ژباړه: رحمن رسا
بريښنايي بانكداري
بريښنايي بانكداري، چې په انګليسي كې Cyber Banking،Virtual Banking،Online Banking اوElectronic Banking په نومونو سره ياديږي ، د نوي كمپيوټري تكنالوژۍ يوه برخه ده ، په عادي عبارت كولاى شو ووايو چې د بريښنايي مواصلاتي سيتم په ذريعه د بانك اړوند مشتريانو ته د بانكي خدمتونو تر سره كول لکه انټرنيټ او داسې نور د بريښنايي بانكدارۍ څخه عبارت دى . بريښنايي بانكداري نه يوازې د صرافۍ اتومات ماشين (Automatic Teller Machine) دي چې په اتوماتيك ډول خپل فعاليتونه ترسره كوي ،بلكې بريښنايي بانكداري د بانكدارۍ اړوند ټول خدمات لكه د پيسو تاديه، داجناسواخستنه ،خرڅلاو او داسې نور بغير ددې څخه چې مشتري په فزيكي توګه د بانك څخه ليدنه وكړي تر سره كوي او ډير په اسانۍ سره د بانك اړوند دندې په لنډ وخت كې تر سره كوي، چې د مشتريانو د زياتو ستوتزو او مشكلاتو مخنيوى كوي او مشتريان دې ته اړ ندي چې په فزيكي توګه د خپل حساب په باره كې بانك ته لاړ شي.
د بريښنايي بانكدارۍ پراختيا
نن ورځ د مشتريانو غوښتې د بانكي خدماتو لپاره زياتې شويدي او دوى شپه او ورځ حتى په هغه ځاى كې چې ژوند كوي خپلو بانكي خدمتونو ته اړتيا لري او غواړي چې شپه او ورځ د بانك اړوند خدماتو د تر سره كولو څخه برخمن شي، حتى كه نوموړى مشتري په الوتكه كې سفر هم كوي، نو دى غواړي چې له بانكي خدماتو څخه همدلته برخمن شي او همدا شان ورته اړتيا لري .
په لنډه توګه ويلى شو چې بريښنايي بانكي سيستم خپلو مشتريانو ته د بانكي خدمتونو ليږد د بريښنايي ارتباطي سيستم چې په سر كې يې انټرنيټ دى صورت نيسي، او ټول خدمات ددې تكنالوژى داستعمال پواسطه خپلو مشتريانو په واك كې وركوي او ټولې چارې لکه سوداګري،صادرات، واردات، داجناسو اخستل او خرڅول دبريښنايي بانكدارى پواسطه ترسره كيږي او همدارنګه د پرمختللي بريښنايي تكنالوژى د استعمال پواسطه د بانك اړوند خدمات او فعاليتونه ډير تېز او اقتصادي بلل كيږي.د پرليكه بانكدارۍ په استعمال سره د پيسو د ساتلو لپاره كم وخت ته اړتيا ليدل كيږي او همدا شان نور كارونه په ډير كم وخت كې تر سره كوي.د بيلونو د وركړې څخه نيولي تر قرضونو د ساتلو پوري ټول په بريښنايي توګه سر ته رسوي او يا ددې قابليت لري، چې د بيلونو او همداشان د قرضونو تاديه په بريښنايي توګه تر سره كړي او په بريښنايي توګه قرضونه ساتي.لكه څرنګه چې دوديز بانكي سيستم يو عادي سيستم دى او نوموړى سيستم د كاغذي پيسو په سر ولاړدى چې په اوسنى بدليدونكي نړيوال اقتصاد كې د قبليدو وړ ندى او همدارنګه هغه خدمات چې دې نن ورڅې مشتريان ورته ضرورت لري نشي وړاندې كولاى او زياتې ستونزې يې د بريښنايي بانكي سيستم په پرتله مشتريانو ته رامنځ ته كړيدي.
