شهید شیخ الحدیث مولوی زین العابدین د خوست ولایت اړوند د باک په مدرسه کې د سترې او واړې دورې شاګران روزل د یرغلګرو له خوا په خپل کور کې په شهادت ورسول شو.انالله و انا الیه راجعون.
سرچینه: اصلاح انلاین
شاعر:رحمن الله رسا
پر کعبه باندې مین وو
څنګه موږ به تر جنته
په ښاپوړو ورسيږو
نن دى سرو عابد وژلى
هر زلمى او هره پيغله
هريوکاڼې دوطن مو
هر ګلاب دتنکو زلفو
هر خيوان دغرو لمنو
سر دې ښکته پسې ژاړي
نن دې سرو عابد وژلى
هغه داسې يو عابدوو
چه دوزخ بې رانږدې کړ
او جنت به يي کړ ليري
چه به ټول طالبان پنډوو
دسجدې په دروازه کې
هغه به څنډ څڼو ته ورکړ
او توبې به يي کړې ځوړند
بيا شروع به يي بيان کړ
دجنت دښکلو حورو
هغه نن غم دې خوړلى
پټې سترګې چوپه خوله دى
هيڅ غږ نه کوي نن ماته
ځکه چيغه له ځيګره
ديزدان په لور ورليږم
نن دې سرو عابد وژلى
پر کعبه باندې مين وو
ده وې ښکلي حوري خوښې
ديزدان سره به تل دکړې خبرې
ملنګي دده عادت وه
دعابد دغه ګناه وه
ځکه سرو نن دې وژلى
ستا شهيد فرياد به کله
زما هير شي ورته ژاړم
عجبه زموږ تقدير دى
عجبه زموږه مينه
دلته مينه جنايت دى
ديزدان سره خبرې
دلته کفر ليونتوب دى
ځکه سره زموږه غواړي
چه ځوانان راځيني يوسي
عقيده او هم ايمان راځيني يوسي
١٣٨٥-سرطان -٢٦
خوست