د خواشینی پیغام
په ډيره خواشینی سره مو خبر تر لاسه کړ،چې ګران استاد اقتصاد پوه ارواښاد عبدالصمد جلالی د موټر د ټکر له امله خپل روح د جمعې په مبارکه ورځ د ۳۱ کالونو په عمر د ۹/۱۰/۲۰۰۹ د پښاور ښار په یوه روغتون کې حق ته وسپارو.انالله و انا الیه راجعون:
ګران استاد ته د لوی او بخښونکي ذات څخه د جنت الفردوس او کورنی ته یې د صبر جمیل غوښتنه کوم.
ارواښاد عبدالصمد جلالی ۳۱کاله د مخه په ۱۹/۰۲/۱۹۷۸ د خوست ولایت د یعقوبیو ولسوالی اړوند د ګورچکو د کلي په یوه دینداره کورنی کې پیدا شوی د سرو لښکرو د راتګ سره سم پاکستان ته مهاجر شو او د کرمی ایجنسۍ د وچې پالۍ په سیمه کې استوګن شو.ابتدایه او متوسطه دواړه یې د شهیدانو ډنې په متوسطه ښوونځي کې ولوستل،د سرو لښکرو د بیرته تلو سره سم ارواښاد خپل ګران وطن ته راستون شو،د تعلیم سره د بې شانې مینې درلودو له امله ارواښاد د یعقوبیو په عالې لیسه کې پاتې زده کړې په بشپړې کړې او په ۱۹۹۷ کال د نومبر په میاشت کې د همدغې لیسې څخه په اعلی درجه فارغ شو.د لیسې د فراغت وروسته پښاور ته د کورسونو د تعقیب له پاره لاړ،د انګلیسي ژبې د زده کړې سره سم ارواښاد په پښاور کې د پیلیپین هیواد یوه پوهنتون ته امتخان ورکړ او په پایله کې اوراښاد پوهنتون ته د شاملیدو چانس تر لاسه کړ.ګران استاد چې اقتصاد پوهنځی سره يې زیاته علاقه درلوده ،پوهنتون ته د شاملیدو سره سم يې د اداره او تجارت (BBA) پوهنځی انتخاب کړه د څلورو کالو وروسته جلالی په دې بریالی شو چې د نوموړي پوهنځی څخه په ۲۰۰۲ میلادی کال د مارچ په میاشت کې دیپلوم تر لاسه کړي.اوراښاد یوازی د دیپلوم په ترلاسه کولو بسنه ونکړه او د نورو لوړو زده کړو د تر لاسه کولو په هڅه کې شو بلاخره يې په ۲۰۰۵ د سپتمبر په میاشت کې د اقراء پوهنتون څخه په تمویل او بانکداری کې ماستري (MBA) تر لاسه کړه.ارواښاد جلالي د وړتیا د درلودلو له امله په مختلفو پوسټو دندې ترسره کړي.استاد په ۲۰۰۵ کال کې د شیخ زاید پوهنتون د ادارې او تجارت پوهنځی کې د استاد په صفت مقدسه دنده پر مخ وړي او استاد په همدې کال د دریو میاشتو له پاره په خوست کې په (IRC) کې دنده پر مخ وړه.ګران استاد د آ ر سی څخه وروسته د یو نیم کال له پاره په خوست کې د عزیزي بانک د څانګې ساحوي رئیس پاتې شو.ارواښاد د تعلیم د سکتور سره د زیاتې مینی له کبله په خوست کې د شخصي پوهنتون د جوړولو په هڅه کې شو او بلاخره استاد په دې بریالی شو چې په کابل کې د میوند د پوهنتون څانګه په خوست کې پرانیزي او د ۲۰۰۸ په اوایلو کې استاد په خپلو هڅو کې بریالی شو او په خوست کې یې د میوند پوهنتون څانګه پرانیسته د یو کال راهیسي د نوموړي پوهنتون رئیس وو.
د ارواښاد عبدالصمد جلالي د مړیني له کبله دده فامیل او ملګرو ته د تسالیت مراتب وړاندې کوم اروا یې ښاده یادونې يې ژوندي.
رحمن الله رسا
د یرغل بلاګ چلوونکی
مرثیه
ستا یادونه مو پر زړو د کاڼي کرښې
نن می غم په سر په شان د غر ولاړ دی
زموږ له منځ یی د کیسې سړی اخستی
څه بلا وه چي په ویر یی اموخته کړم
زما له سر یی د مشوری سړی اخستی
ټول یاران يي څه بی وخته نیمه خوا کړل
دې ناڅاپه بلا مو د ګیلې سړی اخیستی
««»»
تقدیر پر مخ ناوخته څه درانه څپیړه راکړه
سر له ننه مو د خوبونو تعبیر ورک شو
نور څوک نشته چی پر وخت یی تفسیر راکړی
زموږ د ټولو د معماوو تفسیر ورک شو
زما چې ستوني کی ساه لنډه لنډه کیږی
نن پر سر می سیوری د پیر ورک شو
««»»
د زړه سوده به پر چا کوو «شهزاره»
«جلالی» مو د ارواوو ترجمان وو
نه په اه وو نه په دا وو بس ساده وو
«جلالی» خو یو غریب ملنګ انسان وو
د سادین پردښته اوښکي را روانې
«جلالی» خوتل پر زړو باندی سلطان وو
««»»
مرګه!خدای د زر نیمګړی نیمه خوا کړ
لکه تا چې موږ نیمګړی نیمه خوا کړو
زموږ له سر دی نن د سر سړی اخیستی
لا تر څو به په هغه پسی ژړا کړو
نه مو لاس او نه پښی اشنا در رسی
بس یوازی به په تا پسی دوعا کړو
««»»
ستا یادونه مو پر زړو د کاڼي کرښې
خو خندا دپه سفر یو نااشنا وطن ته تللی
ستا شهید ارمان به کله زموږ هیر شی
بی سالاره مریدان د ټول په مرګ دژړیدلی
ستا پر نازولو بچو خړی خاوری اوری
وایه وایه بی سالاره د نن چا ته پریښودلی
««»»
نور مو وس نشته اشنا چې خفه نشی
بس دا لپه لپه دوعاګانې به درلیږو
توره شپه کی به د خدای سره خبری درته وکړو
څه رسا رسا به ژړاګانې هم درلیږو
د ستا غم به« رسا» لنډو شپو کې زوړ کړي
خپلې اوښکي هم ناداني به درلیږو
رحمن الله رسا
جرمنی، بوخوم پوهنتون
د جلالی د مرګ په لومړی ورځ