سرچینه: اصلاح انلاین
د نړیوالتوب ناوړه اقتصادي اغېزې
مخكې له دې چې د مخ پرودې هيوادونو په اقتصاد د نړيوالتوب منفي تاثيرات تشريخ کړو لازمه ده چی لومړی د هيوادونو د ويش په اړه خبری وکړو. د توليد د عواملو د شتون له پلوه هيوادونه په دريو کتګوريو ويشل کيږی .لومړی کتګوری اړوند هغه هيوادونه دی چی پراخ خام مواداو زياته د کار نيرو لري خو ولی په کافی توګه سرمايه نلری. دوهم ډول هغه هيوادونه دي چی کافی خام مواد او د کار نيرولی لری خو کافی سرمايه نلری او دريم ډول هغه هيوادونه دی چی زياته سرمايه لری ولی په کافی توګه نه خام مواد او نه د کار نيرو لری. څرنګه چی بين المللی تجارت د ناحيوی تخصص او د کار ويش په نتيجه به وجود راغلی، پس اړ هيوادونه د عرضه او تقاضا د ميکانيزم پر اساس د توليد هغه عوامل چی ورته اړتيا لری په لاس راوړی.هيوادونه د اجناسو او کالاو د صادراتو او وارداتو په هکله بيلابيل قوانين لری چي ددغو قوانينوپه اساس اجناس او توکي صادر او وارد کړی او په صادراتو او وارداتو باندی محصول او ماليه وضع کړی چی نسبتاً د صادراتو ماليات ،وارداتو ته کم وی . پر وارداتو د مالياتو وضع کول ډيرې موخی لری او يوه موخه يی داده ترڅو داخلی توليدات حمايه کړی او وکولای چی د خارجی اجناسو او توکو سره سيالی وکړی.صنعتي هيوادونه ،امريکا او اروپايي اتحاد چی د دريمی کتګوری د هيوادونو له جملي څخه شميرل کيږی زياته اندازه سرمايه لری برعکس خام مواد او د کار کمه نيرو لری په دی عرض چی اقتصادی خوځښت يي همداغسی دورانی جريان ولری او و کولای شی چی په سيستماتيک ډول د توليد پروسه پرمخ يوسي نو د هغه هيوادونو له پاره چی هلته خام مواد او د کار نير زياته او ارزانه وی مختلف نوع استثماری پاليسی او پلانونه طرح کوی چی د طبيق په صورت کی وتوانيږی خپلو موخو او اهدافو ته ورسيږی.ددغو پاليسيو له لړئ څخه يوه بی پولی کيدنی يا نړيوالتوب پاليسی ده. د نړيوالتوب ( بی پولی کيدنه،بی سرحده کيدنه) اساسی موخه داده بی له دی چی يو هيواد محصول او ماليه تاديه کړی په نورو هيوادونو کي خپل سري پانګی اچونی وکړی او خپل توليدات هغه هيوادونو ته صادر کړی سرمايداری هيوادونه د نړيوالتوب څخه په ګټه اخيستنی له يوی خوا غواړي به لدی چی په اجناسو او توکو يي ټکس او محصول وضع شی خپل توکی نورو هيوادونو ته صادر کړی او د بلی خوا څخه غواړی چی د مخ پر ودی هيوادونو او وروسته پاتی هيوادونو د پراخو طبيعی منابعو او د زياتی درلودونکی د کار قوی څځه موفته ګټه واخلي. مثلاً که فرض کړو يو قلم په امريکا کي جوړيږی چی مصارف يي په ترتيب سره خام مواد ۲ډالر ،د کار نير ۳ډالر اود سرمايی مصرف يی ۱ ډالر دی چی د تمام شد مصارف يی ۶ ډالره کيږی اوس که د قلم جوړونکی تصدی وغواړي چی نوموړی قلم افغانستان ته صادر کړی فرضاً د افغانستان د تجارت قانون له مخی د وارداتو ماليه ۱۰٪ دی چی د قلم د تمام شد مصارف ۶،۶ډالر کيږی او ۳ ډالر خالص مفاد پری ورعلاوه کوی چی د قلم قيمت ۹،۶ډالر کيږی.اوس که چيرته نوموړی قلم په افغانستان کی جوړيږی طبيعی ده چی د تمام شد مصارف به يی نسبت امريکاته کم وی ځکه چی لومړی طبيعی منابعو زيرمی زياتی لری او دوهم دلته د کار نيرو مزد نرخ ټيټ دی خو که فرض کړو چی د تمام شد مصارف يی يو شان دی نو دلته امريکايی قلم نسبت افغانی قلم ته ۰،۶ډالره قيمت دی .هر کس غواړی افغانی قلم واخلی ځکه چی ارزان دی خو که چيری د امريکايی په قلم ټکس وضع نشی نو افغانی قلم نشی کولای چی د امريکايی قلم سره سيالی وکړی. د وروسته پاتی او مخ پرودی هيوادونو د استثمارله پاره د سرمايداری هيوادونو دغی طرحی همدغه هيوادونه خورا د زياتو ستونزو او کليدی پرابلمونو سره مخامخ کړی دی او په راتلونکی کې د زياتو ستونزو سره د مخامخ کيدو وړاندوينه کيږی .