یو دوه ګـوتې ټیـټ ګرځي له اسـمانه پښـتانـه
مغروره دي مغـروره لـه هر چـانه پښـتانـه
سبب دکم فهمۍ نده نور څه دي چـې تر ننـه
په کاڼو ویشتل کـیـږي لـه هر خوانـه پښتـا نه
دکلي او ګاونډ خلک یې ټول فضآ کې ګرځـي
په ځمکه باندې خوښ دي سرګردانـه پښـتانـه
چې یو یې دمیرویس او ابدالي په لاره نه شو
نوڅه پرې کړم که نورهم شي پريمانه پښتانـه
چې کلـه په یوه غږ په یوه بیرغ راټول شـي
امینـه ! مستـقـبل بـه کـړی روښـانـه پـښتا نـه
محمد کریم امین متحده عربی امارات