونځ مې کاو.
د لمونځ په اوریدو سره یې وویل: یانې تاسو د ډوډی څخه وروسته په کوټه کې ورزش کوی؟ ولی د ورزش لپاره بهر ته نه ځئ؟ په بهر کې ډیر ښه ورزش کیږي. کوټه ستړې کوونکې نه وي؟!
د دې خبرو په اوریدو بیخي حیران پاتې شوم، د لوی او مهربان خدای جل جلاله په هکله مو ورسره خبرې شروع کړې، سړي نعوذ بالله هیڅ نه منل، بس سوچ ملحد وو.
د کلمې، لمونځ، روژې، زکات او حج، عقیدې، جنت، دوزخ او سنتو په هکله مو ورسره خبرې پیل کړې. ده وویل چې موږ او تاسو خدای پیدا کړي یو نو موږ خو نعوذ بالله د خدای زامن شوو بیا یې دا دوزخ او جنت ولې پیدا کړي دي؟ د یو چا زوی چې هر څومره بد کار وکړي نو په زوی باندې یې دا زړه نه کیږي چي خپل زوی په اور کې واچوي، نو خدای چی تاسو وایی دوزخ او جنت یې پیدا کړي دي ولی موږ بیا د بدوکارونو په ترسره کولو سره دوزخ ته اچوي؟
موږ ورته په ځواب کې وویل: دا دنیا د امتحان له پاره پیدا شوي موږ دلته په یوه ازموینه کې یو، که چیرته مو ښه وکړل جنت او که بد مو ترسره کړل په اخرت کې به په دوزخ کې وو.
هر څومره مو چې ټینګار کاوه، ده راسره نه منل.
ما له هغه څخه پوښتنه وکړه چې ته جرمني ته د څه له پاره راغلی یې؟
ده وویل: تر څو PHD سند ترلاسه کړم،
ما ورته په ځواب کې وویل: خفه نشې، آیا ته لیونی نه یې چې د کوریا څخه جرمني ته په یوه سند پسې راغلی یې؟  ولې هلته به د خپل کور د یوې کوټې په کونج کې ناست وای PHD سند به دې ترلاسه کړای وای.
د دې خبرې په اوریدو د قهره تک سور واوښت، ډير زیات په غوسه شو  او ویل یې: دا ته څه وایی؟ ته لیونی شوی یې، آیا داسې امکان لري او ایا تر اوسه داسي چا سند ترلاسه کړی. باید ستونزي پر ځان تیرې کړي، مطالعه وکړي او په پای کې یوه رساله ولیکې او بیا باید د خپلې رسالې څخه دفاع وکړې او دا ډیر زیات کار او وخت ته اړتیا لري. ګوره بل ځل داسې چا ته ونه وایې. دا ډیره بده خبره ده خلک به در پوري وخاندي ته خو یو تعلیم یافته سړی یې.

آیا جنت ګټل دومره آسانه کار دی

کله چې د ده خبرې خلاصې شوې نو ما ورته وویل:
سمه ده ګوره چې یو سند دومره کار او وخت ته ضرورت لري ایا د جنت ترلاسه کول چې ما درته مخکې یادونه وکړه داسې اسانه کار دۍ؟ هسې خو مفت نه ترلاسه کیږي، د خدای سره باید شریک پیدانکړو، لمونځ وکړو، نور عبادات ترسره کړو تر څو په تنیجه کې جنت وګټو لکه څه ډول چې د سند د ترلاسه کولو له پاره ازموینه ورکوې او هسې مفت نه ترلاسه کیږي نو ایا د داسې شي ترلاسه کول چې سړی پکی تل خوشاله وي او هلته غریبي، لوږه، زاړښت، مریضي، او هیڅ ډول ستونزې نه وي، یوې ازموینې ته اړتیا نه لري؟ بلی همدا دنیا د یوې ازموینې له پاره ده، دا د امتحان دنیا ده. دلته موږ یوازې د خدای د عبادت د ترسره کولو په موخه رالیږل شوي یو.
د کوریاي سره به مو هره ورځ بحثونه کول. یوه ورځ د خدای جل جلاله د شتون په هکله بحث شو نعوذ الله ده خدای هیڅ نه منلو او یو ملحد سړی وو او د خدای شتون څخه یې انکار کولو.
انجنیر صیب بسم الله ورڅخه پوښتنه وکړه چې دا رته ووایه چې انسان هوښیار دی که حیوان؟
کوریایی وخندل  او ویې ویل:
-     ولې، ته تراوسه په دې هم نه پوهیږي؟ انسان هوښیار دی.
بسم الله ورته ته په ځواب کې وویل:
-     سمه ده په خپله خبره څو سلنه باوري یې؟
کوریایی وویل:
-     سل په سلو کې  باور لرم او رښتیا وایم چې انسان هوښیار دی.
بسم الله ورته وویل:
-     ګوره بیا خو به د خپلې خبرې څخه انکار نه کوې؟
کوریایي وویل:
-     دا دی ستا ملګری شاهد دی.

