څنګه پوهېدلاى شو چې مـــــــــوږ تهــــــــــديدېږو؟
د زړه ماتوالى تر ټولو نورو نښو مخکې ګڼل کېږي، پر دې سربېره کېداى شي لاندې نښې هم ولري: عصبي نارامې، تشنج، دوامداره بې خوبي اوستړيا او حتى کېداى شي ډېرې نورې شديدې نښې رامنځته شي، لكه زوروره سردردي، د زړه لړزه، ګنګسيت، د معدې اختلالات او عضلاتي دردونه.دا هم بايد ووايم چې دا نښې او نښانې ځينې ګټې هم لري ځكه دا حالات موږ مجبوروي، چې له ستړي كوونكيو او ناراحت كوونكيو كارونو څخه ځان وساتو. له دې نه پرته
نورې نښې هم شته دي، لکه د يو چا په شخصيت كې د ځينو تغيراتو ملاحظه كول. دلته کېداى شي يو كس، چې ډېر شرمېږي د شرم جامه لا كلكه په ځان كړي، يا دومره سپېن سترګى شي، چې نور خلك ورڅخه وشرمېږي او نورو ته سرخوږى وګرځي، يا هرڅه سرچپه کېږي، کوم كسان چې په ژوند كې ډېر بانظمه وو اوس بې نظمه او بې علاقې ژوند اختياروي. كه د دې حالاتو مخه ونه نيول شي نور اختلالات رامنځته کېږي او د دفاعي ميكانيزم ماتې ورته اسانه کېږي.
ايا موږ د عصبي خپګان په مقابل كې مجهز يو؟
ارواپوهان دې سوال ته مثبت ځواب وركوي. دوى وايي كله چې دا ناروغۍ په پېل كې تشخيص شي په ډېره اسانه او ښه توګه تداوي کېږي.
ارواپوهان په دې باور دي، چې دا ناراحتي د كار په جريان كې انسان ته پېدا کېږي او بيا همدا كاركول ناروغ دې ته مجبوروي، چې ډاكټر ته مراجعه وكړي او ځان تداوي كړي. خو كله چې ناروغۍ ځاى ونيو نو په دې حالت كې د ناروغۍ تداوي د ناروغۍ په ژورتيا پورې اړه لري او هر ناروغ بيا ځانګړې درملنې ته اړتيا لري.
هغه ناروغ چې د مديريت دنده يې په يوه تبليغاتي اداره كې ترلاسه كړې وه، د څو ورځو په استراحت، له ډاكټرانو سره په مشوره او خپلې پخوانۍ دندې ته بېرته ګرځېدو سره په اسانه توګه تداوي شو.
کېداى شي د عصبي خپګان ډېر ناروغان تداوي كړو. مګر دا مهمه ده، چې د ناروغۍ له ځاى پرځاى کېدو څخه مخنيوى وشي. په لومړي سر كې له نژدې دوست سره د ناروغ غږېدا ضروري ده ترڅو د زړه غوټه يې خلاصه شي، بايد كوښښ وكړو چې ځانونه د ژوند له ستونزو او سختو شرايطو سره عادت كړو.
كه چېرته له هرې ماتې څه زدهکړه وكړو نو د ژوند تجربه به مو لا نوره هم زياته شوې وي، د ژوند د ډېرو ستونزو د حل لپاره به په زړه پورې لارې چارې ومومو. تفريح، ګرځېدا او د كاركولو د چاپېريال څخه بهر ته وتل د اعصابو د تسكين او د انسان د لازيات فعالېدلو سبب ګرځي.
يو لوى ارواپوه داسې وايې: زما د ژوند تر ټولو غوره ورځ نن ورځ ده، کله چې ما دا تصميم ونيو، چې د نړۍ له اصلاح څخه لاس واخلم، ما خپل ټول عيبونه نن پېدا كړل او خپله كمزوري راته په ګوته شوه. له هغې ورځې راپه دې خوا زه د نړۍ له نېکمرغه كسانو او پلرونو څخه شمېرل شوى يم.
هو! پوهه او علم د ماتې او سختيو په مقابل كې، زموږ اعتماد لا نور هم پېاوړى كوي.
|
|
||||