بانكي سكتور، كه چيرې په ۲۱ پيړۍ كې وجود هم ولري، نو مجبور دى چې خپل ټول بانكي جوړښت كې تغير راولي او خلكو ته بايد ښه او غوره او اقتصادي د پيسو د راكړې او وركړې ټول خدمات د پر مختللي بريښنايي تكنالوژى پواسطه تهيه كړي او ددې څخه په استفاده سره د هغه ټولو مشكلاتو مخنيوى وكړي، چې مشتريان په دوديز بانكي سيستم كې ورسره مخامخ دي. لكه په فزيكي توګه بانك ته تګ، دوخت زيات مصرف او همداشان شپه او ورځ بانكي خدماتو ته لاس رسى. مشتريان ددې نوي بانكي سيستم له مخې ډير زر د كمپيوټر سره اشنا كيږي او دوى په اسانى سره كولاى شي هغه خدمات چې ددې سيستم پواسطه وړاندې كيږي رابطه پيدا كړي.
څرنګه چې د مشتريانو اړتياوې ورځ په ورځ په زياتيدو دي او خپلو بانكي خدماتو ته په كور، دفتر،تجارت ځاى، اووه ورځې په اوونى او ۲۴ ساعته په شپه او ورځ كې اړتيا لري، نو همدارنګه بانكونه هم ددې ډول تغيراتو او بدلونونو او د مشتريانو د اړتياو او غوښتنو څخه ناخبره نه دي او دغه غوښتنې او اړتياوې يې له پخوا څخه درك كړيدي او پوره خبرتيا ورڅخه لري. دوى پر دې باندې ښه پوهيږي او خبر دي، چې كه چيرته وغواړي چې سيالي وكړي نو دوى بايد هرومرو د خپلو مشتريانو لپاره د مالي خدمتونو بريښنايي ليږد ترسره كړي او ددې امكان څخه خپل مشتريان برخمن كړي او د تقاضا سره سم خدمتونه د دوى په واك كې وركړي. لكه د پيسو بريښنايي ليږي (Electronic Fund Transfer)، د تيلفون پواسطه د پيسو تاديه ،د شخصي كمپيوټر پواسطه د بانكي فعاليت ترسره كول ، د خرڅلاو د انتقال نقطه ، د بريښنايي چك تبادله او داسې نور.
د بريښنايي بانكي سيستم پراختيا ډيره په چټكى سره د نړۍ مخ پرودې او پرمختللي هيوادونو كې روانه او مخ په غزيدو دى. دنړۍ ټول هيوادونه ددې په لټه كې دي چې له دې ډول بانكي سيستم څخه برخمن او ټول بانكي فعاليتونه د خپلو مشتريانو لپاره عرضه كړي.
كه چيرې هر يو هيواد وغواړي چې په نړيوال ماركيټ كې ځاى پيداكړي، نو دغه هيواد بايد په نړيواله سطحه ټول بانكي فعاليتونه اصلاح كړي، ځكه چې زاړه دوديزه بانكداري په نړيوال بدليدونكي اقتصاد كې د قبليدو وړ ندى او بايد هر يو هيواد نړيوال بانكي معيارونه په پام كې ونيسي .ددې لپاره چې يو هيواد په نړيوال ماركيټ كې خپل د كار سهم تر لاسه كړي بايد نړيوال بانكي اصول او قوانين مراعات كړي، تر څو د هغه په ترڅ كې د نړيوال اقتصاد څخه برخمن شي.
د بريښنايي بانكي سيستم ګټې
بريښناي بانك چې كورنۍ بانك او پرليكه بانك هم ورته ويل كيږي، د يوه ځانګړي كمپيوټري پروګرام پواسطه فعاليت تر سره كوي. چې په اصل كې ددې بريښنايي بانكي سيستم خبر هغه وخت تر غوږو شو، چې كله په ۱۹۹۰ زيږيز كال كې Web Site بازار ته معرفي شو او ددې سره جوخت د بريښنايي بانك د رامنځ ته كيدو هيله پيدا شوه او د وخت په تيرو يې د پام وړ انكشاف او پراختيا وكړه چې د هغې عملي كړنې نن او سبا عملاً ګورو. د بريښنايي بانكي سيستم هغه اساسي ګټې چې نن او سبا ورڅخه خلك استفاده كوي په لنډه توګه په لاندې دريو عنوانونو كې ځاى پرځاى شويدي.