د خدای جل جلاله  د شتون یو حیرانونکی او ساده عقلي دلیل

بسم الله وویل :
-     سمه ده ته وایې چې خدای نشته دی. کله چې د وزې بچې پیدا شي د پیدا يښت سره سم پورته شي خپله حرکت شروع کړي، کله چې لوږه احساس کړي نو د ګیډې د موړولو له پاره د خپلې مور پر لور ورمنډې کړي چې دا یو حیوان دی.
کوریایی :
-     بلی همداسې ده
بسم الله:
-     چې همداسې وي نو ګوره کله چې د یوې ښځې ماشوم پیدا شي څومره وخت ته ضرورت لري چې په خپلو پښو حرکت پیل کړي او د لوږې د احساس په وخت کې د خپلې مور په لور حرکت پیل کړي؟
کوریايي:
-    ځیني ماشومان زر او ځیني وروسته په پښو کیږي. دا د ماشوم په غذایی رژیم او مور په شیدو پوري اړه لري خو معمولاُ ماشوم یو نیم یا دوه کاله وخت نیسي تر څو په پښو شي.
بسم الله:
-     اوس ته ووایه چې انسان هوښیار شو که حیوان؟ هغه څوک دی چې په حیوان کې یې دا خصوصیات پیدا کړي دي؟ په داسې حال کې چې تا وویل انسان نسبت حیوان ته هوښیار دي.
کوریايی د دې خبرې په اوریدو هک پک پاتې شو، غلی شو د ویلو ورسره څه نه وو.
بسم الله ما ته کړل:
-    ته خو شاهد هم وې، ملګری دی ولی خبرې نه کوي؟
ما پر کوریایی غږ کړ:
-    ملګریه ځواب ورکړه.
کوریايي وویل:
-     زه تر اوسه د داسې سوال سره نه یم مخامخ شوی. بښنه غواړم دوه درې ورځې وروسته به یې ځواب درکړم.
همدا پوښتنه وه چې په کوریایی کې یې یو لوی بدلون راوست او کوریايی تر اخره د دې پوښتنې ځواب پیدا نکړ. نو اوس مو سړی بیخي انډیوال شوی وو هر ډول پوښتنې به مو ترې کولې.
واقعاً چې اسلام یو پاک، سپيڅلی او واضح دین دی خو کفار تر اوسه د اسلام د حقانیت څخه نه دي خبر او زموږ د هر مسلمان دا فریضه ده تر څو د اسلام په هکله د کفارو ناسم پوهاوی له منځه یوسو او دوی ته اسلام په هغه ډول ور معرفي کړو لکه څه ډول چې په حقیقت کې دی.
د اسلام څخه نا خبر خلک د اسلام په هکله بدل فکر لري خو کله چې حق راشي نو باطل له منځه وړي، همدا حقیقت وو چې د کوريايي زړه پر پاکیدو او ذهن په بدلون راغی.
د خدای د وحدانیت په هکله به مو تر وسه خپل عقلي دلایل وړاندې کول په وروستیو ورځو کې يې د خدای جل جلاله په موجودیت اقرار وکړ او د اسلام مبارک دین د مطالعې په هکله یې راسره کلکه ژمنه وکړه.
د هغه وخت راهيسي مې دا خبره زړه سکونډي چې نوموړي به د اسلام مبارک دین د یوه حقیقي دین په توګه ومنلی وي او کنه؟ لوی او مهربان خدای ته خپل لاسونه په ډيرې عاجزی لپه کوم چې نوموړي ته هدایت نصیب او د اسلام په حقیقي دین یې مشرف کړي.
امین یارب العلمین.