نیکو کارونو ته دعوت

د خوږ نبی الکریم ص حدیث مبارک دی چې فرمايلي یې دي:

ژباړه: هغه څو ک چې خلک د نیکو کارونو ترسره کولو ته رابولي، خدای ج به د همغه نیک کار د ترسره کوونکي هومره اجر او ثواب ورکړي. مسلم شریف

محترمو وروڼو او خویندو!

راځئ چې په دې لنډ او له مانا ډک حدیث شریف عمل وکړو خپل مسلمان وروڼه د نیکو کارونو ترسره کولو ته راوبولو او د بدو کارونو څخه څه یې منع کړو.خدای ج پر موږ ورحمیږي.امین