سرچینه: اصلاح ان لاین
ترانه : سمع یوسف
پښتو ژباړه: رحمن الله رسا
مور
زما خوږې خوږې مورجانې
یادې مې ستا ټولې كيسې مورجانې
ستا له ښکلي مخه، ګرانې نور وریږي
ستا مخ څومره مبارک مخ دی
ستا له هرې كيسې نه قربان
ستا مبارک، خوږې نامی نه قربان
اې زما خوږې مورجانې
ته زما مینه او د ژوند مالګه يې
پرته له تا نه مې دى ژوند بې مانا
پرته له تا نه مې پیکه دى ژوندون
ستا موسکا څومره مبارکه موسکا
ستا د خندا او له موسکا نه وری
ستا د خندا او له ژړا نه وری
دا ستا مبارکه موسکا نه ده ګرانې!
زما په زړه کې پټ هوس ژوندی کړي
ها له پخوا نه مړ جرس ژوندی کړي
ستا مبارکه خندا نه ده ګرانې!
زما په زړه کي پټې غځونې کوي
او روح مې داسې وتخنوي
چې غواړي له بدنه والوځی پرواز وکړي
زما د ژوند مالګې او رښتینی ميني
هغه شپې او ورځې زما نه هیریږی
چې تا به ما ته ناز راکړ روزنه راکړه
خو زما خوږې مورجانې
زه هیڅ پرې پوه شوی نه یم
اوس خو ډیر ناوخته شوی ګرانې
د هسک څښتن به می ونه بښي
ما ته بښنه وکړه! ما ته بښنه وکړه
اوس خو یوازی یمه
ستا په شان خوا کې څوک نه لرم
تا ته مې ډیر کلونه تکلیف درکړی، درد درکړی
اوس د پښمانی او خجالت احساس کړم
ما ته بښنه وکړه ما ته بښنه وکړه
ما خو ډير ډير کلونه
ستا د لاسو په غیږ کې خوب کړی ښاپوړی کړي
وه زما خوږې مورجانې
اوس خو یوازې یمه اوس زه یوازی یمه
د یوازیتوت او تنهایۍ احساس کړم
پرته له تا نه زه بیلونکی یمه
ستا غم او تنها یې زما د زړه پر وطن
داسې بی دریغه شان یرغل کړی
چې نور به ما د مرګ په غیږ کې
ډير په اسانه ورکړي
دا دی زړه می اوس ټوټې ټوټې دی مات پروت دی
د اوښکو لوی سمندر مې د ګریوان پر دښته
نه اودریږی بې نیازه بې پروا روان دي
وه زما ګرانې او خوږې مورجانې
ته خو هغه زرین لمر وې چې تل
به دې زما تیارې ورځې په یوه موسکا روښانه کړلې
څوک به مې اوس کړي اوښکي پاکې
تا خو کوچ کړی زه یوازی یمه
کاش د اوس په شان پخوا پوهیدای
وه زما ګرانې او خوږې مورجانې
پرته له تا نه زه بیلونکی یم بیلونکی
مورې مورې وه زما خوږې مورې
تر کومه به تا نه ګورم
ستا د لیدو په تمه
به زه ورځی،شپې او که کالونه شمارم؟
یو چا پوښتنه وکړه
د خدای جانان حدیث کې داسې وایې
(ستاسومور، ستاسو مور او ستاسو مور)
اخ مورې
تل راسره زړه او په خوبو کې اوسې
ته را نه لاړې وایه زه د چا ته پریښوم
زما د سترګو تورې زما د زړه ټکورې
زما دلاسه کونکې مورې
زما د ربړ، درد ژغورنکي موري
ته رانه لاړې زه د چا ته پریښوم
پرته له تا نه به څوک غیږ راکوي
پرته له تا به مې پر چا د زړګي سوده وشي
نه نه داسې څوک نشته ګرانې
چې ستا په شانې زړه راکړي او مینه راکړي
پرته له تابه داسې څوک وي
چې زما پرده وکړي د ستا په شانې
او په وريښمینه غیږ کې مې تنګ پټ کړي؟
پرته له تا به څوک زما پاملرنه وکړي
پرته له تا مې څوک د ننګې نشته
پرته له تا مې څوک د دفعې نشته
ته خو بښونکي مورې
ما ته بښنه وکړه. ماته بښنه وکړه
***
کله چی دا شعر ولولئ نو مهرباني وکړئ خپلې مور ته ورشئ او لاسونه يې ښکل کړئ او خوږې مورجانې ته د خپلې هغې میني اظهار وکړئ چې تاسو یې د خپلې مور سره لرئ. که ستاسو مورجانې د دې دنیا څخه رحلت کړی وي موږ ټول هغوی او خپلو ځانونو ته د مهربان خدای په دربار کې لاسه لپه کړو.