چه ښايست دې دسرور تر کلي راشي

دښکلا ډمې دې ناڅې په خندا شي

يو رنګين غزل راشين شي زما زړه کې

چه روانه دې له سترګو نه دنيا شي

چادي بيادارته سندرې وربللي

ژوند به ګورې چه همدلته بې ماناشي

په تندي کې زه سجدې ورته راوړمه

ديارسترګو کې چه خداى راته ښکاره شي

بيابه ګورې چه رنګين غزل په دار شو

که کاروان مې بې مهره له اوښبه شي

زمانې مې ژوندون داسې راګير کړى

لکه تاوو چه د کعبې نه ابرها شي

له تانه مې يوازې ژوند پکار ندى جانانه

داپه ډاګه درته وايم که باور دې په رساشي