"We shall show them Our signs on the horizons and within themselves until it will become clear to them that it is the Truth. Does it not suffice that your Lord is Witness over all things?"
The noble Qur'an, Fussilat(41):53
Amazing Miracle
راليږونکی : عبدالواحد حسن
ټليفونشميره: 00971553013899
برېښناليکپته: hassan6322@yahoo.com
سرليک: قران شريف
نېټه: 23.10.2009 17:36
رسا صاحب
اسلام عليكم ورحمة الله وبركاته
الله د وكړى چى د صحت جامه مو تن وى
دا د ماشوم په بدن باندى دقرانى ايتونو څرګنديدل زما په فكر دقران د منكرينو لپاره دالله پاك لخوا د قران كريم دحقانيت يو لوى ثبوت دى
پدى كى هيڅ شك نشته چى قران دالله پاك كلام دى او په خوږ نبي حضرت محمد (ص) باندى نازل شوى دى
قران يو داسى معجزه كتاب دى چى هيڅوك نشي كولى پدى كى ز
ياتوالى يا كموالى راولى دپيړيو راهيسى كفار دا كوشش كوى چى قران كى بدلون راولى او يايئ هم له منځه يوسي خونه پدي نه وتوانيدل اونه خو به پرى وتوانيږى هغه ځكه چى الله پاك په قران كريم كى فرمايئ (نحن نزلناالذكر وانا له لحافظون)
نو ددى ايت شريف څخه په واضح ډول معلومه شوه چى دقران كريم دساتلو ضيموارى الله پاك په خپله اخستى ده او هيڅوك هم نشى كولى چى قران له مينځه يوس
ى
ډير داسى وشول چى دقران كريم نسخى وسوځول شوى ،دقران كريم حافظان شهيدان كړاى شول، دقران كريم څخه جهادى اياتونه لرى كړى شول ،دقران كريم څخه بعضى صورتونه لرى كړاى شول خو بيا هم الحمدالله كفار خپل د مقصد ته ونه رسيدل هغه ځكه چى مخكى يئ ذكر وشو الله (ج) يئ محافظ دى.
يوه بله مهمه خبره هغه دا چى قران كريم يو داسى كتاب دى چى په هره زمانه كى تطبيق كيږى خو افسوس چى مونږ مسلمانان تر ى فائيده نه اخلو فران كريم ته وخت نه وركوو اونه هم په قران كريم باندى ځان پوهوؤ چى څه دى پكى او دڅه لپاره الله پاك رانازل كړى او حتى ددى پورى بى عزتى يئ هم كوؤ صرف دى ته مو ساتلى وى چى په ځمكه قران وكړو پردۍ ځمكي پرى خپلى كړو پردى حق پري خپل حق جوړ كړو ...................او داسى نور ډير ناروا كارونه
اى مسلمانانو راځۍ چى لږسوچ وكړو او قران ته لږ تر لږه په 24 ساعتونو كى 30 مينټه خو وركړو او پرى ځان پوه كړو چى څه دي پكى او دڅه لپاره نازل شوى دى او خپلو بچو ته هم دقران كريم د زده كړى هدايت وكړو ترڅو الله(ج) را څخه رضأ شى او جنت مو ځاى شى الله(ج) ماته او ټولو مسلمانانو ته د پوهى او عمل كولو توفيق وركړى . امين
وعلیکم سلام ورحمته الله وبرکاته
ګران ورور حسن صیب له بریښنالیک نه مو زیاته مننه.واقعاً دا یوه حیرانونکي معجزه ده او د رحمان ذات وحدنیت په ډاګه ثابتوي او د لوی او قهار خدای ج له خوا کفارو ته یو لوی چیلنج دی.
ګرانو لوستونکو!
پورته ماشوم د روسیې هیواد په یوه مسلمانه کورنی کې پیدا شوی.