۱: د مشتريانو لپاره ګټې
۲: د بانكي صنعت لپاره ګټې
۳: د ټولنې لپاره ګټې
۱: د مشتريانو لپاره ګټې
په تېره لسيزه كې چې دنيا په مكمل ډول تغير كړيدى اود بانكي خدمتونو په برخه كې د مشتريانو په اړتياو كې خورا د توجه وړ بدلونونه راغلي دي .بانكونو هم د دوى د اړتيا وړ امكانات او سهولتونه دخپلو مشتريانو لپاره برابر كړيدي، دوى اوس كولاى شي چې د لاندنيو خدمتونو څخه په كور،كلى او دفتر كې د بريښنايي بانكي سيستم د استعمال پواسطه ګټه واخلي.
a: حسابي بيلانسونه (Account Balances)
مشتريان كولاى شي چې د خپل جاري او پس انداز حساب ټول بيلانسونه په شپه او ورځ كې ۲۴ ساعته او په اوونى كې اووه ورځې وګوري او نوموړي حسابونه تر لاسه كړي.
b: د كريديټ كارډ څرګندونه (Credit Card Statement)
مشتري هر وخت چې زړه يې وغواړي كولاى شي، چې د خپل كريډيټ كارډ په لاس راوړي او د هغه په باره كې پوره مالومات حاصل كړي .
c: د بيلونو تاديه ( Bills Payments )
مشتري كولاى شي چې په اسانى او كم لګښت سره خپل بيلونه د پيسو د اداكولو د انتقال د لارښوونو پواسطه ترسره كړي.
d: د دوو حسابونو ترمنځ د پيسو انتقال (Transfer Money Between Accounts )
په بريښنايي بانكي سيستم كې مشتريان او حساب لرونكي كولاى شي چې په اسانى سره د يو حساب څخه بل حساب ته پيسې انتقال كړي، ځكه چې په بريښنايي بانكي سيستم كې د يوه حساب څخه بل حساب ته د پيسو د انتقال رسيد ته ضرورت نه وي بغير د رسيد څخه د پيسو انتقال صورت نيسي.
e: د بانك د رسمي وخت نوى مفهموم ( New Meaning of Banking Hours )
د بيلونو د اداكولو او دهغې د رسيد تر لاسه كولو لپاره مشتري كولاى شي چې د بانكي ساعتونو لپاره په خپله خوښه مهال وېش وټاكي يانې دلته د وخت محدوديت له منځه ځي او هر وخت كولاى شي، چې د بانك اړوند خدماتو څخه استفاده وكړي ،برخلاف په دوديز بانكي سيستم كې دغه اسانتيا ناشوني ده او د رسمي وخت د شروع څخه مخكې او ختم څخه وروسته مشتري نشي كولاى چې د بانك له اړوندو خدمتونو څخه برخمن شي .
f: د سفر په حال كې د مالي اړتياو رفع كول ( Handling Finance While Traveling )
بريښنايي بانكي سيستم دا امكان د خپلو مشتريانو په واك كې وركوي، چې د سفر په حال كې د بيلونو لپاره خپلې وركړې برابرې كړي، خپل حسابونه وګوري او خپل ضرورت د هغه په ذريعه رفع كړي.
g: كورنى بانكي خدمتونه ( Home Banking Services )
د مشتريانو د زياتو غوښتنو او وړانديزونو په بنياد بانكونو اوس د خپلو مشتريانو لپاره كورنى بانكي خدمتونه وړاندې كوي ،چې د يوې بريښنايي دروازې خيثيت لري او د هغې پواسطه مشتريان كولاى شي چې د خپلو پس انداز حسابونو ته مستقيماً پيسې انتقال او خپلې تاديې تر سره كړي.
