یتیمه پیغله

زما د ژوند باغچه کې
یو سپیره بوټی ولاړ
له ځایه نه خوځیږي
بس لکه ګوټی ولاړ
هرې خوا شین پسرلی
خو دی سپیره سپیره وي
لکه خزان ځپلی
همېش خپه خپه وي
لکه هجران وهلی
پاڼې یې وچې وچې
لکه سره اور داغلی
لکه یتیمه پیغله
چې وي میرې رټلې
لکه د غم څپو یې
چې خاطرې رټلې
غوټۍ راوسپړی خو
تر ګله نه رسیږي

غلام رباني فیاض العین