نظم
بل به نه وي په دنيا كې
لكه زه چې يم بدبخته
كه مې چم دګلو ډك شي
زه محروم له نګهته
ځكه تيره مې ځواني شوه
لالهانده په سفركې
خدايه څو پورې به پورت وم
دهجران په نام سقر كې
يمه ځوان بوډه ښكاريږم
سر مې سپين ږيره مې سپينه
شولو مخ مې ګونځې ګونځې
پكې نه ښكاريږي وينه
يم دهرڅه بې خبره
هم دكوره هم دكلي
په سوچومې كړله خوړينه
په ګوګل كې دزړه ولي
نه مې خوب او نه خندا شته
نلرم چا سره غونډه
تخيل يمه په مخه
لاس مې ايښى وي په ټنډه
كه په چا باندې ښادي وي
وي په ماباندې غمونه
تل مې سترګو ته ګډيږي
دمتون شنكي باغونه
دمتون بابا غونډۍ مې
يوه لحظه كله هيريږي
په ښونو ګرګرو ښكلي
لكه ناوي چې ښكاريږي
اخ نارې شوې دخوستيو
هر بلبل په مستيدو شو
لدې شوره لدې زوقه
مستربل په مستيدو شو
خوزما په خوار قسمت كې
څه عجيب شانې خواري ده
له سهاره تر ماښامه
دپرديو مزدوري ده
_______________________________
يادونه: دخوستيو ژڼونارې له کتاب څخه
محمد کریم امين متونوال
متحده عربي امارات العين