زما كلى 

د زمبر توى پر غاړه
له خاورو خټو نه جوړ
دغه وړوكى كلى 
زما د زوكړې او دژوند ټاټوبى
د دوړو ډكې كوڅې
خاورې خځلې كوڅې
ما ته څه كمې نه دي
سنګ مرمر يا له رخامو ځنې
شا وخوا شنه فصلونه
لكه قدرت چې پكې
وي غوړولي قدرتي قاليني
دنګ چنارونه يې لكه 
دپښتنو دشملو
هسك او اوچت څه په غرور ولاړ دي
غاړو لمنو كې يې شنه باغونه
راته ارم يادوي
لاندې كبلو كې يې زېړ ګلونه
رانه ختن هيروي
رڼې بهانده ويالې
جنت نظيره صحنې
هر مازديګر او هر زيړي مازديګر
دا لښتې لښتې زلمي
په ډلو ډلو راځي
او غونډ د توى پر غاړه
ټوپي ټوپي ناست وي بحثونه كوي
د ماشومانو ډلګۍ 
شاوخوا لوبې كوي
ماشومانه غږونه يې
فضا ته رنګ وركوي
روح ته لذت وربښي
زما دكلي په جنوب ختيز كې
د خوشبويي د غره خوشبويه وږمې
په هر زيړي مازديګر
لكه د مشك او عنبر
ښكلي عطرونه پاشي
هلته نيږدې دلمر خاته لورې ته
غونډۍ د جونو پراته
زمونږ دښكلې سيمې
يوه ښايسته ناوې ده


غلام رباني فياض،متحده عربي امارت العـــــــــــــــــــــــــين