۲: د بانكي صنعت لپاره ګټې
برسېره پر مشتري بريښنايي بانكي سيستم د بانكي سكتور په برخه كې هم د يو شمېر ګټو وړانديز كوي، چې د هغې له جملې څخه يو څو اساسي ګټې يې په لنډ ډول مطالعه كوو.
a: دچارو په اجرا كې د لګښت كموالى ( Reduction in Operating Costs )
بريښنايي بانكي سيستم د بانكي صنعت سره د كار او فعاليت د مصارفو د كموالي په برخه كې او د هغې د قيمت د كنترول او بر قرار ساتلو په برخه كې پوره مرسته كوي.
b: د زيارايستونكو مالي چارو پرځاى كول ( Replacing Tedious Financial Services)
د بريښنايي بانكي سيستم د منځ ته راتګ اومعرفى سره سم اوس هغه ټولې زيارايستونكي او ستومانوونكي مالي چارې لكه د چك د ليكلو خانه پورى محصولونه، د پيسو انتقال ، د نوي چكي كتاب صادرول او داسې نور ټول په اتوماتيك ډول ترسره كيږي.
c: د ماركيټ پراختيا ( Expansion of Market )
په نړيواله او ملي سطحه بريښنايي بانكي سيستم د بانكي صنعت سره د لا زياتو مشتريانو د لاس ته راوړلو په برخه كې مرسته كړيده او په همدې وجې سره بريښنايي بانكي سيستم د ماركيټ په پراختيا كې كمك كړيدى.
d: د كاغذي كار له منځه وړل ( Eliminating Paper Work )
هغه كاغذي معاملې چې په بانكونو كې د كاغذ پر مخ تر سره كيدې اوس هغه له منځه تللي دي او د هغه پر ځاى بريښنايي بانكي سيستم استعماليږي، چې پدې سره د چارو په لګښت كې هم كموالى راځي او د زياتو مصارفو مخنيوى كوي.
e: د چټكو خدمتونو تهيه كول ( Quick Provision of Services )
بريښنايي بانكي سيستم نه يوازې په ډير كم لګښت د بيلونو د اداكولو څخه نيولي تر د قرضونو د ساتنې پوري ټول په بريښنايي توګه وړاندې كوي، بلكې ددې سره جوخت د مشتريانو او كاركوونكو وخت او پيسې هم ساتي.
f: د مشتريانو د ساحې پراخوالى ( Expanding Customers Base )
بريښنايي بانكي سيستم د بانكونو لپاره په ډير كم لګښت سره يوه متبادله لار وړاندې كوي. تر څو زيات شمېر مشتريان راجلب كړي او ددې مقصد لپاره خپلې نوي څانګې په مختلفو ساحو كې پرانيزي، چې ددغو څانګو په خلاصولو سره پر دوى دروند لګښت راځي .بريښنايي بانكي سيستم بانكونو ته د خپلو مشتريانو د زياتولو په موخه ديوې نوي لارې وړانديز كوي، چې د انټرنيټ او ويب سايټ پواسطه د هيواد په هر ګوټ كې د بانكي خدمتونو څخه استفاده كولاى شي.
۳: د ټولنې لپاره ګټې
دبريښنايي بانكي سيستم په مرسته د بانكونو مشتريان په دې توانيږي، چې په كور دننه د خپلو جاري او پس انداز حسابونو بيلانسونه وګوري او ددې څخه علاوه د حسابونو تر منځ د پيسوانتقال،د حسابونو تصفيه كول،دبيلونو اداكول، حتى د قرضونو خونديتوب بغير له دې څخه چې كوم ځاى ته سفر وكړي، د خپل دفتر اود اوسيدو ځاى څخه په اسانى سره تر سره كولاي شي چې ددې عمل په تر سره كولو سره د سفر او د محيط په كاكړتيا كې د پام وړ كموالى راځي.
د بريښنايي تاديې سيستمونه
نوي عصري تجارتي بانكونه، چې ددنيا په پرمختللو او مخ پرودې هيوادونو كې شتون لري د پلاستيكي پيسو څخه په دواړو ملي او بين المللي سطحه استفاده كوي او د هغې څخه كار اخلي .
د پلاستيكي پيسو هغه مهم جوړښتونه، چې د تجارتي بانكونو لخوا د خپلو مشتريانو د لا هوساينې لپاره صادريږي په لاندې ډول تر بحث لاندې نيول كيږي.
