غزل
شپه لا اوږده شو ه او سهار نه راځي
تیارې بې پایه شوې انوار نه راځي
هغه کوڅه هغه مالت به څه کړم
چې پرې د ستا دپښو غبار نه راځي
ما تسلسل د انتظار کړو ستړی
خو لا ښکالو د ښکلي یار نه راځي
دا مطرب ولې تزلزل اخيستی
ګوتې یې سور ته په ستار نه راځي
وشوې مودې چې یې چغار نه اورم
مهجور مرغان مو تر چنار نه راځي
پخوا به ژرنده که دپلار په وار وه
خو نن د ده شوه زما وار نه راځي
اوښ ته رباب دی ترنګوه یې خوشې
فیاضه ستا فریاد په کار نه راځي
غلام رباني فیاض
متحده عربي امارات العین