اضطراب، اند ېښنه، وسواس
روان پېر د مختلفو ناروغيو سبب ګرځېدلى. غوسه،اضطراب (يو اروايي اختلال دى، چې د انسان په شخصيت كې تغيرات راولي او د يوې ناروغۍ په شكل ښکاره کېږي)
وېـــره:
د افغانستان هر دويم اوسېدونکې له ويرې (اروايي وېرې) څخه په تکليف دى، وېره د يو ځاى په پرتله، د يو حالت او يا كوم کس له امله رامنځته کېږي.
زما دوست حشمت الله څو مياشتې دمخه خپل موټر ټكر كړى و، له هغې ورځې راپه دېخو ا په دې اقرار کوي، چې نور نو د موټر چلولو توان نه لري او تل په موټر كې وېرېږي، چې هسې نه خداى مه كړه بيا ټكر نه شي.
يو بل دوست احمد رضا، چې ماشوم زوى يې د ميكروبي عفونيت له امله ژوند له لاسه وركړى دى، تل له چټلي او كثافت څخه په وېره كې وي، ځان او هركس دې ته اړ باسي، چې تل صابون او نور ضروري صحي مواد په موټر كې ولري او د ډېرو شيانو له لمس كولو څخه وېره لري.د ورځنيو شيانو په اخستلو كې د لاس له تماس څخه ځان ډېر ژغوري او په دې توګه د ورځې ۳۰ ځله خپل لاسونه د عفوني ضد موادو په واسطه پرېمنځي.
داسې ډېر زيات مثالونه په ټولنه كې شته لكه له نوك تيزه شيانو څخه وېره،له خلاص ځاى څخه وېره،له ټولنې څخه وېره،دالوتکې له سورلي څخه وېره او ډېر داسې نور...
دا وېرې په هغو كسانو كې، چې عصبي تعادل نه لري رامنځته کېږي او د ستړيا په حالت كې زياتوالي پېدا كوي.
دا ناروغۍ بې له دې چې ستونزه پېدا كړي او يا كومه مقدمه له ځانه څرګنده کړي پېل کېږي او په ناروغ ناوړه اغېزه كوي، دا سې ناروغان بايد تل ترنظارت لاندې ونيول شي.
وسـواس:
دا ناروغۍ د نوي پېر، ديويشتم قرن ناروغۍ بلل کېږي. څوک چې د ډېر كم وسواس خاوند وي، نه شي كولاى ډېر وړوكى تصميم هم ونيسي.دا ډول ناروغان له ځان نه ډول ډول پو ښتنې كوي، چې هېڅكله يې ځواب نه شي ورکولى. كله كله دا سوالونه هېڅ ځواب نه لري. د هغه حالت د ټولو اروايي حالا تو څخه مخالف دي، هر څومره چې دا ناروغ د سوالونو د ځواب په هكله فكركوي، هېڅ د حل لاره ورته نه معلومېږي او تكرار تكرار بيا هغه كلمات لولي، بې له دې چې کومه موخه او يا مفهوم په لاس ورشي.
دغه ناروغ داسې حالت ته رسېږي، چې نه شي كولاى خپل فكر او كارونه منظم كړي. ډېر وخت د يوه ډېرساده كار په سرته رسولو كې تېروي، ځكه په وار وار خپل كار کنټرولوي، چې څه خو به ورڅخه پاتې نه وي. (يو دوست راته ويل د شپې څو ځله د كور دروازه ګورم، چې خلاصه خو به پاتې نه وي).
په ځينو وختونو كې تردد او وسواس د ځانګړېو تغيراتو سبب ګرځي، دناروغ رنګ الوتى وي يا برعكس رنګ يې سور وي، لاسونه يې يخ وهلي وي، يخه خوله يې په پوستكې پرته وي او د زړه لوړ ضربان لري.
كه دا حالات تداوي نه شي ناروغ له کنټرول نه وځي او تداوي يې له خنډ سره مخامخ کېږي.
د حـقارت احـساس:
عموماً ځان د نورو په پرتله لوړ ګڼي مګر ځينې اروايي ناروغان د حقارت په عقده اخته كوي او كله چې ځان له نورو سره پرتله كوي، ځان ورته وړوكى او کمزورى ښكاري. د اضطراب او پرېشاني ترڅنګ په ژوند كې يو ډول بې ميلۍ رامنځته کېږي، چې کېداى شي دا ناروغان د مهلك غم او غوسې خوا ته بوځي.
|
|
دې ناروغانو ته ځان خواراوسپک ښكاري، چې د دوى د ناراحتۍ سبب ګرځي، ناروغ تل د خجالت احساس کوي. کېداى شي په دې حالت کې د روحي تغيراتو له مخې ناروغي په بل ډول څرګنده شي. کېداى شي نوموړې عقده د ماشومتوب په دوره كې پېدا شي او ماشوم له وړكتوب څخه د كوچنيتوب او حقارت احساس وكړي. كه دا ماشوم د مور او پلار په واسطه پوره او تداوي نه شي، کېداى شي دا ناروغي د ژوند تر پايه ورسره پاتې شي.
اضطراب:
مضطرب ناروغ تل په معده كې دروندوالى محسوسوي، ستونى يې تر فشارلاندې وي، په ډېرې سختۍ سره تنفس كوي او دا ټول ورته د روحي ناراحتۍ له امله پېدا شوي وي. دا حالت له وېرې سره توپېر لري، وېره د يو علت (خطر) په مقابل كې موجوده وي، خو اضطراب د يو شي يا خطر په مقابل كې وېره ده، چې په اصل هېڅ وجود نه لري.
بې له دې چې د ويري كوم سبب يا خطر موجود وي.په ځينو كورنيو كې وېره موجوده وي،
په ډېر ګومان دا د عصبي تعادل له ناروغتيا او ناراحتۍ څخه رامنځته کېږي او نوموړى كس په اضطراب اخته کېږي. هر ډول مسكرات لكه الكول،سګرېټ، نصوار د دې ناروغۍ له لاملونو نه ګڼل کېداى شي.