۱: ATM Cards
۲: Credit Cards
۳: Debit Cards
دغه د پلاستيكي پيسو مختلف قسمونه په لنډ ډول په لاندې ډول بيلابيل تر بحث لاندې نيسو.
۱: ATM Cards (Automatic Teller Machine )
د ATM كارډ د دبيت كارډ يو تبديل شوى جوړښت دى او د پيسو په ځانګړو ماشينونو كې د يو خاصې شميرې په وهلو سره مشتري كولاى شي، چې د خپل بانكي حساب څخه په يوه ورځ كې محدود شمېر پيسې راوباسي.
د ATM كارډ ګټې په لاندې ډول ذكر شويدي.
a: مشتري ددې وړ ګرځوي چې خپل مالي نقدي ضرورت تر يوه حده د هغه بانك څخه او يا دنورو د اعتماد وړ بانكونو څخه، چې دى يې د ATM كارډ ولري د شپې او ورځې په دوران كې حل كړي .
b: د ATM كارډ په استعمالولو سره كوم لګښت نه راځي.
c: د ATM كارډ مشتريانو ته دا امكان هم برابروي چې د خپل حساب د ساتلو ترڅنګ د خپل صورت حساب په باره كې مالومات تر لاسه كړي.
d: بانك د اضافه كاركوونكو څخه ساتل كيږي يانې د بريښنايي سيستم په استعمال سره بانك ددې ضرورت نلري، چې اضافه كاركوونكي په كار وګماري.
e: مشتريان بغير له كوم خنډ يا قطار جوړولو څخه د ATMكارډ څخه استفاده كولاى شي.
۲: Credit Cards
كريډيټ كارډ په اصل كې د تاديې يوه وسيله ده، چې د هغې پواسطه هغه شخص چې د بانك له لوري نوموړي شخص ته كريډيټ كارډ صادر شوى وي، د خپلو رانيونو په بدل كې د كريډيټ كارډ څخه استفاده وكړي. بغير له دې څخه چې د اخستنو په بدل كې نقدي تاديه تر سره كړي او همدارنګه هفه اشخاص چې دوى ته د بانك له لوري د كريډيټ كارډونه صادر شوي وي كولاى شي، چې په ماركيټ كې د نوموړي كارډونو سره خپلې اخستنې ترسره كړي او د خپل ضرورت وړ اجناس او توكي ددغه كارډونو پواسطه تريوه حده پوري واخلي.
څرنګه چې اخستونكى د پيسو په مقابل كې خرڅوونكي ته كريډيټ كارډ وركوي، نو بانك هغې پلورونكي ته د خرڅ شويو توكو او اجناسو پيسې وركوي.
بانك خپل مشتري دې ته نه مجبوري چې نوموړى دې ټولي پيسې په يو ځل سره بانك ته تاديه كړي ، مشتري ددې اختيار لري چې نوموړى پيسې په مختلفو وختونو كې بانك ته واپس وركړي.د كريډيټ لرونكى او بانك دواړه د مياشتې په اخر كې خپل منځي حسابونه تصفيه كوي.
۳: Debit Cards
دبيت كارډ چې چكي كارډ هم ورته ويل كيږي ، د رانيونې په وخت كې سمدستي د مشتري د بانكي حساب څخه پيسې كميږي يانې د معاملې د واقع كيدو سره سم د مشتري د بانكي حساب څخه هغومره پيسې كميږي، په كوم مقدار يې چې اخستنه كړي وي او همدارنګه دبيت كارډ په انتخاب شوي ځايونو لكه لوى مغازې ، پترول پمپونو او هوټلونو كې استعماليږي .په كومه اندازه چې يو مشتري په بانكي حساب كې پيسې ولري، په همغه اندازه نوموړى مشتري ته د دبيت كارډ د استعمال اجازه وركول كيږي او كولاى شي چې په همغه اندازه سره دبيت كارډ استعمال كړي .
