د متحده عربی اماراتو د العین څخه: غلام رباني فیاض 

د استاد جلالي په ياد
دلته هسې هم د كار سړو كمى دى
لا مرګى مو هم دكار سرونه اخلي

د ګران استاذ جلالي د مړينې خبر لكه د زلزلې ولړزولم او له ټولو زيات خو پدې
وزوريدم چې زمونږ ټولنه هسې هم د شخصيتونو له فقر سره لاس او ګريوان ده 
او ان چې اوس د شخصيونو د فقدان وېره ده خو خداى دې نكړي الله دې جلالي ته جنتونه وركړي او ددوى كورنۍ ته دصبر او زغم توان 
او خداى دې وكړي چې دا تشه هم دده دكورنۍ يو څوك ډكه كړي 
يو ځل بيا يې پاكې اروا ته دعا كوم مغفرت يې نصيب شـــــــــــــــــــه
غلام رباني فياض دخوست ولايت دصبريو ولسوالۍ دموليو اوسیدونکی.


عنایت ساپی

واقعاً خواشینوونکې خبر دې. دعلم او پوهې په ډګر کې یوه ستره ضایعه ده. خدای جل جلاله دی اراوښاد جلالی ته واړه جنتونه په نصیب کړي او کورنۍ ته دی یی دزړه جمیل صبر ورکړي. امین


امین ثم امین یارب العلمین

اسلام علیکم ورحمنته اله وبرکاته

فیاض صیب واقعاً چې د اوراښاد جلالي نشتون د ټولنې له پاره یوه لویه ضایعه ده .جلالي یو باتجربه کار،عالم، مینه ناک او د ښو اخلاقو څښتن وو،خو انشاالله دده روزل شوي بچیان او دده لارویان به دده لاره تعقیب کړي.راځئ چې د ارواښاد جلالي د روح د ارامتیا او مغفرت په خاطر د یزدان او لوی بخښونکي ذات په دربار کې لاسونه لپه کړو او ورته د مغفرت غوښتونکي شو. اروا یې ښاده.


محمدکریم امین متونوال :متحده عربي امارات العين

داستاد عبدالصمد جلالي خواشينوونكي خبر ؤ اوكه تندر 

كه ريښتيا درته ووايم چې بيخي مې په سترګر تياره راغله ځكه وايي چې كاڼى راځي ديتيم په سر لګيږي . يو شاعر وايي چې : 
چا راته يوه نامه خوښه اوچا بله نامه _ دپښتانو وطن يم نه لرمه خپله نامه
هسې هم مونږ دشخصيتونو برخه نلرو كوم چې دګوتو په شمار پيداكړو دهغوسره سره بيا ژوند وفا نكړي .نوردالله زمونږ په ټولنه كې داسې شخصيتونه نكړي ضايع داستاد جلالي 
دعلم اوپوهې بركت دپرورديګار په نورو خوست ميشتوكې پيدا كړي 
دجلالي صيب دپرورديګارعالم معفرت په نصيب كړي دې ده پلار الحاج عبذالروف او دده كورانۍ ته دصبر جميل غوښتونكي يو.

۱۳\۱۰\۲۰۰۹


امین یارب العلمین

امین صیب ارواښاد جلالي نه یوازې د خوست  بلکې د ټولو پښتانو له پاره یوه لویه ضایعه ده، بس خدای ج ډير زر له موږ څخه جلا کړ.راځئ چې دده د روح مبارک د ارامتیا اومغفرت په هکله د بخښونکي په دربار کې لاسونه لپه کړو.روح یې ښاد.