رحمن رسا
مسطوره خاتمه
ګله زه او تا به دواړه
دتقدير فيصله ګورو
خاتمه مو د مسطوره
انديښنې مو د لا ځوانې
زړونه هم خداى ځوان راکړي
د ځوانى سندرې وايي
د مستى غزل يي هم زده
دا چه زه پرې نه پوهيږم
زه حيران يم تر تقديره
زه دستا د زړه نه ناخبر يم
اې ته به هم زما په شان وې ؟!
که به سرې سترګې ته ګرځې؟!
که خندا به د په خوله وي؟!
که په زړه به د راورم؟!
لکه ته زما په زړه نې
د باران په شان راورې؟
ګله زه او ته به دواړه
دتقدير فيصله ګورو
خاتمه مو د مسطوره
کله ستړى اسويلى شم
باد مې ستا په لوري يوسي
ستا دښکلي عشق په بڼ کې
لکه شين طوطى ګرځيږم
ستا پر عشق لړلي ښکلي
مقدس خيشت ته توسيږم
کله غم شم کله وير شم
کله خوب شم کله مينه
کله فقير غني شم
خودستا خبر چه واخلم
کله ژاړم کله خاندم
عجيبه خبره داده
له تقديره نه خبريږم
ګله زه او ته به دواړه
دتقدير فيصله ګورو
خاتمه مو د مسطوره
ما هم تير دي يو څوکاله
په غمونو په سندرو
دبيلتون په لويه خوله کې
د فراق بابا تر وره
دغني ، فقيرپه کور کې
عجيبه زما تقدير دى
چه لا اوس پرې نه پوهيږم
خپل تقدير ته خيرانيږم
له تقدير ځيني ډاريږم
خپل تقدير ته خوشاليږم
خو خبر نه يم چه کله
او څه وخت به خبر راکړي
پر خيشت به وي لړلي
که فراق به وي خواړلى؟