د كريډيټ كارډ او دبيت كارډ تر منځ توپير
د كريډيټ كارډ او دبيت كارډ ترمنځ اساسي فرق د كريډيټ او دبيت د كليمو تر منځ دى. كريډيټ کارډ لرونكى د هغه څه پيسې بانك ته تاديه كوي، چې د يوې مياشتې په دوران كې يې تر سره كړي او خپل حساب اړوند بانك ته د مياشتې په اخر كې وركوي ،خو دبيت كارډ لرونكى د اجناسو او توكو د رانيونې په وخت كې سمدستي پيسې د نوموړي شخصي بانكي حساب څخه كميږي يا په بل عبارت د دبيت كارډ لرونكى داسې مثال لري لكه يو څوك چې خپلې پيسې د خپل بانكي حساب څڅه په مستقيما توګه استعمالوي.
د دبيت كارډ داستعمال ګټې
a: دبانك څخه د دبيت كارډ رانيول د كريډيټ كارډ په نسبت ډير اسان دي .
b: دبيت كارډ د يوې بريښنايي بټوې خيثيت لري، چې تاسو د ليكل شويو چكونواو د ځان سره د پيسو د انتقال څخه ساتي يانې دې ته ضرورت نشته چې ليكل شوي چكونه او پيسې د ځان سره يوسى.
c: دوكاندار د چك په نسبت دبيت كارډ ته ډير زيات اهميت او ترجيح وركوي.
d: كله چې مشتريان دبيت كارډ استعمالوي نو داجناسو او توكو پلورنكى د دبيت كارډ د استعمالولو په سر له مشتري څخه كومې پيسې نه اخلي ،بلكې بعضې وخت نوموړي مشتري ته يو څه اندازه تحفيف هم وركوي.
په تيلفون باندې د پيسو ليږد
د تيلفوني بانكي سيستم په منځ ته راتګ سره د تيلفون په استعمال كې هم زياتوالى راغلى، بانكونه يوشان تيلفوني بانكي پلاستيكي كارډونه صادروي، چې د هغې پواسطه سره مشتريان كولاى شي چې خپل بانكي حسابونه وګوري او خپل اجرات بغېر له دې څخه چې بانك ته لاړ شي تر سره كړي .
تيلفوني بانكي سيستم د خپلو مشتريانو په واك كې دا امكان وركوي، چې شپه او ورځ د بانكي خدمتونو څخه برخمن شي.
هغه اساسي خدمتونه چې مشتري كولاى شي د تيلفون په ذريعه ورڅخه استفاده وكړي عبارت دي له :
۱: دبيلانس مالومول
۲: د قرض مالومول
۳: د فكس په ذريعه د حسابونو په باره كې تازه مالومات په لاس راوړل
۴: د پيسو ليږد، ځكه چې مشتريان اوس كولاى شي چې بيلونه د انټرنيټ پواسطه سره ادا كړي
۵: د ولاړو امرونو( هغه امرونه چې وركړل شوي وي مګر كوم اجرات پرې نه وي تر سره شوي) او د مستقيمو تاديو بر قرار ساتل
۶: دخبرو په ذريعه د اخري څو معاملو سر ته رسول
په بريښنايي توګه د پيسو ليږد
د ۱۹۶۰ زيږديز كال راهيسي د كمپيوټر او ارتباطي تكنالوژى په برخه كې د پام وړ پرمختګ تر سره شويدى ، د كاغذونو استعمال په بانكونو كې ډير كم تر سترګو كيږي او د هغې پر ځاى د پيسو بريښنايي ليږد خدمت ( Electronic Funds Transfer Service ) ځاى نيولى دى، چې په دواړو ملي او بين المللي سطحو ددې بريښنايي او ارتباطي سيستم پواسطه تاديې تر سره كيږي.
د بېلګې په ډول كه چېرې يو سوداګر وغواړي چې د بازار څخه يو جنس راونيسي ،ددې ضرورت نشته چې له ځان سره نقدې پيسې او يا بانكي چك ولري ، يوازې دبيت يا كريډيټ كارډ چې ولري نو كولاى شي، چې هر جنس چې زړه يې وغواړي دلويو مغازو او ماركيټونو څخه او يا دبل داسې ځاى څخه چې هلته كارډ داستعماليدو وړ وي اويا د كارډ داستعمال وړ لوازم ولري راونيسي.
او همدارنګه كولاى شي چې د پيسو پرځاى له دې كارډونو څخه په پترول تم ځايونواو د ګاز د خرڅلاو ځايونو كې استفاده وكړي.د بېلګې په ډول كه چېرې وغواړې چې د ځان لپاره دهغه دوكان څخه چې هلته دكارډ دقبليدو امكان وي ،دريشي واخلي لومړى بايد خپل كارډ د كمپيوټر په ترمينل كې ورداخل كړى او بيا به خپل شخصي شماره ( PIN ) چې د كارډ پر شا د بانك له لوري ليكل شوي وي ور داخل كړې، چې دغ ه شماره د ATM په شبكه كې ستا د حساب د ثبوت لپاره كارول كيږي، چې ددغې شبكې په ذريعه د مشتري حساب څخه پيسې د دوكاندار حساب ته انتقاليږي او پردې ډول معامله صورت نيسي .
دپيسو د بريښنايي ليږد ګټې
د پيسو بريښنايي ليږد د كاغذي سيستم په پرتله خورا ډيرې ګټې لري چې په لاندې ډول ذكر كيږي.
۱: دپيسو بريښنايي ليږد د كاغذي سيستم په پرتله په ډير كم لګښت ترسره كيږي او ډير زيات لګښت ته ضرورت نلري.
۲: د پيسو بريښنايي ليږد د كاغذي ليږد څخه ډېر اسان او هوسا دي،مشتري دې ته ضرورت نلري چې په يو اوږد قطار كې ودريږي تر څو داجناسو د پيسو د تاديې لپاره خپل چك په نقدو پيسو تبديل كړي.
۳: د پيسو بريښنايي ليږد د نقدو پيسو يا كوپون څخه ډير خوندي دي ،دغلا كولو او وركولو خطريي ډير كم دى، ځكه چې نقدې پيسې او كوپون د غلا كولو او وركولو زيات امكانات لري.
۴: هغه څوك چې پيسې په بريښنايي توګه ليږدوي د خپل بانكي حساب په باره كې پوره پوه لري او پر خپل بانكي حساب پوره حاكم وي.
۵: د پيسو بريښنايي ليږد نه يواځې مشتري ته، بلكې دوكاندار او پلورونكي ته هم ډير اسان او هوسا وي، ځكه چې د يوې خوا څخه د پيسو د شمارلو څخه ساتل كيږي او د بلې خوا څخه بانك ته د پيسو د ليږد او په لار كې د غلا كولو د خطر څخه په امن كې وې او همدا شان نورې ګټې لري.
۶: د پيسو بريښنايي ليږد د دولت لپاره هم ډير هوسا او ارام دي او كولاى شي چې يوازې د دوكاندارانو، ټول پلورونكو او د اجناسو د توليدونكو بانكي حسابونه وګوري،ترڅو له دوى څخه د سرمايو مطابق ماليه واخلي.
۷: د پيسو ليږد د درخواست كوونكي لخوا ګټې اخستونكي ته په ډير كم وخت يانې څو ثانيو كې صورت نيسي .
د پيسو د بريښنايي ليږد ضررونه
پدې كې شك نشته، چې د پيسود بريښنايي ليږد سيستم د كاغذي پيسو په نسبت ډير ارام او اسان دي، مګر بعضې فكتورونه د بريښنايي سيستم په مقابل كې وجود لري. لومړى د پيسو د بريښنايي ليږد په سيستم كې د پيسو رسيد نه تر لاسه كيږي،دوهم د يوه بانكي حساب څخه بل بانكي حساب ته د پيسو د ليږد په وخت كې هم د غلا كولو خطر موجود وي ،ځكه چې انتقالوونكي شخص ته د راليږونكي شخص د پټ شخصي كوډ پوره مالومات كيږي او نوموړى ډير په اسانۍ سره كولاى شي چې د راليږونكي د بانكي حساب څخه خپل بانكي حساب ته پيسې انتقال كړي.